طالبانو له ټیکا د کرنیزو همکاریو د پراختیا غوښتنه وکړه

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، له ترکیې سره یې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د سکټور د پیاوړتیا، د کرنیزو پروژو د پراختیا او د همکاریو د زیاتولو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، له ترکیې سره یې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د سکټور د پیاوړتیا، د کرنیزو پروژو د پراختیا او د همکاریو د زیاتولو په اړه خبرې کړې دي.
د دغه وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (ټیکا) له رییس میکاییل تشدیمیر او د دې ادارې له یو شمېر مسوولینو سره په لیدنه کې پر یادو موضوعاتو خبرې کړې دي.
د کرنې وزارت په وینا، مولوي صدراعظم عثماني په افغانستان کې د ټیکا د کرنیزو همکاریو ستاینه کړې او د کرنې په برخه کې یې د دغو پروژو د لا پراختیا غوښتنه کړې ده.
د وزارت په خبرپاڼه کې د ټیکا د رییس له قوله ویل شوي چې دغه اداره به له افغانستان سره د کرنې او مالدارۍ په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او په راتلونکو پروګرامونو کې به هم د کرنې د ودې او پراختیا لپاره د همکاریو د پراخولو هڅې وکړي.

یورېشیا ریویو په یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي چې د بدخشان د یفتل پایین ولسوالۍ د مرکز لنډمهاله نیول او د طالبانو د ځواکونو بېوسلې کېدل ښيي چې د طالبانو پر واکمنۍ د وسلهوالو مخالفتونو، داخلي اختلافونو او پراخو سیاسي او ټولنیزو نارضایتونو فشار مخ په زیاتېدو دی.
د یورېشیا ریویو د جولای ۱۹مې په خپاره کړي راپور کې لیکلي، چې د «مېهن سپاهیانو» په نوم د طالبانو ضد یوې نوې ډلې د جولای پر ۱۷مه د بدخشان د یفتل پایین ولسوالۍ مرکز د لنډې مودې لپاره نیولی او د طالبانو یو شمېر ځواکونه یې بېوسلې کړي دي.
د راپور له مخې، دغې ډلې له سیمې تر وتلو مخکې د طالبانو وسلې او پوځي تجهیزات هم له ځان سره وړي دي. طالبانو هم منلې چې مخالفو وسلهوالو د ولسوالۍ پر مرکز نفوذ کړی و، په داسې حال کې چې سیمهییزو رسنیو ویلي چې له پېښې وروسته د پولیسو او پوځ پیاوړي ځواکونه سیمې ته استول شوي او د مخالفینو د موندلو لپاره پلټنې ترسره شوې دي.
د یورېشیا ریویو د تحلیل له مخې، که څه هم د مقاومت ډلې ونه توانېدې چې د ولسوالۍ کنټرول په دایمي توګه له طالبانو څخه واخلي، خو دغه پېښه ښيي چې د طالبانو سیمهییز کنټرول هغومره ټینګ نه دی لکه څنګه چې د دوی تبلیغات یې څرګندوي.
په مطلب کې راغلي چې په بدخشان کې د طالبانو پر ضد د مقاومت فعالیتونه، د طالبانو د بېلابېلو قوماندانانو ترمنځ اختلافونه او د کانونو او عوایدو پر سر شخړې له وړاندې هم موجودې وې. د ملي مقاومت جبهه او د افغانستان د ازادۍ جبهه هم په دغه ولایت او د هېواد په نورو برخو کې فعالې دي او د سیمې په کچه د نوو مخالفو ډلو د راڅرګندېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.
راپور کې راغلي: «ځپنه ښايي د یوې مودې لپاره خلک چوپ کړي، خو د هغوی سیاسي نارضایتي له منځه نه شي وړلای.»
په دې تحلیل کې د طالبانو د واکمنۍ پر سیاسي جوړښت هم نیوکه شوي او پکې راغلي چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې له ملي ټاکنو، اساسي قانون او ټولشموله سیاسي جوړجاړي پرته واک ته رسېدلي دي.
د راپور له مخې، د طالبانو اوسنی حکومت د داسې مشرتابه له خوا اداره کېږي چې ښځې، سیاسي مخالفان او د افغانستان د ډېری تحصیلکرده وګړو استازیتوب پکې نشته.
