• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یمني وسله‌والو په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان د تېلو پر بندرونو بریدونه کړي

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۰۴ GMT+۱تازه شوی: ۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۴۲ GMT+۱

په یمن کې ایران پلوه وسله والو د شنبې په ورځ په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان د تېلو پر دوو مهمو بندرونو بریدونه کړي دي. دغو بریدونو په سیمه کې د تېلو د لېږد امنیت له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

بل لور ته، امریکا په تېرو دوو اونیو کې د لومړي ځل لپاره د ایران پر نظام خپل هوایي بریدونه ودرول.

واشنګټن تر اوسه د دغو بریدونو د ناڅاپي درېدو په اړه رسمي څه نه دي ویلي.

دا بریدونه د هرمز په تنګي کې پر بېړیو د بریدونو په غبرګون کې پیل شوي وو.

ترویج لرونکی

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو
۱

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو

۲

طالبانو کابل ښار کې څه باندې ۲۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۳

سرچینې: بدخشان کې د طالبانو د تازه دمو ځواکونو لېږدونکې چورلکې د راکټي برید موخه ګرځېدلي

۴
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جلاوطنۍ؛ د پاچا محمد ظاهر شاه د ژوند کیسه

۵

د ښځو حقونو د پراخو محدودیتونو تر څنګ؛ طالبان په یوه میاشت کې د ۳۸۸ قضیو د حل ادعا کوي

•
•
•

نور کیسې

د هند د پوهنې وزیر د محصلانو له لاریونونو وروسته له دندې استعفا وکړه

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۲۴ GMT+۱
100%

د هند د پوهنې وزیر د ځوانانو او محصلانو له څو ورځنیو پراخو لاریونونو وروسته د شنبې په ورځ له خپلې دندې استعفا وکړه. لاریون کوونکو له وزیر څخه غوښتنه کوله چې د طبي پوهنتونونو د داخلې د ازموینې د پوښتنو د افشا کېدو له امله استعفا وکړي.

په نوي ډیلي کې لاریون کوونکو د وزیر د استعفا له خبر وروسته خوښي څرګنده کړه.

ځوانانو د لاریون د تنظیموونکو له ډلې یوه مشر وویل: «موږ دا کار وکړ.» په لاریون ځای کې خلکو شعارونه ورکول او خواږه یې وېشل.

د هند د پوهنې وزیر په خپله استعفا کې ویلي چې نه غواړي د هېواد له اوسني وضعیت څخه هغه اړخونه ګټه واخلي چې د هند ملي ګټو ته زیان رسوي.

هغه د هند د ځوانانو غوښتنو، احساساتو او مشروع تمو ته هم درناوی څرګند کړی دی.

د وزیر استعفا په داسې حال کې اعلان شوه چې پولیسو په نوي ډیلي کې پر ځوانو لاریون کوونکو اوښلن ګاز وکاراوه. ټاکل شوې وه چې د لاریون مشران له حکومتي چارواکو سره بیا خبرې وکړي.

د هند د طبي پوهنتونونو د داخلې د مهمې ازموینې د پوښتنو پاڼه د مې په میاشت کې افشا شوې وه. د دې پېښې له امله د شاوخوا دوه میلیونه ځوانانو راتلونکی اغیزمن شوی. حکومت اړ شو چې د ازموینې پایلې لغوه کړي او د بیا ازموینې پرېکړه وکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي سوریې ته لاړ او له احمد شرع سره یې ولیدل

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۱۹ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د شنبې په ورځ، د زمري په درېیمه، په یوه رسمي سفر د سوریې پلازمېنې دمشق ته ورسېد. د سوریې دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې د سوریې سرپرست ولسمشر احمد شرع په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د انتونیو ګوتریش هرکلی کړی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي سوریې ته په رسېدو سره، په اوسني بحراني وضعیت کې د دغه هېواد له خلکو څخه د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو پر ژمنې ټینګار وکړ.

