• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د ۱،۳ میلیارده افغانیو په ارزښت د ۱۳ پروژو د منظورۍ خبر ور کړی

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۵۰ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه کې پر ۳۴ پروژو بحث شوی او له دې ډلې د ۱،۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۳ پروژې منظورې شوې دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه کې ۳۴ پرژوې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، خو له بحث وروسته په ۱۶ پروژو کې یو لړ تعدیلونه منظور شول.

د یاد معاونیت په وینا، د یوې پروژې قرارداد لغوه شو او همدارنګه ټاکل شویو کمېتو ته دنده وسپارل شوه چې د څلورو پروژو د تدارکاتي پروسو او بیو په اړه څېړنه وکړي.

طالبانو ویلي، چې په منظورو شویو او تعدیل شویو پروژو کې د پکتیا ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د روغتون جوړول، په ځینو ولایتونو کې د مخابراتي خدمتونو وړاندې کول او د برېښنا د توزیع او انتقال او همدارنګه د کابل ښار د یو شمېر داخلي سړکونو جوړول او د پاتې چارو بشپړول شامل دي.

یاد معاونیت ویلي، ټولي منظورې شوې پروژې د دې ډلې له لوري تمویلیږي.

ترویج لرونکی

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په ۱۰ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو خبرداری ورکړی
۱

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په ۱۰ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو خبرداری ورکړی

۲
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

ډونالډ ټرمپ: ایران دې یا خبرو ته کښېني او یا به د جګړې له وزارت سره مخ شي

۳

د جرمني د کورنیو چارو وزیر: افغانستان ته د مجرمو کډوالو له اېستلو نه په شا کېږو

۴

د هوا پوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵

پاکستان له امریکا نه د ۱۰ مېلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې

•
•
•

نور کیسې

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۳۶ GMT+۱
100%

د جرمني د کورنیو چارو فدرالي وزارت افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د ۲۰۲۶ کال د اګست له لومړۍ نېټې وروسته تمدید کېدونکي افغان پاسپورټونه به، په جرمني کې اعتبار ونه لري.

دغه وزارت ویلي چې دا نوې پرېکړه د افغانستان په استازولیو کې د پاسپورټ غوښتنې د امکاناتو د بدلون، د نړیوالو قوانینو او د نړیوال ملکي هوايي چلند سازمان (ICAO) د سپارښتنو له مخې شوې ده.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، بهرني وګړي جرمني ته د ننوتلو او د اوسېدو لپاره باید د جرمني د اقامت قانون د درېیمې مادې د لومړي بند له مخې یو معتبر او منل شوی پاسپورټ یا د پاسپورټ بدیل سند ولري.

دغه وزارت ویلي چې د اقامت د اجازې د تمدید لپاره هم باید یو معتبر او د منلو وړ سفري سند وړاندې شي.

خو د جرمني د ایالتونو د بهرنیو وګړو ادارې کولای شي په هره قضیه کې جلا ارزونه وکړي چې ایا د اړوند کس لپاره د افغانستان له استازولیو څخه د پاسپورټ ترلاسه کول ممکن او د منلو وړ دي او که نه.

که اړوند اداره دې پایلې ته ورسېږي چې د افغانستان استازولۍ ته مراجعه کول یا پاسپورټ اخیستل د دغه کس لپاره مناسب یا ممکن نه دي، نو کېدای شي ورته د بهرني وګړي د سفر سند ورکړل شي.

هغه کسان چې په جرمني کې د جنیوا کنوانسیون له مخې د کډوالو په توګه منل شوي دي، اړ نه دي چې د افغانستان استازولیو ته مراجعه وکړي.

دغه کسان کولای شي د کډوالۍ د سفر سند له لارې د پاسپورټ د لرلو قانوني شرط پوره کړي.