په تحلیل کې د ملګرو ملتونو د افغانستان د مرستندویه پلاوي د معلوماتو پر بنسټ ویل شوي چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ او مارچ ترمنځ د ۳۳۶ خپلسرو نیونو او توقیفونو او د اخلاقو د پلي کوونکو ادارو له لوري د ناوړه چلند د ۵۹ پېښو راپور ثبت شوی دی. د مطلب له مخې، د ۲۰۲۶ کال تر مارچ پورې د طالبانو د محاکمو له خوا ۱۲ «عامه اعدامونه» هم ترسره شوي دي.
د ښځو او نجونو د زدهکړو په اړه، په مطلب کې د یونیسف د اپرېل ۲۰۲۶ د معلوماتو له مخې ویل شوي چې د منځنیو ښوونځیو د بندیز له پلي کېدو راهیسې له یو میلیون څخه ډېرې نجونې له زدهکړو بېبرخې شوې دي. د یونیسف په وینا، تر ۲۰۳۰ کال پورې افغانستان ښايي د ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره هم مخ شي.
یورېشیا ریویو د افغانستان اقتصادي وضعیت هم د طالبانو د حکومت له مهمو ننګونو څخه بللی او د نړیوال بانک د ۲۰۲۶ کال د مې میاشتې د ارزونې له مخې یې لیکلي چې د افغانستان اقتصاد په منځنۍ کچه وده کوي، خو دا وده د نفوس له زیاتوالي سره هممهاله نه ده؛ له همدې امله د خلکو د ژوند کچه ټیټه شوې او بېوزلي او اقتصادي زیانمنېدنه زیاته شوې ده.
په مطلب کې د تحریک طالبان پاکستان فعالیتونو ته هم اشاره شوې او ویل شوي چې د دغه ډلې شتون په سیمه کې د بېثباتۍ له مهمو سرچینو څخه دی. د پاکستان حکومت پر طالبانو تور پورې کوي چې تحریک طالبان پاکستان ته یې په افغانستان کې د فعالیت زمینه برابره کړې، خو طالبان دا ادعا ردوي.
د تحلیل لیکوال استدلال کوي چې یوازې وسلهوال مقاومت د افغانستان د راتلونکي د عادلانه حل لپاره بسنه نه کوي. د هغه په باور، هر ډول دوامدار بدلون باید له یوه پراخ سیاسي پروګرام سره مل وي چې پکې «استازولي لرونکی حکومت، د اساسي قانون حاکمیت، د ښځو او قومي لږکیو ګډون، د ادارو حسابورکونه او د ترهګرۍ ردول» شامل وي.
د راپور په پای کې ویل شوي چې د یفتل پایین پېښه باید د افغانستان د راتلونکي د حل وروستۍ پایله ونه بلل شي، بلکې د سیاسي او ټولنیزو نارضایتونو د زیاتېدو د یوې نښې په توګه وکتل شي. د لیکوال په باور، د افغانستان دایمي ثبات هغه مهال رامنځته کېدای شي چې افغانان د خپلو مشرانو د ټاکلو حق ولري، نجونې وکولای شي ښوونځیو ته ولاړې شي، خلک په ازادۍ خبرې وکړای شي او داسې حکومت ولري چې د دوی استازیتوب وکړي.
د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ (د چنګاښ ۲۷مه) ۸۲۹ کډوالې کورنۍ چې ټول ۴۴۱۵ کسان کېږي، له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوې دي.
د دغه کمېسیون د راپور له مخې، یاد کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هرات د اسلامکلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.
راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۷۱۲ کورنۍ د تورخم له لارې، ۷۳کورنۍ د سپین بولدک له لارې، ۴۱ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې، او ۳کورنۍ د اسلامکلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.
د کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، راستنو شویو کورنیو سره د اړتیا وړ مرسته هم شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د جولای له لسمې وروسته یو ځل بیا د کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړی دی.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د جولای تر ۱۱مې پورې په اوو ورځو کې نږدې شپږ زره او ۲۰۰ افغانان له پاکستان نه افغانستان ته جبري ستانه شوي.
د راپور له مخې، پاکستان له ۲۰۲۳ کال راهیسې شاوخوا ۲،۳ میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.
اوس هم د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، له یو میلیون څخه ډېر افغانان په پاکستان کې ژوند کوي.
