• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په امریکا کې د یوه افغان کډوال بندي کېدل؛ کورنۍ یې کاناډا ته د هغه د لېږدولو غوښتنه وکړه

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۳۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۲۷ GMT+۱

د محمد یونسي په نوم یو ۲۹ کلن افغان پناه غوښتونکی له نږدې دوو کلونو راهیسې د امریکا د تګزاس ایالت په یوه توقیف ځای کې بندي دی او د هغه کورنۍ او مدافع وکیلان د کاناډا د کډوالۍ له وزیرې لینا مټلج ډیاب څخه غوښتنه کړې، چې د بشري خواخوږۍ له مخې ورته کاناډا ته د ننوتلو جواز ورکړي.

د ټورنټو سټار شبکې د سې‌شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۳مه) په خپل یوه راپور کې ویلی،‌ یونسي غوښتل، چې په کاناډا کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای شي، خو اوتاوا د دغه جواز له ورکولو ډډه کړې او له همدې امله امریکایي چارواکي هغه نه خوشې کوي.

د یونسي مور شفیقه جلالي چې په ټورنټو کې اوسېږي وایي، زوی یې یوازې د دوو یا درېیو دقیقو لپاره د ټېلیفون اجازه لري او دوی اندېښمن دي، چې هسې نه هغه بېرته افغانستان ته وشړل شي.

د یونسي مدافع وکیلې ایرین سیمپسون ویلي، چې دا ځوان په کاناډا کې د کورنۍ د غړو د لرلو له امله د پناه غوښتنې وړتیا لري، خو د کاناډا د حکومت د پرېکړې پر وړاندې د هغوی غوښتنه اوس په فدرال محکمه کې تر څېړنې لاندې ده.

یونسي دا مهال د هوسټن په شمال کې د «آی‌اې‌اېچ پولک» په توقیف ځای کې ساتل کېږي.

محمد یونسي په افغانستان کې اقتصاد لوستی وو او د کډوالۍ نړیوال سازمان او د رازي په نوم د بې‌وزلو ښځو د ملاتړ په یوې ټولنه کې یې کار کاوه. نوموړی په ۲۰۲۳ کال کې د طالبانو له خوا وتښتول شو، بندي شو او تر شکنجې او جبري کار لاندې راغی، خو وروسته په تېښته بریالی شو او د ایران، دوبۍ او برازیل له لارې یې د لاتینې امریکا له څو هېوادونو په پلي توګه تېرېدو وروسته ځان امریکا ته ورساوه.

د طالبانو د ګواښونو له امله د هغه کورنۍ هم له هېواده تېښتې ته مجبوره شوه او تېر کال کاناډا ته ورسېده.

د یونسي د ملاتړو ډلې د هغه د قانوني لګښتونو لپاره ۳۰ زره ډالر راټول کړي او د «رومیرو هاوس» په نوم د کډوالو یوې ټولنې د کاناډا د کډوالۍ له وزارت څخه د هغه د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

بلخوا، د ډونالډ ټرامپ د ادارې له‌خوا درېیم هېواد ته د پناه غوښتونکو د شړلو د پروګرام په پیلېدو سره، د یونسي د روغتیايي او رواني وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

د کاناډا د کډوالۍ ادارې په دې اړه له تبصرې ډډه کړې، خو ویلي یې دي، چې لنډمهالي جوازونه یوازې په استثنايي شرایطو کې ورکول کېږي.

ترویج لرونکی

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي
۱

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي

۲
شننه

د جمعه خان فاتح قضیه او د هبت‌الله د ځواک او هیبت ازموینه

۳

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال د روغتیايي سکتور پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی

۴

ذبیح الله مجاهد: د شریعت له‌مخې په افغانستان کې د ښځو حقونه خوندي دي

۵
ځانګړی

د کندهار د یوه زنداني کیسه؛ درې کاله زندان پر فیسبوک د یوې تبصرې بیه

•
•
•

نور کیسې

د محمد محقق لور: اسلامي هېوادونه باید د افغان ښځو ژغورلو لپاره عملي ګامونه پورته کړي

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۴۹ GMT+۱
100%

د محمد محقق لور ذکيه محقق وايي، چې د طالبانو له واکمنۍ نږدې پنځه کاله تېرېږي، خو په افغانستان کې د ښځو د حقونو حالت ورځ تر بلې خرابېږي. هغې وويل، اسلامي هېوادونه بايد د چوپتيا پر ځای د افغان ښځو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه واخلي او څرګندې حل‌لارې وړاندې کړي.

