طالبان: سیمهییز عوامل د سونتوکو د بیو لوړېدو لامل شوي دي

د طالبانو تر ادارې لاندې چارواکي وايي، په افغانستان کې د اوبلن ګاز او نفتي توکو د بیو لوړېدل تر ډېره د سیمهییزو او نړیوالو عواملو، په ځانګړي ډول د ایران د جګړې، اغېز دی.

د طالبانو تر ادارې لاندې چارواکي وايي، په افغانستان کې د اوبلن ګاز او نفتي توکو د بیو لوړېدل تر ډېره د سیمهییزو او نړیوالو عواملو، په ځانګړي ډول د ایران د جګړې، اغېز دی.
د پخوانیو دولتي او اوسنیو «امارتي شرکتونو» ویاند محمد نبي بهار وايي چې په نړیوالو بازارونو کې د عرضې کمښت، سیمهییز کړکېچونه او شخړې، د لېږد رالېږد د لګښتونو زیاتوالی او د تقاضا ډېرېدل د مایع ګاز او نفتي توکو د نړیوالو بیو د لوړېدو مهم لاملونه دي.
د هغه په وینا، په نړیوالو بازارونو کې د نرخونو زیاتوالي له امله په افغانستان کې هم د اوبلن ګاز او نفتي توکو بیې لوړې شوې دي.
دغه طالب چارواکي زیاته کړه چې د نفت او ګاز شرکت د بیو د کنټرول او په بازار کې د ثبات د رامنځته کولو لپاره دغه توکي د خپلو استازولیو له لارې خلکو ته په مناسبه بیه وړاندې کوي.
د افغانستان انټرنشنل موندنې ښيي چې په تېره شاوخوا یوه میاشت کې د کابل په بازارونو کې د خوراکي توکو او سونتوکو بیې لوړې شوې دي. د ځینو توکو، په ځانګړي ډول د اوبلن ګاز بیه تر ۶۰ سلنې ډېره لوړه شوې ده.
د دغو موندنو له مخې، په کابل کې د هر کیلوګرام اوبلن ګاز بیه له ۵۵ افغانیو څخه ۹۰ افغانیو ته رسېدلې ده. همدارنګه د یوه لیټر پټرولو بیه له ۶۵ افغانیو څخه ۸۲ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د سونتوکو د بیو لوړېدو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ژوند ټولیز لګښت هم زیات کړی دی.
په همدې موده کې د ۱۶ لېټره غوړیو د یوه بوشکې بیه له ۱۸۰۰ افغانیو څخه ۲۱۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
همدارنګه د ۲۵ کیلوګرامه وریجو د یوې بورۍ بیه له ۲۵۰۰ افغانیو څخه ۲۹۰۰ افغانیو ته، او د اوړو د یوې بورۍ بیه له ۱۵۰۰ افغانیو څخه ۱۶۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د یوه سیر بورې بیه هم له ۳۳۰ افغانیو څخه ۴۰۰ افغانیو ته رسېدلې ده.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د نفت او ګاز شرکت وايي، د بازار د څارنې لپاره اوبلن ګاز د خپلو پلورنځیو له لارې خلکو ته وړاندې کوي.
دغه شرکت په کابل او پروان کې د هر کیلوګرام مایع ګاز بیه ۶۶ افغانۍ، په بدخشان کې ۶۷ افغانۍ، په بلخ کې ۶۴ افغانۍ او په هرات کې ۶۰ افغانۍ ټاکلې ده.
خو ښاریان وايي، په ازاد بازار کې لا هم د هر کیلوګرام مایع ګاز بیه د ۸۵ او ۹۰ افغانیو ترمنځ ده.
د هغوی په وینا، د طالبانو له لوري د ټاکل شوې بیې او د ازاد بازار د نرخ ترمنځ توپیر د ژوند لګښتونه نور هم لوړ کړي او پېرودونکي یې له ستونزو او ګډوډۍ سره مخ کړي دي.

