د رویټرز د راپور له مخې، وانګچوک چې ۵۹کلن دی، د تېرې جون میاشتې له ۲۸مې راهیسې خوړبندیز اعلان کړی او د نه خوړو پرلت یې د شنبې په ورځ ۲۱مې ورځې ته رسېدلی و.
وانګچوک د هند د ځوانانو د کاکروچ جنتا ګوندپه ملاتړ د نه خوړو اعتصاب کړی و. دغه ډله د هند د پوهنې وزیر درمېندرا پردهان د استعفا غوښتنه کوي او په ازموینو کې د درغلیو او د پوهنیزو اصلاحاتو په اړه اعتراض لري.
د ډیلي پولیسو مرستیال کمېشنر سچین شرما ویلي چې وانګچوک د محکمې د حکم، روغتیايي وضعیت او طبي مشورې له مخې یوه دولتي روغتون ته انتقال شوی دی.
صفدرجنګ دولتي روغتون ویلي چې وانګچوک د اوږدې روژې او د اوبو د کمښت له امله کمزوری شوی، خو وضعیت یې ثابت دی.
روغتون ویلي چې هغه د رګ له لارې د مایعاتو، د خولې له لارې د اوبو او نورو درملو له اخیستو ډډه کړې ده.
د وانګچوک شخصي ډاکټر ویلي چې د اندېښنې وړ موضوع یې په وینه کې د پوټاشیم کچې ټیټېدل دي، چې په جدي حالت کې ژوند ګواښلی شي.
پولیسو له پرلت کوونکو هم غوښتي چې د اعتراض ځای پرېږدي.
د ډلې مشر ابجیت دیپکې د وانګچوک د انتقال په اعتراض کې نوی نامحدود خوړبندیز اعلان کړی.
اعتراض کوونکو ویلي چې د جولای په ۲۰مه به د هند پارلمان ته لاریون وکړي او د پوهنې وزیر د استعفا او د ازموینو په چار کې د اصلاحاتو غوښتنه به تکرار کړي.