ذکیې محقق د سې‌شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۳مه) له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې وويل، تر اوسه په دې تړاو اسلامي هېوادونو اغېزناک اقدام نه‌دی کړی او طالبانو هم له خپلو دريځونو شاتګ نه‌دی کړی.

د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند د مشر لور، د سې شنبې په ورځ (د چنګاښ په ۲۳مه)، په اسلام‌اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو په غونډې کې وینا هم کړې ده.

ذکيې محقق ټينګار وکړ، چې د ښځو او همداراز قومي او مذهبي لږکيو په اړه د طالبانو کړنې د اسلام له دين سره هېڅ تړاو نه‌لري او په باور یې، دا ډله د اسلام له نوم څخه ناوړه ګټه اخلي. هغې همدارنګه په افغانستان کې د خلکو پر اراده ولاړ او ولسواک حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه.

هغې وويل، افغان ښځې له تېرو پنځو کلونو راهيسې له خپلو ټولو بنسټيزو حقونو بې‌برخې شوې دي او د افغانستان د اوسني حالت تر ټولو ستر زيانمن کسان ښځې دي. د هغې په وينا، هغه زيانونه چې په دې موده کې ښځو او ټولنې ته اوښتي، په راتلونکو کلونو کې به يې جبران اسانه او ممکن نه‌وي.

نوموړې د طالبانو د روانو تګلارو د دوام پايلو ته په اشارې سره وويل، په افغانستان کې داسې نظام نه‌شته چې د عزت او کرامت لرونکو انسانانو په توګه د ښځو ساتنه وکړي. هغې زياته کړه، که دا حالت همداسې دوام وکړي، ټولنه به د اخلاقي او ټولنيز زوال تر ټولو ټيټې کچې ته ورسېږي.

ذکيې محقق د اسلامي هېوادونو د ښځو د غونډې په تړاو وويل، افغان ښځو بايد په دې غونډه کې ګډون درلودای، څو له اسلامي هېوادونو سره خپلې اړيکې پياوړې کړي او د افغان نجونو او ښځو غږ نړۍ ته ورسوي.

د محمد محقق لور وويل، اوس مهال هېڅ هېواد د عملي اقدام لپاره چمتو نه‌ښکاري، خو هيله يې څرګنده کړه، چې په نږدې راتلونکې کې به پراخه نړيواله اجماع رامنځته شي او اسلامي او لوېديځ هېوادونه او همداراز هغه دولتونه چې د بشري حقونو ملاتړ کوي، د افغانستان له خلکو سره عملي مرسته وکړي.

د اسلامي همکارۍ سازمان، چې د ۵۷ اسلامي هېوادونو ګډه ټولنه ده، په اسلام‌اباد کې په خپلې وروستۍ غونډه کې د ښځو پر زده‌کړو او کار د طالبانو لګول شوي بنديزونه د اسلامي ارزښتونو او اسلامي فرهنګ خلاف وبلل او خبرداری يې ورکړ، چې دا ډول تګلاره د اسلام سپېڅلي انځور ته زيان رسوي.

جرمنۍ سیاستوالې له دغه هېواده د هغو افغانانو پر اېستلو اندېښنه وښوده چې جرمي مخینه نه‌لري

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۱۴ GMT+۱
100%

د اروپا د پارلمان غړې او جرمنۍ سیاستوالې هانا نیومن اندېښنه ښودلې، چې جرمني د هغو افغانانو د جبري اېستلو چمتووالی نیسي، چې هېڅ ډول جرمي مخینه نه‌لري. تر دې مخکې د جرمني رسنیو هم ویلي وو، چې لږ تر لږه ۵ افغانان، چې هېڅ یوه یې جرم نه‌دی کړی، دا مهال له جرمني د اېستلو په تمه دي.

