• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تېره ورځ له ایران او پاکستان نه څه باندې څلور زره کډوال افغانستان ته جبري ستانه شوي

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۳۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۴۷ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ (د چنګاښ ۲۷مه) ۸۲۹ کډوالې کورنۍ چې ټول ۴۴۱۵ کسان کېږي، له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې، یاد کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.

راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۷۱۲ کورنۍ د تورخم له لارې، ۷۳کورنۍ د سپین بولدک له لارې، ۴۱ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې، او ۳کورنۍ د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

د کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، راستنو شویو کورنیو سره د اړتیا وړ مرسته هم شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د جولای له لسمې وروسته یو ځل بیا د کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړی دی.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د جولای تر ۱۱مې پورې په اوو ورځو کې نږدې شپږ زره او ۲۰۰ افغانان له پاکستان نه افغانستان ته جبري ستانه شوي.

د راپور له مخې، پاکستان له ۲۰۲۳ کال راهیسې شاوخوا ۲،۳ میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.
اوس هم د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، له یو میلیون څخه ډېر افغانان په پاکستان کې ژوند کوي.

پاکستان ادعا کوي چې په وروستیو کلونو کې د وسله‌والو بریدونو له زیاتېدو وروسته یې د بې اسناده بهرنیانو د ایستلو پالیسي پلې کړې او ان د افغانستان دننه یې هم د هغو وسله‌والو پر ضد هوايي بریدونه کړي چې د اسلام‌اباد په وینا له افغان خاورې فعالیت کوي.

ترویج لرونکی

په کندهار کې د یو چینايي وګړي واده د ځايي خلکو غبرګونونه راپارولي
۱
ستاسو روایت

په کندهار کې د یو چینايي وګړي واده د ځايي خلکو غبرګونونه راپارولي

۲

د افغانستان په ۵ ولایتونو کې تر ۴۵ درجو د تودوخې د لوړېدو خبر ورکړل شوی

۳
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جمهوریت؛ د ۱۹۷۳ کودتا څنګه افغانستان د نوي بحران پر لور روان کړ؟

۴

د جګړې مطالعاتو انسټیټیوټ: د ایران توغندي د امریکا دفاعي سیستمونه ننګوي

۵

مجتبی خامنه‌يي: ایران امریکا ته نه هېرېدونکي درسونه لري

•
•
•

نور کیسې

پاکستان سره د افغانستان ترانزیټي سوداګري تر ټولو ټیټې کچې ته رارسېدلې

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۴۷ GMT+۱
100%

د پاکستان ډان ورځپاڼې د نړیوال بانک د افغانستان د څار څانګې او د اقتصادي شننونکو له قوله خبر ورکړی چې پاکستان او افغانستان ترمنځ ترانزیټي سوداګري د ۲۰۲۶ مالي کال پر مهال د پام وړ راکمه شوې

د راپور له مخې، د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې د نږدې پنځه میلیارد ډالرو له کچې یوازې ۳۶۷ میلیونه ډالرو ته راټیټه شوې ده.

د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ مالي کال کې د پاکستان له لارې د افغانستان ترانزیټي بار یوازې ۱۱ زره او ۵۹۲ کانټینرونو ته محدود شوی، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۱ مالي کال کې، د طالبانو له واکمنېدو مخکې، دغه شمېر نږدې ۸۹ زره کانټینرونو ته رسېده.

راپور وايي، که څه هم پاکستان د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د امنیتي اندېښنو له امله له افغانستان سره ډيورنډ کرښه وتړله، خو د سوداګرۍ د کمېدو بهیر تر دې مخکې پیل شوی و. شنونکي باور لري چې طالبانو له وړاندې د ایران او د منځنۍ اسیا د لارو د پراخولو هڅې پیل کړې وې، څو د پاکستان پر بندرونو خپله تکیه راکمه کړي.

د معلوماتو له مخې، د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په لومړیو کلونو کې ترانزیټي سوداګري لنډ مهاله لوړه شوه او په ۲۰۲۳ مالي کال کې ۱۰۲ زره او ۸۸۶ کانټینرونو او ۶،۷ میلیارد ډالرو ته ورسېده، خو وروسته بیا په چټکۍ سره راکمه شوه. په ۲۰۲۴ مالي کال کې دا شمېر ۵۴ زره او په ۲۰۲۵ مالي کال کې ۴۲ زره او ۹۵۹ کانټینرونو ته راښکته شو.

راپور زیاتوي چې افغانستان اوس په زیاتېدونکي ډول د ایران او د منځنۍ اسیا د ترانزیټي لارې کاروي. د نړیوال بانک د «افغانستان اقتصادي څار» راپور له مخې، په ۲۰۲۵ مالي کال کې د افغانستان واردات ۱۵ سلنه زیات شوي او ارزښت یې ۱۳،۲ میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی.

