• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ندا محمد ندیم خپلو مامورینو ته: غونډې تل په دیني مذاکرې، نصایحو او هدایاتو سره پیل کړئ

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۰۳ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۲۲ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر نداء محمد ندیم د خپلې ادارې غړو ته په یو ناسته کې سپارښتنه کړې چې په خپلو چارو کې همغږۍ، تقوا او مشورو ته لومړیتوب ورکړي او خپلې غونډې په دیني مذاکرې او نصایحو پیل کړي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر نداء محمد ندیم د خپل وزارت د رهبرۍ شورا غونډه کې د مشورې پر اهمیت خبرې کړې او ویلي یې دي چې د مشورو پر بنسټ د ترسره شویو کارونو پایلې تل ښې وي.

نوموړي ټینګار وکړ چې هڅه باید وشي ترڅو ټولې رسمي ناستې په دیني مذاکرې، نصایحو او هدایاتو سره پیل شي. خبرپاڼه کې راغلي، د یاد وزارت د محصلانو چارو معین مولوي عبدالله سیحان ګډونوالو ته د مسلمانانو د امیر او خلیفه په اړه تفصیلي بیان وړاندې کړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي،‌په دې ناسته کې د تېرې رهبري شورا د پرېکړو د ارزونې ترڅنګ، د څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست اړوند درې بېلابېل لارښودونه له هر اړخیز بحث وروسته تایید شول. د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه غونډه کې د پوهنتونونو د استادانو د علمي او مسلکي ارزونې لارښود هم د شورا د غړو لخوا تصویب شوی دی.

د شورا غړو دغه راز د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونو د زده‌کړیالانو د فیسونو د ورکړې پر څرنګوالي بحث وکړ او په دې اړه یې لازمې پرېکړې وکړې. د غونډې په وروستۍ برخه کې د دولتي پوهنتونونو او دیني جامعاتو د مالي او اداري چارو د مرستیالانو د پلانونو د ارزونې راپور وړاندې او د شورا له لوري تایید شو.

ترویج لرونکی

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې
۱

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۲

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۳

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

۴

له نړیوال جام څخه د ارجنټاین د اېستلو کمپاین کې له ۲۳ میلیونه ډېرو کسانو لاسلیکونه وکړل

۵
ځانګړی

سرچینې: د ملاهبت الله نږدې کړۍ له هغه سره د نړۍوال پلاوي د لیدنې اجازه نه‌ده ورکړې

•
•
•

نور کیسې

میرویس بلخي: د افغانستان تعلیمي نظام په بشپړ ډول سقوط شوی دی

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۴۹ GMT+۱
100%

د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د پوهنې پخواني وزیر میرویس بلخي په هېواد کې د پوهنې اوسنی وضعیت بشپړ سقوط بللی او زیاته کړې یې ده چې دا وضعیت یوازې یو تعلیمي ناورین نه دی، بلکې د هېواد د تعلیمي نظام بنسټونه یې له جدي ګواښ سره مخ کړي دي.

هغه په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې د طالبانو له لوري له تعلیمي بهیر څخه د نجونو حذفول، د ښځینه ښوونکو د شمېر کمښت او د بدیلو زده‌کړو محدودیت د هېواد پر علمي ظرفیت سخت برید دی. د هغه په وینا، د ایدیولوژیکو زده‌کړو پراخېدل د هېواد علمي او تربیتی ظرفیت په کلکه کمزوری کړی او د ښځو او نارینه وو ترمنځ یې علمي واټن لا پسې زیات کړی دی.

د پوهنې پخواني وزیر پر سوداګرو، خیر غوښتونکو او کورنیو او نړیوالو مرستندویه بنسټونو غږ کړی چې په دې سختو شرایطو کې له اغېزمنو خلکو سره مرستې وکړي. هغه ټینګار کړی چې د دغه وضعیت دوام به هر کال له نړۍ سره د افغانستان علمي فاصله نوره هم ژوره او پراخه کړي.

