د طالبانو تر واک لاندې د پولیسو اکاډمۍ محصلان وایي، د ژمنیو رخصتیو له پای ته رسېدو نږدې څلور میاشتې تېریږي، خو لا هم د دغه روزنیز مرکز درسونه نه دي پیل شوي.
محصلان وایي، د ځنډ لامل لا نه دی روښانه شوی او ځینو کسانو پر خپلې راتلونکې د بې باورۍ له امله د کډوالۍ لاره غوره کړې ده.
د طالبانو تر واک لاندې له پېښو سره د مبارزې د امادهګۍ ادارې د نړیوالو بنسټونو د معلوماتو پر بنسټ ویلي، چې په فراه، نیمروز، هلمند او د جوزجان او بلخ ولایتونو په شمالي برخو کې به د اعظمي تودوخې درجه له ۴۵درجې سانتيګراډ څخه لوړه شي.
یادې ادارې ویلي، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ له ۲۶مې (جمعې) څخه د چنګاښ تر ۳۱مې (چارشنبې) پورې به د افغانستان په ډېرو سیمو کې د تودوخې درجه د نورمال حالت په پرتله لوړه وي.
د ادارې د معلوماتو له مخې، په فراه، نیمروز، هلمند او د جوزجان او بلخ ولایتونو په شمالي برخو کې به د اعظمي تودوخې درجه له ۴۵درجې سانتيګراډ څخه لوړه شي، چې له امله یې په دغو سیمو کې د غیرعادي ګرمۍ خطر اټکل شوی دی.
ادارې زیاته کړې چې په شمالي نیمایي کې به د اعظمي تودوخې درجه د نورمال په پرتله له دوو تر ۴ درجې سانتيګراډ لوړه وي، او د اووه ورځو د اصغري تودوخې اوسط به هم د هېواد په ډېری سیمو کې له عادي کچې یو تر ۶ درجې لوړ وي.
د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د ورښتونو او سېلابونو په اړه ویلي چې د وړاندوینې په موده کې به په سوېلختیزو، ختیزو او شمالختیزو سیمو کې له ۵ تر ۵۰ مليمترو پورې سپک او منځنی ورښت وشي، چې له امله یې په ځینو محدودو سیمو کې د سېلابونو د راوتلو احتمال شته.
د ادارې د معلوماتو له مخې، د تېرو ۳۰ ورځو د ورښتونو پر بنسټ په ختیزو او سوېلختیزو سیمو کې مثبت بدلونونه ثبت شوي او اوس مهال کومه سیمه د سختې وچکالۍ تر اغېز لاندې نه ده.