• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یوناما په نورستان کې د سېلاب‌ځپلو لپاره د مرستو زیاتېدو غوښتنه وکړه

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۴۸ GMT+۱تازه شوی: ۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۱۱ GMT+۱

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په نورستان ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د زیانمنو کورنیو لپاره یې د بشري مرستو د زیاتولو غوښتنه کړې ده.

یوناما ټینګار کړی چې سېلاب‌ځپلو ته باید سرپناه، د څښاک پاکې اوبه او نورې اړینې مرستې برابرې شي. یوناما د پنجشنبې په ورځ، د اسد په لومړۍ نېټه، پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي چې په نورستان کې وروستیو سېلابونو لسګونه کسان مړه کړي او د سیمې بنسټیزو تاسیساتو، کورونو، د اوبو رسولو شبکو او د خلکو د ژوند او روزګار سرچینو ته یې پراخ زیانونه اړولي دي.

یادې ادارې ټینګار کړی چې د زیانمنو خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره باید بشري مرستې زیاتې شي.

یوناما زیاته کړې چې د افغانستان په ختیځ کې د اقلیمي ناوړه شرایطو له امله جدي بشري ناورین رامنځته شوی او ملګرو ملتونو له خپلو همکارو بنسټونو سره په ګډه زیانمنو کورنیو ته بېړنۍ مرستې پیل کړې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو یوې چارواکې، اولګا چیریوکو، ویلي چې په ډېرو سیمو کې کورونه، سړکونه، پلونه، د اوبو رسولو شبکې، ویالې، د اوبو لګولو کانالونه او د خلکو د ژوند او روزګار سرچینې سختې زیانمنې شوې دي.

هغې زیاته کړه چې اوسنی تر ټولو مهم لومړیتوب د ورکو شویو کسانو موندل او د ټپیانو درملنه ده. د هغې په وینا، کله چې اوبه راکمې شي، د خلکو اړتیاوې به یوازې په بېړنیو مرستو پورې محدودې نه وي، بلکې د بیارغونې او د خلکو د ژوند د بېرته رغولو لپاره به لا ډېرو مرستو ته اړتیا وي.

چیریوکو د مالي سرچینو کمښت ته په اشارې سره وغوښتل چې په نورستان او د افغانستان په نورو ناورین‌ځپلو سیمو کې د ژغورونکو مرستو د دوام لپاره دې نوره مالي بودجه هم برابره شي.

ملګرو ملتونو ویلي چې د نورستان د سېلابونو د قربانیانو شمېر له ۴۰ کسانو اوښتی، خو طالبان وايي چې په دې پېښه کې ۲۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم خبرداری ورکړی و چې د نورستان سېلاب‌ځپلي د روغتیايي خدمتونو، درملو، د څښاک پاکو اوبو او روغتیايي اسانتیاوو له سخت کمښت سره مخ دي.

ترویج لرونکی

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني
۱

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۲

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۳

بدخشان کې تازه نښتې؛ د طالبانو او مخالفو ځواکونو تر منځ نښته شوې

۴

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

۵

په کندهار کې د محتسبانو له بندیزونو سره هممهاله دیني عالمانو د تبلیغ دودیز کمپاین پیل کړی

•
•
•

نور کیسې

د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې د سېلابونو راوتلو له امله یو کس مړ او ګڼ نور بند پاتې دي

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۲۵ GMT+۱
100%

د طالبانو د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، همدا څو شېبې مخکې (پنجشنبه د زمري لومړۍ) د لغمان د الینګار ولسوالۍ په نور لام صیب درې کې د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله یو کس مړ او د «سندروا» سیمې یو شمېر اوسېدونکي په سېلابونو کې بند پاتې دي.

د طالبانو د افغاني سرې میاشتې ټولنې د پنجشنبې شپې نږدې ۱۲ بجې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د لومړنیو معلوماتو له‌مخې، د لغمان د الینګار ولسوالۍ د نور لام صیب درې په سیمه کې د سختو ورښتونو او سیلابونو له امله یو تن مړ او د همدې ولسوالۍ د «سندروا» په سیمه کې یو شمېر هېوادوال د سېلابونو له امله بند پاتې شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د دغو سېلابونو له امله تر اوسه ۱۲ کورونه زیانمن شوي دي.

اعلامیه کاږي: «د افغاني سرې میاشتې د ژغورنې ټیمونه سیمې ته رسېدلي او د بند پاتې شویو هېوادوالو د ژغورنې او بېړني لاسنیوي عملیات یې پیل کړي دي».

دا په داسې حال کې ده، چې څلور ورځې مخکې په نورستان کې د ویجاړونکو سېلابونو له امله ۲۴ کسان مړه شوي او ۸۵ نور ټپیان او همداراز ۱۵ نور لادرکه شوي دي.

کریم خُرم: د امریکا، اسراییل او ایران جګړې به په افغانستان او پاکستان ژورې اغېزې وکړي

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۱۶ GMT+۱
100%

د ارګ د دفتر پخواني رییس عبدالکریم خُرم خبرداری ورکړی چې د امریکا، اسراییل او د ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ جګړه په بشپړ ډول د نړیوال کېدو په لور روانه ده او دا وضعیت به پر افغانستان او پاکستان مستقیمې او ژورې اغېزې ولري.

