• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له پاکستان او ایران څخه یوازې پرون تر ۳۷۰۰ ډېر کډوال افغانستان ته په جبر استول شوي دي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۴۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۲:۲۶ GMT+۱

د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون اعلان کړی، چې یوازې پرون (سې‌شنبه د چنګاښ ۲۳مه)، له پاکستان او ایران څخه ۶۹۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۷۲۶ کېږي په جبري توګه هېواد ته ستنې کړای شوې دي.

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، د تورخم له لارې ۶۰۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۲۳۱ کېږي، د کندهار د سپین‌بولدک له لارې ۷۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۰۳ کېږي او د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۱۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۲ کېږي په جبر سره هېواد ته را اړول شوي دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، له دې سربېره له ۷۵۶ کورنیو سره مرستې شوي او همداراز له کابل څخه ۱۳۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۱۰ کېږي خپلو ولایتونو ته لېږدول شوي دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ځينو دغو راستنو شویو کورنیو ته د کرایو له ورکړې او د روغتیايي خدماتو له وړاندې کېدو سربېره یو شمېر کورنیو ته پخه ډوډۍ، یوه اندازه نغدي مرستې او سیمکارتونه هم ورکړل شوي دي.

هم‌مهاله په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو عملیات د چنګاښ له ۱۹مې څخه پراخ شوي او په بېلابېلو ایالتونو کې د افغان کډوالو نیول کېدو پسې کور په کور عملیات پیل شوي دي. پاکستاني چارواکو ویلي، چې نور نه غواړي په خپل هېواد کې افغان کډوال پرېږدي او که څوک په خپله خوښه لاړ نه‌شي،‌ نو دوی به یې په زور وشړي.

په پاکستان او ایران کې هم مېشت افغانان د ځايي پولیسو له ناوړه چلنده شکایت لري او له اړوندو نړۍوالو بنسټونو غواړي، چې پر کوربه هېوادونو فشارونه زیات کړي، څو د نړۍوالو قوانینو او اصولو له‌مخې له کډوالو سره چلند وکړي.

ترویج لرونکی

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي
۱

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي

۲
شننه

د جمعه خان فاتح قضیه او د هبت‌الله د ځواک او هیبت ازموینه

۳

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال د روغتیايي سکتور پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی

۴

ذبیح الله مجاهد: د شریعت له‌مخې په افغانستان کې د ښځو حقونه خوندي دي

۵
ځانګړی

د کندهار د یوه زنداني کیسه؛ درې کاله زندان پر فیسبوک د یوې تبصرې بیه

•
•
•

نور کیسې

په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو درې کمپونه په بشپړ ډول تخلیه شول

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۵۰ GMT+۱
100%

پاکستاني چارواکو اعلان کړی، د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د افغان کډوالو ۳ کمپونه په بشپړ ډول تخلیه شوي او ۵۲۵ افغان کورنۍ بېرته افغانستان ته ستنې کړل شوې دي. چارواکو ویلي، د کډوالو د بېرته ستنولو بهیر یوازې دغو کمپونو پورې محدود نه‌، بلکې ټول ناقانونه افغانان په‌کې شامل دي.

د بنو ولسوالۍ مرستیال د سې‌شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۳مه) «ډان» ورځپاڼې ته ویلي، چې اوس د دوی تمرکز د هغو افغانانو پر پېژندلو او بېرته ستنولو دی، چې د بنو په ښار او شاوخوا کلیو کې په کرایي کورونو یا شخصي مېنو کې ژوند کوي.

هغه زیاته کړه، چې د دغو کسانو معلومات د پولیسو حوزو (تاڼو) ته ورکړل شوي او د هغوی د بېرته ستنولو لپاره اقدامات روان دي.

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اېستلو بهیر په وروستیو اونیو کې ګړندی شوی دی. د پاکستان حکومت د تېرې جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۹مه- د جولای ۱۰مه) د هغو افغان وګړو د نیولو او اېستلو امر کړی چې په دغه هېواد کې له معتبرو ویزو پرته ژوند کوي.

