• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له افغانستان سره درېدلې سوداګرۍ د پاکستان صادرات سخت اغېزمن کړي

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۴۴ GMT+۱

د پاکستان د مرکزي بانک د شمېرو له مخې؛ له افغانستان سره د سوداګریزې راکړې ورکړې درېدو له امله سیمې ته د دغه هېواد صادرات د پام وړ کم شوي او له ګاونډیو هېوادونو سره یې سوداګریز کسر ۱۶ مېلیارد ډالرو ته رسېدلی دی.

په راپور کې راغلي، د ۲۰۲۵-۲۰۲۶ مالي کال پرمهال د پاکستان اووه ګاونډیو هېوادونو ته صادرات ۱۱ سلنه کم شوي چې یو مهم لامل یې له افغانستان سره د سوداګرۍ ځنډ بلل شوی دی. د شمېرو له مخې؛ د پاکستان صادرات افغانستان ته له ۷۸۴ مېلیون ډالرو څخه ۲۴۳ مېلیون ډالرو ته راکم شوي، چې نږدې ۶۹ سلنه کموالی ښيي.
همداراز له افغانستان نه د پاکستان واردات هم ۷۵ سلنه راټیټ شوي دي. د راپور له مخې؛ د ۲۰۲۵کال د اکتوبر له ۱۰مې راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري او صادرات ځنډېدلي، چې د پاکستان پر سیمه‌ییزې سوداګرۍ یې منفي اغېز کړی دی.
په دغه موده کې له چین نه د پاکستان واردات نږدې ۲۰ سلنه زیات شوي او د پاکستان له ګاونډیو هېوادونو سره ټول سوداګریز کسر ۱۵.۹ مېلیارد ډالرو ته لوړ شوی دی. د پاکستان د مرکزي بانک په وینا؛ چین لاهم د پاکستان تر ټولو لوی سوداګریز شریک دی او د دغه هېواد د سیمه‌ییزو وارداتو ۹۸ سلنه برخه له چین نه ترسره کېږي.

ترویج لرونکی

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني
۱

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۲

د طالبانو او مخالفو ځواکونو تر منځ په بدخشان کې نښته شوې

۳

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۴

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

۵

ملا ندیم محصلینو او طالبانو ته: کوشش وکړئ چې د امیرالمومنین بې اطاعتي درڅخه ونشي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: سیمه‌ییز عوامل د سون‌توکو د بیو لوړېدو لامل شوي دي

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۰۷ GMT+۱
100%

د طالبانو تر ادارې لاندې چارواکي وايي، په افغانستان کې د اوبلن ګاز او نفتي توکو د بیو لوړېدل تر ډېره د سیمه‌ییزو او نړیوالو عواملو، په ځانګړي ډول د ایران د جګړې، اغېز دی.

د پخوانیو دولتي او اوسنیو «امارتي شرکتونو» ویاند محمد نبي بهار وايي چې په نړیوالو بازارونو کې د عرضې کمښت، سیمه‌ییز کړکېچونه او شخړې، د لېږد رالېږد د لګښتونو زیاتوالی او د تقاضا ډېرېدل د مایع ګاز او نفتي توکو د نړیوالو بیو د لوړېدو مهم لاملونه دي.

د هغه په وینا، په نړیوالو بازارونو کې د نرخونو زیاتوالي له امله په افغانستان کې هم د اوبلن ګاز او نفتي توکو بیې لوړې شوې دي.

دغه طالب چارواکي زیاته کړه چې د نفت او ګاز شرکت د بیو د کنټرول او په بازار کې د ثبات د رامنځته کولو لپاره دغه توکي د خپلو استازولیو له لارې خلکو ته په مناسبه بیه وړاندې کوي.

د افغانستان انټرنشنل موندنې ښيي چې په تېره شاوخوا یوه میاشت کې د کابل په بازارونو کې د خوراکي توکو او سون‌توکو بیې لوړې شوې دي. د ځینو توکو، په ځانګړي ډول د اوبلن ګاز بیه تر ۶۰ سلنې ډېره لوړه شوې ده.

د دغو موندنو له مخې، په کابل کې د هر کیلوګرام اوبلن ګاز بیه له ۵۵ افغانیو څخه ۹۰ افغانیو ته رسېدلې ده. همدارنګه د یوه لیټر پټرولو بیه له ۶۵ افغانیو څخه ۸۲ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د سون‌توکو د بیو لوړېدو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ژوند ټولیز لګښت هم زیات کړی دی.

