اسپانیا ارجنټاین ته په ماتې ورکولو سره د نړیوال جام اتلوالي وګټله

د اسپانیا ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام په پایلوبه کې ارجنټاین ته یو د صفر پر وړاندې پایلې سره په ماتې ورکولو د دویم ځل لپاره د دې سیالیو اتلوالي خپله کړه.

د اسپانیا ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام په پایلوبه کې ارجنټاین ته یو د صفر پر وړاندې پایلې سره په ماتې ورکولو د دویم ځل لپاره د دې سیالیو اتلوالي خپله کړه.

د هغو دوو افغان کورنیو غړي چې خپلوان یې په جرمني کې د افغان وګړو له خوا په قتل رسېدلي، وایي د محکومو افغانانو د بند د سزا تر بشپړېدو مخکې افغانستان ته لېږدول، په عمل کې د هغوی د وخت نه مخکې خوشې کېدو معنا لري او د عدالت پر پلي کېدو جدي پوښتنې راپورته کوي.
دغو کورنیو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، که څه هم د سزا تر بشپړېدو وروسته د محکومانو له ایستلو سره مخالفت نه لري، خو اندېښنه لري چې که مجرمان د بند له مودې مخکې افغانستان ته ولېږل شي، د پاتې سزا د عملي کېدو لپاره هېڅ تضمین نه شته.
د یوه ۲۱ کلن افغان ځوان کورنۍ، چې زوی یې دوه کاله وړاندې د جرمني په یوه ښار کې د یوه افغان له خوا وژل شوی، ویلي د زوی قاتل ښايي د افغان مجرمانو د ایستلو په لړۍ کې تر بشپړې سزا مخکې افغانستان ته واستول شي.
د کورنۍ په وینا، د جرمني او طالبانو ترمنځ هېڅ داسې حقوقي هوکړه نشته چې طالبان د جرمني د محکمو د صادره شوو بند سزاوو د دوام پلي کولو ته مکلف کړي.
ورته اندېښنه د یوه ۱۷ کلن افغان هلک کورنۍ هم لري چې د جرمني په شمال کې د یوه افغان له خوا وژل شوی و. د دوی په باور، د محکمې صادر شوی حکم هغه وخت خپل ارزښت لري چې محکوم یې بشپړه موده په زندان کې تېره کړي، که نه نو عدالت نیمګړی پاتې کېږي.
د جرمني د جزایي اجراآتو د قانون د ۴۵۶ الف مادې له مخې، څارنوالۍ کولای شي د یوه بهرني محکوم د ایستلو پر مهال د هغه د بند د پاتې مودې اجرا وځنډوي.
د جرمني حکومت ویلي، د دې پرېکړې پر مهال د جرم ډول، د محکوم د بند تېر شوی وخت، پاتې موده او د عامه ګټو موضوع ارزول کېږي. په ځینو ایالتونو کې د داخلي لارښوونو له مخې، محکومان معمولاً د بند د مودې له نیمایي تېرولو وروسته ایستل کېږي.
خو برلین ټینګار کړی چې د سزا د اجرا درول د بښنې یا د محکومیت د لغوه کېدو معنا نه لري. که چیرې محکوم بېرته جرمني ته داخل شي، د بند پاتې موده بیا عملي کېدای شي.
له طالبانو سره د بندیانو د لېږد هوکړه نشته
د جرمني حکومت منلې چې له طالبانو سره د بندیانو د لېږد یا د جرمني د محکمو د بند د حکمونو د عملي کولو په اړه هېڅ دوه اړخیزه هوکړه نه لري.
د برلین په وینا، طالبانو هم هېڅ تضمین نه دی ورکړی چې ایستل شوي کسان به افغانستان ته تر رسېدو وروسته زنداني کړي. جرمني هم د دغو کسانو د سپارلو وروسته د هغوی وضعیت نه تعقیبوي، ځکه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او په افغانستان کې د دې کار لپاره رسمي ډیپلوماتیک حضور نه لري.
طالبان ایستل شوي کسان خوشې کوي
جرمني د ۱۴۰۳ کال د وږي په نهمه، د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، د لومړي ځل لپاره ۲۸ افغان محکومان کابل ته واستول. له هغه وروسته دا بهیر دوام موندلی او پراخ شوی دی.
د راپورونو له مخې، طالبانو دغه کسان د کورنیو له لیکلي تعهد اخیستو وروسته خوشې کړي دي. د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین مخکې ویلي وو چې د دوسیو تر ارزونې وروسته دغه کسان ازاد شوي دي.