تر دې مخکې د پاکستان د حکومت او پنجاب ایالت چارواکو اعلان کړی وو، چې په ۲۰۲۳ کال کې د افغان کډوالو د اېستلو د کمپاین له پیل راهیسې، شاوخوا ۲ میلیونه او ۵۹۰ زره افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي. دغه هېواد ټینګار کړی، چې د کډوالو د اېستلو بهیر به همداسې دوام ومومي.

پاکستاني چارواکو «ډان» ورځپاڼې ته ویلي، چې د هغو افغانانو شمېر چې هره ورځ د تورخم له لارې افغانستان ته ستنول کېږي، له ۱۰ زرو کسانو اوښتی دی. دا بهیر وروسته تر هغه ګړندی شو چې پاکستان له ټولو افغان وګړو وغوښتل چې د جولای له ۱۰مې وړاندې د دغه هېواد خاوره پرېږدي.

له دې سره سم، په خيبر ولسوالۍ کې يو ټولنيز فعال اسلام اپريدي د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر کې د اسانتیاوو د نشتوالي له امله د خلکو ستونزو ته په اشارې سره غوښتنه کړې، چې په خیبر ولسوالۍ کې دې د ثبت نور مرکزونه هم جوړ شي، څو د ستنېدونکو کډوالو ستونزې راکمې شي.

په ورته وخت کې، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له پاکستان څخه د افغان وګړو د «جبري اېستلو» د بهیر په اړه اندېښنه ښودلې او د پناه غوښتونکو پر وړاندې یې د نړیوالو اصولو د مراعاتولو غوښتنه کړې ده.

د بښنې نړیوال سازمان له پاکستان څخه غوښتي چې د پي‌ټي‌اېم غړی زبېر شاه اغا او نور خوشې کړي

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۳۹ GMT+۱
100%

د بښنې نړیوال سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي‌ټي‌اېم) د مرکزي کمېټې غړی زبیر شاه اغا، د بلوڅ يووالي کمېټې فعاله سید بي بي بلوچ او خبریال احمد فرهاد دې سمدستي خوشې کړي.

د بښنې نړۍوال سازمان د سې‌شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۳مه) پر پاکستان غږ کړی، چې د اداري توقیف له قوانینو څخه د سوله‌ییزو فعالانو او خبریالانو پر ضد کار اخیستل دې ودروي.

دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، زبېر شاه اغا د جون پر ۲۸مه په کوېټه کې د بلوڅ يووالي کمېټې له هغې خبري غونډې وروسته ونیول شو چې د بلوڅ يووالي کمېټې مشرې ماهرنګ بلوڅ ته د اورول شوې سزا په تړاو جوړه شوې وه.

سازمان زياته کړې، چې نوموړی له هغه وخت راهیسې د عامه نظم د ساتنې قانون د درېیمې مادې له مخې په اداري توقیف کې ساتل کېږي.

په خبر پاڼه کې ويل شوي، چې دا یوازېنۍ پېښه نه، بلکې په دې وروستیو کې پاکستاني چارواکي د اداري توقیف له واکونو څخه د فعالانو، خبریالانو او د بشري حقونو د مدافعینو د ازادۍ د محدودولو لپاره کار اخلي.

په خبر پاڼه کې زياته شوې، چې د جولای په لومړۍ نېټه سید بي بي بلوڅ هم د بلوچستان په تربت ښار کې، وروسته له هغې چې د ماهرنګ بلوڅ د سزا پر ضد د سوله‌ییز لاريون اعلان وشو، د عامه نظم د ساتنې د قانون له مخې ونیول شوه او له هغې وړاندې، د جون په ۲۰مه خبریال احمد فرهاد هم د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر په باغ سیمه کې د همدې قانون له مخې نیول شوی او لا هم په توقیف کې دی.

