لاهور کې ۹۳ افغان کډوال د ناقانونه استوګنې په تور نیول شوي

د پاکستان د پنجاب ایالت مرکز لاهور ښار پولیسو ویلي، د ناقانونه بهرنیو وګړو پر ضد د روانو عملیاتو په ترڅ کې یې ۱۲۱ افغان وګړي نیولي دي.

د پاکستان د پنجاب ایالت مرکز لاهور ښار پولیسو ویلي، د ناقانونه بهرنیو وګړو پر ضد د روانو عملیاتو په ترڅ کې یې ۱۲۱ افغان وګړي نیولي دي.
د لاهور پولیسو د ویاند په وینا، د نیول شویو افغانانو اسناد تر ارزونې وروسته، د ۲۸ کسانو قانوني اسناد سم وبلل شول او خوشې کړل شول.
د پولیسو په خبره، پاتې ۹۳ افغان وګړي چې د استوګنې قانوني اسناد یې نه لرل، د نورو قانوني اقداماتو لپاره د لاهور د «ټوکر نیاز بېګ» سیمې د لنډمهالي ساتنې مرکز ته لېږدول شوي دي.
د لاهور د عملیاتو مرستیال پولیس فیصل کامران ویلي، د ناقانونه بهرنیو وګړو پر ضد عملیات د قانون له مخې او له هر ډول تبعیض پرته ترسره کېږي.
هغه زیاته کړه، د نیول شویو کسانو ټول قانوني مراحل بشپړ شوي او وروسته اړوندو ادارو ته سپارل کېږي.
د نوموړي په وینا، د لاهور پولیس به د پاکستان د حکومت د پالیسۍ او نافذه قوانینو له مخې د ناقانونه بهرنیو وګړو پر ضد خپل عملیات دوامدار وساتي.

د پاکستان په پنجاب ایالت کې په دوو جلا پېښو کې د یوې ښځې او د هغې درې ماشومان، او د یوه سړي او د هغه دوه زامن د زهري موادو د خوړلو له امله مړه شوي دي. پولیس وايي، د لاهور د پېښې په تړاو د ماشومانو پلار نیول شوی او د اوکاړې د پېښې په اړه هم پلټنې روانې دي.
د لاهور ښار په یوه شخصي استوګنیزه سیمه کې د یوې ښځې او د هغې د درېیو ماشومانو مړي په خپل کور کې موندل شوي دي.
د ماډل ټاون د پولیسو مشر وايي، لومړنۍ پلټنې ښيي چې د دغو څلورو کسانو د مړینې لامل ښايي د زهري موادو خوړل وي.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، د مړو شویو ماشومانو عمرونه د پنځو او ۱۵ کلونو ترمنځ وو.
د ماډل ټاون د پولیسو مشر ویلي چې لومړنۍ پلټنې ښيي، ښايي مور او ماشومانو ته زهرجن مواد ورکړل شوي وي. پولیسو د پېښې په تړاو د ماشومانو پلار په توقیف کې نیولی او له هغه څخه پلټنې روانې دي.
په ورته مهال، د اوکاړې د شوکتاباد په سیمه کې هم د زهري موادو د خوړلو په یوه جلا پېښه کې یو کس او د هغه دوه زامن مړه شوي دي.
پولیس وايي، عارف نومي کس ښايي د کورني اختلاف له امله زهرجنې ګولۍ په خوړو کې ګډې کړې وي، خپله یې هم خوړلې او خپلو دوو زامنو ته یې هم ورکړې دي.
پولیسو ویلي چې د دواړو پېښو په اړه نورې پلټنې روانې دي او د مړینې د لاملونو او د پېښو د څرنګوالي په اړه به د پلټنو له بشپړېدو وروسته نور جزیات څرګند شي.
