حنان بلخي: وروستیو سېلابونو په افغانستان کې د پیاوړي روغتیايي نظام اړتیا لا څرګنده کړه

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) د ختیځې مدیترانې سیمهییزې مشرې حنان بلخي، ویلي چې په افغانستان کې وروستیو مرګونو سېلابونو یو ځل بیا وښوده چې هېواد پیاوړي او مقاوم روغتیايي نظام ته جدي اړتیا لري، څو خلک د طبیعي پېښو پر مهال هم ژوند ژغورونکو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ولري.
