• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د نورستان د برګمټال ولسوالۍ په یوه کان کې د چاودنې له امله ۳ کان کېندونکي وژل شوي

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۱۲ GMT+۱

د نورستان په برګمټال ولسوالۍ کې په یوه کان کې د کان کېندنې پر مهال د چاودنې له امله ۳ کان کېندونکي وژل شوي دي. دغه پېښه نن (جمعه د زمري ۲مه) په پچیګرام سیمه کې رامنځته شوې ده.

د نورستان ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ د جمعې په ورځ (د زمري ۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه پېښه په یاد کان کې د چاودېدونکو کارېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

د خبرپاڼې له‌مخې، د یادو کان کېندونکو جسدونه له کان څخه را اېستل شوي او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

شنونکي وايي، د هېواد په کابو ټولو کانونو کې د کارګرو خوندیتوب ته چندانې پام نه‌کېږي او ان حفاظتي وسایل هم نه‌لري او له همدې امله ډېری وخت په کاني پېښو کې کارګر قرباني کېږي.

ترویج لرونکی

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني
۱

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۲

د طالبانو او مخالفو ځواکونو تر منځ په بدخشان کې نښته شوې

۳

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۴

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جلاوطنۍ؛ د پاچا محمد ظاهر شاه د ژوند کیسه

•
•
•

نور کیسې

په بادغیس کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ او ۸ نور ټپیان شوي دي

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۰۹ GMT+۱
100%

د بادغیس ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ او ۸ نور ټپيان شوي دي. د یادو مسوولینو په وینا، دغه پېښه تېره شپه (پنجشنبه د زمري لومړۍ) په بند سبزک سیمه کې رامنځته شوې ده.

د بادغیس ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند صدیق‌الله صدیقي وايي، دغه پېښه تېره شپه د بادغیس- هرات پر لویه لاره د بادغیس د مرکز اړوند په بند سبزک سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې یو لنډکروزر موټر د ډېر سرعت له امله له سړک څخه منحرف او چپه شو.

د نوموړي په وینا، په ټپيانو کې د درېیو روغتیايي وضعیت ډېر نازک وو او د درملنې لپاره د هرات حوزوي روغتون او پاتې نور یې د بادغیس مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.

سره له دې چې دغه پېښه د ډېر سرعت له امله رامنځته شوې، خو ځايي ټرافیک مسوولینو د پلټونو له دوامه خبر ورکړی دی.

ههنګاو سازمان: په ایران کې درې افغانان د اعدام په سزا محکوم شوي

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۰۰ GMT+۱
100%

د بشري حقونو سازمان ههنګاو وایي، د ایران د اصفهان انقلابي محکمې درې افغان وګړي د پولیسو حوزې د سوځولو په تور د اعدام په سزا محکوم کړي دي. د دغه سازمان په وینا یاد کسان ۴۰ ورځې په بې خبرۍ کې ساتل شوي وو او د همدې دوسیې یو بل ۲۳ کلن افغان هم د جولای په ۱۹مه په پټه اعدام شوی دی.

د بشري حقونو یاد سازمان د راپور له مخې، دغه درې کسان د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۱۰مه د اصفهان په یوه واټ کې د حکومتي ځواکونو له خوا نیول شوي وو او تر نیول کېدو وروسته ۴۰ ورځې د ایران د اطلاعاتو وزارت په توقیف خونه کې په بشپړه بې خبرۍ کې ساتل شوي وو.

د ههنګاو په وینا، هغوی په دې موده کې له خپلو کورنیو او له بهرنۍ نړۍ سره له هر ډول اړیکې محروم وو.

ههنګاو وایي، نیول شوي کسان افشار شاه احمدي، ایمان شفایي او صدرالدین احمدزاده نومیږي.

د راپور له مخې، ایمان شفایي تر نیول کېدو مخکې د تنفسي ناروغۍ له ستونزې سره مخ و، خو د سختو پلټنو او د طبي پاملرنې د نشتوالي له امله یې ناروغي په شدیدې سالنډۍ بدله شوې او لا هم له درملنې او درملو بې برخې دی.

ههنګاو وایي، افشار شاه احمدي او ایمان شفایي له خپلو کورنیو سره په اصفهان کې اوسېدل، او صدرالدین احمدزاده د کار لپاره ایران ته تللی و.