د راپور له مخې، ایران د افغانستان د وارداتو تر ټولو ستره سرچینه ګرځېدلې او د دغه هېواد ۳۱.۳ سلنه واردات له ایران څخه ترسره شوي، په داسې حال کې چې د ایران مستقیم او ترانزیټي لارې د افغانستان د ټولو وارداتو نږدې ۴۸،۶ سلنه جوړوي.

بلخوا، د افغانستان د صادراتو لپاره د پاکستان له لارې د «برعکس ترانزیټ» بهیر هم نږدې په بشپړ ډول درېدلی دی. د راپور له مخې، د دغه ترانزیټ ارزښت چې په ۲۰۲۵ مالي کال کې ۴۵۴ میلیونه ډالر و، په ۲۰۲۶ مالي کال کې یوازې اووه میلیونه ډالرو ته راټیټ شوی دی.

شنونکي وايي، که څه هم طالبانو د سوداګرۍ بدیلې لارې موندلي، خو دغه بدلون افغانستان ته اقتصادي زیانونه هم اړولي دي. د ایران او نورو لارو اوږد واټن د توکو د لېږد لګښتونه لوړ کړي، چې له امله یې د خوراکي توکو، درملو او نورو اړینو توکو بیې لوړې شوې او د افغانستان په ختیځو او سوېلي ولایتونو کې یې پر خلکو ځانګړی اغېز کړی دی.

راپور همداراز وايي، د ترانزیټي سوداګرۍ کمېدو د دواړو هېوادونو پر زرګونو موټرچلوونکو، ګمرکي استازو، بار وړونکو او نورو کارګرو هم منفي اغېز کړی او د هغوی د عاید سرچینې یې کمزورې کړې دي.

له اعدامونو سره مخالفت؛ د ایران په قزلحصار زندان کې د نه‌خوړلو اعتصاب ۶مې ورځې ته وغځېد

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۰۵ GMT+۱
100%

«حال‌وش» راپور ورکړی، چې د اعدام حکمونو د پلي کېدو په اعتراض کې د کرج د قزلحصار زندان د دویم واحد د بندیانو د نه‌خوړلو اعتصاب ۶مې ورځې ته وغځېد. دغه اعتصاب انفرادي سلولونو ته د اعدام پر سزا د محکومو ۶ بندیانو له لېږدول کېدو وروسته پیل شو او معترضین د اعدامونو د درولو غوښتنه لري.

د ایران د بشري حقونو یوې اړوندې ادارې یا «حال‌وش» ویلي، د اعدام د حکمونو د عملي کېدو په اعتراض کې د کرج د قزلحصار زندان د دویم واحد د بندیانو د نه‌خوړلو اعتصاب، د شنبې په ورځ د چنګاښ په ۲۷مه پرله پسې شپږمې ورځې ته وغځېد.

حال‌وش د زندان له دننه څخه د ځینو ویډیوګانو په خپرولو سره راپور ورکړی، چې دا اعتصاب انفرادي سلولونو ته د اعدام پر سزا د محکومو شپږو بندیانو د لېږدولو په غبرګون کې پیل شوی دی.

د دغه راپور له‌مخې، معترضو بندیانو د بند په سالون کې په راټولېدو او د خوراکي توکو له اخیستلو څخه په ډډې کولو سره، د اعدام د حکمونو له پلي کېدو او په ځانګړې توګه د نشه یي توکو د جرمونو په تړاو له اعدامونو سره خپل مخالفت څرګند کړی دی. یو شمېر بندیانو هم د «اعدام ته نه» په شعارونو سره د دې حکمونو د درولو غوښتنه کړې ده.

د حال‌وش د راپور پر بنسټ، دا اعتصاب له تېرې دوشنبې ورځې راهیسې پیل شوی او د بندیانو د اعتراض له دوام سره سره، تر اوسه د زندان مسوولینو یا قضایي چارواکو د دوی غوښتنو ته هیڅ ځواب نه‌دی ویلی.

د ایران اړوند د «هه‌نګاو» په نوم د بشري حقونو سازمان د راپورونو پر بنسټ، ایران په ۲۰۲۴ کال کې له ایرانیانو سربېره ۸۰ افغان بندیان او په ۲۰۲۵ کال کې له ایرانیانو سربېره ۸۵ افغانان هم د بېلابېلو تورونو له امله پرته له دې چې مدافع وکیلانو ته لاسرسی ولري، اعدام کړي دي.

