• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کډوالو عالي کمېشنرۍ افغانستان کې د اسلامیک ریلیف موسسې له بشري ملاتړ قدرداني کړې

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۰۵ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۱۲ GMT+۱

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له اسلامیک ریلیف موسسې څخه د ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو کې د افغان راستنېدونکو د ملاتړ او مرستو له امله مننه کړې او د هغوی مرستې یې په اوسني شرایطو کې ژوند ژغوزونکي بللي دي.

یاد سازمان ویلي، د اسلامیک ریلیف مالي او بشري مرستې د دې لامل شوي چې راستنېدونکو افغانانو ته د ژوند ژغورنې، بېړنۍ مرستې او اړین خدمات په داسې وخت کې وړاندې شي چې تر بل هر وخت ورته ډیره اړتیا لري.

بلخوا د طالبانو تر واک لاندې رسنیو د معلوماتو له مخې ،اسلامیک ریلیف موسسې د یونیسف په مالي ملاتړ د فراه ولایت ۶۵ روغتیايي مرکزونو لپاره د ۳۷ میلیونه افغانیو په ارزښت روغتیايي، غیر روغتیايي او مرستندویه وسایل سپارلي دي.

د فراه د عامې روغتیا ریس، ډاکټر محمد ولي احمدزي، ویلي چې په دې مرسته کې ۱۱۶ قلمه بېلابېل وسایل شامل دي، چې موخه یې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړول او خلکو ته د روغتیايي خدماتو د لاسرسي ښه کول دي.

د نوموړي په وینا، دغه وسایل د روغتیايي مرکزونو د بېړنیو او لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره برابر شوي، څو خلکو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول لا اغېزمن او چټک شي.

ترویج لرونکی

په کندهار کې د یو چینايي وګړي واده د ځايي خلکو غبرګونونه راپارولي
۱
ستاسو روایت

په کندهار کې د یو چینايي وګړي واده د ځايي خلکو غبرګونونه راپارولي

۲

د افغانستان په ۵ ولایتونو کې تر ۴۵ درجو د تودوخې د لوړېدو خبر ورکړل شوی

۳

سرچینې: ناپېژاندو وسله‌والو په خوست کې د «کي پي اېف» ځواکونو یو پخوانی غړی وژلی

۴
تازه خبر

د بدخشان په خواهان کې د طالبانو پر سرحدي کنډک برید شوی دی

۵
ځانګړی

سرچینې: د نیمروز ولایت په چهاربرجک سرحدي ولسوالۍ کې ۶۵ افغان مسافر لادرکه دي

•
•
•

نور کیسې

ګوزڼ ویروس لا هم د افغانستان او پاکستان په پښتني سیمو کې جدي ګواښ دی

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۱۸ GMT+۱
100%

د ګوزڼ د له منځه وړلو نړیوال نوښت ویلي، افغانستان کې په تېره یوه اوونۍ کې د وحشي پولیو ویروس څلور نوې مثبتې پېښې ثبت شوي چې دوه یې په ننګرهار، یوه په هلمند او یوه هم په هرات ولایت کې دي. له دې سره په ۲۰۲۶ کال کې د ګوزڼ ټولې ثبت شوي پېښې ۱۱ ته ورسېدې.

د نړیوالو معلوماتو له مخې، افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې د وحشي پولیو ویروس پکې له منځه نه دی تللی. په روان کال کې پاکستان هم د ګوزڼ درې مثبتې پېښې ثبت کړې دي.

د کوټې د پولیو پروګرام د اړیکو مسول اصف کاکړ افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، د پولیو ویروس د دوام مهم لاملونه د پوهاوي کموالی، بېوزلي، د واکسین په اړه ناسم تبلیغات او د افغانستان او پاکستان د پښتني سیمو پراخ جغرافیایي پراخوالی دی.

د هغه په وینا، د پاکستان په سند، بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې او د افغانستان په هلمند ولایت کې د چاپېریال له نمونو د پولیو ویروس موندل شوی، چې دا د ماشومانو لپاره د خطر زنګ دی.

اصف کاکړ وویل، که په کومه سیمه کې د پولیو ویروس په چاپېریال کې موجود وي، نو ټول هغه ماشومان چې واکسین شوي نه وي، د ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي.