په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو د بهیر پر مهال د ناقانونه پیسو اخیستو له امله د پولیسو د مرکز قوماندان او مرستیال قوماندان دندې ځنډول شوي. په داسې حال کې چې افغان کډوال وايي، له پنجاب څخه تر تورخم پورې په ګڼو پولیسو پوستو کې ترې لا هم د پیسو غوښتنه کېږي.
د خیبر ولسوالۍ د لنډي کوتل په سیمه کې افغانستان ته د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو د بهیر پر مهال د بډو اخیستو د تورونو له امله د لنډي کوتل د پولیسو د مرکز قوماندان عشرت شینواري او مرستیال قوماندان عظمت ولي له دندو وځنډول شول.
د پېښور د پولیسو د مشر له لوري په خپاره شوي رسمي حکم کې ویل شوي چې دواړه افسران به د دندو له ځنډولو وروسته د خیبر ولسوالۍ د پولیسو لاینونو ته حاضرېږي.
په حکم کې راغلي چې پر یادو پولیسو د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو د بهیر پر مهال د ناقانونه پیسو اخیستو تور لګېدلی دی. په حکم کې همدارنګه ویل شوي چې د دواړو افسرانو پر ضد به د رسمي تورونو بشپړ جزیات په جلا توګه صادر شي.
دا ډول پېښې لومړی ځل نه دي رامنځته شوې. له دې وړاندې هم څو ځله د افغان کډوالو څخه د بډو اخیستو او له هغوی سره د ناوړه چلند د شکایتونو پر بنسټ بېلابېل پولیس افسران له دندو ګوښه یا له دندو لرې شوي، خو افغان کډوال وايي چې د دغو اقداماتو سربېره وضعیت په عملي توګه نه دی بدل شوی.
شاوخوا یوه میاشت وړاندې د پېښور د پولیسو لوړپوړو چارواکو د خیبر پښتونخوا ټولو پولیسو ته رسمي لارښوونه کړې وه چې له افغان کډوالو سره دې د سپکاوي او ځورونې چلند نه کوي او له هغوی څخه دې د بډو غوښتنه نه کېږي.
په دغو لارښوونو کې ویل شوي وو چې که هر پولیس افسر د بډو اخیستو په تور ښکېل وموندل شي، پر وړاندې به یې سخته قانوني او اداري برخورد ترسره کېږي.
خو د افغان کډوالو د معلوماتو له مخې، له پنجاب څخه تر تورخم پورې په ګڼو لارو او امنیتي پوستو کې له افغان کډوالو څخه د پیسو اخیستو ادعاوې لا هم دوام لري. دوی وايي، په ځینو پوستو کې له ۵۰۰ څخه تر ۸۰۰۰ پاکستانیو روپیو پورې پیسې ترې اخیستل کېږي.
له لاهور څخه تر تورخم پورې د بډو اخیستو ادعاوې
عبدالرحمن، چې یو افغان کډوال دی او له خپلې کورنۍ سره له پاکستانه افغانستان ته ستنېږي، وايي چې د ټول سفر په اوږدو کې څو ځله په بېلابېلو پولیسو پوستو کې درول شوي دي.
هغه وايي: «موږ له لاهور څخه له خپلې کورنۍ سره افغانستان ته ستنېږو. د ټول سفر په اوږدو کې مو په بېلابېلو پولیسو پوستو کې څو څو ځله ودرول شو. زما د معلوماتو له مخې، له لاهور څخه تر تورخم پورې مو شاوخوا ۴۰ زره پاکستانۍ روپۍ په بېلابېلو پوستو کې ورکړې.»
عبدالرحمن زیاتوي: «تر ټولو زیاتې پیسې له موږ څخه د خیبر ولسوالۍ په بېلابېلو ځایونو کې واخیستل شوې. که به مو پیسې نه ورکولې، ساعتونه به مو انتظار کاوه او موټر ته به د تګ اجازه نه ورکول کېده.»
