• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: د افغانستان سېلاب‌ځپلو سیمو ته د بشري مرستو د رسېدو بهیر پیل شوی

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۲۵ GMT+۱تازه شوی: ۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۴۷ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک اعلان وکړ چې د افغانستان په مرکزي، ختیځو او سویل ختیځو ولایتونو کې د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو شویو خلکو ته د بشري مرستو رسولو لړۍ پیل شوې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا د معلوماتو له مخې، سېلابونو کورونو، بازارونو، هټیو، سړکونو، پلونو او د اوبو رسولو زیربناوو ته پراخ زیانونه اړولي دي. دوجاریک زیاته کړه چې د دوی همکاران سېلاب ځپلو ته بېړني روغتیایي خدمات، سرپناه، خوراکي توکي، د څښاک پاکې اوبه، روغتیایي کڅوړې او رواني ټولنیز ملاتړ چمتو کوي.

د ملګرو ملتونو دغه جګپوړي چارواکي وویل چې سیمو ته اضافي طبي توکي لېږدول شوي او د خیمو، کمپلو او د کورونو د ترمیم د وسایلو وېش جریان لري. د هغه په وینا، اوچا له خپلو همکارانو او مسوولینو سره یو ځای د اړتیاوو پر ارزونې او د مرستو پر همغږۍ کار کوي ترڅو لومړني خدمات او د خلکو معیشت بېرته ورغول شي.

سټیفان دوجاریک خبرداری ورکړ چې دا مرستندویه هڅې د بودیجې له سخت کمښت سره مخ دي. هغه څرګنده کړه چې په روان ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان لپاره د بشري غبرګون پلان یوازې ۲۵ سلنه تمویل شوی دی او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې له افغانانو سره په سخاوتمندانه توګه مرستې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل، خوست، پروان، لوګر، پنجشیر او نورستان په ګډون د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د سختو بارانونو له امله ویجاړونکي سېلابونه راوتلي دي. د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو د راپورونو له مخې، په نورستان او یو شمېر نورو سیمو کې د لارو د خرابوالي له امله سېلاب ځپلو ته د مرستو رسول له سختو ننګونو سره مخ دي او خلک د سرپناه، اوبو او خوړو له کمښت سره مخامخ دي.

ترویج لرونکی

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني
۱

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۲

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۳

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

۴

په کندهار کې د محتسبانو له بندیزونو سره هممهاله دیني عالمانو د تبلیغ دودیز کمپاین پیل کړی

۵

د انساني قاچاق پراخې څپې؛ طالبان وایي تېره میاشت په نیمروز کې تر ۹۰۰ ډېر کسان نیول شوي

•
•
•

نور کیسې

په پروان کې د سېلابونو له امله ۲ کسان مړه او ۲۰ کورونه ویجاړ شوي دي

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۲۲ GMT+۱
100%

د پروان ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د نننیو (جمعه د زمري لومړۍ) بارانونو او سېلابونو له امله ۲ کسان مړه شوي او ۲۰ کورونه ویجاړ شوي دي. د دوی په وینا، د همدې سېلابونو له امله د پروان- بامیان لویه لاره هم د ټرافیک پر مخ بنده شوې ده.

د پروان ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د پنجشنبې په ورځ (د زمري لومړۍ) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، نن له ماسپښین وروسته د پروان په سردره شتر شهر، دراز ګرد او فندقستان سیمو کې د بارانونو له امله د راوتلو سېلابونو په پایله کې د لومړنیو راپورونو له‌مخې، ۲ کسان مړه شوي او ۲۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د همدې سېلابونو له امله د پروان- بامیان لاره هم بنده شوې او په وینا یې، د یادې لارې د خلاصون په موخه د پاک‌کارۍ چارې روانې دي.

خبرپاڼه زیاتوي: «له ټولو درنو موټر چلوونکو او مسافرو څخه په درنښت غوښتنه کېږي، چې تر بلې خبرتیا پورې له یادې لارې [پروان- بامیان] د تګ راتګ څخه ډډه وکړي او د خپل ځان او نورو د خوندیتوب لپاره لازم احتیاط وکړي».

