• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ښځو خوځښت شبکه: له پاکستان څخه د افغان کډوالو اېستل له بشري حقونو سرغړونه ده

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۱۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۴۵ GMT+۱

د ښځو د خوځښت شبکې له پاکستان څخه د افغان پناه غوښتونکو او کډوالو جبري اېستل په کلکه غندلي او دا کار یې یو «غیرانساني» اقدام او د بشري حقونو له اصولو او د جبري نه ستنولو له قانون څخه ښکاره سرغړونه بللې ده. پاکستان له ۸ ورځو راهیسې په یو مخیز ډول د افغانانو د شړلو بهیر پیل کړی دی.

دغه بنسټ د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۲۶مه) په اسلام‌اباد کې په یوې خپره کړې اعلامیه کې وویل، چې پاکستان د افغان کډوالو له برخلیک څخه د طالبانو پر وړاندې د سیاسي فشار د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ د سیاسي اړیکو د خرابېدو تاوان اوس ښځې، مدني فعالان، خبریالان او د بشري حقونو مدافعان پرې کوي. د ښځو د خوځښت شبکې خبرداری ورکړی، که دا کسان بېرته افغانستان ته واستول شي، هلته د طالبانو له‌خوا له نیول کېدو، شکنجې، جبري ورکېدو او ان د مړینې له جدي ګواښونو سره مخ کېدای شي.

دغه بنسټ د کډوالو په اړه د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ، د بشري حقونو د شورا او د نړیوالې ټولنې پر چوپتیا او بې‌عملۍ سخته نیوکه کړې او دا چوپتیا یې د «شرم وړ» بللې ده. په اعلامیه کې زیاته شوې، په داسې حال کې چې افغان ښځې د جنسیتي اپارتاید تر سیوري لاندې له خپلو لومړنیو حقونو بې‌برخې دي، نړیوال لوبغاړي لا هم له طالبانو سره تعامل او د اړیکو عادي کولو ته دوام ورکوي، چې دې چارې طالبان نور هم زړور کړي دي.

یادې شبکې د افغانستان د پخواني جمهوریت د چارواکو، سیاستوالو او نفوذ لرونکو څېرو پر چوپتیا هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې دوی په امنو هېوادونو کې ارام ژوند کوي، خو بې‌وزله افغانان د دوی د تېرو «ناکامو پرېکړو» او سیاستونو بیه پرې کوي.

د ښځو د خوځښت شبکې له پاکستان څخه غوښتي، چې له خطر سره د مخ کسانو اېستل سمدستي بند کړي او له نړیوالو بنسټونو یې غوښتي، چې د دغو کسانو د لېږد لپاره خوندي او قانوني لارې برابرې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کول په بې‌ساري ډول دوام لري. د راپورونو له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې د ښځو د حقونو د نقض لږ تر لږه ۴۱۱ قضیې ثبت شوي او همدارنګه په تېرو شپږو میاشتو کې لږ تر لږه ۶۶۲ کسان د طالبانو له‌خوا په عام محضر کې د درو په وهلو سره مجازات شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې پاکستان د تېرې جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۹مه- د جولای ۱۰مه) له دغه هېواده د بې‌اسنادو افغانانو د یو مخیزې اېستنې بهیر پیل کړی او دغه بهیر د یاد هېواد په ټولو ایالتونو کې په چټکۍ سره دوام لري.