په همدې موده کې د ۱۶ لېټره غوړیو د یوه بوشکې بیه له ۱۸۰۰ افغانیو څخه ۲۱۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

همدارنګه د ۲۵ کیلوګرامه وریجو د یوې بورۍ بیه له ۲۵۰۰ افغانیو څخه ۲۹۰۰ افغانیو ته، او د اوړو د یوې بورۍ بیه له ۱۵۰۰ افغانیو څخه ۱۶۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د یوه سیر بورې بیه هم له ۳۳۰ افغانیو څخه ۴۰۰ افغانیو ته رسېدلې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د نفت او ګاز شرکت وايي، د بازار د څارنې لپاره اوبلن ګاز د خپلو پلورنځیو له لارې خلکو ته وړاندې کوي.

دغه شرکت په کابل او پروان کې د هر کیلوګرام مایع ګاز بیه ۶۶ افغانۍ، په بدخشان کې ۶۷ افغانۍ، په بلخ کې ۶۴ افغانۍ او په هرات کې ۶۰ افغانۍ ټاکلې ده.

خو ښاریان وايي، په ازاد بازار کې لا هم د هر کیلوګرام مایع ګاز بیه د ۸۵ او ۹۰ افغانیو ترمنځ ده.

د هغوی په وینا، د طالبانو له لوري د ټاکل شوې بیې او د ازاد بازار د نرخ ترمنځ توپیر د ژوند لګښتونه نور هم لوړ کړي او پېرودونکي یې له ستونزو او ګډوډۍ سره مخ کړي دي.

طالبانو له بنګله‌دېش سره د دوه اړخیزو ګډو همکاریو د پراختیا پر اړتیا ټينګار کړی

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۱۱ GMT+۱
100%

په مسکو کې د طالبانو سفیر گل حسن حسن په روسیه کې د بنگله‌دېش له سفیر محمد نظرالاسلام سره په کتنه کې هیله څرګنده کړه، چې د بنگله‌دېش خصوصي سکټور په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول شي. طالب سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو د پراخېدو پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.

په مسکو کې د طالبانو سفارت د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۳۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، گل حسن حسن په مسکو کې د بنگله‌دېش له سفیر محمد نظرالاسلام سره په کتنه کې په افغانستان کې د پانګونې لپاره د رامنځته شویو «مناسبو» فرصتونو په اړه معلومات وړاندې کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، ګل حسن حسن په دې کتنه کې هیله څرگنده کړې، چې د بنگله‌دېش خصوصي سکټور، شرکتونه او صنعتي بنسټونه په افغانستان کې پانگونې ته وهڅول شي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «دواړو سفیرانو د اقتصادي، روغتیايي، ښوونیزو او تخنیکي همکاریو په اړه هم خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ګډو همکاریو د پراخېدو پر اړتیا ټینګار وکړ».

په خبرپاڼه کې د بنګله‌دېش د سفیر له قوله هېڅ راز معلومات ‌نه‌دي شریک شوي او د همدې لیدنې په تړاو په خپاره شوي عکس کې داسې ښکاري، چې د طالبانو سفیر د بنګله‌دېش سفارت ته د دغې لیدنې لپاره ورغلی دی.

بنګله‌دېش د هغو هېوادونو له ډلې دی، چې د طالبانو له حاکمیت څخه د پنځو کلونو په تېرېدو یې لا تراوسه دغه ډله په رسميت نه‌ده پېژندلې.

طالبان: په هرات کې د ټاپي ګازو د وېش لپاره د ۴۲۰ میلیونه ډالرو پر پانګونې خبرې روانې دي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۳۱ GMT+۱
100%

په هرات کې د طالبانو رسنیز دفتر اعلان کړی، چې په دغه ولایت کې د ټاپي ګازو د وېش شبکې لپاره د ۴۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د پانګونې خبرې اترې په جدي توګه روانې دي. د خبرپاڼې له مخې، تمه ده چې په نږدې راتلونکې کې د دې سترې شبکې د جوړولو وروستي پړاوونه په بشپړ ډول نهایي او لاسلیک شي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، دغه خبرې اترې په هرات ښار کې د ټاپي ګازو د وېش شبکې د جوړولو او پراختیا په موخه پیل شوې دي. په دغې پروژه کې د ۴۲۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د پانګونې اټکل شوی، چې د سیمې لپاره یو له سترو اقتصادي ګامونو څخه ګڼل کېږي.

د هرات د رسنیز دفتر په وینا، د دغې سترې اقتصادي پروژې په پلي کېدو سره به په دغه ولایت کې په مستقیم ډول شاوخوا ۳ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي. دغه راز ویل شوي چې د دې شبکې له لارې به شاوخوا ۷۰ زره نورو کسانو ته په غیر مستقیم ډول د کاري فرصتونو زمینه هم برابره شي.