د خوست یو شمېر اوسېدونکي او ځايي طالب مسوولین وايي، د غلامخان بندر او خوست ښار تر منځ د ستر ترانزیټي «شمل» پله د تېرې شپې بارانونو او سېلابونو له امله یوه برخه نړېدلې ده. ځايي اوسېدونکي خبرداری ورکوي، که ژر ونهرغول شي، نو په راتلونکو سېلابونو کې به په بشپړ ډول لهمنځه لاړ شي.
د خوست ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۳۱مه) په خپله اېکسپاڼه ویلي، په خوست کې د وروستیو سختو اورښتونو او سېلابونو له امله په مرکز او يو شمېر ولسوالیو کې یې د خلکو کورونو او کرنیزو ځمکو ته د پام وړ زیانونه اوښتي دي.
مستغفر ګربز وايي: «تېره شپه د ګربزو ولسوالۍ پر مسیر د شمل مهم او ستر پل هم د سختو سیلابونو له امله نړېدلی دی» او همداراز اړوندو ادارو ته د بیارغونې لپاره یې لازمې سپارښتنې شوې دي.
له دې سره سم، د خوست اوسېدونکي وايي، دغه ستر پل غلامخان بندر او همداراز د ټڼیو او ګربز ولسوالۍ له مرکز خوست ښار سره نښلوي، خو د تېرې شپې د سېلابونو له امله یوه برخه یې نړېدلې ده.
د دوی په وینا، د دغه پل تر څنګ یو بل کم سوره پل هم شته، خو هغه د دغې ترانزیتي لارې لپاره بسیا نهدی او باید یاد نړېدلی پل ژر تر ژره ورغول شي.
یو ځايي اوسېدونکی وایي: «دشپې ۲، ۲نیمې بجې دا پل لهمنځه لاړ. مخکې هم داسې لږ سره ورغلی وو، خو دومره د تشویش وړ نهوو. بس اوبه یو ناڅاپي راډېرې شوې او مشکلات یې خلکو ته جوړ کړل».
یو بل اوسېدونکی بیا خبرداری ورکوي، که دغه پل ژر تر ژره بیا ونهرغول شي، نو ښايي په راتلونکو سېلابونو کې بیخي لهمنځه لاړ شي او زیاتوي: «دغه ترانزیتي لاره ده. پر دې باندې زرګونه موټر او سیلانیان تېرېږي. اوس هم دا پل دومره لهمنځه نهدی تللی، نو دا اوس چې ۴۰ سلنه لهمنځه تللی، که اوس یې د بیارغونې کارونه وشي، پل به بېرته جوړ شي که دغسې پاتې شي دا پل به په مکمل ډول لهمنځه لاړ شي. که داسې وشي نو دویم پل د دویم لین موټرو لپاره نهدی، ځکه ډېر وړوکی دی».
له دې سره سم، د خوست ولایت لپاره د طالبانو د ټولګټو رييس امیر حمزه محمدي د دغه پل د ارزونې پر مهال وویل، دغه ستونزه یې د ټولګټو له وزارت سره شریکه کړې او د ستونزې د حل لپاره د یوه تخنیکي ټيم د استولو ډاډ ورکړل شوی دی.
امیر حمزه محمدي وویل: «دا سړک [پل] د دویم کټګورۍ سړک [پل] دی. تقریبا له ۱۳ زرو تر ۲۱ زرو پورې موټرو چې دغه سرحدي [د ډیورند] مشکلات نهوو، پر دغې لارې تګ راتګ کاوه. موږ هم متوجه یو چې تحکیم کاري وشي او ډیزاین او سروې وشي او پر وخت له وزارت سره شریک شي. موږ ته نن ډاډ راکړل شوی، چې تخنیکي ټيم به راشي. د اوبو په کمېدو سره به موږ تیار یو».
دغه پل د خوست د ګربز ولسوالۍ پر مسیر پر «شمل» خوړ جوړ شوی او د دې تر څنګ یو بل کوچنی پل هم شته، خو د هغه پل سور کم دی او د ډېرو موټرو د تګ راتګ ظرفیت نهلري.