ډېر لیدل شوي

د حقاني شبکې د ځانمرګو د مرکز لومړنی ژوندی پاتې غړی د «جنرالۍ» رتبه غواړي
۱

د حقاني شبکې د ځانمرګو د مرکز لومړنی ژوندی پاتې غړی د «جنرالۍ» رتبه غواړي

۲

د خوست په دولتي ادارو کې د امریکا پر سفارت د برید کوونکي د «وصیت» تابلوګانې وځړول شوې

۳
تازه خبر

پاکستان کې د طالبانو سفارت اېکس پاڼه له لاس‌رسي ووته

۴

طالبانو د هېواد په کچه د لوړ سرعت معیاري سړک جوړولو د طرحې په اړه ناسته کړې

۵

پاکستان کې د طالبانو سفیر: د افغانستان او پاکستان امنیتي محاسبې سره تړلې دي

•
•
•

نور خبرونه

د ناامنۍ نوې څپه؛ په ۲۰۲۶کال کې په بلوچستان کې د ټي‌ټي‌پي بریدونه او فعالیتونه پراخ شوي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۰۰ GMT+۱
•
عبدالکریم ملاخېل
100%

یوازې د روانې جولای میاشتې په ترڅ کې په بلوچستان کې د تحریک طالبان پاکستان له لوري د درېیو بریدونو مسوولیت په غاړه اخېستل شوی. خپرې شوې شمېرې ښیي، چې په ۲۰۲۶کال کې په بلوچستان او په ځانګړي ډول په پښتون مېشتو سیمو کې د یادې ډلې فعالیتونه او بریدونه زیات شوي دي.

په روانه میاشت کې په بلوچستان کې یادې ډلې په لومړي برید کې (د جولای په ۵مه) د کوټې د هنه اوړک د ببري کلي په سیمه کې پنځه ملکي کسان وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.
تر یاد برید یوه ورځ وروسته (د جولای په ۶مه) د زیارت ولسوالۍ د مانګي ډېم په سیمه کې پر پولیسو برید وشو، چې نهه پولیس په‌کې ووژل شول او ۲۲ نور وتښتول شول. د دغه پولیسو مړي وروسته د کوټې د منګله په غرنۍ سیمه کې وموندل شول.
یوه اونۍ وروسته (د جولای ۱۵مه) په درېیمه پېښه کې د هرنایي ولسوالۍ د شعبان په سیمه کې د څلورو حکومتي کارکوونکو مړي وموندل شول، چې په ډزو وژل شوي وو. د دغه درېیو بریدونو مسوولیت د تحریک طالبان پاکستان ډلې منلی دی.
په بلوچستان کې د ټي‌ټي‌پي فعالیت
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ مشر عبدالله خان افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، تحریک طالبان پاکستان د جوړښت راهیسې په بلوچستان کې فعالیت لري او د دغه ایالت په پښتون مېشتو سیمو کې یې تنظیمي جوړښت له هماغه وخت راهیسې فعال پاتې دی.
هغه وویل، په ۲۰۲۶کال کې یادې ډلې خپل فعالیتونه نور هم پراخ کړي او د جولای په میاشت کې یې په ځانګړي ډول په پښتون مېشتو سیمو کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده. د نوموړي په وینا؛ د مانګي پمپنګ سټېشن پر پولیسو برید چې شاوخوا ۳۰ پولیس په‌کې ووژل شول او همدارنګه د هنه اوړک برید د یادې ډلې د وروستیو پراخو بریدونو بېلګې دي.
عبدالله خان زیاته کړه، پخوا به تحریک طالبان پاکستان په دوو، درېیو یا پنځو کسیزو ډلو بریدونه کول؛ خو اوس د کوټې شاوخوا په وروستیو بریدونو کې لسګونه او د ځینو اټکلونو له مخې تر ۲۰۰ پورې وسله‌والو برخه اخیستې، چې دا د یادې ډلې په تګلاره کې لوی بدلون ښيي.
هغه وویل، دغه پوښتنه هم راپورته کېږي چې دومره لوی شمېر وسله‌وال څنګه دغه سیمو ته رسېدلي دي. هغه وایي، تحریک طالبان پاکستان له اوږدې مودې راهیسې په بلوچستان کې بریدونه کوي.
هغه د ۲۰۱۶کال د کوټې پر وکیلانو ځانمرګی برید، په لورالايي کې د اېف سي پر مرکز برید او د ۲۰۲۲کال د اوربند له پای ته رسېدو وروسته په کوټه کې لومړنی ځانمرګی برید د بېلګو په توګه یاد کړي دي.
د بلوڅانو د ازادۍ پوځ او ټي‌ټي‌پي ترمنځ اړیکې
د بلوڅانو د ازادۍ پوځ او ټي‌ټي‌پي ترمنځ د اړیکو او همکارۍ په اړه د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ مشر عبدالله خان افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د بلوچستان د ازادۍ پوځ او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ همکاري له ۲۰۱۳کال راهیسې روانه ده او دواړه ډلې یو بل ته لوژستیکي ملاتړ برابروي.
د هغه په خبره؛ ځینې وخت یوه ډله برید ترسره کوي خو مسوولیت یې بله ډله مني، څو امنیتي ځواکونه مغشوش کړي او دغه همکاري د وخت په تېرېدو لا پیاوړې شوې ده. هغه زیاته کړه، د دغه ډلو ترمنځ نظریاتي اختلاف ډېر اهمیت نه‌لري؛ ځکه دواړه خواوې د پاکستان دولت خپل هدف ګڼي او د همدې موخې لپاره همکاري کوي.
په بلوچستان کې د ټي‌ټي‌پي تر بریدونو وروسته د پرلت دوام
د کوټې په کویله پاټک سیمه کې د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د مانګي ډېم د پېښې پرضد د وژل شویو پولیسو د کورنیو او سیاسي ګوندونو پرلت نهمې ورځې ته وغځېده. د کوټې پرلت په ملاتړ د بلوچستان سیاسي ګوندونو او د سوداګرو ټولنو د پنجشنبې په ورځ په دغه ایالت کې بشپړ کاربندیز اعلان کړی.

