دا قطعه په خوست کې د سي ای اې مرکز له خوا رهبري کېده، او ویل کېدل، چې پر دوی د افغانستان هېڅ امنیتي ادارې واک نه درلود. طالبانو ته هم دغو ځواکونو تر ټولو ډېره مرګ ژوبله اړوله.
یوې سرچینې وویل، چې په یاده ناسته کې پخوانیو نظامیانو ته خبرداری ورکړل شوی چې له کندهار ښار نه بل لوري ته سفر کول باید محدود کړي او یا دې هم له سفر کولو څخه وړاندې د طالبانو استخباراتو ته خبر ورکړي.
سرچینو ویلي، چې طالبانو په یاده ناسته کې پخوانیو نظامیانو ته خبرداری ورکړی چې که په پاکستان کې میشت ددوی خپلوان د طالبانو پر ضد فعالیت وکړي او یا پرې نورې مخالفې کړنې ثابتې شي، سزا به یې دوی ته ورکړل شي.
دې سرچینې زیاته کړه، «پخوانیو نظامیانو ته وویل شول، چې که ستاسو وروڼه او یا نور خپلوان چې په پاکستان کې اوسیږي، د طالبانو پر ضد کوم فعالیت وکړي، نو دلته به ستاسو جایدادونه ضبط شي او د هغوی د کړنو جزا به تاسې ته درکړل شي».