هغه وايي، افغان کډوال له وړاندې خپل کورونه، کاروبارونه او شتمنۍ پرېږدي او خپل هېواد ته ستنېږي، نو په داسې حالت کې اضافي لګښتونه د دوی لپاره دروند مالي بار جوړوي.
عبدالرحمن له اړوندو چارواکو غواړي چې د دغو ادعاوو هر اړخیزه او شفافه څېړنه وکړي، څو نورې هغه کورنۍ چې افغانستان ته ستنېږي له ورته ستونزو سره مخ نه شي.
د جلالاباد اوسېدونکی عبدالغفور، چې له خپلې کورنۍ سره له پاکستانه افغانستان ته ستنېږي، وايي، د کور سامان او نور اړین توکي یې په یوه موټر کې بار کړي وو او د سفر پر مهال څو ځله په پولیسو پوستو کې درول شوي دي.
هغه وايي: «موږ یو موټر لرو چې د کور سامان او نور اړین توکي پکې بار دي. له اټک څخه تر تورخم پورې د سفر پر مهال مو په بېلابېلو پولیسو پوستو کې څو څو ځله ودرول شو. په ځینو ځایونو کې له موږ څخه د پیسو غوښتنه وشوه، خو زما وس نه رسېده چې په هره پوسته کې پیسې ورکړم.»
عبدالغفور زیاتوي: «ما د کور یو شمېر سامانونه وپلورل، یو څه پیسې مې پور کړې او په همدې مې د سفر او موټر لګښت برابر کړ. نورې پیسې ورکول راته ممکن نه و. کله چې مې د پیسو له ورکولو بښنه وغوښته، موږ نږدې لس ساعته د سړک پر غاړه انتظار کولو ته اړ شو.»
هغه وايي، په دې موده کې یې موټر ته د مخکې تګ اجازه نه ورکول کېده او څو ځله ترې بېلابېلې پوښتنې وشوې.
د عبدالغفور په وینا، په کورنۍ کې یې ښځې او ماشومان هم وو چې د سختې ګرمۍ او اوږده انتظار له امله له ګڼو ستونزو سره مخ شول.
په حمزه بابا کمپ کې د ټوکنونو د ناقانونه پلور ادعاوې
د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو پر مهال په ۲۰۲۵ کال کې د خیبر ولسوالۍ د لنډي کوتل په حمزه بابا کمپ کې د ټوکنونو د ناقانونه پلور او پېر د یوې منظمې شبکې د فعالیت ادعاوې هم شوې وې.
ګڼو افغان کورنیو ویلي وو چې کمپ ته د ننوتلو او د کډوالۍ اړوند چارو د ژر بشپړېدو لپاره ځانګړي ټوکنونه ځینو سیمهییزو کسانو ته ورکول کېدل او د دوی په وینا، دغه کار د پولیسو او د ولسوالۍ د ادارې د ځینو کارکوونکو په همکارۍ ترسره کېده.
د دغو کورنیو په وینا، وروسته به همدغه ټوکنونه افغان کډوالو ته په لوړو بیو پلورل کېدل.
افغان کډوالو ویلي وو چې له ټوکن پرته به دوی اړ کېدل څو څو ساعته او ځینې وختونه تر یوې ورځې زیات د خپل وار په انتظار پاتې شي.
د اغېزمنو کورنیو په وینا، د یوه ټوکن بیه له ۲۰ زرو څخه تر یوه لک پاکستانیو روپیو پورې اخیستل کېده.
دوی وايي، هغه کورنۍ چې د پیسو ورکولو توان یې درلود، چارې به یې ژر ترسره کېدې او وار به یې مخکې رسېده، خو بېوزله کورنۍ به اړ وې چې څو څو ورځې په کمپ کې د خپل وار په تمه پاتې شي.
که څه هم د دې قضیې د څېړنې اعلان شوی و، خو د ادعاوو له مخې په دې شبکه کې د ټولو ښکېلو کسانو پر ضد اغېزمنه او بشپړه قانوني اقدام ونه شوه.
