طاهر اندرابي: د شانګهای همکارۍ سازمان کې د افغانستان د غړیتوب د مخنیوي هڅه مو نه ده کړې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي وايي، اسلاماباد د شانګهای همکارۍ سازمان کې د افغانستان د غړیتوب د مخنیوي لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي وايي، اسلاماباد د شانګهای همکارۍ سازمان کې د افغانستان د غړیتوب د مخنیوي لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی.
اندرابي د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اونیز خبري کنفرانس کې د یوې پوښتنې په ځواب کې هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې پاکستان د شانګهای همکارۍ سازمان په چوکاټ کې د افغانستان د شاملېدو مخه نیسي.
هغه وویل: «زه له داسې کوم اقدام څخه خبر نه یم چې پاکستان دې د شانګهای همکارۍ سازمان کې د افغانستان د غړیتوب د مخنیوي لپاره کړی وي».
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه، د شانګهای همکارۍ سازمان کې د افغانستان د غړیتوب موضوع باید د سازمان د غړو هېوادونو له ډیپلوماټیکو اړیکو سره وارزول شي.
د هغه په وینا، افغانستان د دې لپاره چې د شانګهای همکارۍ سازمان بشپړ غړی شي، باید لږ تر لږه د سازمان له غړو هېوادونو سره ډیپلوماټیکې اړیکې ولري.
د شانګهای همکارۍ سازمان غړیتوب د غړو هېوادونو د ګډې هوکړې او د سازمان د مقرراتو له مخې ترسره کېږي او افغانستان دا مهال د دغه سازمان بشپړ غړی نه دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کونسلي چارو ادارې د افغانستان او ایران په ګډون د نړۍ ۲۳ هېوادونو ته د سفر په تړاو تر ټولو سخت خبرداری اعلان کړی دی. دغې ادارې پر امریکايي وګړو غږ کړی چې په هېڅ توګه دغو هېوادونو ته سفر ونه کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د خطر څلورمه کچه په دې مانا ده چې امریکايي وګړي باید دغو هېوادونو ته له سفر کولو په کلکه ډډه وکړي.
د دغې ادارې په وینا، یاد هېوادونه د خرابو امنیتي شرایطو او هلته د امریکايي وګړو د مرستې لپاره د سفارتي امکاناتو د نشتوالي له امله خورا خطرناک دي.
په هغو هېوادونو کې چې امریکا ورته د سفر د بندیز (څلورمه کچه) خبرداری ورکړی، لومړی نوم د افغانستان دی او همدارنګه په ترتیب سره ایران، شمالي کوریا، روسیه، اوکراین، عراق، سوریه، یمن، بېلاروس، برما، هایتي، لیبیا، سومالیا، سوډان او د افریقا د وچې یو شمېر نور هېوادونه لکه مالي، نایجر، بورکینافاسو او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت شامل دي.
د جرمني په ټریر ښار کې د چارشنبې په ورځ یو افغان وګړی پوهنتون ته څېرمه د یو ۲۲ کلن جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی. د راپور له مخې، دغه برید د راینلنډ-فالڅ ایالت د ټریر ښار په رابرټ شومان الې سړک کې د پوهنتون له ودانۍ څو سوه متره لرې شوی دی.
عیني شاهدانو بېړنيو خدماتو ته زنګ وهلی او پولیسو ته یې ویلي چې یوه چاقو په لاس کس یو بل تن وهلی او له سیمې تښتېدلی دی.
ژغورونکو هڅه وکړه چې د محصل ژوند وژغوري او روغتون ته یې ولېږداوه، خو د سختو ټپونو له امله لږ وروسته ومړ.
پولیسو له پېښې لږ وروسته شکمن افغان کس نیولی دی. ویل شوي چې شکمن کس په ټریر کې ثبت شوی دی.
د جرمني رسنیو د رپوټ له مخې، د برید اصلي انګېزه تر اوسه روښانه نه ده. د قتل ځانګړې څانګه د پېښې د څرنګوالي، د برید د هدف او د کارول شوې وسلې په اړه پلټنې کوي.
له دې وړاندې د باویریا ایالت په روهپولډینګ ښار کې هم یو افغان چاقو را اېستلی و. همداراز په ډریسدن ښار کې یو ترکي وګړي د «الله اکبر» له ویلو وروسته پر پولیسو د ټوپک ډزې کړې وې.
د ټریر پوهنتون پر خپله وېبپاڼه د خواشینۍ پیغام خپور کړی او ویلي یې دي چې «په ډېرې خواشینۍ او ژور خپګان مو خبر ترلاسه کړ چې زموږ د پوهنتون یو محصل د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۱۵مه د وژنې قرباني شوی دی. د هغه له لاسه ورکول زموږ په ټولنه کې دردناکه تشه رامنځته کوي».
د ټریر سي ډي یوګوند هم په ټولنیزو رسنیو کې د خواخوږۍ پیغام خپور کړی او ویلي یې دي، چې « په دې هېواد کې یو بل وحشیانه چاقو برید وشو چې هېڅ توجیه نه لري او دا د بیړنیو اقداماتو اړتیا ښيي».
په جرمني کې د چاقو بریدونو له امله، چې په ګڼو پېښو کې یې افغان تابعیت لرونکي ښکیل بلل شوي، د افغانانو په ټولنه کې اندېښنې پیدا کړې دي. له دې وړاندې شوي بریدونه په غونډو او انفرادي ډول افغان ټولنې او افغان کډوالو غندلي دي او له قربانیانو سره یې خپلې خواخوږۍ ښودلې دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په بدخشان او ننګرهار ولایتونو کې یې لسګونه کیلوګرامه نشهيي توکي او زرګونه نشهیي ګولۍ نیولې دي. طالبانو د یادو نشهيی توکو په تړاو د ۱۳ کسانو د نیولو خبر هم ورکړی دی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ پر خپل اېکس پاڼه لیکلي، چې د بدخشان په پُلبیګم او تشکان سیمو کې یې د عملیاتو پرمهال ۲۴۲ کیلوګرامه نشهيي توکي نیولي دي.
