د پخوانیو دولتي او اوسنیو «امارتي شرکتونو» ویاند محمد نبي بهار وايي چې په نړیوالو بازارونو کې د عرضې کمښت، سیمهییز کړکېچونه او شخړې، د لېږد رالېږد د لګښتونو زیاتوالی او د تقاضا ډېرېدل د مایع ګاز او نفتي توکو د نړیوالو بیو د لوړېدو مهم لاملونه دي.
د هغه په وینا، په نړیوالو بازارونو کې د نرخونو زیاتوالي له امله په افغانستان کې هم د اوبلن ګاز او نفتي توکو بیې لوړې شوې دي.
دغه طالب چارواکي زیاته کړه چې د نفت او ګاز شرکت د بیو د کنټرول او په بازار کې د ثبات د رامنځته کولو لپاره دغه توکي د خپلو استازولیو له لارې خلکو ته په مناسبه بیه وړاندې کوي.
د افغانستان انټرنشنل موندنې ښيي چې په تېره شاوخوا یوه میاشت کې د کابل په بازارونو کې د خوراکي توکو او سونتوکو بیې لوړې شوې دي. د ځینو توکو، په ځانګړي ډول د اوبلن ګاز بیه تر ۶۰ سلنې ډېره لوړه شوې ده.
د دغو موندنو له مخې، په کابل کې د هر کیلوګرام اوبلن ګاز بیه له ۵۵ افغانیو څخه ۹۰ افغانیو ته رسېدلې ده. همدارنګه د یوه لیټر پټرولو بیه له ۶۵ افغانیو څخه ۸۲ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د سونتوکو د بیو لوړېدو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ژوند ټولیز لګښت هم زیات کړی دی.
په همدې موده کې د ۱۶ لېټره غوړیو د یوه بوشکې بیه له ۱۸۰۰ افغانیو څخه ۲۱۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
همدارنګه د ۲۵ کیلوګرامه وریجو د یوې بورۍ بیه له ۲۵۰۰ افغانیو څخه ۲۹۰۰ افغانیو ته، او د اوړو د یوې بورۍ بیه له ۱۵۰۰ افغانیو څخه ۱۶۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د یوه سیر بورې بیه هم له ۳۳۰ افغانیو څخه ۴۰۰ افغانیو ته رسېدلې ده.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د نفت او ګاز شرکت وايي، د بازار د څارنې لپاره اوبلن ګاز د خپلو پلورنځیو له لارې خلکو ته وړاندې کوي.
دغه شرکت په کابل او پروان کې د هر کیلوګرام مایع ګاز بیه ۶۶ افغانۍ، په بدخشان کې ۶۷ افغانۍ، په بلخ کې ۶۴ افغانۍ او په هرات کې ۶۰ افغانۍ ټاکلې ده.
خو ښاریان وايي، په ازاد بازار کې لا هم د هر کیلوګرام مایع ګاز بیه د ۸۵ او ۹۰ افغانیو ترمنځ ده.
د هغوی په وینا، د طالبانو له لوري د ټاکل شوې بیې او د ازاد بازار د نرخ ترمنځ توپیر د ژوند لګښتونه نور هم لوړ کړي او پېرودونکي یې له ستونزو او ګډوډۍ سره مخ کړي دي.