دغه سازمان همداراز ویلي چې د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۱۹مه د اصفهان د «علیخاني میدان» د دوسیې د دوو تورنو کسانو د اعدام حکم په پټه د اصفهان په مرکزي زندان کې اجرا شوی چې یو له هغوی ۲۳ کلن افغان وګړی ګل محمد محمدي و.

ههنګاو دا راپور د ایران د اعتراضونو له نیول شویو کسانو سره د چلند او د اعدام د حکمونو د چټک اجرا په اړه د اندېښنو په دوام خپور کړی دی.

ایران د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر او ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په میاشتو کې د اقتصادي ستونزو او د حکومت پر ضد د اعتراضونو له پراخېدو وروسته سلګونه کسان ونیول. د بشري حقونو سازمانونو په وینا، د دغو اعتراضونو له نیول شویو کسانو سره د چلند، د اعترافونو د ترلاسه کولو لپاره د فشار او د چټکو قضایي بهیرونو په اړه اندېښنې شته.

د بشري حقونو سازمان «ههنګاو» وایي، په وروستیو میاشتو کې د اعتراضونو پرمهال له نیول شویو کسانو سره تړاو لرونکو د اعدام حکمونه زیات شوي دي.

ایراني چارواکو تر اوسه د دغو درې افغان وګړو د اعدام د حکم او د یاد راپور په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

زیتون د زړه، دماغ او هاضمې لپاره ګټور طبیعي خواړه

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۰۷ GMT+۱
100%

روغتیايي متخصصین وایي، زیتون او د زیتون غوړي د ګټورو غوړو، ویټامین اي او انټي اکسیدنټونو بډایه سرچینه ده. د څېړنو له مخې، د زیتون منظم استعمال د زړه او دماغ روغتیا پیاوړې کوي، التهاب کموي، هاضمه ښه کوي او د ځینو مزمنو ناروغیو د خطر په راکمولو کې مرسته کوي.

زیتون له هغو خوړو څخه دی چې د نړۍ د تغذیې متخصصین یې د سالم ژوند د مهمو برخو په توګه یادوي. زیتون او ترې جوړ شوي غوړي د «مدیترانې» د خوړو د رژیم مهمه برخه ده او ګڼې څېړنې یې له اوږد او سالم ژوند سره تړي.

متخصصین وایي، زیتون د ګټورو غوړو، ویټامین اي او پیاوړو انټي اکسیدنټونو ښه سرچینه ده. دغه مواد د خراب کولېسټرول (LDL) په کمولو او د ښه کولېسټرول (HDL) په ساتلو کې مرسته کوي، چې ورسره د زړه او د وینې د رګونو د ناروغیو خطر راکمېږي.

څېړنې ښيي، په زیتون کې موجود پولیفینولونه د بدن التهاب کموي. اوږدمهاله التهاب د شکر، د زړه ناروغیو او ځینو سرطانونو له مهمو خطرونو څخه ګڼل کېږي.

روغتیايي څېړونکي زیاتوي چې د زیتون منظم استعمال د دماغ د فعالیت، حافظې او تمرکز په ښه کولو کې هم مرسته کوي او د عمر له زیاتېدو سره د دماغ د ځینو ناروغیو د خطر په کمولو کې اغېز لرلای شي.

زیتون د هاضمې سیستم لپاره هم ګټور بلل کېږي، ځکه د کولمو د ګټورو باکتریاوو په وده کې مرسته کوي او هضم ښه کوي. سربېره پر دې، ویټامین اي یې د پوستکي او ویښتو په ساتنه او د پوستکي د زړښت په ورو کولو کې مهم رول لري.

متخصصین سپارښتنه کوي چې زیتون باید د مناسبو خوړو د یوې برخې په توګه وکارول شي. خو هغه کسان چې د وینې لوړ فشار لري، باید مالګین زیتون په احتیاط وکاروي.

د تغذیې متخصصین ټینګار کوي چې یوازې زیتون د ناروغیو مخه نه شي نیولای، خو که له سالم خورکي رژیم، منظم ورزش او روغ ژوندانه سره یوځای وکارول شي، د عمومي روغتیا په ښه کولو کې مهمه ونډه لرلای شي.

شهباز شریف وايي طالبانو ته یې ویلي چې افغان خاوره د پاکستان خلاف ونه کاریږي

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۴۱ GMT+۱
100%

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف یوځل بیا پر طالبانو غږ وکړ، چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د وسله والو د فعالیتونو مخه ونیسي. شهباز شریف دا څرګندونې په اسلام‌اباد کې د «بلوچستان نیشنل ورکشاپ» غونډې ته د وینا پر مهال وکړې.

