• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بېنېټ: د امید پر مرکز د پاکستان د برید په اړه د بښنې نړیوال سازمان څېړنه باید جدي وګڼل شي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۱۱ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۳۸ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ وايي، په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر یوه مرکز د پاکستان د هوايي برید په اړه د بښنې نړیوال سازمان څېړنه مهمه ده او باید ډېره جدي وګڼل شي.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۳۱مه) د بښنې نړیوال سازمان د تازه راپور په غبرګون کې په یوه لنډ پیغام کې لیکلي، چې د دې څېړنې د موندنو پر بنسټ باید اقدام وشي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، په کابل کې د «امید» په نوم د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د پاکستان هوايي برید باید د احتمالي «جنګي جنایت» په توګه وڅېړل شي.

دغه سازمان د ۱۴۰۴ کال د کب پر ۲۶مه پر دې مرکز تر برید څلور میاشتې وروسته خپله تازه څېړنه خپره کړې ده. په دې برید کې لږ تر لږه ۲۶۹ ملکي وګړي وژل شوي وو.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، داسې هېڅ سند یې نه‌دی موندلی، چې د وسلو او مهماتو د ساتلو یا نورو پوځي موخو لپاره د امید مرکز د کارولو په اړه د پاکستان د پوځ ادعا تایید کړي.

د دغه سازمان په وینا، پر امید مرکز برید د نړیوالو بشردوستانه قوانینو له‌مخې د روغتیايي مرکزونو له ځانګړي خوندیتوب څخه سرغړونه ده او په دې برید کې د پوځي او ملکي هدفونو د تفکیک، احتیاط او تناسب اصول هم نه‌دي مراعت شوي.

د پاکستان حکومت پر امید مرکز برید رد کړی او طالبان یې تورن کړي چې له دې روغتون څخه یې پوځي استفاده کوله.

د بښنې نړیوال سازمان له پاکستان څخه غوښتي، چې د دې برید او د مرکز د هدف ګرځولو د پرېکړې د بهیر په اړه شفافه، بشپړه، خپلواکه او بې‌پرې څېړنه وکړي او پایلې یې خپرې کړي.

دغه سازمان وايي، که کافي شواهد موجود وي، مسوول چارواکي باید د قوماندانۍ د مسوولیت د اصل له مخې، ټول هغه کسان محاکمه کړي، چې د دې برید جزايي مسوولیت ور تر غاړې دی.

پر امید مرکز برید د هغو هوايي بریدونو یوه برخه وه، چې د پاکستان پوځ د ۱۴۰۴ کال له تلې راهیسې له طالبانو سره په ډیورند کرښې د نښتو تر زیاتېدو وروسته د افغانستان دننه کړي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت دفتر وايي، د ۱۴۰۴ کال له مرغومي تر کب میاشتې په دغو نښتو کې ۳۷۲ کسان وژل شوي او ۳۹۲ نور ټپیان شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، د جګړې ټولې خواوې باید نړیوال بشردوستانه قوانین مراعات کړي او د ملکي وګړو، ملکي شتمنیو او روغتیايي مرکزونو د ساتنې لپاره ټول ممکن ګامونه پورته کړي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې پر امید مرکز د برید په اړه د څېړنې نه کول، نړیوالو قوانینو ته د اندېښنې وړ بې‌پامي ښيي او ښايي د مجازاتو د معافیت د دوام، نورو ناقانونه بریدونو او ملکي وګړو ته د تازه مرګ‌ژوبلې لامل شي.

د امید مرکز په ۱۳۹۵ کال کې د ناټو د یوې پخوانۍ اډې په ساحه کې جوړ شو. دغه ځای په پیل کې د روږدو کسانو لپاره د حرفوي زده‌کړو د مرکز په توګه فعالیت کاوه.

په ۱۴۰۰ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، دغه ځای د روږدو کسانو د درملنې په دوه زره بستریز مرکز بدل شو او طالبانو بیا پر یاد مرکز د پاکستان د بریدونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر شاوخوا ۴۰۰ ښودلی وو.