افغان حقوقپوه او د پوهنتون پخوانی استاد احمد رفیع نادري وایي، جرمني باید د محکومانو تر ایستلو مخکې له طالبانو سره د «محکومو کسانو د لېږد» رسمي هوکړه لاسلیک کړي.
هغه وايي، یوازې د «مجرمانو ایستل» طالبان دې ته نه مکلفوي چې د جرمني د محکمو صادر شوي حکمونه عملي کړي، ځکه طالبان دغه کسان د ایستل شویو کډوالو په توګه تسلیموي، نه د هغو بندیانو په توګه چې باید د بند پاتې موده تېره کړي.
د نادري په وینا، د داسې هوکړې په صورت کې طالبان به مکلف وي چې یا هم د جرمني صادر شوی حکم هماغسې عملي کړي او یا یې د خپلو قوانینو له مخې د اجرا وړ حکم ته واړوي، او هغه موده چې محکوم په جرمني کې تېره کړې هم باید حساب شي.
بل لورته د اروپا د پارلمان جرمنۍ غړې هانا نیومن هم د افغان محکومانو پر ایستلو نیوکه کړې ده.
هغې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، محکومان باید خپله سزا د جرمني په زندانونو کې بشپړه کړي، ځکه طالبان به هغوی زنداني نه کړي.
نیومن خبرداری ورکړی چې د جنسي جرمونو په ګډون د خطرناکو مجرمانو ایستل، ښايي په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي خطر لا زیات کړي.
د افغانستان انټرنشنل د معلوماتو له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو کې لږ تر لږه شپږ افغانان په جرمني کې د نورو افغانانو له خوا وژل شوي دي.
په دغو پېښو کې د شوورین، برلین، ګوسترو، هسیشلیشتناو او هرشینګ ښارونو وژنې شاملې دي چې په جرمنیو رسنیو کې یې پراخ انعکاس درلود.
کارپوهان وایي، د دغو پېښو له زیاتېدو سره د افغان محکومانو د ایستلو موضوع یوازې د کډوالۍ مسله نه ده پاتې شوې، بلکې د عدالت، د قربانیانو د حقونو او د نړیوالو حقوقي مکلفیتونو له پلوه هم یوه مهمه او جنجالي موضوع ګرځېدلې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، دا مهال په ټوله نړۍ کې له ۵۷ میلیونو ډېر کسان د عقل زوال یا «ډیمنشیا» له ناروغۍ سره ژوند کوي او ددغه ناروغۍ هر کال نږدې ۱۰ میلیونه نوې پېښې ثبتېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان د ډیمنشیا د مخنیوي لپاره نوې نړیوالې لارښوونې خپرې کړې دي.
دغه سازمان وایي، که څه هم د دې ناروغۍ بشپړه درملنه لا هم نه شته، خو تازه علمي څېړنې ښيي چې د ژوند د طرز په بدلون سره د ډېرو کسانو د ناروغېدو خطر کمېدلی شي.
د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، اوس مهال له ۵۷ میلیونو زیات کسان په نړۍ کې له ډیمنشیا سره ژوند کوي او هر کال نږدې ۱۰ میلیونه نور کسان پرې اخته کېږي. د دغې ناروغۍ تر ټولو عام ډول الزایمر دی چې د ډیمنشیا له ټولو پېښو څخه شاوخوا ۶۰ تر ۷۰ سلنه جوړوي.
ډیمنشیا د ماغزو یو ډول ناروغي ده چې د انسان حافظه، فکر، د پرېکړې کولو وړتیا او د ورځنیو چارو د ترسره کولو توان اغېزمنوي. په پرمختللو پړاوونو کې ناروغان د خپلو نږدې خپلوانو په پېژندلو، خبرو کولو او حتی د ورځنیو ساده کارونو په ترسره کولو کې هم له ستونزو سره مخ کېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان وایي، د منظم بدني فعالیت، د مخدره توکو د استعمال کمول او د سالمو خوړو خوړل د دې ناروغۍ د خطر په کمولو کې مهم رول لري.
سازمان همدارنګه سپارښتنه کړې چې خلک باید ذهني فعالیتونه زیات کړي، ټولنیزو اړیکې وپالي او د وینې لوړ فشار، شکر او لوړ کولېسټرول په څېر مزمنې ناروغۍ په سمه توګه کنټرول کړي، ځکه دا ټول د ډیمنشیا له خطر سره تړاو لري.