100%

تر دې دمه د پرلت‌والو او د بلوچستان حکومت ترمنځ د خبرو څو پړاوونه ترسره شوي دي. حکومتي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، دواړه لوري د یوې هوکړې پر مسوده سلا شوي؛ خو دغه هوکړه لا د اړوندو ادارو د وروستۍ تایید په تمه ده.
د افغانستان انټرنشنل پښتو له‌خوا د ترلاسه شوې هوکړې د مسودې له مخې؛ په وروستۍ هوکړه کې د کوټې، مستونګ، خضدار، هرنایي، زیارت، کچهي او نوشکي په ګډون د بلوچستان په بېلابېلو ولسوالیو کې د وسله‌والو ډلو پر ضد د جدي عملیاتو ماده هم شامله ده.
د روانې اوونۍ په پیل کې د پرلت کمېټې او سیاسي ګوندونو اعلان کړی و، که غوښتنې یې ونه منل شي، د اعتراضونو لړۍ به نوره هم پراخه کړي. د همدې اعلان له مخې؛ د پنجشنبې په ورځ د کوټې ترڅنګ د بلوچستان په ګڼو لویو او وړو ښارونو کې پراخ لاريونونه ترسره شول.

د طالبانو مخالفې ډلې د لومړي ځل لپاره د بدخشان یفتل ولسوالي د طالبانو له کنټروله واېستله

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۵۵ GMT+۱
100%

د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د لومړي ځل لپاره د طالبانو یوې مخالفې وسله‌والې ډلې د جمعې په سهار (د چنګاښ ۲۶مه) د څو ساعونو لپاره د بدخشان یفتل پایین ولسوالي تر خپل کنټرول لاندې راوسته.

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، بریدګرو د ولسوالۍ پر ودانۍ، د امنیې قوماندانۍ او استخباراتو پر دفتر ولکه ټینګه کړه او خپل بېرغ یې هم د ولسوالۍ پر ودانۍ پورته کړ. د سرچینو په وینا؛ بریدګرو له سیمې تر وتلو مخکې طالبان بې‌وسلې کړل او پوځي تجهیزات، وسلې، مهمات او دولتي موټړونه یې له ځان سره یوړل.

