اسراییلي ورځپاڼې وای نیټ په یوه راپور کې لیکلي، «تل ابیب اټکل کړی و، چې پر ایران د امریکا لوی برید به د جمعې ماښام یا د شنبې په سهار پیل شي».
همدې ارزونې اسراییل دې ته اړ کړ چې پراخې او د پام وړ پوځي تیارۍ ونیسي، خو د ساعتونو له تېرېدو وروسته په بیتالمقدس کې چارواکي دې پایلې ته ورسېدل چې ټرمپ پرېکړه کړې ده چې د اوس لپاره لاس ونیسي او تهران ته یو بل فرصت ورکړي.
د دې ورځپاڼې په لیکنه کې راغلي چې د پردې تر شا قطر او عمان پر ایران د پام وړ فشار راوړی، څو خپل دریځ نرم کړي او د امریکا د پراخو عملیاتو مخه ونیول شي.
د اټکلونو خلاف، امریکا نه یوازې دا چې پر ایران خپل لوی برید پیل نه کړ، بلکې د جمعې په ماښام یې له دوو اونیو څخه په ډېره موده کې د لومړي ځل لپاره هېڅ نوی برید هم ونه کړ.
له دیارلسو ورځو جګړې وروسته د متقابلو بریدونو درېدل ښايي د ډیپلوماسۍ د بیا راګرځېدو بله نښه وي.
د امریکا پوځ د جمعې په ورځ د عمان په سمندر کې پر یوې سوداګریزې کښتۍ ډزې وکړې چې هڅه یې کوله د ایران د بندرونو محاصره ماته کړي.
سپاه پاسداران هم د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې ځواکونو یې په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې څلور هغه کښتۍ درولې دي چې غوښتل یې د هرمز له تنګي تېرې شي.
سپاه په یوه اعلامیه کې چې د ایران له دولتي تلویزیون څخه خپره شوه، ویلي: «څلور کښتۍ چې غوښتل یې په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د هرمز تنګي له جنوبي برخې او له یوې غیرقانوني او ناامنې لارې تېرې شي، د سپاه د سمندري ځواکونو له ډزو وروسته ودرول شوې.»
د کړکېچ له زیاتېدو وروسته په هرمز تنګي کې د کښتیو تګ راتګ په ورځ کې درېیو کښتیو ته راکم شوی
لنډمهاله وقفه که ډیپلوماسۍ ته بېرته ستنېدل؟
اسراییل ټایمز ورځپاڼه وايي، لا څرګنده نه ده چې د بریدونو درېدل د ډیپلوماسۍ لارې ته د بېرته ستنېدو نښه ده او که یوازې د جګړې له بیا پیل مخکې یوه لنډمهاله وقفه ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ وویل چې لا یې پرېکړه نه ده کړې چې د ایران پر ضد نوي پراخ بریدونه وکړي که نه، خو زیاته یې کړه چې تهران اوس له واشنګټن سره په خبرو کې «جدي» شوی دی.
د ټرمپ دغه څرګندونې وروسته له هغو راپورونو وشوې چې ویل یې، نوموړی په زیاتېدونکي ډول له اوسني وضعیت څخه ناهیلی شوی او له خپلو لوړپوړو سلاکارانو سره یې پر ایران د پراخو پوځي عملیاتو د پیل په اړه خبرې کړې دي.
کله چې له ټرمپ څخه په بیضوي دفتر کې خبریالانو وپوښتل چې ایا خپله پرېکړه یې کړې ده که نه، هغه وویل: «نه، لا مې نه ده کړې.»
هغه زیاته کړه: «وګورئ، موږ همدا اوس له هغوی سره خبرې کوو. زه فکر کوم څومره چې ورځې تېرېږي، هغوی لا جدي کېږي؛ ښايي د یوه څرګند دلیل له امله.»
ټرمپ وویل، د ایران حکومت باید د یوې هوکړې یا د بریدونو له «ډېرې لوړې کچې» سره د مخامخ کېدو ترمنځ یو انتخاب وکړي.
هغه زیاته کړه: «موږ په بشپړه توګه چمتو او وسلهوال یو او د اقدام لپاره چمتووالی لرو. خو موږ له هغوی سره خبرې کوو، نو تر هغه چې خبرې کوو، ګورو چې څه کېږي. زه باور لرم... هغوی ډېر جدي دي. باید هم جدي وي.»
واینت په خپل راپور کې لیکلي چې که څه هم قطر او عمان پر تهران د جوړجاړي لپاره فشار راوړی، خو اسراییلي چارواکي د ډیپلوماسۍ د بلې لارې له رامنځته کېدو او د بنیامین نتنیاهو د واشنګټن د سفر په درشل کې لا هم د یوې دوامدارې هوکړې چانس کم بولي.
د دې ورځپاڼې په وینا، د اسراییل له نظره دا وقفه تر ډېره د مذاکراتو په اړه د عمومي ارزونې د بنسټیز بدلون پر ځای د ایران حکومت لپاره یو لنډمهاله او حیاتي فرصت دی.
اسراییلي چارواکي باور لري چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د تفاهم یادښت په عملي توګه مړ شوی او د داسې دایمي هوکړې د ترلاسه کېدو نږدې هېڅ تمه نشته چې اسلامي جمهوریت اړ کړي د امریکا غوښتنو ته غاړه کېږدي.
