پاکستان کې د طالبانو سفیر: د افغانستان او پاکستان امنیتي محاسبې سره تړلې دي
په پاکستان کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکېب په اسلاماباد کې د دغه هېواد په ملي دفاع پوهنتون کې د وینا پرمهال ویلي، د تېرو څو لسیزو جګړو او امنیتي تحولاتو داسې وضعیت رامنځته کړی چې د افغانستان او پاکستان امنیتي محاسبې یې له یو بل سره په ژوره توګه تړلې دي.
د هغه په وینا، افغانستان او پاکستان یوازې دوه ګاونډي هېوادونه نهدي؛ بلکې له جغرافیایي، ټولنیز، اقتصادي او امنیتي پلوه له یو بل سره ژورې اړیکې لري. هغه ویلي، د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ ژورې اړیکې، سوداګرۍ، ټرانزیټ او د خلکو تګراتګ د افغانستان او پاکستان اقتصاد او ټولنې له یو بل سره تړلې ساتلې دي. د طالبانو سفیر زیاته کړې، چې په افغانستان او پاکستان کې سیاسي، امنیتي او اقتصادي تحولات په مستقیم ډول پر دواړو هېوادونو اغېز کوي. د هغه په وینا، دغه متقابل تړاو یو جغرافیایي او ستراتیژیک واقعیت دی چې دواړه هېوادونه یې نهشي بدلولای؛ خو کولای شي د دې پرځای چې په کړکېچ بدل شي، د ټیکاو، امنیت او ګډو اقتصادي ګټو لپاره ترې ګټه واخلي. هغه له پاکستان نه غوښتي، چې د افغانستان په اړه له پخوانیو برداشتونو تېر شي او د دغه هېواد اوسنی وضعیت د نننیو واقعیتونو له مخې وارزوي. هغه ویلي، چې نننی افغانستان د سړې جګړې د دورې، د ۹۰مې لسیزې او یا له ۲۰۰۱کال وروسته د بهرنیو پوځي او سیاسي نفوذ د دورې افغانستان نهدی؛ بلکې له ۲۰۲۱کال وروسته په کابل کې «یو نوی سیاسي واقعیت» رامنځته شوی دی.
سردار احمد شکېب ویلي، چې افغانستان نه غواړي خاوره یې د پاکستان پرضد وکارول شي؛ خو ورته مهال نهشي منلی چې د پاکستان امنیتي اندېښنې دې پر افغان خاوره د پوځي اقدام لپاره د توجیه په توګه وکارول شي. هغه زیاته کړې، که له افغانستان نه د پاکستان د ځانګړو امنیتي اندېښنو په اړه د همکارۍ تمه کېږي، افغانستان هم غواړي چې د خپلو امنیتي اندېښنو په اړه له پاکستان سره په مستقیم ډول خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېر یو کال راهیسې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې خورا ترینګلې دي. د دواړو خواوو ترمنځ دغه کړکېچ څو ځله پر ډیورنډ کرښه نښتو او د پاکستان له لوري د افغانستان پر خاوره د هوايي بریدونو لامل شوی دی.
پاکستان طالبان د دغه هېواد په ناامنیو کې له وسلهوالو ډلو سره پر همکارۍ او د هغوی د فعالیتونو د مخنیوي په برخه کې پر پاتې راتلو تورنوي؛ خو طالبان دغه ادعاوې ردوي. د دواړو لورو ترمنځ د روان کړکېچ له امله د افغانستان او پاکستان ترمنځ مهمې سوداګریزې لارې هم له نږدې یو کال راهیسې تړلې پاتې دي.
بيبيسي په خپل یو تازه راپور کې افغانستان ته په نږدې درېیو کلونو کې له ایران او پاکستان نه د ۶مېلیونه کډوالو د بېرته ستنېدو، د هغوی د ناوړه بشري وضعیت، د ښځو او نجونو د راتلونکي او پخوانیو پوځیانو د امنیتي ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړي دي.