ځايي اوسېدونکي وایي، مخالفو وسله‌والو د څو ساعتونو لپاره د ولسوالۍ بشپړ واک په لاس کې لاره. د سرچینو د معلوماتو له مخې؛ برید د جمعې ورځې د سهار په لومړیو ساعتونو کې هغه مهال پیل شو، چې شاوخوا ۲۰ تر ۲۵ وسله‌والو د یفتل پایین ولسوالۍ پر ودانۍ برید وکړ او له لنډې نښتې وروسته یې واک ترلاسه کړ.

ځینې سرچینې ادعا کوي، چې بریدګرو د طالبانو یوشمېر غړي هم له ځان سره وړي؛ خو افغانستان انټرنشنل تر دې دمه نه‌دی توانېدلی دغه ادعا په خپلواکه توګه تایید کړي.

لاتر اوسه د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه کره معلومات نه‌دي خپاره شوي. ځايي سرچینې وایي، «د وطن سرتېرو جبهې» په نوم یوې وسله‌والې ډلې د دغه برید مسوولیت منلی دی. تر برید وروسته طالبانو د بدخشان له مرکز فیض‌اباد ښار څخه یفتل پایین ولسوالۍ ته نور ځواکونه استولي.
د سرچینو په وینا؛ د طالبانو چورلکې هم د ولسوالۍ پر فضا ګزمه کوي او په سیمه کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي. یفتل پایین ولسوالي فیض‌اباد ښار ته نږدې پرته ده او د بدخشان له مهمو او ستراتیژیکو ولسوالیو شمېرل کېږي. د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو تل د بدخشان په سیمه‌ییزو او سیاسي تحولاتو کې مهم رول لوبولی دی.

دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې، چې بدخشان په وروستیو میاشتو کې د افغانستان له تر ټولو ناامنه ولایتونو څخه ګڼل کېږي. د طالبانو د مخالفو ډلو د فعالیتونو ترڅنګ دغه ولایت د سیمه‌ییزو شخړو، د طالبانو د ځایي قوماندانانو او له نورو ولایتونو د ورغلو ځواکونو ترمنځ د اختلافاتو او همدارنګه د کانونو او نورو عایداتي سرچینو د کنټرول پر سر د سیالیو شاهد هم دی.

ځايي سرچینې همداراز وایي، د بدخشان له بهر څخه د طالبانو د ځواکونو پراخ حضور د خلکو نارضایتي زیاته کړې چې د یاد ولایت امنیتي وضعیت یې لاپسې کړکېجن کړی دی. په همدې حال کې طالبان هم د بدخشان امنیتي وضعیت ته ځانګړې پاملرنه کوي.
په وروستیو اوونیو کې د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد دغه ولایت ته سفر وکړ او له څو سیمو یې لیدنه وکړه. طالبانو همدارنګه په بدخشان کې نوې پوځي قطعه جوړه کړې او د امنیت د ټینګښت لپاره یې نور ځواکونه هم ځای پرځای کړي دي.

سره له دغه اقداماتو د یفتل پایین ولسوالۍ وروستی برید ښيي، چې بدخشان لاهم د افغانستان په شمال‌ ختیځ کې د طالبانو تر ټولو حساسو او له امنیتي پلوه زیان‌منونکو سیمو شمېرل کېږي.

د افغانستان په سوېل کې د سختې خوارځواکۍ له امله د بستر شویو ماشومانو شمېر په بې‌ساري ډول زیات شوی