هغه زیاته کړه، ګوزڼ یوه لاعلاجه ناروغي ده او که یو ماشوم پرې اخته شي، د ټول عمر لپاره معلول پاتې کېږي.

د نوموړي په وینا، د پولیو د بشپړ له منځه وړلو لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ همغږي، د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته د ماشومانو پر وخت واکسین کول او د تګ راتګ پر مهال د ټولو ماشومانو واکسین کول اړین دي.

اصف کاکړ وویل، اوس د پولیو ویروس ډېری پېښې په پښتني سیمو کې ثبتېږي، ځکه نو ځینې کسان ورته د "پښتون ویروس" نوم هم کاروي، ځکه چې ویروس تر ډېره په همدې سیمو کې موندل کېږي او اغېزمن ماشومان هم ډېری پښتانه وي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویاند اولیور روزنباور ویلي، پولیو یوه ساري ویروسي ناروغي ده چې د ماشومانو عصبي سیستم زیانمنوي او د فلج او حتی مړینې لامل کېدای شي.

نوموړي زیاته کړه، ویروس د ککړو اوبو او خوړو له لارې هغو ماشومانو ته انتقالېږي چې واکسین شوي نه وي، او شاوخوا ۹۰ سلنه اخته کسان هېڅ نښې نه لري، خو ویروس نورو ته لېږدولای شي.

طالبان وایي په سمنګان کې نږدې ۴ میلیونه جریبه عامه څړځایونه تثبیت شوي

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۵۷ GMT+۱
100%

د طالبانو د عدلیې وزارت په یوه اعلام ویلي چې د ځمکو د غصب مخنیوي او بېرته راګرځولو کمېسیون د سمنګان مرکز ایبک او اتو ولسوالیو کې ټولټال ۳ میلیونه او ۷۰۸ زره او ۶۶۵ جریبه عامه څړځایونه تثبیت کړي او د ځمکو په بانک کې یې ثبت کړي دي.

د اعلامیې له مخې، دغه څړځایونه د سمنګان مرکز ایبک، حضرت سلطان، خرم او سارباغ، فیروز نخچیر، روی دو اب، دره صوف بالا، دره صوف پایین او خلم ولسوالیو کې موقعیت لري.

د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې، له تثبیت شویو ځمکو څخه ۳ میلیونه او ۳۳۰ زره او ۱۲۶ جریبه لا هم د څړځای په توګه پاتې دي، خو ۳۷۸ زره او ۵۳۸ جریبه نورې ځمکې له طبیعي حالت څخه وتلې دي. دغه ځمکې د خلکو له خوا د للمي او اوبیزو کرنیزو ځمکو، کورونو او عامه تاسیساتو د جوړولو لپاره کارول شوې دي.

دغه وزارت ویلي، د ځمکو د غصب مخنیوي او بېرته راګرځولو قانون د ۱۳مې مادې له مخې، د عامه څړځایونو نیول، پر زراعتي ځمکو د هغو بدلول، د استوګنیزو ځایونو جوړول او هر ډول غیرقانوني تصرف منع دی.

د وزارت په وینا، ټاکل شوي پلاوي ته دنده سپارل شوې چې له طبیعي حالت څخه د وتلو شویو څړځایونو په اړه د اصولو له مخې د حل لارې چارې ولټوي.

د عدلیې وزارت همداراز وایي چې د څړځایونو د سروې، تثبیت او ثبت بهیر په نورو ولایتونو کې هم روان دی او له بشپړېدو وروسته به دغه ځمکې د ځمکو په بانک کې ثبت شي.

طالبان وایي سږ کال یې له ۲ میلیاردو ډېر زاړه بانکنوټونه سوځولي دي

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۵۲ GMT+۱
100%

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک وایي، سږ کال یې د هېواد په کچه د ۲ میلیاردو او ۵۴۱ میلیونو او ۶۴۵ زرو افغانیو په ارزښت زاړه بانکنوټونه راټول او سوځولي دي. دغه بانک ویلي، په همدې موده کې د پیسو د ټولیز ګردښت ارزښت ۴۰۹ میلیاردو افغانیو ته رسېدلی دی.