د هغه په وینا، امریکا تمه درلوده چې د «سر پرې کولو» په عملیاتو سره په ایران کې واکمن نظام نسکور او کار تمام کړي، خو د اسلامي جمهوریت نظام او خلکو مقاومت وکړ او اوس واشنګټن د دغه نظام د له پښو غورځولو لپاره پر یوې اوږدمهالې طرحې کار کوي.

عبدالکریم خرم پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې امریکا د خپلو موخو لپاره د ناراضه عربي هېوادونو د همکارۍ راجلبولو هڅې زیاتې کړې دي. د هغه په وینا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ له همدې امله د سعودي عربستان د ملکي اټومي پروګرام تړون منلی، په داسې حال کې چې واشنګټن پخوا په منځني ختیځ کې د توازن د ساتلو لپاره دا کار نه کاوه او ټینګار یې کاوه چې دا پروګرام باید د یورانیمو د غني کولو لامل نه شي.

د ارګ دغه پخواني چارواکي زیاته کړې چې امریکا د لبنان له حکومت سره داسې هوکړې پیل کړې چې ښايي په دغه هېواد کې کورنۍ جګړه توده کړي. د هغه په وینا، واشنګټن همدارنګه هڅه کوي سوریه د حزب‌الله پر وړاندې جګړې ته وهڅوي او د ترکیې له مخالفت سره سره، د اسلامي جمهوریت پر ضد د کردانو د کارولو برنامه هم تعقیبوي.

خرم د سیمې په دغه نوي وضعیت کې د پاکستان رول د افغانستان لپاره برخلیک ټاکونکی بللی او پوښتنه یې کړې چې که د یمن د حوثیانو د بریدونو او د باب‌المندب د تړل کېدو له امله سعودي عربستان په مستقیم ډول جګړې ته داخل شي، نو د پاکستان دریځ به څه وي، ځکه اسلام‌اباد له ریاض او کویټ سره دفاعي تړونونه لري. هغه زیاته کړې چې په دې ترڅ کې د برېتانیا د نوي حکومت رول هم مهم دی چې د امریکا تر څنګ ولاړ دی او په پاکستان کې پراخ نفوذ لري، او ښايي د دې جګړې پراخېدل په افغانستان کې د امریکا او پاکستان ترمنځ د نوې همکارۍ اړتیا رامنځته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ پر ۲۸مه د امریکا او اسراییل له خوا پر ایران پراخ بریدونه پیل شول چې په ترڅ کې یې علي خامنه‌ای ووژل شو او وروسته مجتبی خامنه‌ای د نوي رهبر په توګه وټاکل شو. له دغو بریدونو وروسته د اسلامي جمهوریت او عربي هېوادونو ترمنځ اړیکې په بې ساري ډول خرابې شوې او د ۲۰۲۳ کال د مارچ د میاشتې د سولې تړون چې د چین په منځګړیتوب شوی و، په بشپړ ډول له منځه لاړ.

طالبان: په نورستان کې د ویجاړونکو سېلابونو له امله لا هم ۱۵ کسان لادرکه دي

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۱۰ GMT+۱
100%

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي اداره وايي، د نورستان د ویجاړونکو سېلابونو له امله د مړو شمېر ۲۴ ته ورسېده او ۸۵ نور ټپیان شوي دي. د دغې ادارې د ویاند مرستیال زیاتوي، له دغې پېښې د څلورو ورځو په تېرېدو سره لا هم ۱۵ کسان لادرکه دي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د ویاند مرستیال تاج محمد همت د پنجشنبې په ورځ (د زمري لومړۍ) وویل، په نورستان کې د ویجاړوونکو سېلابونو له امله د مړه شویو کسانو شمېر ۲۴ ته ورسېد او لا هم ۱۵ کسان لادرکه دي.

له دې سره سم، د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ د پېښې په څلورمه ورځ په خپله غمرازۍ پیغام کې ویلي، په مړه شویو کسانو کې د نورستان ښاروال او د یوه کنډک قومندان هم شامل دي او ۸۵ نور ټپيان شوي دي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د ویاند مرستیال تاج محمد همت پرون (چهارشنبه د چنګاښ ۳۱مه) په نورستان کې د سېلابونو له امله د لادرکه کسانو شمېر ۸۵ ښودلی وو، خو په وینا یې، د سېلابونو له امله یو شمېر کسان غرونو ته ختلي وو او له هغو سره د اړیکو امکان نه‌وو، خو اوس چې ډېری یې بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي، نو لا هم یوازې ۱۵ کسان لادرکه دي.

تاج محمد همت زیاتوي: «د سېلابونو پر مهال زیات شمېر کسان غرونو ته ختلي او لرو سیمو ته تللي وو او هلته د ټېلیفوني شبکو د نشتوالي له امله له هغو سره اړیکه نه‌وه، نو اوس مهال هغوی بېرته خپلو کورونو ته راګرځېدلې دي. چې له همدې امله د نادرکه کسانو په شمېر کې کمښت راغلی دی».