د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي اداره وايي، د نورستان د ویجاړونکو سېلابونو له امله د ۲۳ کسانو له مړه کېدو سربېره ۸۵ کسان لا تر اوسه لادرکه دي. دغه اداره وايي، د لادرکه کسانو د موندنې په موخه د پلټنې عملیات دوام لري او په میدان وردګ او غزني کې هم یو تن مړ او یو بل ټپي شوی.
د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د ویاند مرستیال تاج محمد همت د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۳۱مه) وویل، په نورستان کې د ویجاړونکو سېلابونو له امله تر اوسه ۲۳ کسان مړه او ۸۰ کسان ټپيان شوي دي. د نوموړي په وینا، په ټپيانو کې د ۲۳ کسانو روغتیايي حالت ډېر نازک دی.
تاج محمد همت زیاتوي، په نورستان کې د دغو سېلابونو له امله لا تر اوسه هم ۸۵ کسان لادرکه دي او د موندنې لپاره یې د پلټنې عملیات دوام لري.
د نوموړي په وینا، په نورستان کې د همدې سېلابونو له امله ۱۶۳ کورونه په بشپړ ډول او ۱۱۵ نور یې په نسبي ډول، ۳ جوماتونه، یو کلینیک، د برېښنا یوه شبکه، ۵ پلونه او پلچکونه، د ۱۰۴۷ جریبه کرنیزو ځمکو او ۲۳ جریبه باغونو حاصلات او همداراز ۱۵ څاروي لهمنځه تللي او ۳۰ کورنۍ بېځایه شوي، ۲۹ موټر زیانمن شوي او په ټوله کې ۷۴۶ کورنۍ زیانمنې شوې دي.
د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د معلوماتو لهمخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سېلابونو له امله:
په میدان وردګ کې یو کس مړ، ۲ کورونه ویجاړ، د ۱۰۲ جریبه کرنیزو ځمکو حاصلات له منځه تللي او په ټوله کې ۴۰ کورنۍ زیانمنې شوې دي.
په غزني کې یو کس ټپي، ۹ کورونه په بشپړ ډول او ۳۰ کورونه په نسبي ډول، ۳ څاګانې او د ۱۲۰ جریبه کرنیزو ځمکو حاصلات له منځه تللي او په ټوله کې ۲۵۸ کورنۍ زیانمنې شوې دي.
په کاپیسا کې ۹ کورونه په نسبي ډول، یو جومات، ۳ څاګانې، ۱ کیلومتر سړک او د ۹۳ جریبه کرنیزو ځمکو حاصلات لهمنځه تللي او په ټوله کې ۹ کورنۍ زیانمې شوې دي.
په پکتیا کې ۴۶ کورونه په نسبي ډول او د ۵۸۵ جریبه کرنیزو ځمکو حاصلات لهمنځه تللي او په ټوله کې ۲۲۶ کورنۍ زیانمنې شوې دي.
په پکتیکا کې ۱۶ کورونه په بشپړ ډول او ۲۵ په نسبي ډول، یو جومات، ۱۰ څاروي او د ۵۰ جریبه کرنیزو ځمکو او ۲۵ جریبه باغونو حاصلات لهمنځه تللي او په ټوله کې ۶۰ کورنۍ زیانمنې شوې دي.
په خوست کې ۵ کورونه په نسبي ډول، ۲۰ هټۍ او د ۸۰ جریبه کرنیزو ځمکو حاصلات لهمنځه تللي او په ټوله کې ۴۲ کورنۍ زیانمنې شوې دي.
په لغمان کې ۷ کورونه په نسبي ډول او همداراز په زابل کې هم یو کور په نسبي ډول ویجاړ شوی دی.
د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د ویاند مرستیال تاج محمد همت زیاتوي، د دغې ادارې مرستندویه ټيمونه نورستان ته رسېدلي او په وینا یې له مرستندویه همکاریو موسسو سره هم همغږي شوې ده.
د طالبانو یادې ادارې له ټولو هېوادوالو غوښتي، چې د بارانونو او سېلابونو پر مهال د سیند لارو او خطرناکو سیمو ته له نږدې کېډو ډډه وکړي.