د افغانستان بانک د دغو بانکنوټونو د سوځولو موخه په بازار کې د نغدو پیسو ښه مدیریت او د افغانیو د اعتبار ساتل بللي دي.

تر دې وړاندې هم د افغانستان بانک ویلي وو چې د شمال او شمال ختیځ زونونو څخه راټول شوي د څه باندې ۱ میلیارد او ۱۴۱ میلیونو افغانیو په ارزښت زاړه بانکنوټونه یې په بلخ کې له منځه وړي دي.

د دغه بانک د معلوماتو له مخې، سوځول شوي بانکنوټونه د لسګون، شلګون، پنځوسو، سلو، پنځه سوه او زر افغانیو نوټونه وو.

طالبانو له ټیکا د کرنیزو همکاریو د پراختیا غوښتنه وکړه

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۰۸ GMT+۱
100%

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، له ترکیې سره یې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د سکټور د پیاوړتیا، د کرنیزو پروژو د پراختیا او د همکاریو د زیاتولو په اړه خبرې کړې دي.

د دغه وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (ټیکا) له رییس میکاییل تشدیمیر او د دې ادارې له یو شمېر مسوولینو سره په لیدنه کې پر یادو موضوعاتو خبرې کړې دي.

د کرنې وزارت په وینا، مولوي صدراعظم عثماني په افغانستان کې د ټیکا د کرنیزو همکاریو ستاینه کړې او د کرنې په برخه کې یې د دغو پروژو د لا پراختیا غوښتنه کړې ده.

د وزارت په خبرپاڼه کې د ټیکا د رییس له قوله ویل شوي چې دغه اداره به له افغانستان سره د کرنې او مالدارۍ په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او په راتلونکو پروګرامونو کې به هم د کرنې د ودې او پراختیا لپاره د همکاریو د پراخولو هڅې وکړي.

د بدخشان د یفتل پایین ولسوالۍ لنډمهاله نیول؛ د طالبانو د کنټرول د کمزورتیا نښه

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۰۸ GMT+۱
100%

یورېشیا ریویو په یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي چې د بدخشان د یفتل پایین ولسوالۍ د مرکز لنډمهاله نیول او د طالبانو د ځواکونو بې‌وسلې کېدل ښيي چې د طالبانو پر واکمنۍ د وسله‌والو مخالفتونو، داخلي اختلافونو او پراخو سیاسي او ټولنیزو نارضایتونو فشار مخ په زیاتېدو دی.

د یورېشیا ریویو د جولای ۱۹مې په خپاره کړي راپور کې لیکلي، چې د «مېهن سپاهیانو» په نوم د طالبانو ضد یوې نوې ډلې د جولای پر ۱۷مه د بدخشان د یفتل پایین ولسوالۍ مرکز د لنډې مودې لپاره نیولی او د طالبانو یو شمېر ځواکونه یې بې‌وسلې کړي دي.

د راپور له مخې، دغې ډلې له سیمې تر وتلو مخکې د طالبانو وسلې او پوځي تجهیزات هم له ځان سره وړي دي. طالبانو هم منلې چې مخالفو وسله‌والو د ولسوالۍ پر مرکز نفوذ کړی و، په داسې حال کې چې سیمه‌ییزو رسنیو ویلي چې له پېښې وروسته د پولیسو او پوځ پیاوړي ځواکونه سیمې ته استول شوي او د مخالفینو د موندلو لپاره پلټنې ترسره شوې دي.

د یورېشیا ریویو د تحلیل له مخې، که څه هم د مقاومت ډلې ونه توانېدې چې د ولسوالۍ کنټرول په دایمي توګه له طالبانو څخه واخلي، خو دغه پېښه ښيي چې د طالبانو سیمه‌ییز کنټرول هغومره ټینګ نه دی لکه څنګه چې د دوی تبلیغات یې څرګندوي.