میرویس بلخي په خپل یادښت کې روښانه کړې ده چې د پوهنې په جوړښت کې دغه ډول بدلونونه د ټولنې پر راتلونکي نسل باندې خورا منفي اغېزې کوي. نوموړي د بدیلو لارو چارو پر موندلو او د تعلیمي سکټور پر ملاتړ د یوې جدي اړتیا په توګه ټینګار کړی او غوښتنه یې کړې چې د پوهنې د بشپړ زوال مخه ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې دغه بندیز د کال ۸۴ میلیونه ډالره اقتصادي زیان اړوي او تر ۲۰۳۰ کال پورې به افغانستان د ۲۵زره ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ کړي؛ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنت هم دا بندیز د نه منلو وړ بللی دی.

ازادۍ جبهه: بډایه افغانان او خیریه بنسټونه باید د نورستان سېلاب‌ځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۴۶ GMT+۱
100%

د طالبانو مخالفې ډلې (ازادۍ جبهې) په نورستان ولایت کې د وروستیو ویجاړونکو سېلابونو له امله د اوښتو ځاني او مالي زیانونو په تړاو خپله ژوره خواخوږي ښودلې ده. دغې جبهې له کورنیو او بهرنیو سوداګرو، خیریه بنسټونو او بډایه خلکو غوښتي چې له سېلاب ځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

د ازادۍ جبهې په خپله اعلامیه کې ویلي چې په نورستان ولایت کې د سېلابونو له امله پر اداري ودانیو د اوبو راوتل او د طالبانو د یو شمېر مسوولینو مړینه، د دې ډلې بې‌کفایتي او د مسلکي پوهې نشتوالی ښيي. دغې جبهې ادعا کړې چې طالبانو د عامه خدماتو د مدیریت لپاره غیر مسلکي کسان ګمارلي دي او د پېښو د سم مدیریت وړتیا نه لري.

دغه راز د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا کړې چې په ختیځ زون او په ځانګړې توګه په نورستان ولایت کې د دوی وسله‌وال چریکان د سېلاب ځپلو کورنیو تر څنګ ولاړ دي او له هغوی سره یې مرستې پیل کړې دي. دغې مخالفې ډلې پر ټولو شتمنو خلکو او نړیوالو مرستندویه ټولنو غږ کړی چې په دغو سختو شرایطو کې د خلکو لاسنیوی وکړي.

بل لور ته، د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني هم د نورستان په سېلابونو کې د طالبانو پر مدیریت کلکې نیوکې کړې دي. ښاغلي غني ویلي چې طالبان باید د دغو تکراري او مرګونو طبیعي پېښو د اغېزو په کمولو کې د پاتې راتلو او د چمتووالي د نشتوالي په اړه ولس ته ځواب ویونکي اوسي.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې د چنګاښ په ۳۰مه اعلان وکړ چې په نورستان کې د سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شوی، تر ۱۰۰ ډېر کسان لا درکه دي او شاوخوا ۸۰ نور ټپیان شوي دي. په ورته وخت کې، اروپایي ټولنې او په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت، ترکیې، بریتانیا او جاپان سفارتونو د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ د مرستندویه ټیمونو د لېږلو خبر ورکړی دی.

له پولیو پاک افغانستان بنسټ: د ماشومانو واکسین‌ کول د سالمې ټولنې بنسټ جوړوي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۴۲ GMT+۱
100%

د «له پولیو پاک افغانستان» بنسټ وایي چې سالم ماشومان د یوې پیاوړې ټولنې بنسټ جوړوي او د اړینو واکسینونو تطبیق کولای شي هغوی له خطرناکو ناروغیو څخه خوندي وساتي.

دغه بنسټ د سې‌شنبې په ورځ، د چنګاښ په ۳۰مه، په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې سالم ماشومان یوازې د خپلو کورنیو لپاره ارزښت نه لري، بلکې د ټولنې لپاره هم یوه مهمه پانګه ګڼل کېږي.

له پولیو څخه پاک افغانستان بنسټ له کورنیو غوښتي چې خپلو ماشومانو ته ټول اړین واکسینونه ورکړي، څو هغوی د هغو ناروغیو پر وړاندې خوندي پاتې شي چې د واکسین له لارې یې مخنیوی کېدای شي.