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۳۵ GMT+۱
100%

د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان وایي، د افغانستان په سوېلي ولایتونو کې د سختې خوارځواکۍ له امله روغتونونو ته د لېږدول شویو ماشومانو شمېر په بې‌ساري ډول زیات شوی او ډېری ماشومان روغتیايي مرکزونو ته په داسې حال کې رسېږي چې ژوند یې له جدي ګواښ سره مخ وي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې؛ د ۲۰۲۶کال د جنورۍ او اپرېل ترمنځ د افغانستان سویل کې د تغذیې ځانګړو مرکزونو کې پر سختې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د بسترېدو شمېر د تېرو درېیو کلونو د ورته مودې پرتله تر ۳۰ سلنه ډېر لوړ شوی دی.
ډېری دغه ماشومان له یو کال څخه کم عمر لري. د افغانستان سویل لپاره د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان د روغتیایي چارو همغږې کوونکې انا لیلیا باندا وایي، ماشومان ډېر ناوخته روغتونونو ته رسول کېږي او ډېری یې د داسې روغتیایي عوارضو سره مخ وي چې پر وخت درملنې سره د مخنیوي وړ وي.
نوموړې وویل، دغه وضعیت نه یوازې د خوړو د ناامنۍ زیاتېدو؛ بلکې د هغه روغتیايي خدمتونو د کمزوري کېدو پایله ده، چې د خوارځواکۍ د ژر تشخیص او درملنې لپاره جوړ شوي وو.
د راپور له مخې؛ د ۲۰۲۵کال له پیل راهیسې د نړۍوالو مرستو د کمښت له امله د افغانستان ۴۴۵ روغتیايي مرکزونه چې ۲۰۳ ګرځنده روغتیايي او تغذیوي ډلې هم په‌کې شاملې دي، تړل شوي یا یې فعالیتونه درېدلي دي.
دغه سازمان زیاتوي، چې پرله‌پسې وچکالۍ، د کرنیزو حاصلاتو کمښت، د خوراکي توکو بیو لوړېدل او د لارو تړل کېدل هم د خوارځواکۍ د پراخېدو مهم لاملونه دي. د راپور له مخې؛ د تغذیوي خوړو واردات هم اغېزمن شوي او د اړتیا وړ تغذیوي توکو ته د خلکو لاسرسی محدود شوی دی.
د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان وایي، یوازې د ۲۰۲۶کال د جنورۍ او اپرېل ترمنځ د هلمند د بست ولایتي روغتون د تغذیې مرکز کې تر ۱۵۰۰ ډېر ماشومان د سختې خوارځواکۍ له امله بستر شوي چې دا د ۲۰۲۲کال د ورته مودې پرتله دوه برابره زیاتوالی ښیي.
په کندهار کې هم د همدې مودې په ترڅ کې تر ۵۷۰ ډېر ماشومان د خوارځواکۍ له امله بستر شوي او تر ۳۰۰ زیات نور ناروغان د ځای د کمښت له امله نورو روغتیايي مرکزونو ته لېږل شوي دي.
د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان خبرداری ورکړی، چې د خوارځواکۍ موسمي زیاتوالی پیل شوی او که د تغذیې پروګرامونو ته بېړنۍ بودجه، تغذیوي خواړه او روغتیايي اسانتیاوې برابرې نه‌شي؛ نو لا ډېر ماشومان به د ژغورونکو خدمتونو له لاسرسي بې‌برخې شي.
دغه سازمان له مرستندویانو، روغتیايي چارواکو او نړۍوالو ادارو غوښتي، چې د افغانستان د تغذیې پروګرامونو لپاره مالي ملاتړ او د تغذیوي خوړو دوامداره رسونه ژر تر ژره بېرته فعاله کړي؛ څو د ماشومانو د مړینې مخه ونیول شي.

په برېتانیا کې مېشتې افغان مېرمنې: د طالبانو له وېرې زموږ ژوند لاهم په چوپتیا کې تېرېږي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۳۸ GMT+۱
100%

په برېتانیا کې مېشتې یوشمېر افغان ښځې وایي، له افغانستان نه تر وتلو نږدې پنځه کاله وروسته هم د طالبانو له ګواښونو او فشارونو ځان خوندي نه احساسوي او د خپلو کورنیو د خوندیتوب لپاره چوپ پاتې کېدو ته اړ اېستل کېږي.