په مطلب کې راغلي چې په بدخشان کې د طالبانو پر ضد د مقاومت فعالیتونه، د طالبانو د بېلابېلو قوماندانانو ترمنځ اختلافونه او د کانونو او عوایدو پر سر شخړې له وړاندې هم موجودې وې. د ملي مقاومت جبهه او د افغانستان د ازادۍ جبهه هم په دغه ولایت او د هېواد په نورو برخو کې فعالې دي او د سیمې په کچه د نوو مخالفو ډلو د راڅرګندېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

راپور کې راغلي: «ځپنه ښايي د یوې مودې لپاره خلک چوپ کړي، خو د هغوی سیاسي نارضایتي له منځه نه شي وړلای.»

په دې تحلیل کې د طالبانو د واکمنۍ پر سیاسي جوړښت هم نیوکه شوي او پکې راغلي چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې له ملي ټاکنو، اساسي قانون او ټول‌شموله سیاسي جوړجاړي پرته واک ته رسېدلي دي.

د راپور له مخې، د طالبانو اوسنی حکومت د داسې مشرتابه له خوا اداره کېږي چې ښځې، سیاسي مخالفان او د افغانستان د ډېری تحصیل‌کرده وګړو استازیتوب پکې نشته.

په تحلیل کې د ملګرو ملتونو د افغانستان د مرستندویه پلاوي د معلوماتو پر بنسټ ویل شوي چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ او مارچ ترمنځ د ۳۳۶ خپلسرو نیونو او توقیفونو او د اخلاقو د پلي کوونکو ادارو له لوري د ناوړه چلند د ۵۹ پېښو راپور ثبت شوی دی. د مطلب له مخې، د ۲۰۲۶ کال تر مارچ پورې د طالبانو د محاکمو له خوا ۱۲ «عامه اعدامونه» هم ترسره شوي دي.

د ښځو او نجونو د زده‌کړو په اړه، په مطلب کې د یونیسف د اپرېل ۲۰۲۶ د معلوماتو له مخې ویل شوي چې د منځنیو ښوونځیو د بندیز له پلي کېدو راهیسې له یو میلیون څخه ډېرې نجونې له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي. د یونیسف په وینا، تر ۲۰۳۰ کال پورې افغانستان ښايي د ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره هم مخ شي.

یورېشیا ریویو د افغانستان اقتصادي وضعیت هم د طالبانو د حکومت له مهمو ننګونو څخه بللی او د نړیوال بانک د ۲۰۲۶ کال د مې میاشتې د ارزونې له مخې یې لیکلي چې د افغانستان اقتصاد په منځنۍ کچه وده کوي، خو دا وده د نفوس له زیاتوالي سره هم‌مهاله نه ده؛ له همدې امله د خلکو د ژوند کچه ټیټه شوې او بېوزلي او اقتصادي زیان‌منېدنه زیاته شوې ده.

په مطلب کې د تحریک طالبان پاکستان فعالیتونو ته هم اشاره شوې او ویل شوي چې د دغه ډلې شتون په سیمه کې د بې‌ثباتۍ له مهمو سرچینو څخه دی. د پاکستان حکومت پر طالبانو تور پورې کوي چې تحریک طالبان پاکستان ته یې په افغانستان کې د فعالیت زمینه برابره کړې، خو طالبان دا ادعا ردوي.

د تحلیل لیکوال استدلال کوي چې یوازې وسله‌وال مقاومت د افغانستان د راتلونکي د عادلانه حل لپاره بسنه نه کوي. د هغه په باور، هر ډول دوامدار بدلون باید له یوه پراخ سیاسي پروګرام سره مل وي چې پکې «استازولي لرونکی حکومت، د اساسي قانون حاکمیت، د ښځو او قومي لږکیو ګډون، د ادارو حساب‌ورکونه او د ترهګرۍ ردول» شامل وي.

د راپور په پای کې ویل شوي چې د یفتل پایین پېښه باید د افغانستان د راتلونکي د حل وروستۍ پایله ونه بلل شي، بلکې د سیاسي او ټولنیزو نارضایتونو د زیاتېدو د یوې نښې په توګه وکتل شي. د لیکوال په باور، د افغانستان دایمي ثبات هغه مهال رامنځته کېدای شي چې افغانان د خپلو مشرانو د ټاکلو حق ولري، نجونې وکولای شي ښوونځیو ته ولاړې شي، خلک په ازادۍ خبرې وکړای شي او داسې حکومت ولري چې د دوی استازیتوب وکړي.