هند د لومړي خصوصي فضايي توغندي «ویکرم-۱» بریالۍ ازموینه کړې

د هند فضايي شرکت سکایروټ اېروسپېس د دغه هېواد لومړی خصوصي جوړ شوی فضايي توغندی «ویکرم-۱» فضا ته وتوغاوه، چې د هند د خصوصي فضايي صنعت لپاره مهم ګام بلل کېږي.

د هند فضايي شرکت سکایروټ اېروسپېس د دغه هېواد لومړی خصوصي جوړ شوی فضايي توغندی «ویکرم-۱» فضا ته وتوغاوه، چې د هند د خصوصي فضايي صنعت لپاره مهم ګام بلل کېږي.
د رویټرز د راپور له مخې، «ویکرم-۱» د شنبې په ورځ د هند د اندراپردېش ایالت په سریهاریکوټا کې له ساتیش دهاوان فضايي مرکز څخه وتوغول شو. دغه توغندي د خپلې لومړۍ فضايي دندې په ترڅ کې د مشتریانو توکي او فضايي تجربې له ځان سره لېږدولې.
د راپور له مخې، توغندي شاوخوا ۱۵دقیقې وروسته خپل توکي د ځمکې له سطحې ۴۵۰کیلومتره پورته مدار ته ورسول.
په دې سره هند درېیم هېواد شو چې خصوصي شرکت یې د فضايي توغندي د توغولو وړتیا ترلاسه کړه.
سکایروټ اېروسپېس ویلي چې د «اګمان ماموریت» موخه د توغندي د انجن، برېښنايي سیستمونو، مخابراتي وسایلو، لارښوونې او کنټرول سیستمونو ازموینه وه، څو د راتلونکو سوداګریزو فضايي توغونو لپاره معلومات راټول شي.
شرکت دغه ماموریت بریالی بللی، خو ویلي یې دي چې دا لا هم یوه ازمایښتي الوتنه ده او له منظمو سوداګریزو توغونو مخکې به څو نورې ازموینې هم وکړي.
ویکرم-۱ شاوخوا ۲۲ متره لوړوالی لري او کولای شي تر ۳۵۰کیلوګرامه توکي د ځمکې ټیټ مدارته ولېږدوي.
دغه توغندی درې جامد سون توکي پړاوونه او د مدار د تنظیم لپاره یو اوبلن سون توکي ماډل لري چې د درېبعدي انجن په وسیله چلېږي.
هند غواړي تر ۲۰۳۳ کال پورې خپل فضايي اقتصاد شاوخوا ۴۴میلیارده ډالرو ته ورسوي او دا پروژه د کوچنیو سپوږمکیو د نړیوال بازار د سیالۍ برخه بلل کېږي، چې د ایلان ماسک اېکس سپېس شرکت هم پکې مهم لوبغاړی دی.