هانا نیومن د سې‌شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۳مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د اروپايي کمېسیون او د طالب استازو ترمنځ د تېرې میاشتې لیدنې سختې پوښتنې راپورته کړې دي.

د نیومن په وینا، اروپايي کمېسیون ادعا کوي، چې له طالبانو سره دا خبرې یوازې د هغو افغانانو د بېرته ستنولو په اړه دي، چې په قتل، ترهګریزو پېښو او جنسي تېري تورن او محکوم شوي دي. خو هغې زیاته کړې، چې په عمل کې جرمني د هغو افغانانو د اېستلو چمتووالی نیسي، چې هېڅ ډول جرمي مخینه نه‌لري او دا پرېکړه د یاد کمېسیون له ادعا سره په ټکر کې ده.

د اروپا د پارلمان دغې غړې خبرداری ورکړی، چې طالبانو په ښکاره ویلي چې د کډوالو د بېرته ستنولو لپاره فعالو کونسلي خدماتو ته اړتیا ده. هغې د پوښتنې په توګه مطرح کړې، چې ایا اروپايي کمېسیون په اروپا کې طالبانو ته د افغان کونسلي خدماتو د سپارلو لپاره لاره هواروي، چې دا چاره به د کډوالو د بېرته ستنولو له موضوع څخه خورا وړاندې لاړه شي.

هانا نیومن ویلي، چې دا موضوع د هغو افغانانو لپاره چې له طالبانو تښتېدلي، یوه ساده ډیپلوماټیکه پوښتنه نه‌ده. نوموړې زیاته کړې، چې له طالبانو سره هر ډول تخنیکي تعامل په اصل کې له حساب و کتاب پرته د دغې ډلې سیاسي عادي کول دي او اروپايي کمېسیون باید روښانه کړي، چې څوک بېرته ستنول کېږي او په اروپا کې مېشت افغانان به څنګه د طالبانو له فشارونو څخه خوندي وساتل شي.

د جرمني رسنیو تر دې مخکې هم راپور ورکړی وو، چې د جرمني حکومت غواړي له څو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره هغه افغانان هم افغانستان ته ولېږي، چې جرمي مخینه نه‌لري. د جرمني تاز ورځپاڼې راپور ورکړی وو، چې لږ تر لږه پنځه افغانان، چې هېڅ یوه یې جرم نه‌دی کړی، دا مهال له جرمني د اېستلو په تمه دي.

فوزیه کوفي: د طالبانو واکمني د افغانستان د تاریخ «توره دوره» ده

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۴۷ GMT+۱
100%

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي د طالبانو پر سیاستونو په سختو نیوکو سره ویلي، چې دغې ډلې په تېرو پنځو کلونو کې د افغان ښځو ژوند په «جهنم» بدل کړی او نظام یې د هېواد د تاریخ «توره دوره» ده.

فوزیې کوفي د سې‌شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۳مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې افغانستان د یوې داسې ډلې په منګولو کې «اسیر» شوی، چې نه مشروعیت لري او نه د خلکو د استازولۍ وړتیا لري.

نوموړې زیاته کړې، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغان ښځو استعدادونه، تجربې او د مشرتابه وړتیاوې له پامه غورځول شوي او هغوی یوازې له طالبانو سره د هېوادوالۍ په جرم له خپلو حقونو بې‌برخې شوې دي.

کوفي د پوښتنې په توګه مطرح کړې، چې ولې باید افغان ښځې له نړۍ څخه په نړیوالو ناستو کې د خپل ګډون غوښتنه وکړي، په داسې حال کې چې د نورو اسلامي هېوادونو ښځې په ویاړ سره د خپلو حکومتونو استازولي کوي.

د ولسي جرګې دغه پخوانۍ غړې د هېواد پر هغو نارینه‌وو او مېرمنو هم سختې نیوکې کړې دي، چې د اوسني وضعیت لپاره توجیهات لټوي. هغې ویلي، چې په هېواد کې د ښځو د حذفولو او د یوه ملت د «تحقیرولو» پر وړاندې چوپتیا د «شرم وړ» ده او د تاریخي هېواد د ژغورلو لپاره باید دا وضعیت بدل کړل شي.