په راپور کې هغه ستونزو ته هم اشاره شوې، چې راستنېدونکي افغانستان ته تر ستنېدو وروسته د خپل ژوند د بیا پیلولو پرمهال ورسره مخ دي. د بيبيسي د راپور له مخې، مېلیونونه افغانان په تېرو څو لسیزو کې د پناه، کار او اقتصادي فرصتونو لپاره پاکستان او ایران ته تللي وو، اوس د دغه دواړو هېوادونو له لوري پر بېاسناده کډوالو د فشارونو له زیاتېدو سره د افغانانو د بېرته ستنېدو بهیر چټک شوی دی.
بيبيسي د کډوالو چارو د عالي کمیشنرۍ په حواله ویلي، چې له درېیو کلونو په کمه موده کې شاوخوا شپږ مېلیونه افغانان له پاکستان او ایران نه افغانستان ته بېرته ستانه شوي دي. ملګري ملتونه دغه بهیر بېساری بولي او وایي، ډېری راستنېدونکي داسې مهال افغانستان ته راګرځي چې د سرپناه، کار او لومړنیو اسانتیاوو له کمښت سره مخ دي.
راپور کاږي، یوازې سږکال له پاکستان او ایران نه شاوخوا یو مېلیون نور افغانان افغانستان ته ستانه شوي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په وینا، دغه بهیر یوازې پر بېاسناده کډوالو محدود نهدی؛ بلکې د قانوني اسنادو لرونکو افغانانو د اېستلو په اړه هم اندېښنې شته.
د راپور له مخې، ډېری راستنېدونکي له افغانستان نه د لسیزو راهیسې بهر اوسېدلي او ځینې یې ان په افغانستان کې زېږېدلي هم نهدي، له همدې امله یوشمېر کورنۍ له راستنېدو وروسته له سرپناه، کار، عاید او د ژوند لومړنیو امکاناتو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
د راپور له مخې، د لارو په شاوخوا کې د ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو له لوري لنډمهاله پنډغالي جوړ شوي؛ څو راستنېدونکو ته د لنډې مودې لپاره سرپناه برابره شي. د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره ټینګار کوي، چې د کډوالو بېرته ستنېدل باید په خپله خوښه، خوندي او له انساني کرامت سره سم ترسره شي.
په راپور کې د ښځو او نجونو وضعیت هم د اندېښنې وړ بلل شوی، په ځانګړي ډول د طالبانو له لوري پر زدهکړو او د ښځو پر عامه ژوند د محدودیتونو له امله. د راپور له مخې، د پاکستان او ایران له لوري راستنېدونکې ښځې او نجونې ښايي له هغو محدودیتونو سره مخ شي چې په افغانستان کې د دوی پر زدهکړو او ټولنیز حضور لګېدلي دي.
د یونېسف د معلوماتو له مخې، شاوخوا یو مېلیون ماشومان په افغانستان کې له خوارځواکۍ سره مخ دي. راپور همداراز د هغو پخوانیو افغان امنیتي سرتېرو او دولتي کارکوونکو امنیتي اندېښنې رااخلي، چې له پاکستان او ایران نه افغانستان ته ستانه شوي دي. د راپور له مخې، یو شمېر دغه کسان د خپل راتلونکي او امنیت په اړه اندېښمن دي.
بيبيسي په خپل راپور کې زیاتوي، چې د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو محدودیتونه د افغانستان له نړۍوالو اړیکو سره له مهمو ننګونو څخه دي او د نړۍوالې ټولنې له لوري د مرستو او ملاتړ پر جلبولو هم اغېز کوي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر شهابالدین دلاور وايي، د دوحې تړون پرمهال یې د امریکا له ګډې کمېټې سره د افغانستان، طالبانو، امریکا او د تړون چارې څارلې. د هغه په خبره، امریکا تر وتلو وروسته تر ۳زره زیاتې سرغړونې کړې؛ خو دوی له یوه تکي هم نهدي په شا شوي.