د ۲۰۲۱کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته زرګونه افغانان په ځانګړې توګه ښځې او د بشري حقونو فعالان، د تخلیې پروګرامونو له لارې برېتانیا ته ولېږدول شول؛ خو یوشمېر ښځې وایي د طالبانو فشارونه اوس هم د برېتانیا تر پولو ور رسېدلي دي.

یوې افغانې ښځې چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نوم نه‌دی خپور شوی، ویلي: «تاسو باید دوه ځله چوپ پاتې شئ؛ یو ځل د خپل ځان لپاره او بل ځل د خپلو کورنیو د ساتنې لپاره چې لاهم په افغانستان کې دي».

بله افغانه مېرمن وایي، کله چې یې په برېتانیا کې د ښځو د حقونو په اړه څرګندونې وکړې، ویډیو یې خپره شوه او څو اوونۍ وروسته طالبانو په افغانستان کې د هغې د کورنۍ غړي ور وغوښتل او ترې یې پوښتنې وکړې.

د بشري حقونو څېړونکي دغه ډول کړنې له «پولې اوښتې ځپنه» بولي؛ هغه حالت چې حکومتونه د خپلو مخالفانو د غلي کولو لپاره په بهرنیو هېوادونو کې هم فشار، ګواښ او د کورنیو ځورول کاروي.

د «ازادۍ کور» بنسټ سږکال په خپل راپور کې طالبان د لومړي ځل لپاره د هغو حکومتونو په ډله کې شامل کړل، چې د خپلو مخالفانو پر ضد له هېواده بهر هم د ځپنې هڅې کوي. په لندن کې د افغانستان او منځنۍ اسیا د ټولنې مشر نورالحق نسیم ویلي، د طالبانو مفکوره ورو، ورو د افغان کډوالو ځینو ټولنو ته هم لاره کړې او هغه ښځې چې د افغانستان د ښځو د حقونو لپاره غږ پورته کوي؛ له ګواښونو او ټولنیزو فشارونو سره مخ کېږي.

د هغه په وینا؛ یوشمېر کورنۍ خپلې لوڼې او ښځې د مدني فعالیتونو پرځای یوازې مذهبي غونډو ته هڅوي او هڅه کوي، چې د هغوی غږ خاموش وساتي. دغه ښځو ویلي، که څه هم په برېتانیا کې ازاد ژوند لري؛ خو د طالبانو د غچ اخیستنې له وېرې نه‌شي کولی په ازاده توګه خبرې وکړي، ځکه اندېښنه لري چې په افغانستان کې به یې کورنۍ له ستونزو سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو د ښوونې او روزنې ادارې (یونسکو) او د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) د معلوماتو له مخې؛ دامهال شاوخوا ۲.۲ مېلیونه افغانې نجونې له منځنۍ زده‌کړو محرومې دي او که اوسنی وضعیت دوام وکړي، تر ۲۰۳۰کال پورې به دغه شمېر نږدې څلور مېلیونو ته ورسېږي.

یوشمېر افغان ښځې وایي، که څه هم په برېتانیا کې یې نوی ژوند پیل کړی؛ خو هره ورځ د افغانستان او هغو ښځو لپاره اندېښمنې دي، چې لاهم د طالبانو تر محدودیتونو لاندې ژوند کوي.

وچکالۍ د ارغستان د انارو باغونه له‌منځه وړي؛ بزګران وايي نور د باغونو د ساتلو وس نه‌لري

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۵۱ GMT+۱
100%

د کندهار د ارغستان ولسوالۍ یوشمېر اوسېدونکي او بڼوال وایي، پرله‌پسې وچکالۍ، د ځمکې لاندې اوبو ښکته کېدل او د کاریزونو وچېدو د انارو سلګونه جریبه باغونه له ګواښ سره مخ کړي چې له امله یې ګڼ خلک د خپلو باغونو پرې کولو او له سیمې څخه کډه کېدو ته اړ شوي دي.