د طالبانو په وینا، د یادو نشهيي توکو په تړاو ۹ کسان هم نیول شوي دي.
همدارنګه د طالبانو یاد وزارت ویلي، چې د ننګرهار ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې یې ۴ تنه له ۴۴ زره او ۳۷۳ نشهيي ګولیو، ۲۸ کیلوګرامه چرسو، ۳۰ کیلوګرامه تاریاکو او یو میل کلاشنکوف سره نیولي.
طالبانو ویلي، نیول شویو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی او د دوسیو تر بشپړیدو وروسته به عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په خپلو خبرونو او خبرپاڼو کې د پولیسو پر ځای د «شُرطې» نوم کارول پیل کړي دي. یاد وزارت د ملا هبت الله اخوندزاده د حکم له مخې تر دې مخکې د ترافیکو پولیسو په نوم کې هم تغییر راوستی او د عبور او مرور شُرطې په نامه یې نومولي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پولیسو ځواکونو ته په خپلو رسمي خبرپاڼو کې د «ُشرطې» اصطلاح کارولې ده چې د افغانستان د پخوانیو امنیتي ادارو په رسمي ادبیاتو کې یې ساری نه لیدل کیږي.
دا بدلون د طالبانو له هغې تګلارې سره تړل کېږي چې غواړي د ادارو او ځواکونو نومونه د خپل مذهبي ادبیاتو او عربي ژبې له مخې تنظیم کړي.
د «شرطي» اصطلاح په عربي ادبیاتو کې د امنیت ساتونکي یا د نظم د ساتنې د مسووول لپاره کارول شوې ده.
طالبان له بیا واکمنېدو وروسته هڅه کوي چې د پخواني جمهوري نظام او تېرو ادارو ځینې رسمي اصطلاحات بدل کړي او پر ځای یې خپلې اصطلاحګانې دود کړي. دې ډلې له دې وړاندې د قول اردوګانو او ځینو ادارو نومونه هم بدل کړي دي.
ځینې شنونکي باور لري چې د ادارو د نومونو او اصطلاحاتو پرلهپسې او له اړتیا پرته بدلول له مذهبي لیدلوري د افغانستان د دولتي او اداري هویت د بیا تعریفولو هڅه ده، چې دا د هېواد له تاریخي اداري هویت سره فاصله نوره هم زیاتوي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت تر دې مخکې د ترافیکو پولیسو په نوم کې هم تغییر راوستی او د عبور او مرور شُرطې په نامه یې نومولي دي.
تر اوسه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په رسمي ډول نه دي ویلي چې «شُرطه» به د پولیسو د رسمي نوم بشپړ ځای ناستی وي، خو دې ډلې د غبرګونونو د مخنیوي لپاره د تغییراتو یو غلی او تدریجي بهیر پیل کړی دی.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د طالبانو کندهار والي ملا محمدشیرین اخوند د کندهار د امني، عبور او مرور شُرطې ځواکونو له مسوولانو غوښتي، چې د فساد د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي او نوي ځوانان تلاشي کړي، ځکه دده په وینا، « فساد په همدوی کې دی».
نوموړي د کندهار ولایت مقام د غونډو په تالار کې د طالبانو د شاوخوا ۸۰۰ نظامي منسوبینو په ګډون جوړ شوي سیمینار کې وویل چې مسوولان باید د خپلو ادارو په دننه کې د نظم، اصلاح او سالم مدیریت لپاره کار وکړي.
د طالبانو د کندهار والي د نظامي منسوبینو د اخلاقو، چلند او شخصي کړنو څارنه مهمه وبلله او یې ویل چې باید هغه کسان وپېژندل شي چې د دوی د ادارې له اصولو او ارزښتونو سره برابر عمل نه کوي.
هغه د طالبانو نظامي مسوولانو ته سپارښتنه کړې چې د منسوبینو د ټاکنې او استخدام پر مهال د ظاهر پر ځای د باور، اخلاص او وړتیا معیارونه په پام کې ونیسي.
دغه څرګندونې د هغه یو ورځني سمینار پر مهال وشوې چې د کندهار د امني، عبور او مرور شُرطې ځواکونو لپاره جوړ شوی و. په دې غونډه کې د طالبانود عدلیې وزیر مولوي عبدالحکیم شرعي، د ارشاد، حج او اوقاف وزیر شیخ مولوي نورمحمد ثاقب، د ارشاد، حج او اوقاف وزارت مسلکي معین حافظ مولوي محمدحامد حسیب او یو شمېر نورو چارواکو او دیني عالمانو ګډون کړی و.
په غونډه کې د طالبانو د عدلیې وزیر مولوي عبدالحکیم شرعي د ځینو چارواکو پر چلند نیوکه وکړه او ویې ویل چې یو شمېر وزیران د مجاهدینو پوښتنې ته نه ورځي، خو د کرکټ د ستورو د لیدو لپاره وخت پیدا کوي.
هغه د طالبانو د مشر شیخ هبتالله اخوندزاده د رول یادونه هم وکړه او ویې ویل چې که نوموړی نه وي، د امارت ځینې کسان به ډېر ژر خپل اوسنی طرز بدل کړي او «نېکټایۍ» به واچوي.
د طالبانو د عدلیې وزیر اشاره ظاهرا د طالبانو د کورنیو چارو وزیر ته ده، چې د کرکټ د یوه لوبغاړي شاپور ځدراڼ د فاتحې لپاره د هغه کور ته ورغلی و.