مېرمن کوفي طالبان د افغانستان د معاصر تاریخ د دغه «تور فصل» مستقیم مسوولین وبلل او ټنیګار یې وکړ، چې دغې ډلې د ملت حیثیت او اعتبار له منځه وړی دی. هغې زیاته کړه، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته به کلونه وخت او سخت کار ته اړتیا وي، څو هغه اقتصادي، ټولنیز، سیاسي او کلتوري زیانونه جبران شي چې پر افغان ښځو تپل شوي دي.

طالبانو تر دې وړاندې په وار وار ویلي، چې په هېواد کې د شریعت پر بنسټ د ښځو ټول حقوق خوندي دي او په دې ټړاو یې هر ډول څرګندنې رد کړې دي.

طالبانو د اسلام‌اباد غونډې اعلامیه رد کړه؛ غربي فرمایشونه نه منو

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۲۰ GMT+۱
100%

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو د وزیرانو غونډې وروستۍ اعلامیې ته په غبرګون کې وویل، دوی د داسې سازمانونو «فرمایشونه» نه‌مني چې په وینا یې، د غربي ارزښتونو تر اغېز لاندې دي.

ذبیح‌الله مجاهد د سې‌شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۳مه) د طالبانو تر کنټرول لاندې له ملي ټلویزیون سره په مرکه کې وویل: «په افغانستان کې د ښځو حقوق تامین دي. دغه سازمان له ځان سره اسلامي نوم لري او باید پوه شي چې په شریعت کې د ښځو لپاره ټول پام کې نیول شوي حقوق هغوی ته ورکړل شوي دي».

هغه زیاته کړه، چې طالبان هغه حقوق د ښځو لپاره د منلو وړ نه‌بولي، چې د ده په وینا «له غربي کلتور څخه سرچینه اخلي» او «شرعي ستونزه» لري. د طالبانو ویاند همدارنګه وویل، چې د دغې ډلې غړي دیني عالمان جوړوي او هغوی «تر نورو ښه» د ښځو له اسلامي حقونو څخه خبر دي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو د وزیرانو د نهم کنفرانس په اعلامیه کې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار بندیز د اسلامي ارزښتونو خلاف وباله.

دغه کنفرانس د «ښځو ټولنیز، اقتصادي او سیاسي ځواکمنول» تر شعار لاندې د چنګاښ په ۲۰مه او ۲۱مه په اسلام‌اباد کې ترسره شو.

ګډونوالو د اسلامي همکاریو سازمان منشور، د ښځو د پرمختګ لپاره د دغه سازمان کاري پلان او نورو اړوندو اسنادو ته په اشارې، د ښځو د حقونو پر تضمین او په ټولو ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي برخو کې د هغوی د مشارکت پر پراختیا ټینګار وکړ.

په اعلامیه کې راغلي، چې د اسلام لارښوونې او ارزښتونه د ښځو او نجونو د کرامت، حقونو، مشارکت او پرمختګ ملاتړ کوي او په کورنۍ او ټولنه کې د هغوی رول په رسمیت پېژني.

د ګډونوالو پلاوو وزیرانو او مشرانو د «ژورې اندېښنې» په څرګندولو سره اعلان وکړ: «په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار د بندیزونو دوام له اسلامي ارزښتونو سره چې د ښځو او نجونو د کرامت، حقونو او پرمختګ ساتندوی دي، په ټکر کې دی».

په دې اعلامیه کې همدارنګه ټینګار شوی، چې ښځې د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د نفوس نږدې نیمایي برخه جوړوي او د دوامدارې پراختیا، اقتصادي ودې، ټولنیز انسجام او سولې لپاره د هغوی بشپړ او اغېزناک مشارکت اړین دی.