ډېر لیدل شوي

سارا اډمز: ملا هبت‌الله قیوم ذاکر د بدخشان او شمال لپاره عمومي نظامي مسوول ټاکلی دی
۱

سارا اډمز: ملا هبت‌الله قیوم ذاکر د بدخشان او شمال لپاره عمومي نظامي مسوول ټاکلی دی

۲

جمعه خان همدرد: د ګلبدین حکمتیار وروستۍ څرګندونې د ګوند عمومي دریځ نه دی

۳

تمدن ټلویزیون: د طالبانو د عدلیې وزارت د زورواکۍ پر وړاندې د چوپتیا پېر پای ته رسېدلی

۴

ایمل ولي خان مریم نواز ته: ترهګرو لپاره کمپونه چا جوړ کړل او چا افغانستان کې وکارول؟

۵

په کابل کې یوې نجلۍ د ټرانسپورټي ټکټونو د پلورنې انلاین سیستم جوړ کړی

•
•
•

نور خبرونه

پاکستان له امریکا نه د ۱۰ مېلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۱۲ GMT+۱
100%

رویټرز خبري اژانس د یوې باخبره سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې پاکستان د خپلو بهرنیو اسعارو د زېرمو پیاوړتیا او پر خپل اقتصاد د فشار د کمښت لپاره له امریکا نه د ۱۰ مېلیارد ډالرو مالي مرستې غوښتنه کړې ده.

د ایران د جګړې اړوند خبرو اترو کې د اسلام‌اباد منځګړیتوب له واشنګټن نه د اقتصادي ملاتړ ترلاسه کولو په برخه کې د دغه هېواد هیلې زیاتې کړې دي. دغه غوښتنه داسې مهال شوې، چې پاکستان هڅه کوي د څو کلونو اقتصادي کړکېچ، د بهرنیو اسعارو د زېرمو د کمښت او پر بهرنیو مرستو د تکیې له دورې وروسته خپل اقتصاد باثباته کړي.

د اسلام‌اباد په غوښتنه کې د امریکا او پاکستان د حکومتونو ترمنځ «د اسعارو د تبادلې بیې د ثبات ملاتړ لپاره د دوه‌اړخیزو اسانتیاوو» په نوم د ۱۰ مېلیارد ډالرو مالي مېکانیزم جوړول شامل دي، چې د بېرته ورکړې موده یې تر پنځو کلونو پورې غځېدای شي.

دغه غوښتنه وروسته له هغې مطرح شوې، چې پاکستان د ایران د جګړې په تړاو د خبرو اترو په منځګړیتوب کې ونډه واخیسته. د شنونکو په وینا؛ دغه رول د اسلام‌اباد ډیپلوماتیک دریځ پیاوړی کړی او د امریکا او نورو نړۍوالو شریکانو څخه د اقتصادي ملاتړ د ترلاسه کولو هیلې یې زیاتې کړې دي.

که امریکا له دې غوښتنې سره هوکړه وکړي، نو دغه مالي مېکانیزم به د پاکستان د بهرنیو اسعارو د زېرمو په زیاتېدو، پر پاکستاني روپۍ د فشار په کمښت او د څو اړخیزو پورونو پر وړاندې د دغه هېواد د اړتیا په راکمېدو کې مرسته وکړي.

خو له دې سره، سره پاکستان لاهم د نړۍوال وجهي صندوق (IMF) د ۷ مېلیارد ډالرو د مالي پروګرام تر چتر لاندې دی. د دغه پروګرام د پلي کېدو لپاره د مالیاتو لوړول، د دولتي لګښتونو کمښت او سخت اقتصادي اصلاحات شرط ګرځول شوي دي.