د لومړي ځل لپاره، د روغتیا نړیوال سازمان د هوا د ککړتیا کمول هم د ډیمنشیا د مخنیوي د تګلارې برخه بللې ده. د سازمان په وینا، په ځینو کسانو کې د اورېدو د ستونزو درملنه او هغوی ته د غوږیو کارول هم د دې ناروغۍ د خطر په کمولو کې مرسته کولی شي.
د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، ډیمنشیا یوازې د حافظې ناروغي نه ده، بلکې د ناروغانو خپلواکي، د ژوند کیفیت او خوندیتوب هم اغېزمنوي او پر کورنیو او پالونکو یې دروند رواني او اقتصادي بار اچوي.
د دغه سازمان د اټکل له مخې، ډیمنشیا هر کال نړیوال اقتصاد ته شاوخوا ۱،۳ ټریلیون ډالره زیان رسوي چې نږدې نیمايي یې د هغو کورنیو او خپلوانو د کار له له لاسه ورکول دي چې د ناروغانو ساتنه کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کوي چې که د ډیمنشیا مخنیوی د غیرساري ناروغیو، رواني روغتیا او د ماغزو د روغتیا له پروګرامونو سره یوځای شي، د دې ناروغۍ نړیوال بار به راکم شي او ډېر خلک به اوږد، سالم او خپلواک ژوند ولري.
د جګړې د مطالعاتو انسټیټیوټ وايي، ایران په سیمه کې د امریکا پر اډو د بریدونو لپاره د لوړ سرعت او مسیر بدلولو وړتیا لرونکي توغندي کاروي. د دغه بنسټ په باور د ایران د بالستیک توغندیو د پروګرام د پراختیا له امله د امریکا ملي امنیتي ګټو ته مخ پر زیاتېدونکی ګواښ رامنځته کوي.
دغه امریکایي انسټیټیوټ د جولای پر ۱۸مه د ایران د وضعیت په اړه په ځانګړي راپور کې ویلي، تهران هڅه کوي د امریکا دفاعي سیستمونو ته په کتو خپل توغندیز بریدونه عیار کړي. د راپور له مخې، د ایران مشران لږ تر لږه د ۲۰۲۴ کال په اپرېل او اکتوبر کې پر اسراییلو له توغندیزو بریدونو راهیسې د داسې «مانورکوونکو بیا ننوتونکو وسایطو» د کارولو لېوالتیا ښودلې چې د ایراني توغندیو نسبتا ټیټه دقتکچه ښه کړي.
د راپور له مخې، د جولای پر ۱۷مه د اردن په یوه اډه د ایران په توغندیز برید کې دوه امریکايي پوځیان ووژل شول. لوېدیځو رسنیو ته امریکايي چارواکو ویلي چې برید د اردن د ازرق ښار په موافق السالتي هوايي اډه شوی دی.
دغه امریکايي څېړنیز بنسټ وايي، چین او روسیه ښايي په سیمه کې د امریکا د اډو د په نښه کولو لپاره د ایران له هڅو ملاتړ وکړي. د «وال سټریټ ژورنال» په حواله، امریکايي چارواکو د جولای پر ۱۸مه ویلي چې دوی اندېښمن دي چې چین او روسیه د امریکا د سیمهییزو شتمنیو د ایران د وروستیو هڅو ملاتړ کوي.
د راپور له مخې، د ایران ستر رهبر مجتبی خامنهيي او یو شمېر نورو لوړپوړو ایراني چارواکو، چې د خبرو اترو د پلاوي غړي هم پکې شامل دي، په ښکاره ویلي چې د ایران او امریکا ترمنځ د تفاهم یادداشت نور اعتبار نه لري.
د جګړې د مطالعاتو انسټیټیوټ وايي، د دغه هوکړه لیک د پنځمې مادې، چې د هرمز تنګي په اړه وه، د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د پام وړ توپیر موجود و او همدې اختلاف د هوکړه لیک په له منځه تلو کې مهم رول درلود.
د راپور له مخې، ایران د جولای پر ۱۸مه په کویټ کې د برېښنا تولید او د اوبو د خوږولو پر یوه مرکز برید کړی دی. د دې څېړنیز بنسټ په باور، دغه برید ښايي د جولای پر ۱۷مه د هرمزګان ولایت د جاسک ښار ته څېرمه د ایران پر یوه د اوبو د خوږولو مرکز د ادعا شوي امریکايي برید په غبرګون کې ترسره شوی وي.