فایق: د طالبانو استخبارات او امربالمعروف د ښځو پر وړاندې له خپلو واکونو ناوړه استفاده کوي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۳۸ GMT+۱
100%

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د طالبانو د استخباراتو او امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارو د ځینو غړو له‌خوا له واکونو څخه پر ناوړه ګټې اخیستنې او د ښځو پر وړاندې پر «جنسي او جسمي» تاوتریخوالي سخته اندېښنه ښودلې ده.

نصیر احمد فایق د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۷مه) په خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې په بېلابېلو ولایتونو، په ځانګړې توګه په هرات کې، د طالبانو د ځواکونو له‌خوا له واکونو څخه د ناوړه استفادې ګڼ مستند او ټکان ورکوونکي راپورونه خپاره شوي، چې په ژوره توګه د اندېښنې وړ دي.

د فایق د معلوماتو له‌مخې، په دغو راپورونو کې ویل شوي، چې یو شمېر ښځې او نجونې د «بدحجابۍ» په پلمه د طالبانو له‌خوا نیول شوي او په بندخونو کې له «جسمي او جنسي» تاوتریخوالي سره مخ شوې دي. هغه زیاته کړې، چې پر دغو ښځو او د هغوی پر کورنیو د طالبانو له‌خوا سخت فشارونه راوړل شوي، څو په زوره ودونو ته غاړه کېږدي.

نصیر احمد فایق د طالبانو د مشرتابه پر ادعاوو نیوکه کړې او د پوښتنې په توګه یې مطرح کړې، ایا د طالبانو مشران چې د امنیت او عدالت د ټینګښت ادعا کوي، د خپلو ځواکونو له دغو کړنو خبر دي او که دا کارونه د دوی په لارښوونه او خوښه ترسره کېږي.

د هغه په وینا، د طالبانو د غړو لپاره د مجازاتو نشتوالی او یوازې پر عامو خلکو د سزاګانو پلي کول په دغه نظام کې د عدالت د نشتوالي ښکاره نښه ده.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست خبرداری ورکړی، چې د طالبانو دا ډول چلند به د دوی پر وړاندې د عامو خلکو بې‌اعتمادي او غوسه لا زیاته کړي. هغه ټینګار کړی، چې نن ورځ د طالبانو په کړنو کې د عدالت، د قانون د حاکمیت او هغو ارزښتونو ترمنځ چې دوی یې د پلي کولو ادعا کوي، ښکاره واټن لیدل کېږي.
طالبانو لا تر اوسه د نصیر احمد فایق د دغو ادعاوو په تړاو څه سپیناوی نه‌دی کړی.

په افغانستان کې د هوا له ګرمېدو سره هم‌مهاله د ماشومانو ناروغۍ زیاتې شوې دي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۰۳ GMT+۱
100%

د طالبانو د عامې روغتيا وزارت ویلي، افغانستان کې د هوا له ګرمېدو سره د ناروغيو کچه لوړه شوې او په روان کال کې له پنځو کلونو کم عمره زرګونه ماشومان پر موسمي ناروغيو اخته شوي دي. د هغه په وینا، د روان کال له پيل راهيسې په ټول هيواد کې ۶۴۴ زره ماشومان پر موسمي ناروغيو اخته شوي دي.

د طالبانو د عامې روغتيا وزارت وياند شرافت زمان امرخېل د طالبانو تر کنټرول لاندې له ملي ټلويزیون سره په خبرو کې وويل: «نسبت وړاندې ته پر وقایوي تابیاوو زیات کار شوی دی. په تېر کال کې هم موږ په ختیځ زون کې په زیاته اندازه پشه‌خانې ووېشلې او موخه مو دا وه، چې د ملاریا له واقعاتو څخه مخنیوی وکړو».

هغه زياته کړه: «د دوا پاشۍ مراحل ترسره کړل شوي او د عامه پوهاوي کچه مو هم لوړه کړې ده».

هغه وويل، د روان ۲۰۲۶م کال له پيل راهيسې په ټول هيواد کې له پنځو کلو څخه کم عمره ۶۴۴ زره ماشومان پر موسمي ناروغيو اخته شوي دي.

په کابل کې د اندراګاندي روغتون ډاکټران وايي، د هوا له ګرمېدو سره سم هره ورځ د موسمي ناروغیو له امله شاوخوا ۲۰۰ ماشومان روغتيايي مرکزونو ته ور وړل کيږي.

د دغه روغتون یوه ډاکټر محمد عارف حسنزي د طالبانو تر کنټرول لاندې له ملي ټلويزیون سره مرکه کې وويل: «یو شمېر موسمي ناروغانو ته چې خفیف واقعات دي نسخې ورکول کېږي. د ځينو نورو د معایناتو له بشپړېدو وروسته پرېکړه کوو او یو شمېر موسمي ناروغان چې شدت یې ډېر وي، هغوی بیا عاجلې څانګې ته معرفي کوو».