د کډوالو د بېرته ستنېدو پر مهال د کمپونو ستونزې
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له پیل راهیسې تر اوسه شاوخوا ۲۵ لکه او ۷۰ زره افغان کډوال افغانستان ته بېرته ستانه شوي دي.
د بېرته ستنېدو په دې بهیر کې ډېری کورنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ شوې دي، په ځانګړې توګه د اوړي او ژمي په موسمونو کې د تورخم او چمن له لارو د سفر پر مهال.
د راپورونو له مخې، د کډوالو لنډ مهاله مېشت کمپونو په ډېرو ځایونو کې د څښاک پاکو اوبو، سیوري او لنډمهاله استوګنې مناسب امکانات نه وو. له همدې امله ګڼ شمېر کډوال، په ځانګړې توګه ښځې، ماشومان، سپینږیري او ناروغان، اړ وو چې تر شنه اسمان لاندې ساعتونه او کله ناکله څو ورځې انتظار وباسي.
دا ستونزې یوازې لنډمهالې نه وې، بلکې د کډوالو په وینا هره ورځ تکرارېدې.
د لنډي کوتل او نورو لېږد مرکزونو څخه هره ورځ شاوخوا له ۳۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ پورې کسان د تورخم له لارې افغانستان ته اوښتل. د تورخم او چمن پر لارو جوړ شوي کمپونه د ډېرو افغان کډوالو لپاره د بېرته ستنېدو د بهیر تر ټولو ستونزمن پړاو ګڼل کېږي.
محمد شاه فهد، چې یو افغان کډوال دی، وايي، په تورخم مناسبه سرپناه نشته او د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی هم ډېر محدود دی.
هغه وايي: «په کمپ کې ډېری کډوال اړ دي چې تر شنه اسمان لاندې شپه تېره کړي. هلته نه د اوسېدو مناسب ځای شته، نه د خوړو او اوبو کافي اسانتیاوې او نه هم د تشنابونو مناسب امکانات برابر شوي دي. له تورخم تر اوښتو وروسته هم وضعیت د پام وړ ښه نه وي.»
د سختې ګرمۍ له امله د ښځو او ماشومانو ستونزې
په حمزه بابا لنډ مهاله پنډغالي کې مېشتو افغان کورنیو ویلي چې د سختې ګرمۍ له امله یې ستونزې څو برابره زیاتې شوې دي.
د دوی په وینا، ډېری کسان ساعتونه او کله ناکله ټوله ورځ د خپل وار په تمه پاتې کېږي، خو د لمر له تودوخې څخه د ژغورنې لپاره کافي سیوری، یخې اوبه او د استراحت مناسب ځایونه په محدود ډول موجود دي.
د کډوالو په وینا، د دغو اسانتیاوو نشتوالی په ځانګړې توګه پر ښځو، ماشومانو، سپینږیرو او ناروغانو ډېر اغېز کوي.
د کابل اوسېدونکې ګل بي بي، چې نوم یې د امنیتي دلایلو له امله بدل شوی، له خپلو پنځو ماشومانو سره افغانستان ته ستنېږي. هغه وايي، له څو ورځو راهیسې په حمزه بابا کمپ کې ده.
ګل بي بي وايي: «دلته ښځې د نارینهوو په پرتله له ډېرو ستونزو سره مخ دي. د سختې ګرمۍ په موسم کې د کوچنیو ماشومانو ساتنه ډېره سخته ده، ځکه نه مناسب سیوری شته او نه هم د استراحت لپاره مناسب ځای.»
هغه زیاتوي: «ماشومان د تودوخې او تندې له امله ډېر ستړي او بېوسه کېږي او میندې د یخو اوبو او خوړو په برابرولو کې له ستونزو سره مخ وي. موږ اړ یو چې ساعتونه په کتارونو کې ودرېږو، چې له امله یې ښځې، امیندواره ښځې او سپین سرې ښځې له سختې ستړیا سره مخ کېږي.»
