• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
روغتیا او ژوند

زیتون د زړه، دماغ او هاضمې لپاره ګټور طبیعي خواړه

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۰۷ GMT+۱تازه شوی: ۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۴۱ GMT+۱

روغتیايي متخصصین وایي، زیتون او د زیتون غوړي د ګټورو غوړو، ویټامین اي او انټي اکسیدنټونو بډایه سرچینه ده. د څېړنو له مخې، د زیتون منظم استعمال د زړه او دماغ روغتیا پیاوړې کوي، التهاب کموي، هاضمه ښه کوي او د ځینو مزمنو ناروغیو د خطر په راکمولو کې مرسته کوي.

زیتون له هغو خوړو څخه دی چې د نړۍ د تغذیې متخصصین یې د سالم ژوند د مهمو برخو په توګه یادوي. زیتون او ترې جوړ شوي غوړي د «مدیترانې» د خوړو د رژیم مهمه برخه ده او ګڼې څېړنې یې له اوږد او سالم ژوند سره تړي.

متخصصین وایي، زیتون د ګټورو غوړو، ویټامین اي او پیاوړو انټي اکسیدنټونو ښه سرچینه ده. دغه مواد د خراب کولېسټرول (LDL) په کمولو او د ښه کولېسټرول (HDL) په ساتلو کې مرسته کوي، چې ورسره د زړه او د وینې د رګونو د ناروغیو خطر راکمېږي.

څېړنې ښيي، په زیتون کې موجود پولیفینولونه د بدن التهاب کموي. اوږدمهاله التهاب د شکر، د زړه ناروغیو او ځینو سرطانونو له مهمو خطرونو څخه ګڼل کېږي.

روغتیايي څېړونکي زیاتوي چې د زیتون منظم استعمال د دماغ د فعالیت، حافظې او تمرکز په ښه کولو کې هم مرسته کوي او د عمر له زیاتېدو سره د دماغ د ځینو ناروغیو د خطر په کمولو کې اغېز لرلای شي.

زیتون د هاضمې سیستم لپاره هم ګټور بلل کېږي، ځکه د کولمو د ګټورو باکتریاوو په وده کې مرسته کوي او هضم ښه کوي. سربېره پر دې، ویټامین اي یې د پوستکي او ویښتو په ساتنه او د پوستکي د زړښت په ورو کولو کې مهم رول لري.

متخصصین سپارښتنه کوي چې زیتون باید د مناسبو خوړو د یوې برخې په توګه وکارول شي. خو هغه کسان چې د وینې لوړ فشار لري، باید مالګین زیتون په احتیاط وکاروي.

د تغذیې متخصصین ټینګار کوي چې یوازې زیتون د ناروغیو مخه نه شي نیولای، خو که له سالم خورکي رژیم، منظم ورزش او روغ ژوندانه سره یوځای وکارول شي، د عمومي روغتیا په ښه کولو کې مهمه ونډه لرلای شي.

ترویج لرونکی

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني
۱

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۲

د طالبانو او مخالفو ځواکونو تر منځ په بدخشان کې نښته شوې

۳

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۴

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

۵

ملا ندیم محصلینو او طالبانو ته: کوشش وکړئ چې د امیرالمومنین بې اطاعتي درڅخه ونشي

•
•
•

نور کیسې

شهباز شریف وايي طالبانو ته یې ویلي چې افغان خاوره د پاکستان خلاف ونه کاریږي

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۴۱ GMT+۱
100%

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف یوځل بیا پر طالبانو غږ وکړ، چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د وسله والو د فعالیتونو مخه ونیسي. شهباز شریف دا څرګندونې په اسلام‌اباد کې د «بلوچستان نیشنل ورکشاپ» غونډې ته د وینا پر مهال وکړې.

نوموړي وویل، « پاکستان هڅه کړې افغان چارواکي وپوهوي، چې د ترهګرو ډلو پر ضد اقدام وکړي او اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکارول شي».

هغه یو ځل بیا ادعا وکړه چې په پاکستان کې د ترهګرۍ تر شا د هند لاس دی او زیاته یې کړه، چې د امنیتي ګواښونو د مقابلې لپاره ګډو هڅو ته اړتیا ده.

د پاکستان لومړي وزیر د بلوچستان د پراختیا په اړه هم وویل، چې فدرالي حکومت د دغه ایالت د پرمختګ لپاره د مالي سرچینو برابرولو ته ژمن دی.

د هغه په وینا، د کراچۍ ـ چمن د دوه اړخیز سړک شاوخوا ۳۰۰ میلیارده روپۍ ارزښت لرونکې پروژه به په راتلونکو یو نیم تر دوو کلونو کې بشپړه شي.

شهباز شریف همداراز وویل، چې پنجاب ایالت د ملي مالي کمېسیوند وېش له لارې بلوچستان ته ۱۵۰ میلیارده روپۍ ورکړې او نورو ایالتونو هم د بلوچستان د پرمختګ لپاره خپله ونډه ادا کړې ده.

