د ایرنا خبرې اژانس دراپور له مخې، د ایران د کرمان ولایت د بم ښاروال وحدت عیدي د پنجشنبې په ورځ، د زمري میاشتې په لومړۍ نېټه، د کرمان ولایت د اقتصادي فعالانو او د افغانستان د سوداګرو په ګډه غونډه کې وویل، چې د بم ولسوالۍ او د کرمان ولایت ختیزې سیمې د سوداګرۍ د روښانه مخینې او د پام وړ اقتصادي شاخصونو په لرلو سره د دوه اړخیزو همکاریو د پراخولو لپاره بېساري ظرفیتونه لري.
د نوموړي په وینا، د ایران کرمان ولایت او افغانستان ترمنځ اقتصادي همکارۍ د صنعت او کانونو، فرهنګي میراث او ګرځندوی او همدارنګه د کرنې او مالدارۍ په دریو اصلي برخو کې د پراختیا وړ دي.
عیدي د پانګونې د اسانتیاوو لپاره د ایران د حکومت اقداماتو ته په اشارې ویلي، چې په تېر یو نیم کال کې د بم ښاروالۍ کې د پانګونې د جذب او ملاتړ دفتر جوړ شوی او د پانګه والو د جذب په برخه کې یې اغیزناک ګامونه اخیستي دي.
نوموړي هیله ښودلې چې د افغان سوداګرو په حضور سره به د دواړو لوریو سوداګریزې اړیکې لا چټکې شي.
د بم ښاروال د بم د ایران د سوداګرۍ خونې او د افغان سوداګرو د استازو ترمنځ د یوې تخصصي کاري ډلې پر جوړېدو هم ټینګار کړی دی.
هغه د افغان سوداګرو د استوګنې د ستونزو په اړه ویلي، چې اقتصادي فعالان کولای شي د ایران د بهرنیو چارو وزارت له لارې د قانوني جوازونو ترلاسه کولو وروسته په اسانۍ تګ راتګ وکړي او د استوګنې جواز هم ترلاسه کړي.
د هغه په وینا، په دې برخه کې کوم قانوني خنډ نشته او که ستونزه رامنځته شي، سیمه ییز چارواکي یې د اړوندو ادارو له لارې د حل لپاره چمتو دي.
په همدې غونډه کې د بم د سوداګرۍ خونې مشر حامد بدرابادي ویلي، چې د افغانستان د سوداګریز پلاوي له لوري د خورما د بسته بندۍ مرکزونو، سړو خونو، د مصنوي لرګیو د تولید فابریکو او د ارګ جدید له ځانګړې اقتصادي سیمې لیدنو د سیمې د صنعتي، کانونو او کرنیزو ظرفیتونو په اړه د هغوی لید بدل کړی دی.