• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په تېرو شپږو میاشتو کې له ۲۰۵ زره ډېرو افغانانو ازبکستان ته سوداګریز سفرونه کړي

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۵۶ GMT+۱تازه شوی: ۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۳۷ GMT+۱

د ازبکستان د احصايي ادارې د شمېرو له‌مخې، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د نورو هېوادونو د وګړو په پرتله افغانانو دغه هېواد ته ډېر سوداګریز سفرونه کړي دي. د شمېرو له‌مخې، یوازې په تېرو شپږو میاشتو کې له ۲۰۵ زره ډېرو افغانانو ازبکستان ته سوداګریز سفرونه کړي دي.

د دغه هېواد د احصايي ادارې ویلي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۲۲۸ زره او ۶۰۰ بهرني وګړي د سوداګریزو موخو لپاره دغه هېواد ته ورغلي چې تر ټولو ډیر هغه یې افغانان دي.

د خپرو شویو شمېرو له‌مخې، په دې موده کې ۲۰۵ زره او ۹۳۷ افغانانو ازبکستان ته سوداګریز سفرونه کړي دي.

په دویم قدم کې د ترکمنستان، تاجکستان، قرغیزستان، قزاقستان، روسیې او ترکيې وګړو ازبکستان ته ډېر سوداګریز سفرونه کړي دي.

له پاکستان سره د طالبانو له کړکېچ اوږدېدو او سوداګریزو لارو تړل کېدو وروسته، ګڼو افغانانو د سوداګرۍ لپاره د مرکزي اسیا هېوادونو، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان ته مخه کړې ده.

ترویج لرونکی

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی
۱

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۲

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په ۱۰ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو خبرداری ورکړی

۳

د انساني قاچاق پراخې څپې؛ طالبان وایي تېره میاشت په نیمروز کې تر ۹۰۰ ډېر کسان نیول شوي

۴
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

ډونالډ ټرمپ: ایران دې یا خبرو ته کښېني او یا به د جګړې له وزارت سره مخ شي

۵
ځانګړی

د طالبانو د سختو محدودیتونو له امله حامد کرزی ان خپل ولایت ته د سفر اجازه نه‌لري

•
•
•

نور کیسې

قرغیزستان په تېرو څو میاشتو کې افغانستان ته له زر ټنو ډېر جوار صادر کړي

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۴۶ GMT+۱
100%

په ۲۰۲۶ کال کې قرغیزستان د لومړي ځل لپاره افغانستان ته هم د جوارو صادرات پیل کړي دي. د معلوماتو له مخې، افغانستان ته ۱۱ سوه زره ټنه جوار صادر شوي، چې ارزښت یې ۱۴،۷میلیونه قرغزي سوم (شاوخوا ۱۷۰ زره ډالره) کیږي.

د قرغیزستان د احصایې ملي کمېټې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ تر مې میاشتې پورې دغه هېواد ټولټال ۱۷،۵زره ټنه جوار بهر ته صادر کړي، چې ارزښت یې ۱،۶ میلیونه ډالر دی. دا اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۴سلنه ډېروالی ښيي.

د کمیټې په وینا، په ۲۰۲۵ کال کې د همدې مودې پر مهال قرغیزستان ۱۴،۱زره ټنه جوار صادر کړي وو، چې ارزښت یې ۱۲۰،۲میلیونه قرغزي سوم و.

ازبکستان لا هم د قرغیزي جوارو تر ټولو لوی پېرودونکی دی.

په پنځو میاشتو کې ازبکستان ته ۱۵،۷زره ټنه جوار صادر شوي، چې ارزښت یې ۱۱۵،۷میلیونه سوم ګڼل شوی، خو افغانستان ته قرغیزي جوار د لومړي ځل لپاره صادر شوي دي.

په افغانستان کې ډېری وارداتي جوار د کښتونو لپاره د تخم په توګه کارول کیږي.

د ازبکستان په سردریا ولایت کې د ۳۱۰ افغان او ازبکستاني سوداګرو غونډه شوې

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۲۸ GMT+۱
100%

د ازبکستان د سردریا ولایت په مرکز ګلستان ښار کې د «سردریا – افغانستان» تر نامه لاندې د پانګونې سوداګریز فورم کې د افغانستان او ازبکستان د صنعت، کرنې، ودانیزو توکو، لېږد رالېږد، صادراتو او وارداتو په برخو کې د همکاریو پر امکاناتو خبرې وشوې.

