• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د شمال لـوېدیځ زون امنیتي او ملکي چارواکو په بـلخ کې ناسته کړې

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۴۷ GMT+۱

د طالبانو د شمال لوېدیځ زون د پنځو ولایتونو واليانو، امنیه قوماندانانو، د استخباراتو مسوولانو او د نظامي محاکمو مشرانو د بلخ په کوربه توب د همغږۍ اتمه ګډه غونډه کړې او د امنیت، ادارې او د حکومتولۍ اړوند موضوعات یې ارزولي دي.

په بلخ ولایت کې د طالبانو د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، غونډه د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا په مشرۍ جوړه شوې وه، چې د سرپل، جوزجان، سمنګان او فاریاب والیانو، د ۲۰۹ الفتح قول اردو مرستیال او د طالبانو د شمال زون د نظامي محکمو رییسانو هم پکې ګډون کړی و.

د طالبانو د شمال زون د نظامي محکمې رییس مفتي حفیظ الله محمدي غونډې ته په وینا کې ویلي، چې د اسلامي نظام د ساتنې لپاره د مسوولانو ګډ مسوولیت دا دی چې د خلکو خدمت وکړي، د ولس باور ترلاسه کړي او د خلکو او حکومتي ادارو ترمنځ واټن کم کړي.

د طالبانو د بلخ ولایت د مقام د دفتر رییس مولوي فضل ربي فضلي د تېرې غونډې د پرېکړو د عملي کېدو راپور وړاندې کړی او ویلي یې دي، چې د همغږۍ په دې ناسته کې د اوو زونونو اړوند نوي موضوعات هم د بحث لپاره شریک شوي دي.

په دې ناسته کې د طالبانو د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا دا ډول غونډې د خپلې ادارې د پیاوړتیا، د هبت الله اخوندزاده د فرمانونو د عملي کېدو، د خلکو ستونزو ته د رسېدو، د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې، د امنیتي وضعیت د ارزونې او د ولایتونو ترمنځ د همغږۍ د پراخولو لپاره مهمې بللې دي.

هغه له ګډونوالو غوښتي، چې خپلې نیمګړتیاوې او ستونزې په روښانه ډول مطرح کړي، څو د حل لپاره یې ګډې پرېکړې وشي.

دا د شمال لوېدیځ زون د چارواکو د همغږۍ اتمه غونډه ده، چې د طالبانو د ادارې په وینا، د اړوندو ولایتونو ترمنځ د ګډو امنیتي او اداري مسایلو د همغږۍ لپاره جوړیږي.

دغه ناسته داسې مهال کیږي، چې په وروستیو ورځو کې د طالبانو وسله والو مخالفانو د بدخشان په یو شمېر سیمو کې په وسله والو بریدونو لاس پورې کړی دی.

ترویج لرونکی

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني
۱

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۲

د طالبانو او مخالفو ځواکونو تر منځ په بدخشان کې نښته شوې

۳

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۴

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

۵

ملا ندیم محصلینو او طالبانو ته: کوشش وکړئ چې د امیرالمومنین بې اطاعتي درڅخه ونشي

•
•
•

نور کیسې

کرملین: روسیه د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره د ټرمپ نویو وړاندیزونو ته انتظار باسي

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۰۱ GMT+۱
100%

کرملین وايي، روسیه په دې باور ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره په خپلو هڅو کې رښتینی دی او سره له دې چې متحده ایالتونه لا هم کییف ته وسلې ور کوي، د واشنګټن نویو وړاندیزونو ته به انتظار وباسي.

د کرملین ویاند دمیتري پسکوف د جمعې په ورځ وویل، چې تر هغه وخته به روسیه د خپلو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره جګړې ته په پوځي لاره دوام ورکړي.

پسکوف وویل: «هو، جګړه زموږ د خوښې لاره نه ده، خو د سولې لپاره کومه هیله نه لیدل کېږي، موږ به تر پایه، یعنې بشپړ بري پورې، دوام ورکړو. په ورته وخت کې به د امریکا د نویو وړاندیزونو انتظار هم وباسو».

د هغه په وینا، کرملین غواړي له ټرمپ سره ډیپلوماتیک تماسونه وساتي او د جګړې د اوږدېدو پړه د اوکراین پر اروپايي متحدانو واچوي.

پسکوف وویل: «امریکایان، ولسمشر ټرمپ او د هغه مرکچیان په رښتینې توګه هڅه کوي داسې حللارې وړاندې کړي چې د ټولو لپاره د منلو وړ وي. هغه وړاندیز چې دوی کړی و، موږ ومانه، خو اوکراین رد کړ.»

هغه زیاته کړه: «امریکایانو ونه شوای کولای اوکراینیان قانع کړي، ځکه اروپایانو هغوی دې ته هڅول.»

د روسیې، اوکراین او امریکا ترمنځ وروستۍ درې اړخیزې خبرې د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ کې شوې وې.

پسکوف وویل، د امریکا دریځ مبهم دی، ځکه چې له یوې خوا د جګړې د پای ته رسولو خبره کوي، خو له بلې خوا اوکراین ته د وسلو لېږد ته دوام ورکوي.