د امریکا خزانې وزارت د پاکستان د یادې غوښتنې په اړه څه نه‌دي ویلي او د پاکستان د مالیې وزارت هم تر اوسه د دغه راپور په اړه رسمي غبرګون نه‌دی ښودلی. د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزېب د سې‌شنبې په ورځ په واشنګټن کې د امریکا د خزانې له وزیر سکاټ بېسنټ سره په لیدنه کې وویل، دواړه خواوو د سیمې د جیوپولیټیکي بدلونونو پر وړاندې د پاکستان د اقتصاد زیان‌منېدو، نړۍوالو بازارونو ته د پاکستان د لاسرسي زیاتېدو، د بهرنیو اسعارو د زېرمو پیاوړتیا او د دغه هېواد د اعتبار درجې د ښه کولو په اړه خبرې کړې دي.

پاکستان په وروستیو کلونو کې څو ځلې د بهرنیو اسعارو له ناورین او د خپلو بهرنیو پورونو د بېرته ورکولو له ستونزو سره مخ شوی دی.

دغه هېواد په ۲۰۲۳کال کې د نړۍوال وجهي صندوق له ۳ مېلیارد ډالرو بېړنۍ مالي کڅوړې په ترلاسه کولو سره د پورونو د نه ورکړې له ګواښه وژغورل شو او وروسته یې له همدې صندوق څخه د ۷ مېلیارد ډالرو بل مالي پروګرام هم ترلاسه کړ.

له دې مرستو سره، سره د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمې لاهم پر بهرني ملاتړ، د پورونو پر تمدید او د چین او سعودي عربستان په څېر د متحدو هېوادونو پر زېرمو او مالي مرستو تکیه لري.

دغه تکیه د اپرېل په میاشت کې هغه وخت څرګنده شوه، کله چې پاکستان متحده عربي اماراتو ته شاوخوا ۳.۵ مېلیارد ډالر بېرته ورکړل او په همدې مهال سعودي عربستان د ۳ مېلیارد ډالرو نوې مالي مرسته وړاندې کړه.

پاکستان هیله لري، تر ۲۰۲۶کال پورې به دومره د بهرنیو اسعارو زېرمې ولري چې د ۲۰۲۱کال پرتله باثباته مالي وضعیت ته بېرته ور وګرځي او د اسعارو د ناورین او د بهرنیو پیسو د کمښت په اړه اندېښنې یې کمې شي.

د طالبانو د سختو محدودیتونو له امله حامد کرزی ان خپل ولایت ته د سفر اجازه نه‌لري

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۱۱ GMT+۱
100%

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی چې د ۲۰۲۱کال په اګست میاشت کې د جمهوریت تر پرځېدو وروسته په کابل کې پاتې شوی، د طالبانو له‌خوا تر سختو محدودیتونو لاندې دی او ان خپل ولایت ته د تګ اجازه نه‌لري.

باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، په وروستیو میاشتو کې هغه د طالبانو له لوري له لا سختو محدودیتونو سره مخ شوی او ان د هېواد دننه د نوموړي پر سفر او سیاسي لیدنو فشارونه زیات شوي دي.
سرچینې وایي، کرزي په تېرو کلونو کې څو ځلې هڅه کړې چې خپل ولایت کندهار ته سفر وکړي او له خپلوانو، قومي مشرانو او دوستانو سره وویني؛ خو طالبان کندهار ته د هغه له تګ سره موافق نه‌دي.

د یوې سرچینې په وینا؛ طالبان اندېښنه لري که کرزی کندهار یا نورو ولایتونو ته سفر وکړي، نو د ولس له‌خوا به له پراخ هرکلي سره مخ شي او دا به د هغه سیاسي نفوذ یو ځل بیا راژوندی کړي.

سرچینه زیاتوي، چې د همدې اندېښنې له امله طالبانو د هغه ولایتي سفرونه په بشپړ ډول بند کړي او تراوسه یې اجازه نه‌ده ورکړې چې له کابل نه د هېواد کوم بل ولایت او په ځانګړې توګه کندهار ته ولاړ شي.