خو د کابل په يوه شخصي روغتون کې د ماشومانو ډاکټر سعيدالله افغانستان انټرنشنل ته وويل، «دولتي روغتونونه له سخت بحران سره مخامخ دي، هېڅ ډول اسانتياوې نه‌لري څوک له ويرې څه ويلی نه‌شي».

هغه زیاته کړه، د هوا له ګرمېدو سره عام ولس ته د څکلو پاکې اوبه نه برابرېږي، برېښنا نه‌وي او په وینا یې، په ماشومانو کې د اسهالاتو یا نس ناستې ناروغۍ زياتې شوې دي.

هغه همداراز څرګنده کړه: «په دولتي روغتونونو کې د درملنې لپاره د لازمو تدابیرو د نشتوالي له امله خلک د سختو اقتصادي ستونزو باوجود شخصي شفاخانو ته زیاته مراجعه کوي».

په افغانستان کې د هوا له ګرمېدو سره سم د روغتيا نړيوال سازمان، د طالبانو له پېښو سره د مبارزې او چمتو والي ادارې او ډاکټرانو پر کورنيو غږ کړی، چې وقايوي تدابير په پام کې ونيسي او ماشومانو ته ډېره پاملرنه وکړي.

ډاکټران وايي، چې ماشومانو ته باید پاکې اوبه او مناسب خواړه ورکړل شي او له غرمو څخه په ډډه وساتل شي.

پوهانو پر خلکو غږ کړی، چې د غرمې پر وخت په لمر کې له ګرځېدو څخه ډډه وکړي، ډېرې اوبه وڅښي او ارتې جامې واغوندي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې، د نړیوالو بنسټونو د معلوماتو پر بنسټ ویلي، چې د هېواد په شمالي برخو کې به د اعظمي تودوخې درجه له ۴۵ درجې سانتي‌ګراډ څخه لوړه شي.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د ورښتونو او سېلابونو په اړه ویلي، چې د وړاندوینې په موده کې به په سوېل‌ختیځو، ختیځو او شمال‌ختیځو سیمو کې له ۵ تر ۵۰ ملي‌مترو پورې سپک او منځنی ورښت وشي، چې له امله یې په ځینو محدودو سیمو کې د سېلابونو د راوتلو احتمال شته.

پاکستان کې د چین سفارت: مسکو او بیجېنګ د افغانستان د ثبات لپاره ګډ اقدامات کوي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۲۲ GMT+۱
100%

په پاکستان کې د چین سفارت د بیجېنګ او مسکو د دوستانه همکاریو د تړون د ۲۵مې کلیزې په مناسبت د دواړو هېوادونو ستراتیژیکه همکاري وستایله. په اسلام‌اباد کې د چین سفارت په اعلامیه کې راغلي، چین او روسیه د افغانستان په اړه خپله همغږي زیاتوي، څو هلته اوږد مهاله ثبات رامنځته شي.

په اسلام‌اباد کې د چین سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د چین ولسمشر شي جین پینګ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روان کال په مې میاشت کې په بیجینګ کې د کلتور، انرژۍ او سوداګرۍ په ګډون د همکاریو ۴۰ بېلابېل تړونونه لاسلیک کړي دي.

د دغه سند له مخې، د چین او روسیې ترمنځ سوداګري په پرله پسې درېیو کلونو کې له ۲۰۰ میلیاردو ډالرو اوښتې، چې نږدې ټولې معاملې یې په چینایي یوان او روسي روبل ترسره کېږي.

اعلامیه وایي، چین او روسیه د افغان مسئلې د سیاسي حل لپاره د سیمه‌ییزو پلیټ فارمونو لکه د مسکو فورم، د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناستې او د چین، روسیې، پاکستان او د ایران د څلور اړخیز میکانیزم ملاتړ کوي.

په اعلامیه کې همدا راز زیاته شوې، چې دواړو هېوادونو چمتووالی ښودلی، څو له پاکستان او افغانستان سره د سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو د اوسنیو اختلافاتو په حل کې مرسته وکړي.

د چين سفارت په دې اعلامیه کې زیاته کړې، چې د ۲۰۲۶ کال او ۲۰۲۷ کلونه د دواړو هېوادونو د مشرانو له‌خوا د چین او روسیې د ښوونې او روزنې د کلونو په توګه اعلان شوي دي. دغه راز په دغې اعلامیه کې راغلي، چې د ۲۰۲۶ کال په مې میاشت کې په کالینینګراد کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ځوانانو لسمې دوبنۍ لوبې هم ترسره شوې دي.