د جرمني کورنیو چارو وزارت وايي، دوی داسې کره معلومات نه لري چې څومره کسان به د دې نوې پرېکړې له امله اغېزمن شي خو وزارت ټینګار کړی چې د نوي افغان پاسپورټ د ترلاسه کولو غوښتنه لا هم ممکنه ده.

د افغانستان انټرنشنل ددې پوښتنې په ځواب کې، چې ایا دا پرېکړه په جرمني کې د طالبانو د ډیپلوماتانو له حضور یا د افغان وګړو د ایستلو له پروګرام سره تړاو لري او که نه، د جرمني کورنیو چارو وزارت دا اړیکه رد کړې او ویلي یې دي چې دا پرېکړه له دغو موضوعاتو سره تړاو نه لري.

په کندهار کې د محتسبانو له بندیزونو سره هممهاله دیني عالمانو د تبلیغ دودیز کمپاین پیل کړی

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۳۳ GMT+۱
100%

په کندهار کې د امربالمعروف له محتسبانو څخه تر شکایتونو وروسته د دغه ولایت د یو شمېر مدرسو استادانو او مشهورو مفتیانو په دودیز ډول په جوماتونو کې د تبلیغ کمپیان پیل کړی دی. یاد دیني عالمان وايي، غواړي «له زور پرته خلک له منکراتو منع کړي».

په دغه کمپاین کې د مفتیانو، شیخ الحدیثانو او د مدرسو د استادانو په کچه یوه ډله دیني عالمان برخه لري.

یادو کسانو په دودیز ډول د تبلیغ کمپاین د کندهار ښار له عینو مینې پیل کړی دی او درې ورځې به دوام وکړي.

د دغه تبلیغ کوونکو تنظیموونکي وايي، چې د کندهار په عینومېنه کې یې ګشتونه کړي او د دعوت او تبلیغ د اهمیت په اړه یې له ګڼو خلکو سره خبرې کړې دي.

یادو دیني عالمانو ویلي، چې د تبلیغ دغه کمپاین یې امتحاني دی او که یې مثبته پایله درلوده، نو د کندهار ښار نورو سیمو او همدارنګه ولسوالیو ته به یې و غځوي.

د کمپاین د مسوولانو په وینا، د خلکو دیني اصلاح او پوهاوی باید د زور او فشار پرځای د نصیحت، دعوت او تبلیغ له لارې وشي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په دودیز ډول د تبلیغ دغه کمپاین پرداسې مهال پیل شوی، چې د طالبانو د امربالمعروف محتسبانو د کندهار تر څنګ په نورو ولایتونو کې هم د عامو خلکو پر شخصي ازادیو سخت محدودیتونه لګولي دي.

ځیني سرچینې په دې باور دي چې د کندهار ځینې دیني عالمان په ښار کې له خلکو سره د محتسبانو له چنلده رضایت نه لري او غواړي په دې کار سره د محتسبانو فعالیتونه محدود کړي.

د راپورونو له‌مخې، د امربالمعروف محتسبان نږدې هره ورځ په کندهار کې یو شمېر ځوانان د ږېرو کمولو، لډو او نورو لوبو په جرم نیسي او څو ورځې یې زنداني کوي.

د طالبانو لاسوهنې د ملګرو ملتونو د مرستندویانو کارونه له خنډ سره مخ کړي

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۰۵ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې د طالبانو لاسوهنې او محدودیتونو د روان کال په جون میاشت کې د بشري مرستو پر فعالیتونو اغیز کړی او د تېرې میاشتې په پرتله ۵۰ سلنه زیات شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د پنجشنبې په ورځ، د زمري په لومړۍ نېټه، په خپل راپور کې لیکلي چې د جون په میاشت کې یې په ټول افغانستان کې د بشري مرستو د فعالیتونو پر وړاندې لږ تر لږه ۶۰ خنډونه ثبت کړي دي.