یوه بله سرچینه وایي، پر کرزي یوازې د سفرونو بندیز نه‌دی لګېدلی؛ بلکې د هغه پر سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو هم محدودیتونه تر پخوا زیات شوي دي. د سرچینې په خبره؛ نوموړی د طالبانو له اجازې پرته نه‌شي کولای له کورنیو او بهرنیو شخصیتونو، ډیپلوماتانو او یا هم سیاسي مشرانو سره لیدنې وکړي او د هغه ټولې ناستې د طالبانو د امنیتي او استخباراتي ادارو تر څار لاندې ترسره کېږي.

د سرچینو په وینا؛ طالبانو په وروستیو میاشتو کې کرزی له ځینو رسمي او مذهبي مراسمو هم منع کړی و. د بېلګې په توګه د عاشورا د مراسمو په ځینو غونډو کې او دارنګه د ایران د مشر علي خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړل شوې.

د سرچینو د معلوماتو له مخې؛ د طالبانو ځینو لوړپوړو چارواکو په بېلابېلو وختونو کې کرزي ته په ښکاره ویلي، چې باید د هېواد د سیاسي وضعیت، د نجونو د زده‌کړو، ملي ډیالوګ او نورو حساسو موضوعاتو په اړه له عامه څرګندونو ډډه وکړي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د کرزي بهرني سفرونه هم محدود شوي، په یوه پړاو کې ورباندې بشپړ سفري بندیز لګېدلی و او ان جرمني ته د سترګو د جراحۍ لپاره هم د سفر اجازه نه ورکول کېده. وروسته دغه محدودیت تر یوه بریده نرم شو او نوموړی وتوانېده، چې د روغتیایي معایناتو او محدودو لیدنو لپاره جرمني، متحده عربي اماراتو او انګلستان ته سفر وکړي؛ خو دغه سفرونه هم یوازې د طالبانو له اجازې وروسته ترسره شوي.

د سرچینو په خبره؛ د کرزي استوګنځی، لیدنې او ورځني تګ‌راتګونه هم د طالبانو تر څار لاندې دي. د هغه له کورنیو او بهرنیو مېلمنو سره لیدنې د طالبانو له همغږۍ پرته نه ترسره کېږي او د طالبانو استازي یا امنیتي کسان یې څاري.

محمد اشرف غني: خلک حق لري وپوښتي چې د نورستان غمیزې ته ولې چمتووالی نه و

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۳۱ GMT+۱
100%

د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني د نورستان ولایت د وروستیو سېلابونو له امله له زیانمنو شویو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې خلک حق لري له واکمنو وپوښتي چې د دغې غمیزې لپاره ولې چمتووالی نه و.

اشرف غني د سې شنبې په ورځ پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي، خلک حق لري وپوښتي چې د کونړ له پخوانیو طبیعي پېښو څخه څه درسونه اخیستل شوي او د نورستان د غمیزې د مخنیوي او مدیریت لپاره ولې لازم چمتووالی نه و.

نوموړي زیاته کړې: «ملت حق لري له هغوی نه چې واک چلوي وپوښتي چې د کونړ پېښو نه څه درسونه اخیستل شوي او د نورستان غمیزې ته ولې چمتووالی نه و».

اشرف غني ویلي، ښايي هغه کسان چې د ده په وینا «ولس ته د ملت پر ځای د رعیت په سترګه ګوري»، دا ډول پوښتنې د خلکو له واکه پورته وبولي، خو ټینګار یې کړی چې دا پوښتنې شته او باید ځواب ورته وویل شي.

پخواني ولسمشر د خپلو تجربو یادونه هم کړې او ویلي یې دي، د ۱۳۹۵ کال په دلوه میاشت کې چې د پارون او شاوخوا سیمې د سختو واورو له امله ځپل شوې وې، دی د پېښې سیمې ته ورغلی و، خو د هوا د خرابوالي له امله هلیکوپتر د کېناستو خوندي ځای نه شو موندلی. هغه زیاته کړې: «له ملت سره تعهد یوازې د امتیازونو او ښادیو لپاره نه وي، بلکې په درد او غم کې باید تر ټولو روښانه څرګند شي».