ارغستان چې کلونه یې د لوړ کیفیت انارو له امله په هېواد او بهر کې نوم درلود نن د سختې وچکالۍ له امله له یوه ناورین سره مخ دی. هغه ولسوالي چې پخوا به یې په هر کلي کې شنه بڼونه، روان کارېزونه او د انارو ډک باغونه لیدل کېدل؛ اوس په ډېرو سیمو کې وچې ونې، شاړې ځمکې او تش کورونه تر سترګو کېږي.

ځايي خلک وایي، په تېرو څو کلونو کې د بارانونو کمښت او د ځمکې لاندې د اوبو کچې پرله‌پسې ټیټېدو د باغدارۍ دودیز سیستم له سخت ناورین سره مخ کړی دی. د دوی په خبره؛ ډېری کاریزونه وچ شوي او هغه ژورې برمې چې مخکې یې اوبه ورکولې اوس د پخوا په شان حاصل نه‌لري.

د ارغستان د مرکز یو بڼوال سید احمد وایي: «پخوا به مو له یوه باغ څخه د ټول کال لګښتونه برابرول؛ خو اوس د اوبو د نشتوالي له امله ونې وچې شوې دي. هغه باغ چې لسګونه کاله مو پاللی وو، اوس یې په خپلو لاسونو پرې کوو ځکه نور یې د ساتنې توان نه‌لر‌و».

نوموړی زیاتوي، هرکال لسګونه بڼوال خپلې وچې شوې ونې وهي او ځینې یې خپلې ځمکې پرېږدي او نورو سیمو ته ځي ځکه نور د باغونو ساتنه ورته اقتصادي ګټه نه‌لري.

100%
کندهار کې سلګونه کلونه پخواني‌ د انارو باغونه اوس د وچکالۍ له کبله له‌منځه ځي

د یادې ولسوالۍ یو بل بزګر الله داد وایي: «کله چې اوبه نه وي، نه باغ ساتل کېږي نه نوره کرنه کېږي؛ نو موږ مجبور شو چې ونې پرې کړو، اوس ډېری ځوانان د کار لپاره کندهار ښار یا نورو هېوادونو ته ځي؛ ځکه دلته د ژوند خوند نور نه‌شته».

د ارغستان اوسېدونکي وایي، وچکالۍ یوازې باغونه نه‌دي زیانمن کړي؛ بلکې د خلکو ټولنیز ژوند یې هم اغېزمن کړی دی. د دوی په خبره؛ هغه کورنۍ چې پخوا یې یوازې د انارو یا نورو کرنیزو توکو له اړخه ژوند مخې ته وړلو اوس د بې‌وزلۍ له امله خپلې مېنې پرېږدي.

د خلکو په خبره؛ د اوبو کمښت یوازې د اقلیمي بدلون پایله نه ده؛ بلکې د ځمکې لاندې د اوبو بې‌رویه استخراج، د ژورو برمو زیاتوالی او د اوبو د مدیریت نشتوالی هم ستونزه نوره پسې ژوره کړې ده.

د کرنې برخې ځینې متخصصان هم وایي، که د اوبو د مدیریت لپاره عملي ګامونه وانخیستل شي؛ نو د ارغستان د انارو پاتې باغونه به هم له جدي ګواښ سره مخ شي. د ارغستان خلک له طالبانو غوښتنه کوي، چې د «لوړې بند» پروژه عملي کړي، د اوبو د زېرمه کولو لپاره نوي بندونه جوړ کړي، د څاڅکي اوبو لګولو سیستمونه عام کړي او د وچکالۍ له امله زیانمنو شویو بڼوالو سره بیړنۍ مرستې وکړي.

د دوی په خبره؛ که دغه ستونزه پر خپل حال پرېښودل شي، ارغستان به په یوه سپېره سیمه بدل شي او هلته به څوک پاتې نه‌شي. دوی ټینګار کوي، چې د اوبو د سرچینو ساتنه، د باراني اوبو راټولول او د عصري اوبو لګولو دودول د دغه بحران د کمولو مهمې لارې دي.

100%