پاکستان ادعا کوي چې په وروستیو کلونو کې د وسلهوالو بریدونو له زیاتېدو وروسته یې د بې اسناده بهرنیانو د ایستلو پالیسي پلې کړې او ان د افغانستان دننه یې هم د هغو وسلهوالو پر ضد هوايي بریدونه کړي چې د اسلاماباد په وینا له افغان خاورې فعالیت کوي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د نړیوال بانک د افغانستان د څار څانګې او د اقتصادي شننونکو له قوله خبر ورکړی چې پاکستان او افغانستان ترمنځ ترانزیټي سوداګري د ۲۰۲۶ مالي کال پر مهال د پام وړ راکمه شوې
د راپور له مخې، د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې د نږدې پنځه میلیارد ډالرو له کچې یوازې ۳۶۷ میلیونه ډالرو ته راټیټه شوې ده.
د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ مالي کال کې د پاکستان له لارې د افغانستان ترانزیټي بار یوازې ۱۱ زره او ۵۹۲ کانټینرونو ته محدود شوی، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۱ مالي کال کې، د طالبانو له واکمنېدو مخکې، دغه شمېر نږدې ۸۹ زره کانټینرونو ته رسېده.
راپور وايي، که څه هم پاکستان د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د امنیتي اندېښنو له امله له افغانستان سره ډيورنډ کرښه وتړله، خو د سوداګرۍ د کمېدو بهیر تر دې مخکې پیل شوی و. شنونکي باور لري چې طالبانو له وړاندې د ایران او د منځنۍ اسیا د لارو د پراخولو هڅې پیل کړې وې، څو د پاکستان پر بندرونو خپله تکیه راکمه کړي.
د معلوماتو له مخې، د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په لومړیو کلونو کې ترانزیټي سوداګري لنډ مهاله لوړه شوه او په ۲۰۲۳ مالي کال کې ۱۰۲ زره او ۸۸۶ کانټینرونو او ۶،۷ میلیارد ډالرو ته ورسېده، خو وروسته بیا په چټکۍ سره راکمه شوه. په ۲۰۲۴ مالي کال کې دا شمېر ۵۴ زره او په ۲۰۲۵ مالي کال کې ۴۲ زره او ۹۵۹ کانټینرونو ته راښکته شو.
راپور زیاتوي چې افغانستان اوس په زیاتېدونکي ډول د ایران او د منځنۍ اسیا د ترانزیټي لارې کاروي. د نړیوال بانک د «افغانستان اقتصادي څار» راپور له مخې، په ۲۰۲۵ مالي کال کې د افغانستان واردات ۱۵ سلنه زیات شوي او ارزښت یې ۱۳،۲ میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی.
د راپور له مخې، ایران د افغانستان د وارداتو تر ټولو ستره سرچینه ګرځېدلې او د دغه هېواد ۳۱.۳ سلنه واردات له ایران څخه ترسره شوي، په داسې حال کې چې د ایران مستقیم او ترانزیټي لارې د افغانستان د ټولو وارداتو نږدې ۴۸،۶ سلنه جوړوي.
بلخوا، د افغانستان د صادراتو لپاره د پاکستان له لارې د «برعکس ترانزیټ» بهیر هم نږدې په بشپړ ډول درېدلی دی. د راپور له مخې، د دغه ترانزیټ ارزښت چې په ۲۰۲۵ مالي کال کې ۴۵۴ میلیونه ډالر و، په ۲۰۲۶ مالي کال کې یوازې اووه میلیونه ډالرو ته راټیټ شوی دی.
شنونکي وايي، که څه هم طالبانو د سوداګرۍ بدیلې لارې موندلي، خو دغه بدلون افغانستان ته اقتصادي زیانونه هم اړولي دي. د ایران او نورو لارو اوږد واټن د توکو د لېږد لګښتونه لوړ کړي، چې له امله یې د خوراکي توکو، درملو او نورو اړینو توکو بیې لوړې شوې او د افغانستان په ختیځو او سوېلي ولایتونو کې یې پر خلکو ځانګړی اغېز کړی دی.
راپور همداراز وايي، د ترانزیټي سوداګرۍ کمېدو د دواړو هېوادونو پر زرګونو موټرچلوونکو، ګمرکي استازو، بار وړونکو او نورو کارګرو هم منفي اغېز کړی او د هغوی د عاید سرچینې یې کمزورې کړې دي.
«حالوش» راپور ورکړی، چې د اعدام حکمونو د پلي کېدو په اعتراض کې د کرج د قزلحصار زندان د دویم واحد د بندیانو د نهخوړلو اعتصاب ۶مې ورځې ته وغځېد. دغه اعتصاب انفرادي سلولونو ته د اعدام پر سزا د محکومو ۶ بندیانو له لېږدول کېدو وروسته پیل شو او معترضین د اعدامونو د درولو غوښتنه لري.