غني د نورستان ستراتیژیک اهمیت ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، پارون یوازې ملي پارک نه دی او نورستان یوازې د سېلانیانو سیمه نه ده، بلکې له کونړ او بدخشان سره یو ځای د لیتیمو پر مهمو زیرمو پروت دی. د هغه په وینا، د خپلې واکمنۍ پر مهال یې پلان درلود چې نورستان له کونړ، بدخشان او وروسته د چین له پولې سره ونښلوي، څو دا د سوداګرۍ په یوې مهمې لارې بدل شي او د سیمې اقتصادي ودې سره د طبیعي پېښو پر وړاندې د خلکو د مقاومت وړتیا هم لوړه شي.

پخواني ولسمشر پر شتمنو او وسمنو افغانانو غږ کړی چې له زیانمنو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

همدا راز هغه د اقلیم بدلون او د کونړ او نورستان د ځنګلونو پرې کېدل د طبیعي پېښو د زیاتېدو له مهمو لاملونو بللي ، چې په وینا یې، د ځنګلونو ساتنې او د نویو ونو کرلو ته باید جدي پاملرنه وشي.

د نورستان ولایت د مرکز پارون کې دوه ورځې وړاندې د سختو بارانونو له امله ویجاړوونکي سېلابونه راوتلي وو چې د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې په وینا، په دې پېښه کې د مړو شمېر ۲۳ ته رسېدلی، د ۱۵ کسانو جسدونه موندل شوي او له ۱۰۰ څخه ډېر کسان لا هم ورک دي او د ژغورنې او لټون عملیات لا هم روان دي.

د اروپايي ټولنې د سرحدونو ادارې سږ کال د ۵۰ افغانانو په ستنولو کې مرسته کړې

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۱۱ GMT+۱
100%

د اروپايي ټولنې د سرحدونو ادارې فرونټکس (Frontex) سږ کال له نږدې ۵۰ هغو افغانانو سره د بېرته ستنېدو په پروسه کې مرسته کړې چې پخوا یې د اروپايي ټولنې په اړوندو هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې وه. د راپورونو له مخې، دا کسان ټول د «رضاکارانه بېرته ستنېدو» په نوم افغانستان ته تللي دي.

په افغانستان کې د دوی د بیا ادغام او ملاتړ چارې د بلجیم یوې غیر دولتي ادارې «ایرارا» پر غاړه اخیستې دي، چې د فرونټکس د «اروپايي بېرته ستنولو او بیا ادغام پروګرام»له مهمو شریکانو بلل کېږي.

د نوي ډویچلنډ رسنۍ د رپوټ له مخې، تر اوسه روښانه نه ده چې دغه کسان له کومو اروپايي هېوادونو افغانستان ته ستانه شوي دي، خو راپورونه وایي چې ښايي له جرمني نه هم کسان پکې شامل وي.

د ایرارا په یوه تبلیغاتي ویډیو کې په جرمني کې یو افغان ځوان خپل شپږ کلن ژوند یادوي او وایي چې د فرونټکس په مرسته بېرته افغانستان ته ستون شوی دی. نوموړي ویلي چې د ۲۲۰۰ یورو مرستې په وسیله غواړي په افغانستان کې د خوراکي توکو یو دوکان جوړ کړي.

جرمني له ۲۰۲۴ کال راهیسې د هغو افغان وګړو جبري ستنول هم بېرته پیل کړي چې په جرمونو محکوم شوي وي، خو د فرونټکس له لارې ستنېدل تر اوسه د رضاکارانه بېرته تګ په نوم دي.

د فرونټکس مشر هانس لایتینس ویلي چې اوس مهال افغانستان ته جبري اخراج د دې ادارې د رسمي صلاحیت برخه نه ده، خو دا امکان یې رد نه کړ چې د اروپايي ټولنې د راتلونکو پرېکړو او د امنیتي وضعیت له بدلون سره به په راتلونکي کې تغییر راشي.