شهباز شریف د پاکستان خلاف د افغان خاورې د کارېدو په تړاو څرګندونې داسې مهال کوي، چې طالبانو دا ډول څرګندونې له وړاندې رد کړې او اسلام اباد تورنوي، چې وسله وال مخالفان یې حمایه کوي.

د طالبانو د شمال لـوېدیځ زون امنیتي او ملکي چارواکو په بـلخ کې ناسته کړې

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۴۷ GMT+۱
100%

د طالبانو د شمال لوېدیځ زون د پنځو ولایتونو واليانو، امنیه قوماندانانو، د استخباراتو مسوولانو او د نظامي محاکمو مشرانو د بلخ په کوربه توب د همغږۍ اتمه ګډه غونډه کړې او د امنیت، ادارې او د حکومتولۍ اړوند موضوعات یې ارزولي دي.

په بلخ ولایت کې د طالبانو د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، غونډه د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا په مشرۍ جوړه شوې وه، چې د سرپل، جوزجان، سمنګان او فاریاب والیانو، د ۲۰۹ الفتح قول اردو مرستیال او د طالبانو د شمال زون د نظامي محکمو رییسانو هم پکې ګډون کړی و.

د طالبانو د شمال زون د نظامي محکمې رییس مفتي حفیظ الله محمدي غونډې ته په وینا کې ویلي، چې د اسلامي نظام د ساتنې لپاره د مسوولانو ګډ مسوولیت دا دی چې د خلکو خدمت وکړي، د ولس باور ترلاسه کړي او د خلکو او حکومتي ادارو ترمنځ واټن کم کړي.

د طالبانو د بلخ ولایت د مقام د دفتر رییس مولوي فضل ربي فضلي د تېرې غونډې د پرېکړو د عملي کېدو راپور وړاندې کړی او ویلي یې دي، چې د همغږۍ په دې ناسته کې د اوو زونونو اړوند نوي موضوعات هم د بحث لپاره شریک شوي دي.

په دې ناسته کې د طالبانو د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا دا ډول غونډې د خپلې ادارې د پیاوړتیا، د هبت الله اخوندزاده د فرمانونو د عملي کېدو، د خلکو ستونزو ته د رسېدو، د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې، د امنیتي وضعیت د ارزونې او د ولایتونو ترمنځ د همغږۍ د پراخولو لپاره مهمې بللې دي.

هغه له ګډونوالو غوښتي، چې خپلې نیمګړتیاوې او ستونزې په روښانه ډول مطرح کړي، څو د حل لپاره یې ګډې پرېکړې وشي.

دا د شمال لوېدیځ زون د چارواکو د همغږۍ اتمه غونډه ده، چې د طالبانو د ادارې په وینا، د اړوندو ولایتونو ترمنځ د ګډو امنیتي او اداري مسایلو د همغږۍ لپاره جوړیږي.

دغه ناسته داسې مهال کیږي، چې په وروستیو ورځو کې د طالبانو وسله والو مخالفانو د بدخشان په یو شمېر سیمو کې په وسله والو بریدونو لاس پورې کړی دی.

کرملین: روسیه د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره د ټرمپ نویو وړاندیزونو ته انتظار باسي

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۰۱ GMT+۱
100%

کرملین وايي، روسیه په دې باور ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره په خپلو هڅو کې رښتینی دی او سره له دې چې متحده ایالتونه لا هم کییف ته وسلې ور کوي، د واشنګټن نویو وړاندیزونو ته به انتظار وباسي.

د کرملین ویاند دمیتري پسکوف د جمعې په ورځ وویل، چې تر هغه وخته به روسیه د خپلو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره جګړې ته په پوځي لاره دوام ورکړي.

پسکوف وویل: «هو، جګړه زموږ د خوښې لاره نه ده، خو د سولې لپاره کومه هیله نه لیدل کېږي، موږ به تر پایه، یعنې بشپړ بري پورې، دوام ورکړو. په ورته وخت کې به د امریکا د نویو وړاندیزونو انتظار هم وباسو».

د هغه په وینا، کرملین غواړي له ټرمپ سره ډیپلوماتیک تماسونه وساتي او د جګړې د اوږدېدو پړه د اوکراین پر اروپايي متحدانو واچوي.

پسکوف وویل: «امریکایان، ولسمشر ټرمپ او د هغه مرکچیان په رښتینې توګه هڅه کوي داسې حللارې وړاندې کړي چې د ټولو لپاره د منلو وړ وي. هغه وړاندیز چې دوی کړی و، موږ ومانه، خو اوکراین رد کړ.»

هغه زیاته کړه: «امریکایانو ونه شوای کولای اوکراینیان قانع کړي، ځکه اروپایانو هغوی دې ته هڅول.»

د روسیې، اوکراین او امریکا ترمنځ وروستۍ درې اړخیزې خبرې د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ کې شوې وې.

پسکوف وویل، د امریکا دریځ مبهم دی، ځکه چې له یوې خوا د جګړې د پای ته رسولو خبره کوي، خو له بلې خوا اوکراین ته د وسلو لېږد ته دوام ورکوي.

