د طالبانو د عامې روغتيا وزارت وياند شرافت زمان امرخېل د طالبانو تر کنټرول لاندې له ملي ټلويزیون سره په خبرو کې وويل: «نسبت وړاندې ته پر وقایوي تابیاوو زیات کار شوی دی. په تېر کال کې هم موږ په ختیځ زون کې په زیاته اندازه پشهخانې ووېشلې او موخه مو دا وه، چې د ملاریا له واقعاتو څخه مخنیوی وکړو».
هغه زياته کړه: «د دوا پاشۍ مراحل ترسره کړل شوي او د عامه پوهاوي کچه مو هم لوړه کړې ده».
هغه وويل، د روان ۲۰۲۶م کال له پيل راهيسې په ټول هيواد کې له پنځو کلو څخه کم عمره ۶۴۴ زره ماشومان پر موسمي ناروغيو اخته شوي دي.
په کابل کې د اندراګاندي روغتون ډاکټران وايي، د هوا له ګرمېدو سره سم هره ورځ د موسمي ناروغیو له امله شاوخوا ۲۰۰ ماشومان روغتيايي مرکزونو ته ور وړل کيږي.
د دغه روغتون یوه ډاکټر محمد عارف حسنزي د طالبانو تر کنټرول لاندې له ملي ټلويزیون سره مرکه کې وويل: «یو شمېر موسمي ناروغانو ته چې خفیف واقعات دي نسخې ورکول کېږي. د ځينو نورو د معایناتو له بشپړېدو وروسته پرېکړه کوو او یو شمېر موسمي ناروغان چې شدت یې ډېر وي، هغوی بیا عاجلې څانګې ته معرفي کوو».
خو د کابل په يوه شخصي روغتون کې د ماشومانو ډاکټر سعيدالله افغانستان انټرنشنل ته وويل، «دولتي روغتونونه له سخت بحران سره مخامخ دي، هېڅ ډول اسانتياوې نهلري څوک له ويرې څه ويلی نهشي».
هغه زیاته کړه، د هوا له ګرمېدو سره عام ولس ته د څکلو پاکې اوبه نه برابرېږي، برېښنا نهوي او په وینا یې، په ماشومانو کې د اسهالاتو یا نس ناستې ناروغۍ زياتې شوې دي.
هغه همداراز څرګنده کړه: «په دولتي روغتونونو کې د درملنې لپاره د لازمو تدابیرو د نشتوالي له امله خلک د سختو اقتصادي ستونزو باوجود شخصي شفاخانو ته زیاته مراجعه کوي».
په افغانستان کې د هوا له ګرمېدو سره سم د روغتيا نړيوال سازمان، د طالبانو له پېښو سره د مبارزې او چمتو والي ادارې او ډاکټرانو پر کورنيو غږ کړی، چې وقايوي تدابير په پام کې ونيسي او ماشومانو ته ډېره پاملرنه وکړي.
ډاکټران وايي، چې ماشومانو ته باید پاکې اوبه او مناسب خواړه ورکړل شي او له غرمو څخه په ډډه وساتل شي.
پوهانو پر خلکو غږ کړی، چې د غرمې پر وخت په لمر کې له ګرځېدو څخه ډډه وکړي، ډېرې اوبه وڅښي او ارتې جامې واغوندي.
د طالبانو له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې، د نړیوالو بنسټونو د معلوماتو پر بنسټ ویلي، چې د هېواد په شمالي برخو کې به د اعظمي تودوخې درجه له ۴۵ درجې سانتيګراډ څخه لوړه شي.
د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د ورښتونو او سېلابونو په اړه ویلي، چې د وړاندوینې په موده کې به په سوېلختیځو، ختیځو او شمالختیځو سیمو کې له ۵ تر ۵۰ مليمترو پورې سپک او منځنی ورښت وشي، چې له امله یې په ځینو محدودو سیمو کې د سېلابونو د راوتلو احتمال شته.