واینت لیکلي، حتا که ټرمپ د ایران حکومت ته یو بل فرصت ورکړی وي، اسراییل تمه نه لري چې دا بهیر به د یوې دوامدارې هوکړې سبب شي. خو تهران ښايي بریالی شوی وي چې د ځان لپاره نور وخت واخلي، که څه هم اسراییلي چارواکي باور لري چې دا مهلت ښايي لنډ وي.
ټاکل شوې ده چې بنیامین نتنیاهو د دوشنبې په ورځ واشنګټن ته ولاړ شي او د زمري په شپږمه، د سې شنبې په ورځ، په سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره وګوري. همدارنګه تمه ده چې هغه د سناتور لینډسي ګراهام په جنازه کې هم ګډون وکړي چې د روانې میاشتې په لومړیو کې مړ شوی دی.
د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ د جګړې زیاتېدل
په داسې حال کې چې ایران له دیارلسو شپو وروسته یوه ارامه شپه تېره کړه، په سیمه کې جګړه د سعودي عربستان او د اسلامي جمهوریت له ملاتړ څخه برخمنو حوثیانو ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو سره روانه وه.
سعودي عربستان یو بندر په نښه کړ او حوثیانو هم د سعودي د تېلو تاسیساتو پر لور توغندي او بېپیلوټه الوتکې وتوغولې.
حوثیانو په روانه اونۍ کې د سره سمندرګي په اوبو کې د سعودي عربستان دوه د تېلو ټانکرونه په نښه کړي وو. دې کار اندېښنې زیاتې کړې چې ښايي دغه ډله یو ځل بیا هڅه وکړي چې په سره سمندرګي کې د کښتیو د تګ راتګ لاره وتړي.
په غبرګون کې، په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف اعلان وکړ چې سعودي ځواکونو د شنبې په سهار د یمن بندري ښار حدیده په نښه کړی دی.
په همدې وخت کې، د یونان امنیتي سرچینو رویټرز ته ویلي چې د سعودي عربستان هوايي دفاعي سیستمونو د شنبې په ورځ دوه بالستیک توغندي شنډ کړي دي. دغه توغندي له یمن څخه توغول شوي وو او د سره سمندرګي پر ساحل د ینبع د تېلو تصفیهخانو په لور روان وو.
د سعودي ملکي دفاع ادارې د ینبع لپاره څو ځله خبرداری ورکړ او وروسته یې اعلان وکړ چې خطر له منځه تللی دی.
د یمن پولې ته نږدې بندري ښار جیزان لپاره هم خبرداری ورکړل شو. په لومړي سر کې د زیانونو په اړه کوم رسمي راپور خپور نه شو، خو په جیزان کې خپرو شوو انځورونو کې تور لوګي لیدل کېدل چې ویل کېږي د سعودي د ارامکو له تصفیهخونې څخه پورته شوي وو.
اسراییل ټایمز د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د سعودي عربستان هوايي دفاعي سیستم د یوناني ځواکونو له خوا چلول کېده.
یونان له دوه زره یوویشتم کال راهیسې، د یوه تړون له مخې چې موخه یې د سعودي عربستان د انرژۍ د زېربناوو ساتنه ده، په دغه هېواد کې د امریکا جوړ یو دفاعي سیستم ځای پر ځای کړی دی.
وروسته د شنبې په ورځ، د یونان امنیتي سرچینو وویل چې همدې دفاعي سیستم د ینبع په سیمه کې له یمن څخه توغول شوې یوه بېپیلوټه الوتکه هم را نسکوره کړې ده.
د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د شنبې په ورځ د یمن د جګړې په زیاتېدو کې د تهران هر ډول رول رد کړ او د خبرو غوښتنه یې وکړه. هغه وویل: «موږ باور لرو چې د یمن، بابالمندب او نورو سیمهییزو مسالو لپاره پوځي حل لاره نشته.»
عراقچي وویل چې د یمن وضعیت «ایران ته نه شي منسوبېدای» او د بابالمندب تنګي شاوخوا پېښې «د یمن، سعودي عربستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ په پخوانیو اختلافاتو او ستونزو کې ریښې لري.»
خو رویټرز تر دې مخکې راپور ورکړی و چې اسلامي جمهوریت له حوثیانو غوښتي وو، چې که د امریکا له خوا د ایران د انرژۍ مرکزونه په نښه شي، بابالمندب وتړي.
رویټرز همدارنګه حوثیانو ته د سپاه پاسداران د یو شمېر افسرانو او د توغندیزو او پوځي تجهیزاتو د استولو راپور ورکړی و.
وروسته له هغې چې حوثیانو د سعودي عربستان د بندرونو د محاصرې اعلان وکړ او د تېلو پر ټانکرونو یې د برید ادعا وکړه، د هغوی او سعودي عربستان ترمنځ جګړه یو ځل بیا شدیده شوه.
د دواړو لورو ترمنځ جګړه په دوه زره دوه ویشتم کال کې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د اوربند له رامنځته کېدو وروسته تر ډېره درېدلې وه.
دغه محاصره د سعودي عربستان وړتیا ګواښي چې نړۍوالو بازارونو ته توکي او تېل ولېږدوي؛ په ځانګړي ډول وروسته له دې چې اسلامي جمهوریت هممهاله د سعودي عربستان بله یوازینۍ سمندري لار، د هرمز تنګی، تړلی دی.
د حوثیانو ویاند د جمعې په ورځ وویل چې دې ډلې د بابالمندب له تنګي څخه د کښتیو تګ راتګ نه دی تړلی او سمندري محاصره «یوازې پر سعودي لوري اغېز کوي».