د هغې په وینا، ځینې ښځې د سختې ګرمۍ له امله ناروغه کېږي هم، خو بېړنۍ روغتیايي اسانتیاوې تل په وخت نه وي موجودې.
ګل بي بي وايي: «د تشنابونو او حفظالصحې اسانتیاوې هم کافي نه دي، چې له امله یې ښځې له اضافي ستونزو سره مخ کېږي. د شپې له خوا هم د استراحت لپاره مناسب ځای نه شته، نو موږ اړ یو چې له خپلو ماشومانو سره پر ځمکه یا د شنه اسمان لاندې شپه تېره کړو.»
په کمپ کې موجود ۲۸ کلن عبدالرحیم، چې له خپل ناروغ پلار سره په سفر و، وايي چې د سختې ګرمۍ له امله یې د پلار روغتیايي حالت د اوږده انتظار پر مهال خراب شو.
هغه وايي: «موږ څو ساعته د لمر لاندې انتظار ته اړ شو. زما پلار د زړه ناروغي لري او د سختې ګرمۍ له امله یې روغتیايي حالت نور هم خراب شو. په سنټر کې سیوری نږدې نه و او د څښاک اوبه هم پر وخت نه ترلاسه کېدې.»
عبدالرحیم زیاتوي: «ما څو ځله له مسولینو څخه د طبي مرستې غوښتنه وکړه. وروسته زما پلار ته په ساه اخیستلو کې سختې ستونزې پیدا شوې او رنګ یې ژېړ واوښت، چې زه یې ډېر اندېښمن کړم.»
د هغه په وینا، وروسته د نږدې رضاکارانو په مرسته خپل پلار د لنډي کوتل روغتون ته ولېږداوه.
هغه وايي: «که نه، حالت یې لا ډېر جدي کېدای شو.»
د ثبت او اسنادو د ارزونې د ځنډ شکایت
د ننګرهار اوسېدونکی عبدالواحد، چې له خپلې کورنۍ سره افغانستان ته ستنېږي، وايي، له دوو ورځو راهیسې په حمزه بابا کمپ کې دي، خو د اسنادو د ارزونې او ثبت بهیر یې لا نه دی بشپړ شوی.
هغه وايي: «د سختې ګرمۍ له امله د کوچنیو ماشومانو ساتنه ډېره سخته شوې ده. د غرمې پر مهال تودوخه ډېره لوړېږي او موږ اړ یو چې ډېری وخت تر شنه اسمان لاندې تېر کړو.»
عبدالواحد زیاتوي: «د څښاک پاکو او یخو اوبو محدود لاسرسی، د سیوري نشتوالی او د استراحت د مناسب ځایونو کموالی تر ټولو ډېر پر ښځو، ماشومانو او سپینږیرو اغېز کړی دی.»
هغه وايي، اقتصادي وضعیت یې دومره ښه نه دی چې هره ورځ له بازاره اوبه او خواړه واخلي.
عبدالواحد زیاتوي: «موږ څو کاله په پاکستان کې ژوند وکړ، اوس خپل هېواد ته بېرته ستنېږو، خو هیله مو دا ده چې د بېرته ستنېدو دا بهیر د انساني کرامت په درناوي او د مناسبو اسانتیاوو په برابرولو سره بشپړ شي.»
هغه له اړوندو چارواکو غواړي چې د ثبت او تصفیې بهیر چټک کړي.
«زموږ له اړوندو چارواکو یوازې دا غوښتنه ده چې د ثبت او تصفیې بهیر چټک کړي، څو نور اړ نه شو چې څو ورځې د دې سختې ګرمۍ په منځ کې انتظار وباسو او وکولای شو په خوندي توګه خپلو کورونو ته ورسېږو.»