هغه وویل: «خو موږ باید د ټرمپ د ادارې له دې دوه‌ګوني دریځ سره سره هغه څه وکړو چې زموږ له ګټو سره سمون لري. د هغوی د سولې د ټینګښت هڅه په بشپړه توګه زموږ له ګټو سره برابره ده».

د ایران د بم ښاروال له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو پراخولو ته تیاری ښودلی

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۵۷ GMT+۱
100%

د ایران د کرمان ولایت د بم ښاروال وايي، چې د بم او د کرمان ختیزې سیمې له افغانستان سره د صنعت، کانونو، کرنې او ګرځندوی په برخو کې د اقتصادي همکاریو لوړ ظرفیت لري او له همدې امله له کابل سره د اقتصادي همکاریو پراخولو ته چمتو دی.

د ایرنا خبرې اژانس دراپور له مخې، د ایران د کرمان ولایت د بم ښاروال وحدت عیدي د پنجشنبې په ورځ، د زمري میاشتې په لومړۍ نېټه، د کرمان ولایت د اقتصادي فعالانو او د افغانستان د سوداګرو په ګډه غونډه کې وویل، چې د بم ولسوالۍ او د کرمان ولایت ختیزې سیمې د سوداګرۍ د روښانه مخینې او د پام وړ اقتصادي شاخصونو په لرلو سره د دوه اړخیزو همکاریو د پراخولو لپاره بېساري ظرفیتونه لري.

د نوموړي په وینا، د ایران کرمان ولایت او افغانستان ترمنځ اقتصادي همکارۍ د صنعت او کانونو، فرهنګي میراث او ګرځندوی او همدارنګه د کرنې او مالدارۍ په دریو اصلي برخو کې د پراختیا وړ دي.

عیدي د پانګونې د اسانتیاوو لپاره د ایران د حکومت اقداماتو ته په اشارې ویلي، چې په تېر یو نیم کال کې د بم ښاروالۍ کې د پانګونې د جذب او ملاتړ دفتر جوړ شوی او د پانګه والو د جذب په برخه کې یې اغیزناک ګامونه اخیستي دي.

نوموړي هیله ښودلې چې د افغان سوداګرو په حضور سره به د دواړو لوریو سوداګریزې اړیکې لا چټکې شي.

د بم ښاروال د بم د ایران د سوداګرۍ خونې او د افغان سوداګرو د استازو ترمنځ د یوې تخصصي کاري ډلې پر جوړېدو هم ټینګار کړی دی.

هغه د افغان سوداګرو د استوګنې د ستونزو په اړه ویلي، چې اقتصادي فعالان کولای شي د ایران د بهرنیو چارو وزارت له لارې د قانوني جوازونو ترلاسه کولو وروسته په اسانۍ تګ راتګ وکړي او د استوګنې جواز هم ترلاسه کړي.

د هغه په وینا، په دې برخه کې کوم قانوني خنډ نشته او که ستونزه رامنځته شي، سیمه ییز چارواکي یې د اړوندو ادارو له لارې د حل لپاره چمتو دي.

په همدې غونډه کې د بم د سوداګرۍ خونې مشر حامد بدرابادي ویلي، چې د افغانستان د سوداګریز پلاوي له لوري د خورما د بسته بندۍ مرکزونو، سړو خونو، د مصنوي لرګیو د تولید فابریکو او د ارګ جدید له ځانګړې اقتصادي سیمې لیدنو د سیمې د صنعتي، کانونو او کرنیزو ظرفیتونو په اړه د هغوی لید بدل کړی دی.

طالبانو په ننګرهار کې یو سیمه ییز خبریال نیولی

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۴۶ GMT+۱
100%

په ننګرهار کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبانو سیمه‌ییز خبریال او ښوونکی عزیزالله عزیز نیولی دی. د سرچینې په وینا، عزیز د شینوارو په لویه ولسوالۍ کې له خپل کور څخه نیول شوی دی.

سرچینه وايي، تېره شپه د عزیز شینواري په کور کې د موسیقۍ پروګرام جوړ شوی و چې د طالبانو محتسبانو پرې چاپه ووهله او د هغه په ګډون یې څو کسان ونیول.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، طالبانو نور نیول شوي کسان بېرته خوشې کړي، خو عزیزالله عزیز لا هم په بند کې دی.

تر اوسه طالبانو د شینواري د نیولو او زنداني کېدو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له بیا واکمنېدو وروسته پر رسنیو، خبریالانو او هنري فعالیتونو پراخ محدودیتونه لګولي دي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، خبریالان د طالبانو له خپل‌سرو نیونو، ګواښونو، تاوتریخجن چلند او سانسور سره مخ دي.

د طالبانو د امر بالمعروف محتسبانو په بېلابېلو ولایتونو کې د موسیقۍ د غږولو له امله رسنۍ او شخصي غونډې هم څارلې او ځینې کسان یې نیولي دي. د طالبانو د امر بالمعروف قانون د موسیقۍ غږول منع کړي دي.