په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو لاسوهنې د بشري مرستو د پروګرامونو پلي کېدل اغېزمن کړي او د ملګرو ملتونو د کارکوونکو پر وړاندې تاوتریخوالي د مهمو مرستو رسولو بهیر سخت زیانمن کړی دی.

د راپور له مخې، د طالبانو لاسوهنو تر ټولو ډېر اغېز د افغانستان په لوېدیځو او سوېلي سیمو کې د ملګرو ملتونو پر فعالیتونو کړی دی.

له ثبت شویو ۴۳ لاسوهنو څخه ۲۲ پېښې د مرستندویه پروګرامونو په عملي کولو کې مستقیمه لاسوهنه ګڼل شوې او ۱۳نورې پېښې د ښځینه کارکوونکو پر ګډون د محدودیتونو په اړه ښودل شوې دي.

راپور ښيي چې په همدې موده کې د مرستندویانو او نړیوالو ادارو د کارکوونکو پر وړاندې تاوتریخوالی هم زیات شوی دی. ټولټال ۱۱ تاوتریخجنې پېښې ثبت شوې دي چې ۱۰ د نیولو او یوه د ګواښ پېښه پکې شامله ده.

اوچا ویلي چې په دې میاشت کې د طالبانو ځواکونو د ملګرو ملتونو ټولټال ۱۴ کارکوونکي نیولي دي. له دې ډلې ۹ کسان د طالبانو د امر بالمعروف ادارې د کارکوونکو له خوا نیول شوي دي.

راپور زیاتوي چې د اسلام‌کلا د کډوالو د منلو په مرکز کې د ملګرو ملتونو څو مرستندویان طالبانو ددوی د ټاکل شوې جامې د نه مراعتولو او د ږیرې کمولو له امله نیولي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي چې دغو نیونو د ملګرو ملتونو د کارکوونکو د امنیت په اړه "ژورې اندېښنې" پیدا کړې دي.

په راپور کې راغلي چې په دې موده کې طالبانو څلور ځله بشري مرستو ته د ښځو د لاسرسي مخه نیولې ده.

همدارنګه طالبانو د ملګرو ملتونو د دریو کارکوونکو د ګومارنې په بهیر کې لاسوهنه کړې ده.

ملګرو ملتونو په دې میاشت کې د تګ راتګ شپږ محدودیتونه ثبت کړي چې د کارکوونکو درول، پوښتل او د اسنادو څېړل پکې شامل دي.

اوچا ویلي چې دې اقداماتو د ملګرو ملتونو په پروګرامونو کې پراخ عملیاتي ځنډونه رامنځته کړي دي.

د اوچا د راپور له مخې، په همدې موده کې ۳۰ هغه پېښې هم ثبت شوې چې د جنسیت له امله رامنځته شوې وې. دغه اقدامات د ښځو د ګومارنې محدودول، د روزنیزو پروګرامونو د ګډون مخنیوی او بشري خدمتونو ته د ښځو د لاسرسي کمول بلل شوي دي.

اسحاق ډار: له طالبانو یوازې یوه تمه لرو او هغه دا چې افغانستان د پاکستان خلاف ونه کارول شي

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۵۱ GMT+۱
100%

د پاکستان مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د اسیايي هېوادونو د سیمه‌ییز فورم په غونډه کې د افغانستان په اړه وویل چې «له افغان خاورې د فعالیت کوونکو وسله والو ډلو ګواښ» لا هم د سیمې لپاره جدي امنیتي ستونزه ده.

اسحاق ډار ادعا وکړه، چې د پاکستاني طالبانو غورځنګ (ټي ټي پي) او د بلوچستان د ازادۍ پوځ (بي اېل اې) د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره د افغانستان له خاورې ګټه اخلي.

هغه وویل، «پاکستان له افغان طالبانو څخه یوازې یوه تمه لري، اجازه مه ورکوئ چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لپاره وکارول شي».

