• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان په ګډون د ۷ هېوادونو روباټیک ټیمونه سبا په ایران کې سیالي کوي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۱۱ GMT+۱

ټاکل شوې ده، سبا د ایران په امیرکبیر صنعتي پوهنتون کې د افغانستان په ګډون د اوو هېوادونو د روباټیک او مصنوعي ځیرکتیا ټیمونو ترمنځ سیالۍ پیل شي. په دغو اووه ورځنیو سیالیو کې به ۳۹۲ ټیمونه او له زرو ډېر ګډونوال برخه واخلي.

د ایران د ایرنا اژانس د خبر له مخې، د دغو سیالیو په دې پړاو کې د روسیې، تاجکستان، افغانستان، عمان، قبرس، ترکیې او ایران ټیمونه په حضوري او مجازي بڼه ګډون کوي.

همدارنګه، د ایران د ۱۶ ولایتونو زده کوونکي او د پوهنتون محصلان هم په دغو سیالیو کې برخه اخلي.

د جوړ شوي پروګرام له مخې، سیالۍ به په ۲۱ لیګونو کې، د زده کوونکو او محصلانو په دوو برخو کې ترسره شي.

ګډونوال به د الوتونکو روباټونو، ورزشي روباټونو، ننګوونکو روباټونو او د زده کوونکو د روباټونو په څلورو تخصصي برخو کې خپلې وړتیاوې د روباټیکي سیسټمونو د طرحې او د مصنوعي ځیرکتیا د الګوریتمونو د پراختیا په برخه کې نندارې ته وړاندې کړي.

د افغانستان د روباټیک ټیم چې د «افغان ډریمرز» په نوم هم پېژندل کېږي، په ۲۰۱۷ کال کې د افغانې متشبثې رویا محبوب په نوښت جوړ شوی.

دا ټیم د نجونو او ځوانانو له غړو جوړ دی او د نړۍ په بېلابېلو نړیوالو روباټیکو سیالیو کې یې برخه اخېستې.

ډېر لیدل شوي

سوداګر: د سوداګریزو لارو تړل کېدو د کرښې په دواړو غاړو کې ولسونو ته زیان اړولی
۱

سوداګر: د سوداګریزو لارو تړل کېدو د کرښې په دواړو غاړو کې ولسونو ته زیان اړولی

۲

له شماله تر سوېله؛ د طالبانو پر وړاندې د وسله‌وال مقاومت جغرافیه پراخه شوې

۳
روغتیا او ژوند

د مرستې اړتیا زیاتېدو سره سره؛ طالبانو کندهار کې د رواني روغتیا پر مشورو محدودیتونه لګولي

۴

د اکټوبر ۷مه؛ د افغانستان د جګړې له پیل ۲۵ کاله وروسته افغانان لاهم د هغې بیه پرې کوي

۵
روغتیا او ژوند

راپور؛ په افغانستان کې د امېندواره ښځو لپاره روغتیايي پاملرنه ورځ تر بلې ستونزمنېږي