یو شمېر ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي چې د ننګرهار کانال اړوند هډې زیتونو فارم ونې د وچېدو له ګواښ سره مخ دي. سرچینې وایي، د طالبانو تر ادارې لاندې د ننګرهار کانال ریاست د زیتونو فارمونو ته اوبه نه ورکوي او بوټې مخ په وچېدو روان دي.
افغانستان انټرنشنل – پښتو سره د هډې فار م د زیتونو د ونو انځورونه شریک شوي چې په کې ښکاري د زیتونو دانې او ونې مخ په وچېدو دي. یو کس چې دغه فارم سره نږدې اوسېږي وویل: «سږ کال ونې بېخي وچې دي، څوک اوبه نه ورکوي او د داود خان وخت کې چې کومه ویاله جوړه شوې، د هغې اوبه یې بندې کړې دي».
د مالوماتو پر بنسټ هډې فارم ته څېرمه یو شمېر دولتي ځمکې طالبانو او له خلکو سره په شریکه په قراردادونو نیولي او د فصلونو تر څنګ یې پکې شخصي باغونه جوړ کړې دي. سرچینې زیاته کړه: «قراردادیانو د واسطو او اړیکو په زور باندې د ویالې اوبه خپلو اجاره شویو ځمکو او باغونو ته اړوي او د زیتونو دولتي باغونه یې له اوبو بې برخې کړې دي».
د جلال اباد ښار د لسمې ویالې یو بل اوسېدونکی وايي چې په نورو کلونو کې د زیاتونو تولید خورا زیات و، خو سږ کال ونو کې هېڅ بار نشته. د دغه کس په خبره: «دا بوټي داسې وچ شوي چې له نږدې یې وګورې زړه به دې پرې درد وکړي».
د انځورونو رالېږونکي افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د موبایل کېفیت یې کمزوری دی او ښايي د ونو انځورونه او وچوالی په ډېر دقیق ډول ښکاره نه کړي. د هډې فارم یوازې د زیتونو باغونه په ۸۰۰ جریبه ځمکه باندې جوړ شوي دي او له دې ور اخوا دغه دولتي شرکت د ننګرهار په بټي کوټ کې هم د زیتونو زرګونه جریبه باغونه لري. د یاد کانال څلور فارم او دویم فارم هغه ځایونه دي چې په پراخه کچه د زیتونو باغونه لري، خو د دغو سیمو اوسېدونکو تر اوسه دا شکایت نه دی کړی چې ګني هلته باغونو ته اوبه نه رسېږي.
د ننګرهار د زیتونو فابریکه
د ننګرهار کانال اړوند په بېلابېلو فارمونو کې د زیتونو تر حاصل وروسته د تولید او پروسیس لپاره دانې د زیتونو فابریکې ته وړل کېږي. دغه فابریکه شپږ لسیزې وړاندې جوړه شوې او هر کال د ۸۰۰۰ ټنه زیتونو پروسیس ظرفیت لري چې دې جملې یوازې ۴۰۰۰ ټنه د زیتونو اچار تولیديږي.
په ۱۳۴۴ کال کې یعنې نږدې ۷ لسیزې وړاندې د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه په حکومت کې د ننګرهار کانال جوړ شوي او د همدې بهیر له لارې د دغه ولایت بېلابېلو سیمو کې پر ۳۱۰۰ هکټاره ځمکې باندې یوازې زیتونو باغونه جوړ شو. خو د پنځو لسیزو جګړو له امله د دغو باغونو نږدې نیمایي برخه ۱۳۸۰ هکټاره باغونه ویجاړ شو او اوس مهال یوازې ۱۷۲۰ هکټاره پاتې دي.
د دغو باغونو حاصلات له لسیزو راهیسې د ننګرهار زیتونو فابریکه کې پر تېلو او اچارو بدلېږي. نږدې پنځه لسیزې وړاندې د دغه فابریکې تولیدات د روسیې تر څنګ د نړۍ یو شمېر هېوادونو ته لېږدول کېدل، خو اوس مهال یوازې داخلي اړتیاوې هم نشي پوره کولی.