تمه ده چې د اروپايي کمیسیون له خوا د فرونټکس د نويو صلاحیتونو په اړه یو نوی قانون وړاندې شي. په دغه قانون کې ښايي د جبري ستنولو موضوع هم شامله شي. د فرونټکس د بشري حقونو مسوول یوناس ګریمهاډن له دې سره مخالفت کړی او ویلي یې دي چې افغانستان ته د جبري ستنولو پروګرام باید د فرونټکس برخه نه شي، ځکه د خلکو د خوندیتوب لپاره یوازې د طالبانو ژمنې کافي نه دي او قانوني ضمانتونو ته اړتیا ده.

د راپور له مخې، د فرونټکس یوه داخلي ارزونه هم په دې متمرکزه ده، چې افغانستان ته د تاوتریخوالي له لارې ستنول باید د اوسني پروګرام برخه نه وي، خو د نورو هېوادونو لپاره یې عمومي مخنیوی نه دی شوی.

افغانستان ته د ستنولو لپاره د طالبانو له ادارو سره عملي اړیکې هم اړینې دي.

جرمني او ناروې طالبان د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت نه پېژني، خو د کونسلي چارو لپاره یې د طالبانو له خوا ټاکل شوي ځینې استازي منلي دي. اروپايي ټولنه هم په کابل کې خپله استازولي لري.

د فرونټکس د بېرته ستنېدنې په بهیر کې د ستنېدونکو شمېر په وروستیو کلونو کې زیات شوی دی. په ۲۰۲۵ کال کې دې ادارې له اروپايي هېوادونو څخه له۶۳ زرو د زیاتو کسانو د ستنولو ملاتړ کړی و، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۳ کال کې دا شمېر شاوخوا ۳۹ زره تنه و. د ۲۰۲۵ کال نږدې یو پر درېیمه برخه ستنول په جبري ډول ترسره شوي وو.

فرونټکس اروپايي هېوادونو ته د سفري اسنادو په برابرولو، د ستنولو د پروسې په تنظیم او د کسانو په بدرګه کولو کې مرسته کوي. دې ادارې په وارسا کې د «بېرته ستنولو اروپايي مرکز» جوړ کړی دی.

سرچینې: طالبانو په جنوبي ولایتونو کې د پخوانیو سرتېرو د څار او ټیلیفوني تعقیب بهیر پیل کړی

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۴۴ GMT+۱
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو په کندهار، هلمند او ارزګان ولایتونو کې د تېر جمهوري نظام د پخوانیو نظامیانو نوملړونه چمتو کړي او له تېرو څو ورځو راهیسې د یادو فهرستونو له‌مخې ټول پخواني نظامیان څاري او د ټیلیفون له لارې یې د استوګنې ځایونه تثبیتوي.

سرچینو ویلي چې په کندهار، هلمند او ارزګان ولایتونو کې د طالبانو استخباراتو، امنیه قوماندانۍ، ولایت مقام، د احصايي ادارې، امربالمعروف او نورو ادارو لس کسیز ګډ پلاوي د چمتو شویو نوملړونو له‌مخې، د تېر جمهوري نظام د پخوانیو نظامیانو تعقیب او څار پیل کړی دی.

سرچینې وايي، طالبان د تېر جمهوري نظام د پخوانیو نظامیانو د شهرت په اړه له وړاندې جوړو شویو نوملړونو له‌مخې، له هغوی سره تلیفوني اړیکې نیسي او د اوسېدو د ځای او فعالیت په اړه ترې ډاډ ترلاسه کوي.

سرچینې زیاتوي، چې په یادو نوملړونو کې د پخوانیو نظامیانو نوم، د پلار نوم، اصلي استوګنځای، فعلي سکونت، د اړیکې شمېره او پخوانۍ دندې په اړه معلومات لیکل شوي دي.