خبرپاڼه کاږي، د دغې پېښې له امله د کره اوښتو تلفاتو او مالي زیانونو د معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.

د یادونې وړ ده، چې له تېرې شپې راهیسې په کابل، خوست، میدان وردګ، پکتیکا، لوګر او پنجشیر ولایتونو کې د شدیدو بارانونو له امله سېلابونه راوتلي او له امله یې ګڼ مالي زیانونه اړولي دي.

حنان بلخي: وروستیو سېلابونو په افغانستان کې د پیاوړي روغتیايي نظام اړتیا لا څرګنده کړه

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۱۴ GMT+۱
100%

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) د ختیځې مدیترانې سیمه‌ییزې مشرې حنان بلخي، ویلي چې په افغانستان کې وروستیو مرګونو سېلابونو یو ځل بیا وښوده چې هېواد پیاوړي او مقاوم روغتیايي نظام ته جدي اړتیا لري، څو خلک د طبیعي پېښو پر مهال هم ژوند ژغورونکو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ولري.

حنان بلخي په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې افغانستان ته د روغتیا نړیوال سازمان د وروستي ماموریت له مشرتابه وروسته یې د دغه سازمان د افغانستان له دفتر سره د اغېزو د ارزونې غونډه کړې ده.

هغې ویلي، دا غونډه په داسې وخت کې ترسره شوه چې د افغانستان په ختیځ کې اوسېدونکي لا هم د وروستیو ویجاړوونکو ناڅاپي سېلابونو له اغېزو څخه د راوتلو هڅه کوي. نوموړې له هغو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي او له ټولو زیانمنو شویو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

بلخي ویلي، د دوی د بحثونو اصلي پوښتنه دا وه چې څنګه په افغانستان کې له نږدې لیدل شوي واقعیتونه په دوامدارو او اغېزناکو پایلو بدل شي.

د روغتیا نړیوال سازمان سیمه‌ییزې مشرې ټینګار کړی چې د پولیو ناروغۍ له منځه وړل اوس ممکن دي، خو د دې لاسته راوړنې دوام د روغتیايي نظام له پیاوړتیا سره تړاو لري. د هغې په وینا، په لومړنیو روغتیايي خدمتونو، روغتیايي کارکوونکو، اړینو درملو ته په دوامدار لاسرسي، اغېزمنو مقرراتو او دوامدار مالي ملاتړ کې پانګونه اړینه ده.

هغې زیاته کړې چې وروستیو سېلابونو وښوده، مقاوم روغتیايي نظامونه یوازې د بېړنیو حالاتو لپاره نه، بلکې د دې لپاره هم مهم دي چې خلک د طبیعي پېښو پر مهال هم له حیاتي روغتیايي خدمتونو بې‌برخې نه شي.

حنان بلخي خبرداری ورکړی چې د روغتیايي سکټور د تمویل د کمېدو له احتمالي خطر سره، د روغتیايي پانګونو ساتنه تر بل هر وخت مهمه ده. د هغې په وینا، د افغانستان د ملي روغتیايي ستراتیژۍ ملاتړ او د بنسټیزو روغتیايي خدمتونو دوام نه یوازې د افغانانو د روغتیا لپاره، بلکې د سیمې او نړۍ د عامې روغتیا او امنیت لپاره هم ارزښت لري.

د طالبانو مشر د امیرخان متقي ورور په هرات کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له دندې ګوښه کړ

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۴۹ GMT+۱
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس احمد الله متقي له دندې ګوښه کړی. نوموړی د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي ورور دی او له څو کلونو راهیسې په دغه دنده کې و.

د احمد الله متقي د ګوښه کېدو لامل تر اوسه پورې نه دی روښانه شوی دی. سرچینه زیاتوي چې د هغه پر ځای د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال عتیق الله عزیزي هرات کې د رییس په توګه ټاکل شوی دی.