د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې زبېر شاه اغا، سید بي بي بلوڅ او احمد فرهاد بې له ځنډه خوشې کړي، د اداري توقیف له قوانینو څخه د سوله‌ییز مخالفت د ځپلو لپاره کار اخیستلو ته د پای ټکی کېږدي او د خلکو د ازادۍ، د بیان د ازادۍ او د سوله‌ییزو غونډو د حق درناوی وکړي.

د ځینو فعالانو په وینا، دا په پاکستان کې د جبري لادرکه کولو یوه برخه ده او په دغه هېواد کې په جبري توګه د لادرکه کړای شویو د پېښو د پلټنې کمېسیون د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر مياشت کې ويلي وو، چې د ۲۰۱۱م کال له مارچ څخه د ۲۰۲۵م کال تر سپټمبر پورې د ادعا شویو جبري لادرکیو د دوسیې د ترلاسه کولو او حل کولو احصایوي ارقام ښيي، چې کمېسیون ۱۰۶۳۶ دوسیې ترلاسه کړې دي چې له هغې جملې څخه ۸۹۸۶ دوسیې حل شوي، په داسې حال کې چې ۱۶۵۰ دوسیې لا هم تر څېړنې لاندې دي.

سرچينې: طالبانو په هرات کې د شيعه جوماتونو امنيتي ساتونکي بې‌وسلې کړي دي

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۰۰ GMT+۱
100%

ځايي سرچينو د سې‌شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۳مه) افغانستان انټرنشنل ته ويلي، چې طالبانو له مخکنۍ خبرتیا پرته په هرات کې د شيعه جوماتونو امنيتي ساتونکي بې‌وسلې کړي دي. د سرچينو په وينا، دې اقدام د دغه ولايت د شيعه جوماتونو او لمونځ کوونکو د امنيت په اړه اندېښنې راپارولي دي.

يوې باخبره سرچينې افغانستان انټرنشنل ته ويلي، چې دې پرېکړې د هرات شيعه اوسېدونکي سخت اندېښمن کړي دي. د هغې په وينا، طالبانو تر اوسه نه د سيمه‌ييزو مسوولانو او نه هم د جوماتونو د متوليانو لپاره د دغو ساتونکو د بې‌وسلې کولو لامل روښانه کړی دی.

دغه امنيتي ساتونکي د تېر جمهوري نظام له وخته د شيعه جوماتونو د امنيت د ټينګښت مسووليت پر غاړه درلود. د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته هم دوی د طالبانو د امنيتي جوړښتونو په چوکاټ کې خپلو دندو ته دوام ورکړی وو.

ځايي سرچينې وايي، دغو ساتونکو په تېرو کلونو کې د لمونځ کوونکو د ساتنې او پر شيعه جوماتونو د داعش د بريدونو د مخنيوي په برخه کې مهم رول لوبولی دی.

د هرات يوه اوسېدونکي چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، افغانستان انټرنشنل ته وويل، خلک اندېښنه لري، چې د دغو ساتونکو له بې‌وسلې کېدو وروسته به پر جوماتونو د بريدونو خطر زيات شي. د هغه په وينا، ځينو شيعه اوسېدونکو د احتمالي بريدونو له وېرې په جماعت لمانځه کې خپل ګډون کم کړی دی.

طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د دې اقدام يا د هرات د شيعه جوماتونو د امنيت لپاره د بديلو تابیاوو په اړه څه نه‌دي ويلي.

دا اقدام داسې مهال ترسره کېږي، چې د هرات شيعه وګړي په تېرو پنځو کلونو کې څو ځله د خونړيو بريدونو هدف ګرځېدلي دي. د ۱۴۰۰ کال راهيسې، چې طالبان بيا واک ته رسېدلي، لږ تر لږه اووه بريدونه د هرات ښار د جبرئيل ښارګوټي او د انجيل او گذرې ولسواليو د شيعه اوسېدونکو پر ضد ثبت شوي دي.

