سامسونګ د امریکا په نیوجرسي کې ۷۳۹ دندې کموي

سامسونګ الکترونیکس امریکا په نیوجرسي ایالت کې د ۷۳۹ کارکوونکو د دندو د کمولو خبر ورکړی. دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې د شرکت امریکايي څانګه په دغه ایالت کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان په دندو ګومارلي دي.

سامسونګ الکترونیکس امریکا په نیوجرسي ایالت کې د ۷۳۹ کارکوونکو د دندو د کمولو خبر ورکړی. دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې د شرکت امریکايي څانګه په دغه ایالت کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان په دندو ګومارلي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، د سامسونګ الکترونیکس امریکا له لوري د کارکوونکو د کمولو موضوع د «کارکوونکو د تعدیل او بیا روزنې د خبرتیا» په رسمي خبرتیا کې څرګنده شوې ده.
د خبرتیا له مخې، د کارکوونکو د دندو کمول د نیوجرسي ایالت د انګلووډ کلفس په ښار کې ترسره کېږي. په دې ښار کې د سامسونګ الکترونیکس امریکا هغه څانګه فعالیت کوي چې په متحده ایالاتو کې د شرکت د نندارې وسایلو، ګرځنده ټیلیفونونو، تلویزیونونو او کورنیو برقي وسایلو د پلور او بازارموندنې چارې پر مخ وړي.
سامسونګ الکترونیکس د جنوبي کوریا له سترو ټکنالوژۍ شرکتونو څخه دی چې په نړیواله کچه د ځيرکو ټیلیفونونو، تلویزیونونو، حافظهيي چپونو، برېښنايي نندارو او کورنیو وسایلو په برخو کې فعالیت کوي. د شرکت امریکايي څانګه د دغو محصولاتو د پلور او بازارموندنې په برخه کې مهم رول لري.
تر دې دمه سامسونګ الکترونیکس امریکا د نیوجرسي په انګلووډ کلفس کې د ۷۳۹ دندو د کمېدو د دقیق لامل په اړه څرګندونې نه دي کړي.

د هند فضايي شرکت سکایروټ اېروسپېس د دغه هېواد لومړی خصوصي جوړ شوی فضايي توغندی «ویکرم-۱» فضا ته وتوغاوه، چې د هند د خصوصي فضايي صنعت لپاره مهم ګام بلل کېږي.
د رویټرز د راپور له مخې، «ویکرم-۱» د شنبې په ورځ د هند د اندراپردېش ایالت په سریهاریکوټا کې له ساتیش دهاوان فضايي مرکز څخه وتوغول شو. دغه توغندي د خپلې لومړۍ فضايي دندې په ترڅ کې د مشتریانو توکي او فضايي تجربې له ځان سره لېږدولې.
د راپور له مخې، توغندي شاوخوا ۱۵دقیقې وروسته خپل توکي د ځمکې له سطحې ۴۵۰کیلومتره پورته مدار ته ورسول.
په دې سره هند درېیم هېواد شو چې خصوصي شرکت یې د فضايي توغندي د توغولو وړتیا ترلاسه کړه.
سکایروټ اېروسپېس ویلي چې د «اګمان ماموریت» موخه د توغندي د انجن، برېښنايي سیستمونو، مخابراتي وسایلو، لارښوونې او کنټرول سیستمونو ازموینه وه، څو د راتلونکو سوداګریزو فضايي توغونو لپاره معلومات راټول شي.
شرکت دغه ماموریت بریالی بللی، خو ویلي یې دي چې دا لا هم یوه ازمایښتي الوتنه ده او له منظمو سوداګریزو توغونو مخکې به څو نورې ازموینې هم وکړي.
ویکرم-۱ شاوخوا ۲۲ متره لوړوالی لري او کولای شي تر ۳۵۰کیلوګرامه توکي د ځمکې ټیټ مدارته ولېږدوي.
دغه توغندی درې جامد سون توکي پړاوونه او د مدار د تنظیم لپاره یو اوبلن سون توکي ماډل لري چې د درېبعدي انجن په وسیله چلېږي.
هند غواړي تر ۲۰۳۳ کال پورې خپل فضايي اقتصاد شاوخوا ۴۴میلیارده ډالرو ته ورسوي او دا پروژه د کوچنیو سپوږمکیو د نړیوال بازار د سیالۍ برخه بلل کېږي، چې د ایلان ماسک اېکس سپېس شرکت هم پکې مهم لوبغاړی دی.