دغه طالب چارواکي له طلوعنیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي: «واشنګټن د دوحې تر تړون او له افغانستان نه تر وتلو وروسته تر ۳زره زیاتې سرغړونې کړې دي. موږ یوه تېروتنه هم نهده کړې».
هغه که څه هم د یادو سرغړونو په اړه نور جزییات نهدي ورکړي؛ خو یوازې یې له افغانستان نه پر ځنډ د امریکا د وتلو موضوع یاده کړې ده. د نوموړي په خبره، له امریکا سره د دوحې په تړون کې پټې هیڅ مادې نهشته او یوازې یو عملي شرط په هوکړه کې نهو. شهابالدین دلاور وایي: «د امریکا یو شرط دا و، چې له افغانستان نه د وتلو پرمهال باید د دوی امنیت خوندي شي او پوځي اډې به افغانانو ته سپاري، موږ ورسره ومنله. دغه ټکی ځکه په هوکړه کې نهو راغلی، چې عملي کار یې غوښت او موږ ترسره کړ».
دلاور زیاتوي، چې د دوحې له تړون څخه یې د افغانستان د ازادۍ موخه ترلاسه کړه. نوموړی وایي: «امریکا له یوې خوا پر یوې خبرې ټینګار کاوه، چې امارت نه بلکې طالبان په رسميت پېژنو او بل اړخ ته یې بیا داسې غوښتنې درلودې لکه له یوه رسمي حکومت چې یې کوي». هغه وایي: « دا اوس که دوی پوه شي ښه به وي، چې دوی موږ مخکې لا په رسمیت پېژندلي یو. دا چې راسره کېناستل دلته یې په رسمیت وپېژندلو، تعهدات یې راسره کول، د اوربند غوښتنه یې درلوده او داسې چلند به یې کاوه چې د دې ټولو معنا داده چې تاسو یو نظام یاست».
دغه طالب چارواکی ټینګار کوي، چې دوی له ټولې نړۍ سره دیپلوماتیک، اقتصادي او سوداګریز تړونونه غواړي او نور له هیچاسره بل دول تړون نه غواړي او نه هم اړتیا ورته لري. نوموړی د نورو طالب چارواکو په څېر یو ځل بیا وايي، چې حکومت یې ټولګډونه دی او د ازبک، تاجک، پشهيي، بلوڅ، هزاره او نورو قومونو استازې پهکې دي.
بینالافغاني مذاکرات ولې ناکام شول
شهاب الدین دلاور وایي، افغاني مذاکرات یې ښه وو او پرمهال یې په مېړانه له افغان حکومت خخه ۵زره او په مقابل کې یې دوی زر بندیان خوشې کړل. د هغه په خبره، له افغان حکومت سره ان د خپلو بندیانو نوملړ هم نهو.
نوموړي وویل، د افغان حکومت مذاکرات ځکه ناکام شول چې په ټیم کې یې د باور وړ غړي نهوو او داسې کسان یې ټاکلي وو چې د افغانستان د ناکامۍ لامل شول. هغه په دې اړه وویل: «د افغان حکومت په مذکراتي ټیم کې د عطامحمد نور، دوستم او نورو سیاسیونو زامن او کشران هلکان ټاکل شوي وو، دوی مذاکرات جدي نه ګڼل». نوموړي ویلي، چې طالبانو پر یوه مهال «سیاسي پروسه او جهاد، پوځي او سیاسي قوت» روان کړي وو.
هغه زیاته کړه، که څه هم د بینالافغاني خبرو پرمهال دوی د کابل تر دروازو رسېدلي وو؛ خو کابل ته د ننوتو پلان یې نهلاره. نوموړی وايي، د چور او ګډوډۍ د مخنيوي او د افغان چارواکو له وتلو وروسته کابل ته داخل شول.
د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت سرپرست وزیر شاه محمود میاخېل وايي، افغانان باید د وسلهوالې جګړې پر ځای فکري مبارزې ته لومړیتوب ورکړي؛ ځګه وسلهوالې جګړې یوازې د جګړهمارو لوری او ځای بدلوي او د هېواد بنسټیزې ستونزې نهشي حل کولی.