د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، د شانګهای همکارۍ سازمان پلان لري چې د «خبرو اترو شریک» او «څارونکو» هېوادونو اوسنۍ څوکۍ د «شانګهای همکارۍ سازمان شریک» مقام کې سره یوځای کړي.
لاوروف خبریالانو ته وویل: «موږ په بریالیتوب سره کار کړی دی. دا د شانګهای همکارۍ سازمان د هغې سرمشریزې د چمتووالي یوه برخه ده چې د روان کال په مني کې به په بشکیک کې جوړه شي».
لاوروف وايي، د سازمان د سرمشریزې لپاره د چمتو شویو مسودو اسنادو کې د نویو ننګونو او ګواښونو د مخنیوي لپاره د یوه نړیوال مرکز جوړول او همدارنګه له نشهيي توکو سره د مبارزې لپاره د یوه مرکز رامنځته کول شامل دي.
هغه وویل، چې دوی به دا هم اعلان کړي چې اوسني د خبرو اترو شریکان او څارونکي به د شانګهای همکارۍ سازمان د یوه واحد شریک مقام ته واړول شي.
لاوروف زیاته کړه، چې اوس مهال د شانګهای همکارۍ سازمان لس غړي هېوادونه، ۱۵ د خبرو اترو شریک هېوادونه او دوه څارونکي هېوادونه لري.
د روسیې د تاس اژانس د رپوټ له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل: «دغه ۱۷ هېوادونه به د شریکانو په توګه ونومول شي، هیله لرم چې دوی به پرې اعتراض ونه کړي».
شانګهای همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱ کال کې جوړ شوی او غړي هېوادونه یې بلاروس، هند، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، چین، پاکستان، روسیه، تاجکستان او ازبکستان دي. د شانګهای همکارۍ سازمان د خبرو اترو شریک هېوادونه اذربایجان، ارمنیا، بحرین، مصر، کمبودیا، قطر، کویټ، مالدیف، میانمار، نیپال، متحده عربي امارات، سعودي عربستان، ترکیه، لاوس او سریلانکا دي.
افغانستان او منګولیا د دغه سازمان د څارونکو هېوادونو په ډله کې دي.