په دې غونډه کې د افغانستان له لوري له ۱۱۰ ډېرو سوداګرو او د ازبکستان د سردریا ولایت له ۲۰۰ ډېرو سوداګرو ګډون کړی و.

د غونډې موخه د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا، د پانګونې د همکاریو پراخول او د ګډو اقتصادي پروژو د عملي کولو لپاره د فرصتونو رامنځته کول ګڼل شوي.

د ازبکستان د ملي اژانس د رپوټ له مخې، د سوداګرو ترمنځ په دوه اړخیزو ناستو کې د صنعت، کرنې، ودانیزو توکو تولید، لېږد رالېږد، صادراتو او وارداتو او نورو برخو کې د همکاریو پر امکاناتو خبرې وشوې.

دا غونډه افغانستان ته د سیردریا ولایت د پلاوي د وروستي سفر دوام بلل شوې ده.

د دغه سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د شاوخوا ۵۳۹میلیونه ډالرو په ارزښت د پانګونې او سوداګریزو هوکړو د عملي کولو پر سر خبرې شوې وې.

د سردریا والي اېرکینجان توردي‌موف د فورم د پرانیستې پر مهال وویل چې د ازبکستان او افغانستان ترمنځ تاریخي نږدې اړیکې او د ښه ګاونډیتوب دودونه د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره مهم بنسټ جوړوي.

نوموړي زیاته کړه چې په سردریا ولایت کې د بهرنۍ پانګونې د جذب، صادراتي تولیداتو د پراختیا، صنعتي همکاریو او د نویو کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره هڅې روانې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر سید کریم هاشمي هم په دې غونډه کې ګډون کړی و. هغه د ازبکستان د اقتصادي اصلاحاتو، د سوداګرۍ د ملاتړ، د صنعت او کرنې د ودې او د پانګونې د چاپېریال د ښه والي ستاینه کړې ده.

نوموړي ویلي، چې د ګډو شرکتونو جوړول، د نوې ټکنالوژۍ شریکول او د سوداګریزو اړیکو پراخول د دواړو هېوادونو سوداګرو ته نوي فرصتونه برابروي.

په فورم کې د سردریا ولایت د صنعتي او کرنیزو محصولاتو، د صادراتي وړتیاوو او د پانګونې د راتلونکو پروژو نندارتون هم جوړ شوی و.

د پټې خزانې کتاب د لیکوال محمد هوتک د قبر بیارغونې چارې پیل شوې

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۳۹ GMT+۱
100%

په زابل کې د پښتو ادب د مشهور کتاب پټې خزانې د لیکوال محمد هوتک د قبر د ساتنې او بیارغونې لومړنۍ چارې د یوه افغان لیکوال په مالي مرسته پیل شوې دي او تمه ده تر یوې میاشتې بشپړې شي.

په زابل کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی او اطلاعاتو امر عبدالولي بشرمل ویلي چې د پټې خزانې کتاب د لیکوال محمد هوتک د قبر د بیارغونې پروژه د اطلاعاتو او کلتور ریاست په هڅو او د لیکوال محمد معصوم هوتک په مالي ملاتړ عملي کېږي.

د یاد ریاست په وینا، ددې پروژې چارې به د یوې میاشتې په موده کې بشپړې شي.

د زابل د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، چې په دې پروژه کې د محمد هوتک د قبر شاوخوا دېوال او یوه جومات جوړول شامل دي.

بشرمل ویلي، چې د محمد هوتک د قبر د اساسي بیارغونې په اړه د اطلاعاتو او کلتور وزارت هم ژمنه کړې ده او تمه لري چې په اساسي ډول ورغول شي.

د زابل اوسېدونکو د پښتو ژبې د مشهور لیکوال محمد هوتک بن داود د قبر بیارغونې هرکلی کړی او وايي، باید لا له وړاندې د دغه مشهور شخصیت قبر رغول شوی وای.

محمد هوتک د کندهار په کوکران سیمه کې زېږیدلی او د پښتو ژبې له مخکښو لیکوالانو شمېرل کېږي. د هغه مړی د زابل ولایت د سیوري ولسوالۍ په ممو کلي کې خاورو ته سپارل شوی دی.

