د تاجکستان د بېړنیو حالاتو او ملکي دفاع کمېټې مشر رجب علي رحمان علي ویلي، چې د ګورنو بدخشان د مشر علیشېر میرزونابت د موټر د موندلو په عملیاتو کې د قزاقستان ژغورونکو او د طالبانو اړوندو ادارو مرسته کړې ده.
نوموړي د پنجشنبې په ورځ په دوشنبه کې یوې خبري ناستې ته وویل، «په هغه سیمه کې، چې موټر پکې د پنج سیند ته لوېدلی و، د اوبو د ډېر قوي جریان له امله د لټون عملیات خورا ستونزمن وو».
د تاجکستان د بېړنیو حالاتو کمېټې مشر وویل، چې د ژغورنې ډلې له ټولو شته امکاناتو کار واخیست، خو دې ادارې داسې ځانګړي وسایل نه لرل چې د سخت جریان په شرایطو کې د اوبو لاندې توکي پیدا کړي. د هغه په وینا، د همدې لپاره تاجکستان د قزاقستان د بېړنیو حالاتو وزارت څخه د مرستې غوښتنه وکړه. د قزاقستان یوه متخصصه ډله تاجکستان ته ولاړه او هڅه یې وکړه چې د اوبو لاندې د موټر موقعیت معلوم کړي.
رحمان علي وویل، چې قزاقستاني متخصصینو د لومړي ځل لپاره په پنج سیند کې کار وکړ او هغوی هم د اوبو د جریان له شدت سره مخ شول او د سختو شرایطو له امله هغوی ونه توانېدل چې د موټر دقیق ځای پیدا کړي.
هغه د قزاقستان له ژغورونکو د مرستې له امله مننه وکړه او ویې ویل چې دې تجربې وښوده چې تاجکستان د داسې عملیاتو لپاره ځانګړو تجهیزاتو ته اړتیا لري.
د تاجکستان چارواکو ویلي چې د افغانستان اړخ هم د لټون په عملیاتو کې ښکېل شوی و.
تاجکستاني چارواکي وايي، د لټون فعالې مرحله ۲۰ ورځې دوام وکړ او ژغورونکو د موټر دننه د ټولو کسانو جسدونه موندلي، خو د علیشېر میرزونابت د دوه کلنې لور جسد تر اوسه نه دی پیدا شوی.
رجب علي رحمان علي وویل: «د ماشومې د جسد د موندلو لپاره لټون لا هم دوام لري او په سیمه کې عملیات روان دي».
د تاجکستان د بېړنیو حالاتو کمېټې مشر د پېښې د علت په اړه وویل، چې د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، موټر چلوونکي کنټرول له لاسه ورکړی و.
د هغه په وینا، موټر په لوړ سرعت روان و، له کنټروله ووت، د پولې د انجینري تاسیساتو سره ولګېد او وروسته پنج سیند ته ولوېد.
دغه پېښه د جون په ۱۷مه د دوشنبې- خاروغ پر لویه لار شوې وه. په موټر کې د ګورنو بدخشان مشر علیشېر میرزونابت، د هغه مېرمن امنه امان الله، دوه کلنه لور عارفه میرزونابتزاده، یو مرستیال او موټر چلوونکی سپاره وو.