نوموړي زیاته کړه چې که افغان طالبان پر خپلو ژمنو عمل وکړي او د افغانستان خاوره دده په وینا، د ګاونډیو هېوادونو پر ضد د بریدونو لپاره ونه کارول شي، نو په جنوبي اسیا، مرکزي اسیا او نورو سیمو کې به د سوداګرۍ، نښلونې او اقتصادي پرمختګ لپاره ډېر فرصتونه رامنځته شي.

اسحاق ډار له افغان طالبانو او په سیمه کې د ترهګرۍ له ملاتړو وغوښتل چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو هېوادونو یا بل هر هېواد پر ضد د ناامنۍ لپاره ونه کاروي.

هغه د اسیا سیمه‌ییز فورم له غړو هېوادونو په غیرمستقیم ډول په افغانستان کې د وسله والو پرضد د پاکستان د بریدونو د ملاتړ غوښتنه وکړه.

طالبانو له دې وړاندې د پاکستان دا ډول ادعاوې رد کړې دي او د پاکستاني وسله والو مساله یې د اسلام اباد کورنۍ ستونزه بللې ده.

پاکستان د بښنې نړیوال سازمان نه غوښتي چې د طالبانو تر واک لاندې وسله والې ډلې وڅیړي

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۴۰ GMT+۱
100%

د پاکستان د بهرنیو چار وزارت یوځل بیا ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې ځینې وسله والې ډلې خوندي ځایونه لري او له هغه ځایه د پاکستان پر ضد بریدونه تنظیموي. یاد وزارت پر افغانستان د پاکستان د بریدونو په تړاو د بښنې نړیوال سازمان نیوکې رد کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د خپلې اونیزې خبري ناستې پر مهال د بښنې نړیوال سازمان هغه راپور رد کړ چې د افغانستان په خاوره کې یې د پاکستان پر پوځي بریدونو پکې نیوکه کړې وه.

هغه وویل چې دا ادعاوې له باوري شواهدو پرته دي او د ترهګرۍ اصلي لامل یې له پامه غورځولی دی.

د پاکستان ویاند ادعا وکړه چې د پاکستاني طالبانو غورځنګ، د بلوچستان د ازادۍ پوځ او نورې تړلې ډلې د طالبانو د حکومت تر واک لاندې په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه د پاکستان پر ضد د کرښې هاخوا بریدونه پلانوي.

هغه وویل چې زرګونه پاکستاني وګړي په هغو بریدونو کې وژل شوي چې د پاکستان په وینا پلان او ملاتړ یې له افغانستان څخه شوی و.

نوموړي ټینګار کړی چې د پاکستان پوځي عملیات یوازې د وسله والو ډلو پر پټنځایونو او اکمالاتي مرکزونو کېږي او د نړیوالو قوانینو له مخې د ځان د دفاع حق کارول کېږي.

پاکستان له بښنې نړیوال سازمان څخه وغوښتل چې د طالبانو د حکومت له خوا د وسله والو ډلو د ملاتړ موضوع وڅېړي او طالبان دې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړو او د دوحې تړون له مخې خپلو ژمنو ته مسوول وبلل شي.

د افغانستان په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم وویل چې اسلام‌اباد د افغان وګړو لپاره د قانوني لارو برابرولو لپاره ژمن دی او تر اوسه یې له ۹۰ زرو ډېر افغانانو سره مرسته کړې چې درېیمو هېوادونو ته انتقال شي.

هغه زیاته کړې چې افغان وګړي باید په پاکستان کې د پاتې کېدو لپاره قانوني اسناد ولري او هغه کسان چې ناقانونه اوسېږي، د پاکستان د قوانینو له مخې له دغه هېواده ایستل کېدای شي.

خو هغه وویل چې پاکستان عادي افغان وګړي خپل وروڼه ګڼي او د امنیتي اندېښنو له امله د ټولو افغانانو پر وړاندې له کرکې او عمومي تورونو ملاتړ نه کوي.