په کندهار کې د پخوانیو نظامیانو له منځه یو تن افغانستان انټرنشنل ته وویل:«له دې کار څخه هدف دادی چې د پخوانیو نظامیانو په اړه ډاډ ترلاسه شي، چې هغوی په څه بوخت دي او چېرې دي؟»

یو بل تن پخواني سرتېري، چې په ورته یوه نوملړ کې یې نوم دی او اړیکه ورسره نیول شوې، وویل، چې « په دغو فهرستونو کې اکثره د تېر نظام د ملي پولیسو، محلي پولیسو او د پخواني حکومت د ملي امنیت د پارټیزاني[چریکي] ګروپونو د غړو په اړه معلومات دي».

نوموړي زیاته کړه:« دا کسان د خپله همدې ولایتونو دي، په ښار او ولسوالیو کې یې دندې لرلې او خلکو پیژندل، ځینې یې په اولو وختونو کې ایران او پاکستان ته تللي دي او ډیر اوس هم په خپلو ولایتونو کې اوسېږي».

په کندهار کې یوې طالب سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په یادو نوملړونو کې د کندهار په ژیړۍ ولسوالۍ کې د ۹۰۰، په شاولیکوت کې ۷۰۰، په پنجوايي کې ۷۰۰، په میوند کې ۳۰۰ او په ډنډ کې د ۸۰۰ پخوانیو نظامیانو په اړه معلومات خوندي دي.

د سرچینې د معلوماتو له‌مخې، د نورو ولسوالیو د پخوانیو نظامیانو په اړه هم معلومات راټول شوي، خو د نورو ولسوالیو په اړه یې جزشیات شریک نه کړل.

یادې سرچینې، چې د پخوانیو نظامیانو د څار مسوولیت کې ښکیله ده، وویل، چې د پخوانیو نظامیانو له څار او تعقیب څخه د طالبانو هدف دادی، چې د پخوانیو نظامیانو په اړه دوامدار معلومات ولري او دا معلومه کړي چې د یادو نظامیانو له لوري خو به طالبانو ته کوم ګواښ متوجې نه وي.

وړاندې هم دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د شنبې په ورځ په کندهار کې د طالبانو استخباراتو ریاست د دغه ولایت له پخوانیو نظامیانو سره ناسته کړې ده.

یوې سرچینې وویل، چې په یاده ناسته کې پخوانیو نظامیانو ته خبرداری ورکړل شوی چې له کندهار ښار نه بل لوري ته سفر کول باید محدود کړي او یا دې هم له سفر کولو څخه وړاندې د طالبانو استخباراتو ته خبر ورکړي.

سرچینو ویلي، چې طالبانو په یاده ناسته کې پخوانیو نظامیانو ته خبرداری ورکړی چې که په پاکستان کې میشت ددوی خپلوان د طالبانو پر ضد فعالیت وکړي او یا پرې نورې مخالفې کړنې ثابتې شي، سزا به یې دوی ته ورکړل شي.

دې سرچینې زیاته کړه، «پخوانیو نظامیانو ته وویل شول، چې که ستاسو وروڼه او یا نور خپلوان چې په پاکستان کې اوسیږي، د طالبانو‌ پر ضد کوم فعالیت وکړي، نو دلته به ستاسو جایدادونه ضبط شي او د هغوی د کړنو جزا به تاسې ته درکړل شي».

د سرچینو د معلوماتو له‌مخې، له طالبانو سره په ناسته کې تر ډېره د تېر نظام د پولیسو سرتیرو، د حوزو امرینو، د ولسوالیو د پولیسو مرستیالانو په کچه کسانو ګډون کړی و.

طالبانو په جنوبي ولایتونو کې د پخوانیو افغان سرتېرو د نوملړونو تازه کولو او فعالیتونو څار داسې مهال پیل کړی، چې په دې وروستیو کې ددې ډلې اړوندو سرچینو د پاکستان د بلوچستان ایالت اړوند د سرانانو په سیمه کې د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې د خپلو مخالفانو د هدف ګرځولو خبر ور کړی و.