مسوولینو ویلي دي چې د دغې پروژې د عملي چارو د پیل لپاره تخنیکي او اداري خبرې اترې په چټکۍ سره پرمخ روانې دي. دوی هیله ښودلې چې په نږدې راتلونکې کې به د دغې سترې پروژې ټول وروستي پړاوونه په بریالیتوب سره بشپړ او رسماً اعلان شي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت: په جوازونو او لوحو کې ملي ژبې جبري کېږي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۳۶ GMT+۱
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د هېواد په سوداګریزو جوازونو، لوحو او تولیدي نښو کې د ملي ژبو کارول پیاوړي کوي او بهرني اصطلاحات اصلاح کوي.

د دغه وزارت مالي او اداري معین شهاب‌الدین ثاقب د چنګاښ په ۳۰مه نېټه د لوحو او اعلاناتو د تابلوګانو د اصلاح له کمیسیون سره په کابل کې وکتل او پر دې لړۍ یې ټینګار وکړ.

په دې ناسته کې چې د مرکزي ثبت او فکري مالکیتونو عمومي رییس محمدحلیم مستعین او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د اطلاعاتو او استراتژۍ رئیس محمد اصف الیاس هم حضور درلود، پرېکړه وشوه چې د نویو جوازونو د صادرولو پر مهال به د بهرنیو نومونو پر ځای د هغو ژباړه په ملي ژبو لیکل کېږي.

شهاب‌الدین ثاقب په دې لیدنه کې ویلي دي چې د یوې ټولنې اساس او بنسټ د هغې کلتور دی او باید ټولې تبلیغاتي لوحې د کلتوري ارزښتونو سره سمې اصلاح شي.

د نوې پرېکړې له مخې، هغه پخواني صادر شوي سوداګریز جوازونه چې په انګلیسي ژبه لیکل شوي دي، باید بیرته اصلاح او له ملي ژبو سره برابر شي. د لوحو د اصلاح کمیسیون به په اونیز ډول په بازارونو کې څارنه کوي او د هغو شرکتونو نومونه به د مشورې او جوازونو د اصلاح لپاره له صنعت او سوداګرۍ وزارت سره شریکوي.

د دغه وزارت په لارښوونه، په نویو جوازونو کې د بهرنیو اصطلاحاتو پر کارولو د جدي احتیاط لارښوونه شوې او ویل شوي چې د ضرورت په وخت کې باید د بهرنیو کلمو تر څنګ د هغو پښتو یا دري ژباړه هم ذکر شي. دغه وزارت زیاته کړې ده چې دا ګام په هېواد کې د لوحو او جوازونو د کلتوري اصلاح او د ملي ژبو د پیاوړتیا په هدف اخیستل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو په اداري او کلتوري جوړښتونو کې پراخ بدلونونه روان دي او د دغې ډلې مشر تر دې وړاندې د دولتي ادارو له نومونو څخه د «ملي» کلمې د لیرې کولو او پر ځای یې د «عمومي» کلمې د کارولو امر کړی و.

برعکس دغه ډلې د ملي ژبو پر ځای عربي نومونه د خپلو ادارو لپاره غوره کړي چې تازه یې د پولیسو نوم «شرطې» ته اړولی او ټرافیک یې په «عبور او مرور» بدل کړې دي.

له ۱۰۰ ډېر افغان سوداګر د سوداګریزو همکاریو د پراختیا په موخه ازبکستان ته تللي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۱۰ GMT+۱
100%

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس سیدکریم هاشمي د څه باندې ۱۰۰ سوداګرو او پانګه والو په مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی دی. د دغه درې ورځني سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراخول، د ګډو پانګونو د فرصتونو ارزول او د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا ښودل شوې ده.

ټاکل شوې افغان سوداګریز پلاوی د ازبکستان د سردریا ولایت له والي، سیمه ییزو چارواکو او سوداګرو سره وګوري.

همدارنګه، د سردریا ولایت د تولیدي فابریکو لیدنه هم د دغه درې ورځني سفر د پروګرام برخه ده، چې موخه یې د صنعتي ظرفیتونو ارزونه او د همکاریو د نویو فرصتونو پېژندل دي.

ازبکستان د افغانستان له مهمو سوداګریزو شریکانو څخه دی او په وروستیو کلونو کې طالبانو او ازبک چارواکو د سوداګرۍ، ټرانزیټ، انرژۍ او پانګونې په برخو کې د اړیکو د پراختیا لپاره هڅې زیاتې کړې او په بېلابېلو کچو یې ګډې اقتصادي ناستې او سوداګریز سفرونه کړي دي.