د بشري حقونو د فعالانو اندېښنې
د بشري حقونو فعالانو او مرستندویو بنسټونو څو ځله خبرداری ورکړی چې د سختې ګرمۍ د څپې پر مهال د افغان کډوالو ایستل، په ځانګړې توګه د ماشومانو، سپینږیرو او ناروغانو لپاره، جدي روغتیايي خطرونه رامنځته کولای شي.
خو پاکستاني چارواکي وايي، هغه بهرني وګړي چې په قانوني اسنادو پرته په دغه هېواد کې اوسي، د حکومت د پالیسۍ له مخې به یې د بېرته ستنولو بهیر دوام ولري.
په همدې حال کې، د افغان کډوالو د بډو اخیستو، د اوږده انتظار، د کمپونو د نامناسبو شرایطو او د ثبت او تصفیې د بهیر د ځنډ په اړه ادعاوې لا هم دوام لري؛ هغه ستونزې چې د کډوالو په وینا، د بېرته ستنېدو بهیر یې د ډېرو کورنیو لپاره له یوه سخت بشري او مالي فشار سره مخ کړی دی.
د بلوچستان د خضدار ولسوالۍ د وډ په بدرنګ سیمه کې د دوو موټرو د ټکر له امله د دوه ښځو په ګډون څلور کسان مړه شوي او نهه نور ټپیان شوي دي
د پولیسو په وینا، پېښه د دواړو موټرو د چټک سرعت له امله رامنځته شوې ده.
پولیسو ویلي، په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د چارواکو په خبره، ټپیان د لومړنیو مرستو له ورکولو وروسته د لا ښې درملنې لپاره له وډ څخه د خضدار روغتون ته لېږدول کېږي.
په خیبر پښتونخوا ایالت کې پولیسو د بې اسناده افغان کډوالو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي، چې پکې د کورونو نړول، د پېژندپاڼو پلټنه او د افغانانو نیول او ایستل شامل دي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د پېښور اړوند د مټني په سیمه کې، چې شاوخوا ۲۰۰ افغان کورنۍ پکې اوسېدې، ګڼ کورونه د جولای په روانه میاشت کې نړول شوي دي.
د سیمې یوه اوسېدونکي، ۵۰ کلن نجیب الرحمن، ویلي چې غوښتل یې د خپل پلار درمل او د ماشومانو د ښوونځي اسناد له کوره وباسي، خو د ده په وینا پولیسو ورته اجازه ورنه کړه او کور یې ونړاوه.
هغه وویل، اوس خلک خپل د کور سامانونه، لکه بسترې او لمریزې برېښنا وسایل، په موټرو کې باروي او افغانستان ته ستنېږي.
د پاکستان کورنیو چارو وزارت د جون په میاشت کې امنیتي ادارو ته امر کړی و چې د جولای له لسمې نېټې وروسته بې ویزې افغانان ونیسي او بېرته یې افغانستان ته ولېږي.
په پېښور کې یوه امنیتي چارواکي، چې نوم یې نه دی خپور شوی، ویلي د جولای له لسمې راهیسې د بې اسناده افغانانو پر ضد پراخ عملیات روان دي او پولیسو له دې وړاندې د ایالت په بېلابېلو سیمو کې د افغان کډوالو معلومات راټول کړي وو.
چارواکو ویلي، د جولای له لسمې مخکې افغانانو ته د جوماتونو د لاوډسپیکرونو او د قومي مشرانو له لارې خبرداری ورکړل شوی و چې سیمه پرېږدي.
خو ځینو افغانانو ویلي، د اقتصادي ستونزو او بې وسۍ له امله نه شي کولای ژر ووځي.
د مټني یوه بل اوسېدونکي ۷۰ کلن احمد ملا، چې کور یې هم نړول شوی، ویلي: «پولیس زموږ شرایط نه ګوري، نه زما روغتیا ته پام کوي او نه دا چې جېب کې پیسې لرم که نه.»