تر اوسه لا څرګنده نه ده چې د طالبانو مشر به د امیرخان متقي ورور احمد الله متقي کوم به ځای وګوماري که نه.

هم‌مهاله له تېرې یوې اونۍ راهیسې امیرخان متقي په قطر کې دی او بېرته کابل ته نه دی ستون شوی. سرچینو ویلي چې نوموړی د قطر د پخواني امیر د مړینې په مناسبت په یو درې ورځني سفر دوحې ته تللی و، خو اوس یې هلته د استوګنې د مودې غځولو غوښتنه کړې ده.

سرچینو زیاته کړې چې متقي هڅه کوي قطر کې خپله د استوګنې پخوانۍ اقامه تمدید کړي او همدا راز د سترګو د ورپېښې ناروغۍ له امله درملنه هم وکړي.

ترکمنستان د سبا لپاره پر بادغیس برېښنا پرې کوي

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۳۹ GMT+۱
100%

د بادغیس د برېښنا ریاست د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي، د ترکمنستان- بادغیس د ۱۱۰ کیلوولټ برېښنا به سبا (جمعه د زمري ۲مه) د ۷ ساعتونو لپاره د ترکمنستان له لوري پرې شي. دغه ریاست د برېښنا د قطع کېدو لامل تخنیکي ستونزې یادې کړې دي.

د بادغیس د برېښنا ریاست د پنجشنبې په ورځ (د زمري لومړۍ) د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي، ترکمنستان یوازې د سبا لپاره د ترکمنستان- بادغیس د ۱۱۰ کیلو ولټه د برېښنا پر مزي د کار له امله برېښنا قطع کوي.

په خبرتیا کې راغلي، چې د بادغیس برېښنا به د سبا (جمعه د زمري ۲مه) له سهار پنځو بجو د غرمې تر ۱۲ بحو د لنډ مهال لپاره قطع وي.

د طالبانو د برېښنا شرکت د معلوماتو له‌مخې، دمګړۍ افغانستان شاوخوا ۴ زره مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، خو په کور دننه یوازې تر ۷۵۰ مېګاواټه برېښنا تولیديږي.

د افغانستان نږدې ۸۰ سلنه برېښنا وارداتي ده او دغه وارداتي برېښنا هم له ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران څخه راواردېږي.

له دې سره سم، په دې ګرمۍ موسم کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې خلک له دوامداره پرچاویو شکایت لري او د چارو شنونکي هم د وارداتي برېښنا پر ځای په کور دننه د برېښنا پر تولیدي چارو پر پانګونې ټینګار لري.

د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام او نړۍوال بانک راپور ورکړی وو، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې سیاسي کړکېچ د انرژۍ په برخه کې پانګونه په پراخه کچه کمه کړې او په پایله کې یې په افغانستان کې د برېښنا د برابرولو ستونزې نورې هم ډېرې شوې دي.

بدخشان کې تازه نښتې؛ د طالبانو او مخالفو ځواکونو تر منځ نښته شوې

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۳۷ GMT+۱
100%

له بدخشان څخه یو شمېر سمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې څو ساعته وړاندې د طالبانو او د دې ډلې د مخالفو ځواکونو تر منځ د بدخشان د زیباک ولسوالۍ اړوند د «توپخانې» په سیمه کې جګړه شوې ده. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یوې سرچینې جګړه تایید کړې ده.

د سرچینو په وینا، په لومړیو ساعتونو کې د دواړو لورو ترمنځ درنې ډزې تبادله شوې، خو د زیان په اړه کره معلومات نه شته.

د معلوماتو له مخې، د طالبانو د ځواکونو مشري ملا جمیل کوي، چې د طالبانو د پوځ د لوی درستیز قاري فصیح‌الدین فطرت سره کورنۍ اړیکه لري.

تر دې دمه د نښتو د تلفاتو کره شمېر نه دی څرګند شوی، خو سرچینې ټینګار کوي چې جګړه لا پای ته نه ده رسېدلې او وضعیت لا هم ترینګلی دی.

طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د دغو نښتو په اړه څه نه دي ویلي.