دغه بنسټ زیاته کړې چې د ماشومانو د روغتیا ساتنه د هغوی د سالمې ودې زمینه برابروي او په راتلونکي کې یې د یوې پیاوړې ټولنې په جوړولو کې د فعالې ونډې اخیستو لپاره لاره هواروي.

افغانستان لا هم د هغو هېوادونو له ډلې څخه دی چې د پولیو ناروغۍ له ګواښ سره مخ دی، او روغتیايي بنسټونه په دوامداره توګه ټینګار کوي چې د ماشومانو منظم واکسین کول د دې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره اړین دي.

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په ۱۰ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو خبرداری ورکړی

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۲۱ GMT+۱
100%

د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپوهنې ادارې خبرداری ورکړی چې د افغانستان په لسو ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې او برېښنا، زورورو بادونو او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو احتمال شته.

دغه ادارې د سې‌شنبې په ورځ، د چنګاښ په ۳۰مه، په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې یاد موسم به د چهارشنبې په ورځ د نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، میدان وردګ، پکتیا، خوست، پکتیکا او غزني ولایتونه اغېزمن کړي.

د خبرپاڼې له مخې، په دغو ولایتونو کې د اورښت کچه د بېلابېلو سیمو له مخې له ۱۰تر ۳۵ میلی‌مترو پورې اټکل شوې ده.

د هواپوهنې ادارې همداراز ویلي چې په مرکزي، ختیځو، سوېل ختیځو، سوېلي او لوېدیځو ولایتونو کې د دوړو او خاورو له طوفانونو سره د مل سختو بادونو د لګېدو احتمال هم شته.

د دغو بادونو چټکتیا د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له ۵۰تر ۱۰۰ کیلومترو په ساعت پورې اټکل شوې ده.

چارواکو له اوسېدونکو غوښتي چې د سختو بارانونو، ناڅاپي سېلابونو او تندو بادونو پر مهال احتیاطي تدابیر ونیسي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې د سیندونو، خوړونو او سېلاب‌ځپلو سیمو ته نږدې ژوند کوي.

نورستان کې د سېلاب ځپلو اړتیاوې؛ فوزیه کوفي له سوداګرو او بنسټونو د بېړنۍ مرستو غوښتنه کړې

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۱۱ GMT+۱
100%

د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړې فوزيه کوفي پر ټولو مرستندویه موسسو، ملي سوداګرو او هغو بنسټونو چې د مرستې وړتیا لري، غږ کړی چې په بېړني توګه د نورستان سېلاب ځپلو ته اړینې مرستې ورسوي.

هغې پر اېکس پاڼه لیکلي چې د نورستان شریف خلک له دې وړاندې هم له سختې بې‌وزلۍ، ګڼو ستونزو او د لومړنیو ټولنیزو خدماتو له نشتوالي سره لاس او ګرېوان وو او اوس دغو سېلابونو د هغوی ژوند نور هم له ګواښ سره مخ کړی دی.

فوزیه کوفي وایي چې دوی هم د خپل توان تر کچې له ځایي خلکو سره په همغږۍ او اړیکه کې دي او چمتو دي چې د مرستې رسولو په بهیر کې برخه واخلي.

مېرمن کوفي په داسې حال کې د نورستان له سېلاب ځپلو سره د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو، په ځانګړي ډول په نورستان کې خونړیو سېلابونو خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي او د مرستندویه ادارو د راپورونو له مخې سلګونه کورنۍ بېړنیو خوراکي او غیرخوراکي توکو ته جدي اړتیا لري.

بل لور ته، د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې اعلان کړی چې په نورستان کې د سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو رسمي شمېر ۲۳ ته لوړ شوی او تر ۱۰۰ ډېر نور لا هم لادرکه دي.

په ورته وخت کې، اروپايي ټولنې او په کابل کې د ایران، ترکیې، بریتانیا او جاپان سفارتونو د دغو سېلابونو له قربانیانو سره همدردي ښودلې او د کډوالۍ نړیوال سازمان سیمې ته د خپلو مرستندویه ډلو د لېږلو خبر ورکړی دی.