په دغو بريدونو کې پر جوماتونو چاودنې، پر لمونځ کوونکو ډزې او د شيعه ديني عالمانو ترورونه شامل وو، چې له امله يې لسګونه کسان وژل شوي او ټپيان شوي دي.

په وروستۍ پېښه کې، د ۱۴۰۳ کال د غويي په ۱۱مه، د هرات د گذرې ولسوالۍ پر امام زمان جومات د وسله‌والو په بريد کې د جومات د امام په ګډون لږ تر لږه شپږ لمونځ کوونکي ووژل شول.

داعش د دغه بريد مسووليت پر غاړه واخيست او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوي (يوناما) له طالبانو وغوښتل، چې د شيعه وګړو د ساتنې لپاره خپلې امنيتي تابیاوې پياوړي کړي او د بريد عاملان ژر تر ژره وپېژني او عدالت ته يې وسپاري.

په امریکا کې د یوه افغان کډوال بندي کېدل؛ کورنۍ یې کاناډا ته د هغه د لېږدولو غوښتنه وکړه

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۳۳ GMT+۱
100%

د محمد یونسي په نوم یو ۲۹ کلن افغان پناه غوښتونکی له نږدې دوو کلونو راهیسې د امریکا د تګزاس ایالت په یوه توقیف ځای کې بندي دی او د هغه کورنۍ او مدافع وکیلان د کاناډا د کډوالۍ له وزیرې لینا مټلج ډیاب څخه غوښتنه کړې، چې د بشري خواخوږۍ له مخې ورته کاناډا ته د ننوتلو جواز ورکړي.

د ټورنټو سټار شبکې د سې‌شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۳مه) په خپل یوه راپور کې ویلی،‌ یونسي غوښتل، چې په کاناډا کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای شي، خو اوتاوا د دغه جواز له ورکولو ډډه کړې او له همدې امله امریکایي چارواکي هغه نه خوشې کوي.

د یونسي مور شفیقه جلالي چې په ټورنټو کې اوسېږي وایي، زوی یې یوازې د دوو یا درېیو دقیقو لپاره د ټېلیفون اجازه لري او دوی اندېښمن دي، چې هسې نه هغه بېرته افغانستان ته وشړل شي.

د یونسي مدافع وکیلې ایرین سیمپسون ویلي، چې دا ځوان په کاناډا کې د کورنۍ د غړو د لرلو له امله د پناه غوښتنې وړتیا لري، خو د کاناډا د حکومت د پرېکړې پر وړاندې د هغوی غوښتنه اوس په فدرال محکمه کې تر څېړنې لاندې ده.

یونسي دا مهال د هوسټن په شمال کې د «آی‌اې‌اېچ پولک» په توقیف ځای کې ساتل کېږي.

محمد یونسي په افغانستان کې اقتصاد لوستی وو او د کډوالۍ نړیوال سازمان او د رازي په نوم د بې‌وزلو ښځو د ملاتړ په یوې ټولنه کې یې کار کاوه. نوموړی په ۲۰۲۳ کال کې د طالبانو له خوا وتښتول شو، بندي شو او تر شکنجې او جبري کار لاندې راغی، خو وروسته په تېښته بریالی شو او د ایران، دوبۍ او برازیل له لارې یې د لاتینې امریکا له څو هېوادونو په پلي توګه تېرېدو وروسته ځان امریکا ته ورساوه.

د طالبانو د ګواښونو له امله د هغه کورنۍ هم له هېواده تېښتې ته مجبوره شوه او تېر کال کاناډا ته ورسېده.