څېړنې ښيي چې د قهوې په مناسب اندازه څښل نه یوازې ستړیا کموي او ذهني تمرکز زیاتوي، بلکې د زړه، ځیګر او دماغ د روغتیا لپاره هم ګټې لري. قهوه د انټياکسیدان موادو ښه سرچینه ده چې د بدن د حجرو په ساتنه کې مهم رول لري.
قهوه د نړۍ له تر ټولو مشهور څښاکونو څخه ده او میلیونونه کسان هره ورځ د خپلې انرژۍ د زیاتولو لپاره ترې استفاده کوي.
روغتیايي څېړنې ښيي، په مناسب مقدار د قهوې څښل د ذهني تمرکز په ښه کېدو، د ستړیا په کمېدو او د حافظې په پیاوړتیا کې مرسته کوي.
همدارنګه، د زړه او ځیګر د ځینو ناروغیو او د دویم ډول شکر ناروغۍ د خطر په کمولو کې هم ګټوره بلل شوې ده.
قهوه د انټياکسیدان موادو ښه سرچینه هم ده، چې د بدن د حجرو په ساتنه کې رول لري.
خو متخصصان خبرداری ورکوي چې د کافین ډېر استعمال د بېخوبۍ، اضطراب، د زړه د درزا د زیاتوالي او د وینې د فشار د لوړېدو لامل کېدای شي. د همدې لپاره سپارښتنه کېږي چې قهوه دې په مناسبه اندازه وڅښل شي او د ورځې ناوخته یې له څښلو ډډه وشي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، د مصنوعي ځيرکتیا د همکاریو نړۍوال سازمان د جوړېدو تړون د لاسلیکولو مراسم د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۵مه) په شانګهای کې ترسره شول. د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د اوس لپاره په دغه سازمان کې د چین، پاکستان او روسیې په ګډون ۲۹ هېوادونه ګډون لري.
د چین د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په یاد تړون کې روښانه شوې، چې د مصنوعي ځیرکتیا د همکاریو نړۍوال سازمان یو خپلواک نړیوال سازمان دی، چې د ملګرو ملتونو د منشور اهداف تعقیبوي، د ګډې مشورې، ګډې جوړونې او شریکو ګټو مفکوره پالي او پر انسانمحورۍ ولاړ اصل ټینګار لري.
خبرپاڼه کاږي، د دې سازمان موخه د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د نړیوالې همکارۍ او نړیوالې حکومتولۍ وده ده، څو ډاډ ترلاسه شي چې مصنوعي ځیرکتیا د ټولو انسانانو د هوساینې لپاره په ګټور، خوندي، عادلانه او منظم لوري پرمختګ کوي.
په خبرپاڼه کې په ډاګه شوې، چې د مصنوعي ځیرکتیا د همکاریو نړۍوال سازمان مرکزي دفتر به د چین په شانګهای ښار کې وي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د قزاقستان، لاوس، پاکستان، روسیې او اندونیزیا په ګډون د ۲۹ هېوادونو استازو دغه تړون لاسلیک کړ او د دې سازمان بنسټ اېښودونکي غړي شول او د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش او د یو شمېر نورو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو هم په دې مراسمو کې ګډون کړی وو.
د چین په نوښت ۲۹ هېوادونو د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په برخه کې د نړیوالې همکارۍ او د دې ټکنالوژۍ د نړیوال مدیریت لپاره د یوه نوي بینالمللي سازمان د جوړېدو هوکړه لاسلیک کړه. د دغه سازمان مرکز به د چین په شانګهای ښار کې وي.
د رویټرز د راپور له مخې، ۲۹ هېوادونو د پنجشنبې په ورځ د «نړیوالې مصنوعي ځیرکتیا د همکارۍ سازمان» د جوړېدو تړون لاسلیک کړ.
چین ویلي، د دغه بینالحکومتي سازمان هدف دا دی چې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې نړیواله همکاري پیاوړې کړي او د دې چټکې پرمختګ کوونکې ټکنالوژۍ لپاره د نړیوالې ادارې او اصولو په جوړولو کې مرسته وکړي.
د تړون لاسلیک کوونکو هېوادونو کې روسیه، بېلاروس، سربیا، کیوبا، برازیل، وینزویلا، د افریقا لس هېوادونه او د اسیا ۱۲ هېوادونه شامل دي.
د چین دولتي خبري اژانس شینهوا ویلي، د دغه سازمان مرکزي دفتر به د چین په شانګهای ښار کې جوړېږي.