هغه وویل: «خو موږ باید د ټرمپ د ادارې له دې دوه‌ګوني دریځ سره سره هغه څه وکړو چې زموږ له ګټو سره سمون لري. د هغوی د سولې د ټینګښت هڅه په بشپړه توګه زموږ له ګټو سره برابره ده».

د ایران د بم ښاروال له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو پراخولو ته تیاری ښودلی

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۵۷ GMT+۱
100%

د ایران د کرمان ولایت د بم ښاروال وايي، چې د بم او د کرمان ختیزې سیمې له افغانستان سره د صنعت، کانونو، کرنې او ګرځندوی په برخو کې د اقتصادي همکاریو لوړ ظرفیت لري او له همدې امله له کابل سره د اقتصادي همکاریو پراخولو ته چمتو دی.

د ایرنا خبرې اژانس دراپور له مخې، د ایران د کرمان ولایت د بم ښاروال وحدت عیدي د پنجشنبې په ورځ، د زمري میاشتې په لومړۍ نېټه، د کرمان ولایت د اقتصادي فعالانو او د افغانستان د سوداګرو په ګډه غونډه کې وویل، چې د بم ولسوالۍ او د کرمان ولایت ختیزې سیمې د سوداګرۍ د روښانه مخینې او د پام وړ اقتصادي شاخصونو په لرلو سره د دوه اړخیزو همکاریو د پراخولو لپاره بېساري ظرفیتونه لري.

د نوموړي په وینا، د ایران کرمان ولایت او افغانستان ترمنځ اقتصادي همکارۍ د صنعت او کانونو، فرهنګي میراث او ګرځندوی او همدارنګه د کرنې او مالدارۍ په دریو اصلي برخو کې د پراختیا وړ دي.

عیدي د پانګونې د اسانتیاوو لپاره د ایران د حکومت اقداماتو ته په اشارې ویلي، چې په تېر یو نیم کال کې د بم ښاروالۍ کې د پانګونې د جذب او ملاتړ دفتر جوړ شوی او د پانګه والو د جذب په برخه کې یې اغیزناک ګامونه اخیستي دي.

نوموړي هیله ښودلې چې د افغان سوداګرو په حضور سره به د دواړو لوریو سوداګریزې اړیکې لا چټکې شي.

د بم ښاروال د بم د ایران د سوداګرۍ خونې او د افغان سوداګرو د استازو ترمنځ د یوې تخصصي کاري ډلې پر جوړېدو هم ټینګار کړی دی.

هغه د افغان سوداګرو د استوګنې د ستونزو په اړه ویلي، چې اقتصادي فعالان کولای شي د ایران د بهرنیو چارو وزارت له لارې د قانوني جوازونو ترلاسه کولو وروسته په اسانۍ تګ راتګ وکړي او د استوګنې جواز هم ترلاسه کړي.

د هغه په وینا، په دې برخه کې کوم قانوني خنډ نشته او که ستونزه رامنځته شي، سیمه ییز چارواکي یې د اړوندو ادارو له لارې د حل لپاره چمتو دي.

په همدې غونډه کې د بم د سوداګرۍ خونې مشر حامد بدرابادي ویلي، چې د افغانستان د سوداګریز پلاوي له لوري د خورما د بسته بندۍ مرکزونو، سړو خونو، د مصنوي لرګیو د تولید فابریکو او د ارګ جدید له ځانګړې اقتصادي سیمې لیدنو د سیمې د صنعتي، کانونو او کرنیزو ظرفیتونو په اړه د هغوی لید بدل کړی دی.

طالبانو په ننګرهار کې یو سیمه ییز خبریال نیولی

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۴۶ GMT+۱
100%

په ننګرهار کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبانو سیمه‌ییز خبریال او ښوونکی عزیزالله عزیز نیولی دی. د سرچینې په وینا، عزیز د شینوارو په لویه ولسوالۍ کې له خپل کور څخه نیول شوی دی.

سرچینه وايي، تېره شپه د عزیز شینواري په کور کې د موسیقۍ پروګرام جوړ شوی و چې د طالبانو محتسبانو پرې چاپه ووهله او د هغه په ګډون یې څو کسان ونیول.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، طالبانو نور نیول شوي کسان بېرته خوشې کړي، خو عزیزالله عزیز لا هم په بند کې دی.

تر اوسه طالبانو د شینواري د نیولو او زنداني کېدو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له بیا واکمنېدو وروسته پر رسنیو، خبریالانو او هنري فعالیتونو پراخ محدودیتونه لګولي دي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، خبریالان د طالبانو له خپل‌سرو نیونو، ګواښونو، تاوتریخجن چلند او سانسور سره مخ دي.

د طالبانو د امر بالمعروف محتسبانو په بېلابېلو ولایتونو کې د موسیقۍ د غږولو له امله رسنۍ او شخصي غونډې هم څارلې او ځینې کسان یې نیولي دي. د طالبانو د امر بالمعروف قانون د موسیقۍ غږول منع کړي دي.