په همدې حال کې، په پېښور کې د «وړوکی کابل» په نوم مشهور بورډ بازار، چې زرګونه افغان سوداګر پکې کاروبار کوي، هم اغېزمن شوی دی.
د بازار یوه سوداګر ذبيح الله ویلي، د پولیسو د عملیاتو له امله ډېر افغانان په خپلو کورونو کې پټ دي او کاروبارونه نږدې درېدلي دي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د جولای تر ۱۱مې پورې په اوو ورځو کې نږدې شپږ زره او ۲۰۰ افغانان له پاکستانه افغانستان ته جبري ستانه شوي، چې دا د تېرې اوونۍ په پرتله شاوخوا یو پر درېیمه زیاتوالی ښيي.
د راپور له مخې، پاکستان له ۲۰۲۳ کال راهیسې د امنیتي دلایلو له مخې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړی او تر اوسه شاوخوا ۲،۳ میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
اوس هم د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، له یو میلیون څخه ډېر افغانان په پاکستان کې ژوند کوي.
پاکستان ادعا کوي چې په وروستیو کلونو کې د وسلهوالو بریدونو له زیاتېدو وروسته یې د بې اسناده بهرنیانو د ایستلو پالیسي پلې کړې او ان د افغانستان دننه یې هم د هغو وسلهوالو پر ضد هوايي بریدونه کړي چې د اسلاماباد په وینا له افغان خاورې فعالیت کوي.
خو د طالبانو حکومت دا ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې د پاکستان په بریدونو کې ملکي وګړي وژل شوي دي.
د بلوچستان ایالت په مرکزي ښار کوېټه کې د زيارت د پېښې پر ضد اعتراضي پرلت د ځايي حکومت او پرلت کوونکو ترمنځ د یوې هوکړې په لاسلیک کېدو سره پایته رسېدلی او پرلت کوونکو ويلي، چې په پرلت کې اېښودل شوي مړي به له ۱۲ ورځو وروسته نن (شنبه د چنګاښ ۲۷مه) خاورو ته وسپارل شي.
د بلوچستان په زيارت سیمه کې د چنګاښ په ۱۵مه پر پوليسو د تحریک طالبان پاکستان په بريد کې د پاکستان د پوځ په وینا ۲۷ پولیس وژل شوي وو، خو پرلت کوونکي بیا دغه شمېر ۳۱ ښيي.
له همدې پېښې سره سم، ځايي اوسېدونکو د کوېټې په کوله ټانک سیمه کې اعتراضي پرلت پیل کړ او بالاخره د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۲۶مه) د ځايي حکومت او پرلت کوونکو تر منځ د یوې هوکړې په لاسلیک کېدو سره پایته ورسېد.
د بلوچستان حکومت او پرلت کوونکو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې، د زيارت د پېښې د ارزونې په موخه به «د قضايي کمېسیون د جوړولو لپاره ځايي حکومت نن (شنبه د چنګاښ ۲۷مه) د بلوچستان عالي محکمې ته له اړوندو شرایطو سره سم یو مکتوب صادر کړي».
په هوکړه ليک کې زياته شوې: «د بلوچستان حکومت به په ټول ایالت کې د ترهګرو، قلنګ اخیستونکو، وسله والو ډلو او جنايي عناصرو پر وړاندې جدي اقدامات کوي او هغوی به له منځه وړي».
په هوکړه لیک کې د بلوچستان په ټولو ښاري سیمو کې د امنیت د تامین لپاره د پولیسو د ظرفیت د لوړولو غوښتنه هم شوې ده.
د هوکړه ليک پر بنسټ، وژل شويو ته د مروجه پاليسۍ له مخې باید معاوضه ورکړل شي او د کوله پاټک سیمه هم باید د «زيارت د شهيدانو» په نوم ونومول شي.
هوکړه ليک د بلوچستان ایالتي وزیرانو او په پرلت کې د سياسي ګوندونو مشرانو لاسليک کړی دی.