د ننګرها د زیتونو تېل او اچار د خپل ښه کېفیت له مخې په سیمه کې ځانګړی شهرت لري.
د ننګرهار اوسېدونکي اندېښنه لري چې د طالبانو تر ادارې لاندې د کانال ریاست د بې غورۍ او نه پاملرنۍ له کبله دغه پاتې باغونه هم له ګواښ سره مخ کېدلای شي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ وايي، په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر یوه مرکز د پاکستان د هوايي برید په اړه د بښنې نړیوال سازمان څېړنه مهمه ده او باید ډېره جدي وګڼل شي.
نوموړي د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۳۱مه) د بښنې نړیوال سازمان د تازه راپور په غبرګون کې په یوه لنډ پیغام کې لیکلي، چې د دې څېړنې د موندنو پر بنسټ باید اقدام وشي.
د بښنې نړیوال سازمان وايي، په کابل کې د «امید» په نوم د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د پاکستان هوايي برید باید د احتمالي «جنګي جنایت» په توګه وڅېړل شي.
دغه سازمان د ۱۴۰۴ کال د کب پر ۲۶مه پر دې مرکز تر برید څلور میاشتې وروسته خپله تازه څېړنه خپره کړې ده. په دې برید کې لږ تر لږه ۲۶۹ ملکي وګړي وژل شوي وو.
د بښنې نړیوال سازمان وايي، داسې هېڅ سند یې نهدی موندلی، چې د وسلو او مهماتو د ساتلو یا نورو پوځي موخو لپاره د امید مرکز د کارولو په اړه د پاکستان د پوځ ادعا تایید کړي.
د دغه سازمان په وینا، پر امید مرکز برید د نړیوالو بشردوستانه قوانینو لهمخې د روغتیايي مرکزونو له ځانګړي خوندیتوب څخه سرغړونه ده او په دې برید کې د پوځي او ملکي هدفونو د تفکیک، احتیاط او تناسب اصول هم نهدي مراعت شوي.
د پاکستان حکومت پر امید مرکز برید رد کړی او طالبان یې تورن کړي چې له دې روغتون څخه یې پوځي استفاده کوله.
د بښنې نړیوال سازمان له پاکستان څخه غوښتي، چې د دې برید او د مرکز د هدف ګرځولو د پرېکړې د بهیر په اړه شفافه، بشپړه، خپلواکه او بېپرې څېړنه وکړي او پایلې یې خپرې کړي.
دغه سازمان وايي، که کافي شواهد موجود وي، مسوول چارواکي باید د قوماندانۍ د مسوولیت د اصل له مخې، ټول هغه کسان محاکمه کړي، چې د دې برید جزايي مسوولیت ور تر غاړې دی.
پر امید مرکز برید د هغو هوايي بریدونو یوه برخه وه، چې د پاکستان پوځ د ۱۴۰۴ کال له تلې راهیسې له طالبانو سره په ډیورند کرښې د نښتو تر زیاتېدو وروسته د افغانستان دننه کړي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت دفتر وايي، د ۱۴۰۴ کال له مرغومي تر کب میاشتې په دغو نښتو کې ۳۷۲ کسان وژل شوي او ۳۹۲ نور ټپیان شوي دي.
د بښنې نړیوال سازمان وايي، د جګړې ټولې خواوې باید نړیوال بشردوستانه قوانین مراعات کړي او د ملکي وګړو، ملکي شتمنیو او روغتیايي مرکزونو د ساتنې لپاره ټول ممکن ګامونه پورته کړي.
دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې پر امید مرکز د برید په اړه د څېړنې نه کول، نړیوالو قوانینو ته د اندېښنې وړ بېپامي ښيي او ښايي د مجازاتو د معافیت د دوام، نورو ناقانونه بریدونو او ملکي وګړو ته د تازه مرګژوبلې لامل شي.
د امید مرکز په ۱۳۹۵ کال کې د ناټو د یوې پخوانۍ اډې په ساحه کې جوړ شو. دغه ځای په پیل کې د روږدو کسانو لپاره د حرفوي زدهکړو د مرکز په توګه فعالیت کاوه.
