د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د ویاند مرستیال تاج محمد همت د پنجشنبې په ورځ (د زمري لومړۍ) وویل، په نورستان کې د ویجاړوونکو سېلابونو له امله د مړه شویو کسانو شمېر ۲۴ ته ورسېد او لا هم ۱۵ کسان لادرکه دي.
له دې سره سم، د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ د پېښې په څلورمه ورځ په خپله غمرازۍ پیغام کې ویلي، په مړه شویو کسانو کې د نورستان ښاروال او د یوه کنډک قومندان هم شامل دي او ۸۵ نور ټپيان شوي دي.
د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د ویاند مرستیال تاج محمد همت پرون (چهارشنبه د چنګاښ ۳۱مه) په نورستان کې د سېلابونو له امله د لادرکه کسانو شمېر ۸۵ ښودلی وو، خو په وینا یې، د سېلابونو له امله یو شمېر کسان غرونو ته ختلي وو او له هغو سره د اړیکو امکان نهوو، خو اوس چې ډېری یې بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي، نو لا هم یوازې ۱۵ کسان لادرکه دي.
تاج محمد همت زیاتوي: «د سېلابونو پر مهال زیات شمېر کسان غرونو ته ختلي او لرو سیمو ته تللي وو او هلته د ټېلیفوني شبکو د نشتوالي له امله له هغو سره اړیکه نهوه، نو اوس مهال هغوی بېرته خپلو کورونو ته راګرځېدلې دي. چې له همدې امله د نادرکه کسانو په شمېر کې کمښت راغلی دی».
د نوموړي په وینا، په نورستان کې له سېلابځپلو سره د مرستو بهیر پیل شوی او د اوس لپاره له هرې قرباني کورنۍ سره ۲۰ زره افغانۍ مرستې شوي او همداراز د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې دوام لري.
له دې سره سم، د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ د نورستان له سېلابونو ۴ ورځې وروسته په خپل غمرازۍ پیغام کې له سوداګرو، شتمنو او نورو افغانانو څخه غوښتي، چې له سیلاب ځپلو سره لا ډیرې مرستې وکړي او په دې سخت حالت کې له خپلو خلکو سره ودریږي.
ارګ همداراز له هېوادوالو غوښتي: «په هغو ځایونو کې له هستوګنې او کاروبار څخه ډډه وکړئ، چې د سیلابونو د راوتلو خطر لري او یا د هوا پوهنې اداره یې په اړه مخکې له وخته خلکو ته خبرداری ورکوي، نو خلک دې متوجه اوسي چې بیا د داسې زیانونو او تلفاتو شاهدان ونه اوسو».