افغانستان د اسلامي همکاریو سازمان د غړو په منځ کې یوازینی هېواد دی، چې ښځې او نجونې په‌کې د زده کړې او کار له حقه محرومې دي. اسلامي هېوادونو په وار وار له طالبانو غوښتي چې د ښځو پر زده کړو او کار لګول شوي بندیزونه لغوه کړي، خو طالبان دا غوښتنې «د شریعت خلاف» بولي.

فضل احمد معنوي: په اسلام‌اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډه د ښځو حقونو لپاره مهم ګام و

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۱۹ GMT+۱
100%

د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د عدلیې پخواني وزیر فضل احمد معنوي په اسلام‌اباد کې د ښځو د حقونو په تړاو د اسلامي همکاریو سازمان د وروستۍ غونډې هرکلی کړی او دا یې یو مسوولانه او د ستاینې وړ ګام بللی دی.

نوموړي د ښځو پر وړاندې د طالبانو پر تګلارو سختې نیوکې کړي او دغه ډله یې له شریعت څخه پر ناوړه او محدود تفسیر تورنه کړې ده.

معنوي د سې‌شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۳مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د اسلامي همکاریو سازمان غونډې طالبانو ته روښانه پیغام واستاوه، څو د اسلام د اصیلو لارښوونو په رڼا کې د ښځو انساني کرامت او مشروع حقونو ته درناوی وکړي. هغه زیاته کړې، په داسې حال کې چې میلیونونه افغان ښځې له زده کړو، کار او ټولنیز مشارکت څخه بې برخې دي، طالبان په درواغو ادعا کوي، چې د دوی نظام پر «اسلامي شریعت» ولاړ دی او د ښځو حقونه یې خوندي کړي دي.

د عدلیې پخواني وزیر ویلي، چې طالبان خپل محدود او سختدریځی لید لوری عین شریعت ګڼي، خو د محمدي شریعت بنسټ پر رحمت، عدالت، انساني کرامت او علم ولاړ دی. د هغه په وینا، نن ورځ د اسلامي نړۍ په کچه زرګونه نوموتي فقهاء او مجتهدین د ښځو پر لوړ مقام او مشروع حقونو ټینګار کوي او په دې غونډه کې د اسلامي هېوادونو اجماع هم د اسلام د همدې اصیل فهم څرګندویه ده، نه د طالبانو د انحصارګرانه قرائت.

نوموړي د اسلامي همکاریو له سازمان څخه غوښتي، چې یوازې پر اخلاقي سپارښتنو او بیانیو بسنه ونه کړي، بلکې د افغان ښځو د ملاتړ او د طالبانو د تبعیضي تګلارو د پای ته رسولو لپاره عملي او اغېزناک ګامونه پورته کړي. معنوي ټینګار کړی، چې تجربو ښودلې طالبان «اصلاح کېدونکي» نه‌دي او د دوی چلند په نړۍ کې د اسلام رحماني څېرې او د افغانستان اعتبار ته سخت زیان رسولی دی.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو د وزیرانو د نهم کنفرانس په اعلامیه کې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار بندیز د اسلامي ارزښتونو خلاف وباله.

دغه کنفرانس د «ښځو ټولنیز، اقتصادي او سیاسي ځواکمنول» تر شعار لاندې د چنګاښ په ۲۰مه او ۲۱مه په اسلام‌اباد کې ترسره شو.

ګډونوالو د اسلامي همکاریو سازمان منشور، د ښځو د پرمختګ لپاره د دغه سازمان کاري پلان او نورو اړوندو اسنادو ته په اشارې، د ښځو د حقونو پر تضمین او په ټولو ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي برخو کې د هغوی د مشارکت پر پراختیا ټینګار وکړ.

بل لور ته، د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو د وزیرانو د ناستې وروستۍ بیانیې ته په غبرګون کې ویلي، چې د دوی اداره د هغو سازمانونو «فرمایشونه» نه مني چې د لوېدیځو ارزښتونو تر اغېز لاندې دي. د طالبانو حکومت تر دې وړاندې هم په وار وار د ښځو پر زده کړو او کار لګول شوي محدودیتونه خپل داخلي او شرعي مسایل بللي او پر هغې یې د بهرنیو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو نیوکې رد کړې دي.