په ۱۴۰۰ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، دغه ځای د روږدو کسانو د درملنې په دوه زره بستریز مرکز بدل شو او طالبانو بیا پر یاد مرکز د پاکستان د بریدونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر شاوخوا ۴۰۰ ښودلی وو.
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی چې د ۲۰۲۱کال په اګست میاشت کې د جمهوریت تر پرځېدو وروسته په کابل کې پاتې شوی، د طالبانو لهخوا تر سختو محدودیتونو لاندې دی او ان خپل ولایت ته د تګ اجازه نهلري.
باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، په وروستیو میاشتو کې هغه د طالبانو له لوري له لا سختو محدودیتونو سره مخ شوی او ان د هېواد دننه د نوموړي پر سفر او سیاسي لیدنو فشارونه زیات شوي دي.
سرچینې وایي، کرزي په تېرو کلونو کې څو ځلې هڅه کړې چې خپل ولایت کندهار ته سفر وکړي او له خپلوانو، قومي مشرانو او دوستانو سره وویني؛ خو طالبان کندهار ته د هغه له تګ سره موافق نهدي.
د یوې سرچینې په وینا؛ طالبان اندېښنه لري که کرزی کندهار یا نورو ولایتونو ته سفر وکړي، نو د ولس لهخوا به له پراخ هرکلي سره مخ شي او دا به د هغه سیاسي نفوذ یو ځل بیا راژوندی کړي.
سرچینه زیاتوي، چې د همدې اندېښنې له امله طالبانو د هغه ولایتي سفرونه په بشپړ ډول بند کړي او تراوسه یې اجازه نهده ورکړې چې له کابل نه د هېواد کوم بل ولایت او په ځانګړې توګه کندهار ته ولاړ شي.
یوه بله سرچینه وایي، پر کرزي یوازې د سفرونو بندیز نهدی لګېدلی؛ بلکې د هغه پر سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو هم محدودیتونه تر پخوا زیات شوي دي. د سرچینې په خبره؛ نوموړی د طالبانو له اجازې پرته نهشي کولای له کورنیو او بهرنیو شخصیتونو، ډیپلوماتانو او یا هم سیاسي مشرانو سره لیدنې وکړي او د هغه ټولې ناستې د طالبانو د امنیتي او استخباراتي ادارو تر څار لاندې ترسره کېږي.
د سرچینو په وینا؛ طالبانو په وروستیو میاشتو کې کرزی له ځینو رسمي او مذهبي مراسمو هم منع کړی و. د بېلګې په توګه د عاشورا د مراسمو په ځینو غونډو کې او دارنګه د ایران د مشر علي خامنهيي د جنازې په مراسمو کې د ګډون اجازه نهده ورکړل شوې.
د سرچینو د معلوماتو له مخې؛ د طالبانو ځینو لوړپوړو چارواکو په بېلابېلو وختونو کې کرزي ته په ښکاره ویلي، چې باید د هېواد د سیاسي وضعیت، د نجونو د زدهکړو، ملي ډیالوګ او نورو حساسو موضوعاتو په اړه له عامه څرګندونو ډډه وکړي.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د کرزي بهرني سفرونه هم محدود شوي، په یوه پړاو کې ورباندې بشپړ سفري بندیز لګېدلی و او ان جرمني ته د سترګو د جراحۍ لپاره هم د سفر اجازه نه ورکول کېده. وروسته دغه محدودیت تر یوه بریده نرم شو او نوموړی وتوانېده، چې د روغتیایي معایناتو او محدودو لیدنو لپاره جرمني، متحده عربي اماراتو او انګلستان ته سفر وکړي؛ خو دغه سفرونه هم یوازې د طالبانو له اجازې وروسته ترسره شوي.
د سرچینو په خبره؛ د کرزي استوګنځی، لیدنې او ورځني تګراتګونه هم د طالبانو تر څار لاندې دي. د هغه له کورنیو او بهرنیو مېلمنو سره لیدنې د طالبانو له همغږۍ پرته نه ترسره کېږي او د طالبانو استازي یا امنیتي کسان یې څاري.