د نوموړي په وینا، په نورستان کې له سېلاب‌ځپلو سره د مرستو بهیر پیل شوی او د اوس لپاره له هرې قرباني کورنۍ سره ۲۰ زره افغانۍ مرستې شوي او همداراز د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې دوام لري.

له دې سره سم، د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ د نورستان له سېلابونو ۴ ورځې وروسته په خپل غمرازۍ پیغام کې له سوداګرو، شتمنو او نورو افغانانو څخه غوښتي، چې له سیلاب ځپلو سره لا ډیرې مرستې وکړي او په دې سخت حالت کې له خپلو خلکو سره ودریږي.

ارګ همداراز له هېوادوالو غوښتي: «په هغو ځایونو کې له هستوګنې او کاروبار څخه ډډه وکړئ، چې د سیلابونو د راوتلو خطر لري او یا د هوا پوهنې اداره یې په اړه مخکې له وخته خلکو ته خبرداری ورکوي، نو خلک دې متوجه اوسي چې بیا د داسې زیانونو او تلفاتو شاهدان ونه اوسو».

ملګري ملتونه: د افغانستان سېلاب‌ځپلو سیمو ته د بشري مرستو د رسېدو بهیر پیل شوی

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۲۵ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک اعلان وکړ چې د افغانستان په مرکزي، ختیځو او سویل ختیځو ولایتونو کې د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو شویو خلکو ته د بشري مرستو رسولو لړۍ پیل شوې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا د معلوماتو له مخې، سېلابونو کورونو، بازارونو، هټیو، سړکونو، پلونو او د اوبو رسولو زیربناوو ته پراخ زیانونه اړولي دي. دوجاریک زیاته کړه چې د دوی همکاران سېلاب ځپلو ته بېړني روغتیایي خدمات، سرپناه، خوراکي توکي، د څښاک پاکې اوبه، روغتیایي کڅوړې او رواني ټولنیز ملاتړ چمتو کوي.

د ملګرو ملتونو دغه جګپوړي چارواکي وویل چې سیمو ته اضافي طبي توکي لېږدول شوي او د خیمو، کمپلو او د کورونو د ترمیم د وسایلو وېش جریان لري. د هغه په وینا، اوچا له خپلو همکارانو او مسوولینو سره یو ځای د اړتیاوو پر ارزونې او د مرستو پر همغږۍ کار کوي ترڅو لومړني خدمات او د خلکو معیشت بېرته ورغول شي.

سټیفان دوجاریک خبرداری ورکړ چې دا مرستندویه هڅې د بودیجې له سخت کمښت سره مخ دي. هغه څرګنده کړه چې په روان ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان لپاره د بشري غبرګون پلان یوازې ۲۵ سلنه تمویل شوی دی او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې له افغانانو سره په سخاوتمندانه توګه مرستې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل، خوست، پروان، لوګر، پنجشیر او نورستان په ګډون د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د سختو بارانونو له امله ویجاړونکي سېلابونه راوتلي دي. د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو د راپورونو له مخې، په نورستان او یو شمېر نورو سیمو کې د لارو د خرابوالي له امله سېلاب ځپلو ته د مرستو رسول له سختو ننګونو سره مخ دي او خلک د سرپناه، اوبو او خوړو له کمښت سره مخامخ دي.

په پروان کې د سېلابونو له امله ۲ کسان مړه او ۲۰ کورونه ویجاړ شوي دي

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۲۲ GMT+۱
100%

د پروان ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د نننیو (جمعه د زمري لومړۍ) بارانونو او سېلابونو له امله ۲ کسان مړه شوي او ۲۰ کورونه ویجاړ شوي دي. د دوی په وینا، د همدې سېلابونو له امله د پروان- بامیان لویه لاره هم د ټرافیک پر مخ بنده شوې ده.

د پروان ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د پنجشنبې په ورځ (د زمري لومړۍ) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، نن له ماسپښین وروسته د پروان په سردره شتر شهر، دراز ګرد او فندقستان سیمو کې د بارانونو له امله د راوتلو سېلابونو په پایله کې د لومړنیو راپورونو له‌مخې، ۲ کسان مړه شوي او ۲۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د همدې سېلابونو له امله د پروان- بامیان لاره هم بنده شوې او په وینا یې، د یادې لارې د خلاصون په موخه د پاک‌کارۍ چارې روانې دي.

خبرپاڼه زیاتوي: «له ټولو درنو موټر چلوونکو او مسافرو څخه په درنښت غوښتنه کېږي، چې تر بلې خبرتیا پورې له یادې لارې [پروان- بامیان] د تګ راتګ څخه ډډه وکړي او د خپل ځان او نورو د خوندیتوب لپاره لازم احتیاط وکړي».

خبرپاڼه کاږي، د دغې پېښې له امله د کره اوښتو تلفاتو او مالي زیانونو د معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.

د یادونې وړ ده، چې له تېرې شپې راهیسې په کابل، خوست، میدان وردګ، پکتیکا، لوګر او پنجشیر ولایتونو کې د شدیدو بارانونو له امله سېلابونه راوتلي او له امله یې ګڼ مالي زیانونه اړولي دي.