د یونسي د ملاتړو ډلې د هغه د قانوني لګښتونو لپاره ۳۰ زره ډالر راټول کړي او د «رومیرو هاوس» په نوم د کډوالو یوې ټولنې د کاناډا د کډوالۍ له وزارت څخه د هغه د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

بلخوا، د ډونالډ ټرامپ د ادارې له‌خوا درېیم هېواد ته د پناه غوښتونکو د شړلو د پروګرام په پیلېدو سره، د یونسي د روغتیايي او رواني وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

د کاناډا د کډوالۍ ادارې په دې اړه له تبصرې ډډه کړې، خو ویلي یې دي، چې لنډمهالي جوازونه یوازې په استثنايي شرایطو کې ورکول کېږي.

د بلوچستان په کوېټه کې د زيارت د پېښې پر ضد اعتراضي پرلت شپږمې ورځې ته وغځېد

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۴۸ GMT+۱
100%

د بلوچستان په مرکزي ښار کوېټه کې د زیارت د پېښې پر ضد اعتراضي پرلت په شپږمه ورځ هم دوام درلود. د بلوچستان ايالتي حکومت ويلي، له پرلت کوونکو سره خبرې روانې دي. په دې وروستیو ورځو کې په یاد پرلت کې د ډېریو ګوندو استازو هم ګډون کړی دی.

د پرلت يوه سمبالوونکي ډاکټر صمد پانيزي افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وويل، پرلت په خپل ځای دوام لري او د پرلت پرېکړه دا ده، تر هغې چې د دوی غوښتنې نه‌وي منل شوي، پرلت به دوام لري؛ په داسې حال کې چې اوس هم په پرلت کې د زیارت په پېښه کې د وژل شویو پوليسو جسدونه هم پراته دي.

هغه وويل، د پرلت لومړۍ غوښتنه دا ده، چې د زيارت او هنه وړک د پېښو د پلټنو لپاره دې عدالتي کمېسيون جوړ شي او په پېښه کې ښکېل کسان تر معلومېدو او نیول کېدو وروسته د قانون منګلو ته وسپارل شي.

هغه زیاته، د دوی دويمه غوښتنه دا ده، چې له بلوچستان او په ځانګړې توګه د پښتنو له سيمو څخه باید هر ډول وسله‌واله ډله واېستل شي او درېيمه غوښتنه دا ده، چې د ملېشه ځواک (اېف سي) پر ځای پوليس ځای پر ځای کړل شي.

د یاد پرلت په شپږمه ورځ (سې‌شنبه د چنګاښ ۲۳مه) د پښتنو ملت پاله ګوندونو د مشرانو ترڅنګ د نورو سياسي ګوندونو مشران هم ورغلي او ويناوې یې کړې دي.

د يادونې وړ ده، چې د جولای د ۵مې او ۶مې په شپه کې کوېټې سره نږدې د هنه اوړک په ببرۍ سيمه کې په يوه وسله‌واله نښته کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي وو.

او د دغې پېښې په سبا یعنې د جولای په ۶مه د زيارت په مانګي سيمه کې د وسله‌والو په بريد کې ۹ پوليس وژل شوي او د پاکستان پوځ ویلي وو، چې وسله‌والو د برید پر مهال له ځان سره تښتولي ۱۸ نور پوليس هم وژلي وو.

د يادو دواړو بريدونو مسووليت د پاکستاني طالبانو تحريک (ټي‌ټي‌پي) منلی وو.

په کوېټه کې په روان پرلت کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نشنل ګوند، پښتونخوا نشنل عوامي ګوند، ملي جمهوري غورځنګ، جمعيت علمای اسلام او جمعيت علمای اسلام نظرياتي، پښتون ژغورنې غورځنګ، بي‌اېن‌پي مېنګل ګوند، هزاره ډېموکراټیک ګوند، نشنل پارټۍ او د پاکستان تحریک انصاف ګوند استازي هم ګډون لري.

د بلوچستان ایالتي حکومت وياند بابر يوسفزي بیا په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، تر اوسه د زيارت پرلت له کمېټې سره څلور ځلي خبرې شوې او دغه خبرې همداراز دوام لري.