معترضین وايي، د اصف بلوڅ په نوم یو زدهکوونکو له شپږو ورځو راهیسې د کویټې په سمونګلي سړک له ایمان سټي سیمې څخه په جبري توګه لادرکه کړل شوی دی.
کورنۍ یې ويلي، د هغه له لادرکه کېدو راهیسې، دوی د لاریونونو او مطبوعاتي کنفرانسونو له لارې د هغه د خوندي راستنېدو لپاره خپل غږ پورته کولو ته دوام ورکړی، خو لا تر اوسه د دولت په ګډون هېڅ لوري څه اقدام نهدی کړی.
هغوی وویل، که اصف بلوڅ کوم جرم کړی وي، نو باید له قانوني پروسې سره سم محکمې ته وړاندې او کورنۍ ته یې باید خبر ورکړل شوی وای، خو هغه محکمې ته وړاندې شوی نهدی، بلکې پر ځای یې په جبري توګه لادرکه کړل شوی دی.
د زده کوونکي کورنۍ له ملګرو ملتونو، نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له سازمانونو څخه وغوښتل، چې په عاجله توګه مداخله وکړي او اصف بلوڅ د جبري لادرکه کېدو په اړه اقدام وکړي او د هغه د سمدستي او خوندي بېرته راګرځولو لپاره فشار راوړي.
په پاکستان او په ځانګړي ډول بلوچستان او خيبرپښتونخوا ایالتونو کې وخت په وخت د جبري لادرکيو راپورونه خپرېږي.
د بښنې نړيوال سازمان، د پښتون ژغورنې غورځنګ، پاکستان کې د بشري حقونو کمېسيون، بلوڅ يووالي کمېټې او نورو تېر کال په جبري توګه د لادرکه شویو قربانيانو په نړيواله ورځ په ګډه په یوې اعلامیه کې ويلي وو، چې پاکستان د جبري لادرکه کولو د پېښو په مخنيوي کې پاتې راغلی او د قربانیانو پر وړاندې بې عدالتي دوامداره پاتې شوې ده.
پاکستان کې د بشري حقونو فعالې ډلې وايي، زرګونه کسان په جبري توګه لادرکه کړای شوي او د ځينو بيا په داسې حال کې جسدونه موندل شوي، چې پېژندګلوي یې نهکيږي. په پاکستان کې مدني او بشري فعالان د دغو جبري لادرکه کېدو په تړاو د دغه هېواد دولتي امنیتي او استخباراتي ادارې تورنوي، خو حکومت او ادارو تل دغه تورونه رد کړي دي.
په پاکستان کې په جبري توګه د لادرکه کړای شویو د پېښو د پلټنې کمېسیون د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر مياشت کې ويلي وو، چې د ۲۰۱۱م کال له مارچ څخه د ۲۰۲۵م کال تر سپټمبر پورې د ادعا شویو جبري لادرکیو د دوسیې د ترلاسه کولو او حل کولو احصایوي ارقام ښيي، چې کمېسیون ۱۰۶۳۶ دوسیې ترلاسه کړې دي.