چین تېر کال د مصنوعي ځیرکتیا د همکارۍ د نړیوال سازمان د جوړېدو وړاندیز کړی و، خو تر دې مخکې هېڅ هېواد په رسمي ډول د غړیتوب اعلان نه و کړی.
رسمي شمیرې ښيي چې په بریتانیا کې د پاملرنې د کموالي او رواني اختلال له امله د هغو ځوانانو شمېر په چټکۍ سره زیات شوی چې له حکومت څخه د ناتوانۍ مالي مرستې ترلاسه کوي.
دې بدلون د رواني روغتیا، د دې اختلال د تشخیص بهیر او د بریتانیا د ټولنیز هوساینې د نظام د راتلونکي په اړه سیاسي بحثونه هم تاوده کړي دي.
د رسمي معلوماتو له مخې، د روان ۲۰۲۶ کال په اپرېل کې نږدې ۱۰۰ زره کسانو د پاملرنې د کموالي او زیات خوځښت اختلال یا (attention deficit hyperactivity disorder) له امله د ناتوانۍ مالي مرسته ترلاسه کړې، په داسې حال کې چې دا شمېر د ۲۰۲۴ کال په اوړي کې شاوخوا ۷۱ زره و. له دغو کسانو څخه تر نیمايي ډېر یې د ۱۶ او ۲۴ کلونو ترمنځ ځوانان دي.
کارپوهان وایي، د دې شمېرې لوړوالی حتمن د ناروغۍ د ډېرېدو معنا نه لري، بلکې د دې ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي زیاتوالی، د تشخیص لپاره د خلکو ډېره مراجعه او دا چې ډېری ملاتړي خدمتونه له رسمي تشخیص سره تړلي دي، د دې زیاتوالي مهم عوامل ګڼل کېږي.
د کارپوهانو په وینا، د پاملرنې د کموالي او زیات خوځښت اختلال یوازې د چلند ستونزه نه ده، بلکې د دماغ د اجرایي دندو اختلال دی. دا اجرایي دندې د تمرکز، پلان جوړونې، د وخت مدیریت، پرېکړه کولو او د ورځنیو چارو د تنظیم مسوولیت لري. دا اختلال له هوښیارۍ سره تړاو نه لري او نه هم د کمزورې ارادې یا تنبلۍ نښه ګڼل کېږي.
په دې ناروغۍ اخته کسان معمولاً د تمرکز په ساتلو، د حواس په کنټرول، د وخت او دندو په تنظیم، د خوب او احساساتو په کنټرول، کاري حافظې او د خپلو کړنو په مدیریت کې ستونزې لري. خو د متخصصانو په وینا، ډېری ناروغان هغه مهال ښه تمرکز کولای شي چې کوم کار ورته په زړه پورې یا بېړنی وي.
څېړنې ښيي چې د پاملرنې د کموالي او زیات خوځښت اختلال تر ډېره موروثي اختلال دی او د دماغ د کیمیاوي پیغام رسوونکو موادو د فعالیت له توپیرونو سره تړاو لري. په دې حالت کې دماغ دا مواد تولیدوي، خو د هغوی په خوشې کولو او بېرته جذب کې ستونزه رامنځته کېږي، چې د عصبي پیغامونو په لېږد اغېز کوي.
متخصصان وایي، د دې اختلال بشپړه درملنه نشته، خو د روزنې، رواني او چلندیزې درملنې، د اړتیا په صورت کې د درملو، د مهارتونو د پیاوړتیا او د کورنۍ، ښوونکو او روغتیايي متخصصانو د ګډ ملاتړ له لارې یې نښې تر ډېره کنټرولېدای شي او د ناروغانو د ژوند کیفیت ښه کېدای شي.
په همدې حال کې، په بریتانیا کې د ناتوانۍ د مالي مرستو د ترلاسه کوونکو د شمېر زیاتېدو د ټولنیز هوساینې د نظام د اصلاح په اړه سیاسي بحثونه هم ګړندي کړي دي. ځینې سیاستوال د دغو مرستو د محدودولو غوښتنه کوي او حکومت د ټولنیزې هوساینې د نظام د بیاکتنې بهیر پیل کړی دی. تمه ده چې دا اصلاحات به د زرګونو کسانو، په ځانګړي ډول د د پاملرنې د کموالي او زیات خوځښت اختلال لرونکو وګړو، پر ژوند مستقیم اغېز ولري.