د ایران د بشري حقونو یوې اړوندې ادارې یا «حالوش» ویلي، د اعدام د حکمونو د عملي کېدو په اعتراض کې د کرج د قزلحصار زندان د دویم واحد د بندیانو د نهخوړلو اعتصاب، د شنبې په ورځ د چنګاښ په ۲۷مه پرله پسې شپږمې ورځې ته وغځېد.
حالوش د زندان له دننه څخه د ځینو ویډیوګانو په خپرولو سره راپور ورکړی، چې دا اعتصاب انفرادي سلولونو ته د اعدام پر سزا د محکومو شپږو بندیانو د لېږدولو په غبرګون کې پیل شوی دی.
د دغه راپور لهمخې، معترضو بندیانو د بند په سالون کې په راټولېدو او د خوراکي توکو له اخیستلو څخه په ډډې کولو سره، د اعدام د حکمونو له پلي کېدو او په ځانګړې توګه د نشه یي توکو د جرمونو په تړاو له اعدامونو سره خپل مخالفت څرګند کړی دی. یو شمېر بندیانو هم د «اعدام ته نه» په شعارونو سره د دې حکمونو د درولو غوښتنه کړې ده.
د حالوش د راپور پر بنسټ، دا اعتصاب له تېرې دوشنبې ورځې راهیسې پیل شوی او د بندیانو د اعتراض له دوام سره سره، تر اوسه د زندان مسوولینو یا قضایي چارواکو د دوی غوښتنو ته هیڅ ځواب نهدی ویلی.
د ایران اړوند د «ههنګاو» په نوم د بشري حقونو سازمان د راپورونو پر بنسټ، ایران په ۲۰۲۴ کال کې له ایرانیانو سربېره ۸۰ افغان بندیان او په ۲۰۲۵ کال کې له ایرانیانو سربېره ۸۵ افغانان هم د بېلابېلو تورونو له امله پرته له دې چې مدافع وکیلانو ته لاسرسی ولري، اعدام کړي دي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د طالبانو د استخباراتو او امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارو د ځینو غړو لهخوا له واکونو څخه پر ناوړه ګټې اخیستنې او د ښځو پر وړاندې پر «جنسي او جسمي» تاوتریخوالي سخته اندېښنه ښودلې ده.
نصیر احمد فایق د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۷مه) په خپلې اېکسپاڼې لیکلي، چې په بېلابېلو ولایتونو، په ځانګړې توګه په هرات کې، د طالبانو د ځواکونو لهخوا له واکونو څخه د ناوړه استفادې ګڼ مستند او ټکان ورکوونکي راپورونه خپاره شوي، چې په ژوره توګه د اندېښنې وړ دي.
د فایق د معلوماتو لهمخې، په دغو راپورونو کې ویل شوي، چې یو شمېر ښځې او نجونې د «بدحجابۍ» په پلمه د طالبانو لهخوا نیول شوي او په بندخونو کې له «جسمي او جنسي» تاوتریخوالي سره مخ شوې دي. هغه زیاته کړې، چې پر دغو ښځو او د هغوی پر کورنیو د طالبانو لهخوا سخت فشارونه راوړل شوي، څو په زوره ودونو ته غاړه کېږدي.
نصیر احمد فایق د طالبانو د مشرتابه پر ادعاوو نیوکه کړې او د پوښتنې په توګه یې مطرح کړې، ایا د طالبانو مشران چې د امنیت او عدالت د ټینګښت ادعا کوي، د خپلو ځواکونو له دغو کړنو خبر دي او که دا کارونه د دوی په لارښوونه او خوښه ترسره کېږي.
د هغه په وینا، د طالبانو د غړو لپاره د مجازاتو نشتوالی او یوازې پر عامو خلکو د سزاګانو پلي کول په دغه نظام کې د عدالت د نشتوالي ښکاره نښه ده.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست خبرداری ورکړی، چې د طالبانو دا ډول چلند به د دوی پر وړاندې د عامو خلکو بېاعتمادي او غوسه لا زیاته کړي. هغه ټینګار کړی، چې نن ورځ د طالبانو په کړنو کې د عدالت، د قانون د حاکمیت او هغو ارزښتونو ترمنځ چې دوی یې د پلي کولو ادعا کوي، ښکاره واټن لیدل کېږي.
طالبانو لا تر اوسه د نصیر احمد فایق د دغو ادعاوو په تړاو څه سپیناوی نهدی کړی.