ایران همداراز په سعودي عربستان کې د امریکا پر یوې اډې بالستیک توغندی توغولی؛ دا په نږدې درېیو میاشتو کې د سعودي پر خاوره د ایران لومړی برید بلل شوی دی. د راپور له مخې، ایران د جولای پر ۱۷مه او ۱۸مه په بحرین او اردن کې د امریکا اړوند تاسیسات هم په نښه کړي دي.
په ورته وخت کې، متحده ایالاتو د هرمزګان ولایت د بندرعباس ښار شاوخوا د نورو پلونو او سړکونو پر ضد هم بریدونه کړي دي. د جګړې د مطالعاتو انسټیټیوټ وايي، دغه بریدونه د جولای پر ۱۷مه د ختیځې امریکا د وخت له مخې د ماسپښین له دوو بجو وروسته ترسره شوي دي.
د کرېکټ نړیوالې شورا اعلان کړی چې د افغان ښځینه کرکټ لوبډلې مالي ملاتړ به دوام ومومي او تر ۲۰۳۰ کال پورې به دغې لوبډلې ته د نړیوالو سیالیو د غوراوي پړاوونو کې د ګډون لپاره رسمي لاره برابره وي.
دغه اعلان د هغې افغان ښځینه لوبډلې لپاره مهم پرمختګ بلل کېږي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له سیاسي بدلون وروسته د طالبانو له واکمنېدو سره له افغانستانه ووتله او اوس یې ډېری لوبغاړې په اسټرالیا، کاناډا او بریتانیا کې ژوند کوي.
د لوبډلې غړې شفیقه خان ویلي، د دې پرېکړې په اورېدو ډېرې احساساتي شوې دي.
هغې وویل: «موږ د دې ورځې لپاره ډېرې سختۍ ګاللې دي. اوس کولی شو د خپل هېواد استازیتوب وکړو، یو ځای لوبه وکړو او نړۍ ته وښیو چې افغان ښځې وړتیا او پیاوړتیا لري.»
د لوبډلې بله غړې بنفشه هاشمي، چې په ۲۰۲۱ کال کې یې د امنیتي ګواښونو له امله افغانستان پرېښود، ویلي د انګلستان د سفر پر مهال د بریتانیا له پاچا سره لیدنه د ژوند له ځانګړو شېبو څخه وه.
هغې وویل: «چا به باور کاوه چې هغه نجلۍ چې څو ورځې به وږې وه او کورنۍ یې هېڅ امکانات نه لرل، نن به د پاچا لیدو ته ورځي.»
د افغان ښځینه لوبډلې غړو په ۲۰۲۲ کال کې نړیوالې کرېکټ شورا ته لیک استولی و او غوښتنه یې کړې وه چې د دوی د لوبېدو حق خوندي کړي.
په لیک کې راغلي وو: «موږ غواړو نړۍ ته وښیو چې د جګړې، ناامنۍ، نابرابرۍ او بېعدالتۍ تر څنګ هم زموږ هیله ژوندۍ ده چې د افغانستان استازیتوب وکړو.»
د نړیوالې کرېکټ شورا په وینا، د اسټرالیا، انګلستان او هند د کرېکټ بورډونه به د یوې ځانګړې کاري ډلې له لارې د افغان ښځینه لوبډلې د روزنې، مالي ملاتړ او سیالیزو فرصتونو د برابرولو چارې پر مخ وړي.
د اسټرالیا د کرېکټ ادارې اجراییه رییس ټاډ ګرینبرګ ویلي، موخه دا ده چې د لوبډلې ملاتړ تر ۲۰۳۰ او حتی د ۲۰۳۲ بریزبېن المپیک پورې دوام ومومي.
هغه زیاته کړه چې د دې پروګرام لپاره باید بنسټیزه او دوامداره مالي پانګونه وشي، څو لوبډله اوږدمهاله پرمختګ وکړي.
د نړیوالې کرېکټ شورا ویلي، نوی پروګرام به افغان لوبغاړو ته منظمې روزنیزې برنامې، سیالیز فرصتونه او د لوړ پوړ لوبغاړو د پرمختګ زمینه برابره کړي.
د انګلستان د کرېکټ بورډ مرستیالې اجراییه رییسې کلېر کانر ویلي، افغان ښځینه لوبډلې درې نیم کاله وړاندې له نړیوالې کرېکټ شورا د حل غوښتنه کړې وه او اوس یې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړل شوی دی.
هغې زیاته کړه چې دا پرېکړه د هغو لوبغاړو لپاره ستر بری دی چې د خپل هېواد له پرېښودو وروسته یې هم د کرېکټ له لوبې لاس وانخیست.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان کرېکټ بورډ لا هم دغه ښځینه لوبډله په رسمیت نه پېژني، خو نړیوالې کرېکټ شورا د دوی د ملاتړ او سیالیزو فرصتونو د برابرولو پرېکړه کړې ده.
