د جرمني د اساسي قانون فدرالي محکمې د یوې پرېکړې له مخې، چې د جولای پر ۲۲مه خپره شوې، برلین د افغانانو لپاره د منلو پروګرامونه په بشپړ ډول او له انفرادي ارزونې پرته نه شي درولای. د محکمې په وینا، د هر بهرني کس ځانګړي شرایط باید وارزول شي او د هغه د وضعیت اړوند ټول مسایل باید په پام کې ونیول شي.
دا قضیه «د بشري حقونو لېست» په نوم د افغانانو د منلو له هغه پروګرام سره تړاو لري، چې اوس پای ته رسول شوی دی.
شکایت کوونکې یوه افغانه مور او د هغې دوه کم عمره زامن دي. دوی په افغانستان کې د ښځو په خوندي مرکزونو کې اوسېدل او اوس مهال په پاکستان کې دي. په پاکستان کې د جرمني حکومت له خوا د نړیوالې همکارۍ فدرالي ادارې یا جي ای زیډ له لارې ورسره مرسته کېږي.
محکمې څرګنده کړې چې که څه هم حکومت د بهرنیانو د منلو په موضوعاتو کې پراخ سیاسي واک لري، خو په یوه قانوني دولت کې اجراییه اداره هیڅکله «په بشپړه توګه ازاده» نه ده او حکومت باید د قانون د حاکمیت له عمومي اصولو، په ځانګړي ډول د خپلسرو پرېکړو د منع کولو له اصل، پیروي وکړي.
د محکمې له نظره، کله چې یو کس ته د منلو رسمي ژمنه ورکړل شي، بیا له دغه تصمیم څخه شاتګ باید د همغه کس د ځانګړي حالت او شخصي شرایطو په پام کې نیولو سره وشي.
محکمې ویلي، «یوازې یوه عمومي پرېکړه چې ټول کسان پکې یو شان شامل کړي، بسنه نه کوي».
د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې د جرمني فدرالي کورنیو چارو وزارت د بهرنیو چارو وزارت ته خبر ورکړی و چې دغه کورنۍ به د استوګنې قانون د ۲۲مې مادې د دویم بند له مخې ومنل شي.
د فدرالي اساسي قانون محکمې استدلال
محکمې ویلي، چې که حکومت د یوه مشخص کس په ګټه د منلو پرېکړه وکړي او هغه کس ته خبر ورکړي، نو د حکومت د پرېکړې ازادي محدودیږي ځکه دغه کس نور یوازې یو بهرنی نه وي، بلکې د ځانګړو حقونو او شخصي ګټو څښتن انسان وي. د محکمې په وینا، له همدې امله، د هغه شخص وضعیت باید د هرې نوې پرېکړې پر مهال په پام کې ونیول شي.
محکمې ومنله چې حکومت لا هم کولای شي له پخوانۍ پرېکړې شاته شي، خو باید وښيي چې د همغه کس ځانګړي شرایط یې ارزولي دي.
محکمې د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر عمومي پرېکړه ځکه ناسمه بللې چې د هر کس ځانګړی حالت پکې نه و ارزول شوی.
محکمې ویلي، چې حکومت باید د دغې کورنۍ د وضعیت په اړه جلا ارزونه وکړي.
محکمې زیاته کړې، چې د قضیې د بېرته استولو له امله، د برلین-براندنبورګ عالي اداري محکمه باید دا پرېکړه هم وکړي چې ایا جرمني باید تر وروستۍ پرېکړې پورې په پاکستان کې د دغې کورنۍ ملاتړ ته دوام ورکړي او که نه.
د جرمني د اساسي قانون فدرالي محکمې په وینا، تر هغه پورې باید برلین د دغو کسانو ملاتړ روان وساتي، څو یا ویزې ورکړل شي او یا د کورنیو چارو وزارت د قانون له غوښتنو سره سم نوی تصمیم ونیسي.
د افغانانو د منلو پروګرامونه
د افغانانو د منلو پروګرامونه وروسته له هغه رامنځته شول چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره سم طالبانو یو ځل بیا په افغانستان کې واک تر لاسه کړ. د جرمني حکومت ژمنه کړې وه چې د جرمني ادارو پخواني افغان کارکوونکي او هغه کسان چې د بشري حقونو، سیاسي فعالیتونو یا نورو دلیلونو له امله له جدي ګواښ سره مخ دي، ومني.
ډېر افغانان چې د جرمني د منلو ژمنې یې ترلاسه کړې وې، له میاشتو او حتا کلونو راهیسې په پاکستان کې د ویزو په انتظار پاتې دي.
د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې د جرمني تور-سور ایتلافي حکومت د افغانانو د منلو پروګرامونه په موقتي ډول ودرول. وروسته د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې د کورنیو چارو فدرالي وزارت د افغانانو د منلو د انتقال پروګرام او د «بشري حقونو لېست» له لارې ورکړل شوې ټولې ژمنې بېرته لغوه کړې او اعلان یې وکړ چې نور د دغو کسانو د منلو لپاره سیاسي اړتیا نه ویني.