ازادۍ جبهې د بدخشان په زیباک کې د ۲۱ طالبانو د وژلو ادعا کړې

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۲۸ GMT+۱
100%

د طالبانو مخالفې ډلې ازادۍ جبهې ادعا کړې چې ځواکونو یې د بدخشان د زیباک ولسوالۍ په څو برخو کې د طالبانو پر پوستو او پوځي اډو پراخ بریدونه کړي چې له امله یې ۲۱ طالبان وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان دي. جبهې زیاته کړې ددوی یو جنګیالی هم وژل شوی او عملیات لا هم دوام لري.

ازادۍ جبهې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دوی ځواکونو د بدخشان ولایت د زیباک ولسوالۍ په څو لوریو کې د طالبانو پر پوځي اډو، قطعاتو او پوستو هدفي عملیات کړي چې د دوی په وینا، د پنجشنبې ورځې دزمري میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې پیل شوي او لا هم دوام لري.

جبهه ادعا کوي چې د دغو عملیاتو پر مهال یې طالبان د زیباک د سرحدي کنډک شاوخوا له یو شمېر لوړو پوستو شاتګ ته اړ کړي دي.

د اعلامیې له مخې، طالبانو څو ځله هڅه کړې چې یادې سیمې بېرته ونیسي، خو د جبهې په وینا، بریالي شوي نه دي.

د ازادۍ جبهې د ادعا له مخې، «په دغو نښتو کې لږ تر لږه ۲۱ طالبان وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان دي چې ویل کېږي د چورلکو په وسیله د بدخشان مرکز فیض اباد او یو شمېر نورو ولسوالیو روغتونونو ته لېږدول شوي دي».

په اعلامیه کې دا هم راغلي چې د نښتو پر مهال د طالبانو یو شمېر سپکې او درندې وسلې، مهمات او نور پوځي تجهیزات د دوی لاس ته ورغلي دي.

جبهې همداراز ویلي چې په دغو نښتو کې د دوی یو جنګیالی هم وژل شوی او د دوی عملیاتي ځواکونه اوس په هغو سیمو کې ځای پر ځای شوي چې د دوی په وینا، نیولې یې دي.

د بدخشان لپاره د طالبانو د عمر ثالث فرقې ویاند نورالله نظري ویلي، د پنجشنبې په ورځ یوې وسله‌والې ډلې هڅه وکړه چې د پاکستان د چترال له لارې د بدخشان د زیباک ولسوالۍ د توپخانې سیمې ته ننوځي، خو د طالبانو د سرحدي ځواکونو له مقاومت سره مخ شوې.

نوموړي ادعا کړې چې په دغو نښتو کې څو تنه وسله‌وال وژل شوي او ټپیان شوي او یو شمېر نور بېرته چترال ته ستانه شوي دي.

ایراني چارواکی: افغانستان د ایران د غیرنفتي صادراتو دویم ستر بازار دی

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۴۵ GMT+۱
100%

د ایران د پارلمان د اقتصادي کمېسیون غړي وایي، افغانستان د ایران د غیرنفتي صادراتو دویم ستر بازار دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلنۍ سوداګرۍ حجم له درې میلیاردو ډالرو اوړي. نوموړي ویلي، افغان سوداګرو په ایران کې پانګونه زیاته کړې ده.

د ایرنا خبرې اژانس د معلوماتو له مخې، متکي دوغارون سرحدي بندر ته د ایران د پارلمان د اقتصادي کمېسیون د غړو د سفر پر مهال ویلي، چې افغان سوداګرو په بېلابېلو هېوادونو کې د اړتیا او ظرفیتونو له مخې پانګونې کړې او په وروستیو کلونو کې یې په ایران کې هم پانګونه زیاته شوې ده.

متکي ویلي، د ایران حکومت د کورنیو او بهرنیو اقتصادي سوداګرو ملاتړ ته ځانګړې پاملرنه لري او دا چاره په بېلابېلو سیمو کې د پانګونې د فرصتونو د پراخېدو لامل شوې ده.

د ایران د پارلمان د اقتصادي کمېسیون مرستیال مهدي طغیاني ویلي، د دوغارون ازاده سوداګریزه صنعتي سیمه د ایران له مهمو اقتصادي سیمو څخه ده او افغانستان د دوغارون له لارې د وارداتو او بیاصادراتو لپاره یو مهم فرصت ګڼل کېږي.

هغه ویلي، د دوغارون له لارې د ایران او افغانستان د سوداګریزو راکړو ورکړو کچه د دغه سرحد ستراتیژیک اهمیت څرګندوي او د پانګونې زیاتوالی به دا سیمه په راتلونکي کې د ایران له مخکښو ازادو اقتصادي سیمو څخه کړي.

بلخوا، د تایباد ولسوال حسین جمشیدي ویلي، هره ورځ له اسلام کلا او دوغارون سرحدونو څخه له ۱۲۰۰ څخه ډېر ایراني او بهرني باروړونکي موټر تګ راتګ کوي، خو په افغانستان کې د ځینو زېربناوو او امکاناتو نشتوالی کله ناکله پر دغو اقتصادي فعالیتونو منفي اغېز کوي.