د لوبډلې غړې شفیقه خان وايي، د دوی مبارزه لا پای ته نه ده رسېدلې.
هغې وویل: «دا اوږد او له ستونزو ډک سفر و، خو تر ټولو مهمه خبره دا ده چې موږ هېڅکله تسلیم نه شو.»
رویټرز د امریکا د کورني امنیت وزارت د معلوماتو او خپلو څېړنو پر بنسټ په یوه راپور کې ویلي، چې د ډونالډ ټرمپ د دویمې دورې پر مهال د کډوالۍ فدرالي مامورینو په بېلابېلو پېښو کې لږ تر لږه ۷ کسان په ډزو وژلي دي.
د راپور له مخې، دغه پېښې د کډوالو د نیولو او له دغه هېواد نه د هغوی د ایستلو هڅو له زیاتېدو سره هم مهاله رامنځته شوې دي. رویټرز د دغو اوو کسانو نومونه او د وژل کېدو لنډ جزیات هم خپاره کړي دي.
په دغو کسانو کې یو یې روبن ری مارتینز دی، چې د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۱۵مه په ټکساس ایالت کې د امریکا د کورني امنیت وزارت د یوه مامور له خوا ووژل شو. چارواکو ویلي چې د هغه موټر له دوو مامورینو سره د ټکر په حال کې و، خو د مارتینز کورنۍ ویلي چې هغه د مامورینو د لارښوونو د منلو او له هغوی سره د همکارۍ هڅه کوله.
بل کس سیلوریو ویلیګاس ګونزالس ۳۸ کلن مکسیکویي اشپز و او د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په ۱۲مه په شیکاګو کې د کډوالۍ ادارې د یوه مامور له خوا د موټر د درولو پر مهال ووژل شو. د امریکا چارواکو ویلي چې مامور له نوموړي د ګواښ ډار لاره او د خپل ژوند په اړه د اندېښنې له امله یې په هغه ډزې کړې.
همدارنګه، د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په ۱۱مه یو مکسیکویي ۳۱ کلن سړی چې نوم یې نه دی خپور شوی، د ټکساس ایالت د ریو ګرانډ ښار ته څېرمه د امریکا د سرحدي ساتنې د یوه مامور له خوا ووژل شو. چارواکو ویلي چې هغه د نیولو پر مهال له مامور سره په شخړه کې ښکېل شوی و له همدې امله مامورینو پرې ډزې کړې.
ریني ګوډ، ۳۷ کلنه امریکايۍ ښځه، د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۷مه په مینیاپولیس کې هغه مهال ووژل شوه چې په خپل ولاړ موټر کې ناسته وه. د شاهدانو له مخې، هغه له مامور سره په ارامه خبرې کولې خو د موټر د حرکت پر مهال پرې ډزې وشوې.
بل کس الکس پریټي، ۳۷ کلن امریکايي روغتیايي کارکوونکی و چې هغه هم د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۲۴مه په مینیاپولیس کې ووژل شو. د راپور له مخې، څو مامورینو هغه پر ځمکه غورځولی و او وروسته پرې له نږدې واټنه ډزې وشوې.
لورینزو سالګادو اراوخو، ۵۳ کلن کولمبیایي وګړی، د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۷مه په هوسټن کې د کار پر لور د تګ پر مهال د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې د یوه مامور له خوا ووژل شو. دغې ادارې ویلي چې هغه د مامورینو له امرونو سرغړونه کړې وه او هڅه یې کوله چې یو مامور په موټر ووهي، خو د هغه ملګرو دا ادعا رد کړې ده.
وروستی کس یوحان سباستین دوران ګوریرو، ۲۳ کلن کولمبیایي وګړی ښودل شوی چې د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۱۳مه د ماین ایالت په بیدفورډ ښار کې ووژل شو. د امریکا چارواکو ویلي چې د هغه موټر د تېښتې هڅه کوله، خو د هغه کورنۍ او د کډوالو د حقونو یوې ډلې ویلي چې هغه په امریکا کې د اوسېدو او کار قانوني اجازه لرله.
رویټرز وايي، دغو پېښو د وژل شویو کسانو د کورنیو او د ځینو ټولنو غوسه او غبرګون راپارولی او له همدې امله د کډوالۍ د تګلارې د بدلون غوښتنې هم شوي دي.