پټه خزانه د پښتو ادبیاتو له مهمو او تاریخي اثارو شمېرل کیږي چې د پښتو ژبې، ادب او کلتور په تاریخ کې ځانګړی ځای لري. په دې اثر کې د پښتو ادب ګڼ نومیالي شاعران معرفي شوي او د پښتني فرهنګ، تاریخي روایتونو، ژبنیو ارزښتونو او ادبي میراث بېلابېل اړخونه پکې خوندي شوي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۱۲ GMT+۱
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، چې د جولای پر ۱۵مه د یوه رسمي پلاوي په مشرۍ د قطر د پخواني امیر د مړینې په مناسبت د طالبانو د مشرتابه د خواخوږۍ پیغام رسولو او فاتحې په موخه دوحې ته تللی، له اتو ورځو تېرېدو وروسته، لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی.

په دوحه کې سرچینو ویلي چې قطري چارواکو په پیل کې د طالبانو د پلاوي لپاره د پلازمېنې په یوه هوټل کې د درې ورځني استوګنځي تابیا کړې وه.

د دغو سرچینو په وینا، متقي وروسته د خپلې استوګنې د مودې د غځولو غوښتنه کړې او هممهاله یې هڅه کړې چې د قطر له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو له وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره رسمي وګوري.

سرچینې وايي چې له پرله‌پسې غوښتنو وروسته، د طالبانو د پلاوي د هوټل استوګنه غځول شوې ده.

په کابل کې یوې بلې سرچینې هم ویلي چې متقي هڅه کوي په قطر کې خپل پخوانی د استوګنې جواز یا اقامه هم تمدید کړي.

همدې سرچینې ادعا کړې چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست د سترګو له ستونزې یا ناروغۍ سره مخ دی او غواړي په قطر کې د خپل حضور له فرصته په ګټې اخیستنې طبي معاینات او درملنه وکړي.

تر اوسه قطري چارواکو او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د متقي د استوګنې د غځېدو، له قطري چارواکو سره د لیدنې د هڅو، د اقامې د تمدید او یا هم د طبي معایناتو د راپورونو په اړه څه نه دي ویلي.

قطر په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو راهیسې د دې ډلې له مهمو ډیپلوماتیکو شریکانو شمېرل کیږي.

دوحې په وروستیو کلونو کې د طالبانو د چارواکو، د ملګرو ملتونو د استازو او د بېلابېلو هېوادونو د ډیپلوماتانو د ګڼو غونډو او سلا مشورو کوربه توب کړی دی.

په ورته وخت کې، په دوحه کې د متقي اوږده استوګنه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ځینو کارکوونکو ترمنځ د ټوکو موضوع هم ګرځېدلې ده.

په کابل کې یوې سرچینې ویلي، د وزارت ځینو کارکوونکو په ټوکه ویلي چې «ښايي وزیر صاحب غواړي د قطر د امیر د پلار د څلوېښتي په مراسمو کې هم ګډون وکړي او وروسته کابل ته ستون شي».

د ملګرو ملتونو د سفري بندیزونو اړوند پاڼه کې هم د متقي د سفري بندیز لرې کولو په تړاو هم تراوسه څه نه دي ویل شوي.

طالبانو د ۱،۳ میلیارده افغانیو په ارزښت د ۱۳ پروژو د منظورۍ خبر ور کړی

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۵۰ GMT+۱
100%

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه کې پر ۳۴ پروژو بحث شوی او له دې ډلې د ۱،۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۳ پروژې منظورې شوې دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه کې ۳۴ پرژوې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، خو له بحث وروسته په ۱۶ پروژو کې یو لړ تعدیلونه منظور شول.

د یاد معاونیت په وینا، د یوې پروژې قرارداد لغوه شو او همدارنګه ټاکل شویو کمېتو ته دنده وسپارل شوه چې د څلورو پروژو د تدارکاتي پروسو او بیو په اړه څېړنه وکړي.

طالبانو ویلي، چې په منظورو شویو او تعدیل شویو پروژو کې د پکتیا ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د روغتون جوړول، په ځینو ولایتونو کې د مخابراتي خدمتونو وړاندې کول او د برېښنا د توزیع او انتقال او همدارنګه د کابل ښار د یو شمېر داخلي سړکونو جوړول او د پاتې چارو بشپړول شامل دي.

یاد معاونیت ویلي، ټولي منظورې شوې پروژې د دې ډلې له لوري تمویلیږي.