نوموړي وویل، « پاکستان هڅه کړې افغان چارواکي وپوهوي، چې د ترهګرو ډلو پر ضد اقدام وکړي او اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکارول شي».

هغه یو ځل بیا ادعا وکړه چې په پاکستان کې د ترهګرۍ تر شا د هند لاس دی او زیاته یې کړه، چې د امنیتي ګواښونو د مقابلې لپاره ګډو هڅو ته اړتیا ده.

د پاکستان لومړي وزیر د بلوچستان د پراختیا په اړه هم وویل، چې فدرالي حکومت د دغه ایالت د پرمختګ لپاره د مالي سرچینو برابرولو ته ژمن دی.

د هغه په وینا، د کراچۍ ـ چمن د دوه اړخیز سړک شاوخوا ۳۰۰ میلیارده روپۍ ارزښت لرونکې پروژه به په راتلونکو یو نیم تر دوو کلونو کې بشپړه شي.

شهباز شریف همداراز وویل، چې پنجاب ایالت د ملي مالي کمېسیوند وېش له لارې بلوچستان ته ۱۵۰ میلیارده روپۍ ورکړې او نورو ایالتونو هم د بلوچستان د پرمختګ لپاره خپله ونډه ادا کړې ده.

شهباز شریف د پاکستان خلاف د افغان خاورې د کارېدو په تړاو څرګندونې داسې مهال کوي، چې طالبانو دا ډول څرګندونې له وړاندې رد کړې او اسلام اباد تورنوي، چې وسله وال مخالفان یې حمایه کوي.

د طالبانو د شمال لـوېدیځ زون امنیتي او ملکي چارواکو په بـلخ کې ناسته کړې

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۴۷ GMT+۱
100%

د طالبانو د شمال لوېدیځ زون د پنځو ولایتونو واليانو، امنیه قوماندانانو، د استخباراتو مسوولانو او د نظامي محاکمو مشرانو د بلخ په کوربه توب د همغږۍ اتمه ګډه غونډه کړې او د امنیت، ادارې او د حکومتولۍ اړوند موضوعات یې ارزولي دي.

په بلخ ولایت کې د طالبانو د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، غونډه د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا په مشرۍ جوړه شوې وه، چې د سرپل، جوزجان، سمنګان او فاریاب والیانو، د ۲۰۹ الفتح قول اردو مرستیال او د طالبانو د شمال زون د نظامي محکمو رییسانو هم پکې ګډون کړی و.

د طالبانو د شمال زون د نظامي محکمې رییس مفتي حفیظ الله محمدي غونډې ته په وینا کې ویلي، چې د اسلامي نظام د ساتنې لپاره د مسوولانو ګډ مسوولیت دا دی چې د خلکو خدمت وکړي، د ولس باور ترلاسه کړي او د خلکو او حکومتي ادارو ترمنځ واټن کم کړي.

د طالبانو د بلخ ولایت د مقام د دفتر رییس مولوي فضل ربي فضلي د تېرې غونډې د پرېکړو د عملي کېدو راپور وړاندې کړی او ویلي یې دي، چې د همغږۍ په دې ناسته کې د اوو زونونو اړوند نوي موضوعات هم د بحث لپاره شریک شوي دي.

په دې ناسته کې د طالبانو د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا دا ډول غونډې د خپلې ادارې د پیاوړتیا، د هبت الله اخوندزاده د فرمانونو د عملي کېدو، د خلکو ستونزو ته د رسېدو، د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې، د امنیتي وضعیت د ارزونې او د ولایتونو ترمنځ د همغږۍ د پراخولو لپاره مهمې بللې دي.

هغه له ګډونوالو غوښتي، چې خپلې نیمګړتیاوې او ستونزې په روښانه ډول مطرح کړي، څو د حل لپاره یې ګډې پرېکړې وشي.

دا د شمال لوېدیځ زون د چارواکو د همغږۍ اتمه غونډه ده، چې د طالبانو د ادارې په وینا، د اړوندو ولایتونو ترمنځ د ګډو امنیتي او اداري مسایلو د همغږۍ لپاره جوړیږي.

دغه ناسته داسې مهال کیږي، چې په وروستیو ورځو کې د طالبانو وسله والو مخالفانو د بدخشان په یو شمېر سیمو کې په وسله والو بریدونو لاس پورې کړی دی.