ګوتریش په ایکس ټولنیزه شبکه کې د یو پیغام په خپرولو سره د خپل سفر موخو ته په اشارې سره لیکلي: «زه تازه د پیوستون اعلانولو په سفر دمشق ته رسېدلی یم. زما پیغام روښانه دی: ملګري ملتونه په دې حساسه شېبه کې د سوریې ترڅنګ ولاړ دي او زه له نړیوالې ټولنې غواړم چې د سوریې د خلکو د ملاتړ لپاره له هېڅ ډول هڅو ډډه ونه کړي.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي د خپل سفر اصلي محور د سوریې له خلکو سره د پیوستون څرګندول، د بشري بحران د وضعیت څېړل او په دغه هېواد کې د سولې او ثبات د ملاتړ لپاره تلپاتې حل‌لارو ته د رسېدو پر اړتیا ټینګار بللی دی.

دا په تېرو ۱۷ کلونو کې سوریې ته د ملګرو ملتونو د یوه سرمنشي لومړی سفر دی، چې د شاوخوا ۱۴ کلنې جګړې له پای وروسته کېږي.

د امریکا استیناف محکمې د ټرمپ د ۱۰۰ زره ډالري «اېچ-۱بي» ویزې فیس د بیا لګولو هڅه رد کړه

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۱۴ GMT+۱
100%

د امریکا یوې فدرالي استیناف محکمې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې غوښتنه رد کړې چې د لوړمهارت لرونکو بهرنیو کارکوونکو لپاره د «اېچ-۱بي» ویزو پر نوي ۱۰۰ زره ډالري فیس د لګېدو مخه ونیسي. له دې سره د دغه فیس پر وړاندې د ټرمپ ادارې حقوقي ننګونه له بلې ماتې سره مخ شوې ده.

د بوسټن مېشتې د امریکا د لومړۍ استیناف محکمې درې‌کسیز پلاوي د ټیټې محکمې هغه پرېکړه پر ځای پرېښې چې د جون په اتمه یې د «اېچ-۱بي» نوی فیس غیرقانوني بللی و.

دغه قضیه د ۲۰ دیموکراتو ایالتي لویو څارنوالانو له خوا ثبت شوې وه. هغوی استدلال کړی و چې د ۱۰۰ زره ډالرو فیس لګول په حقیقت کې د مالیې بڼه لري او کانګرس د داسې فیس د تصویب اجازه نه ده ورکړې.

د استیناف محکمې درې‌کسیز پلاوي ویلي، د ټرمپ ادارې ونه شوای ښودلای چې په استیناف کې به بریالۍ شي او دا ثابته کړي چې د فیس په لګولو کې یې له خپل قانوني واک څخه تجاوز نه دی کړی.

ټرمپ د تېر کال په سپټمبر کې د یوې اعلامیې له لارې د «اېچ-۱بي» ویزو د ترلاسه کولو لګښت لوړ کړ. دغه ویزې د ټکنالوژۍ شرکتونه په پراخه کچه د بهرنیو کارکوونکو د ګمارلو لپاره کاروي.

د «اېچ-۱بي» پروګرام له مخې، هر کال ۶۵ زره ویزې ورکول کېږي او د لوړو زده‌کړو لرونکو کارکوونکو لپاره ۲۰ زره نورې ویزې هم ځانګړې دي. دغه ویزې له درېیو تر شپږو کلونو پورې اعتبار لري.

د ټرمپ د نوي فیس له اعلان مخکې، کار ورکوونکو د بهرنیو کارکوونکو د «اېچ-۱بي» ویزو لپاره، د بېلابېلو شرایطو له مخې، عموما شاوخوا ۲ زره تر ۵ زره ډالرو پورې فیس ورکاوه.

سعودي ګډ ځواکونه وايي، د یمن په حدیده کې یې د حوثیانو پر پوځي اهدافو بریدونه کړي

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۴۰ GMT+۱
100%

د سعودي عربستان په مشرۍ ګډ ځواکونه وايي، د یمن په لوېدیځ کې یې د حدیده ولایت د حوثیانو پر هغو پوځي مرکزونو بریدونه کړي چې د سوداګریزو بېړیو د ګواښلو لپاره ترې کار اخیستل کېده.

د سعودي په مشرۍ ګډو ځواکونو د جمعې په ورځ ویلي، په حدیده ولایت کې یې د حوثیانو پر پوځي اهدافو بریدونه کړي دي. د ایتلاف په وینا، دغه مرکزونه د سوداګریزو بېړیو د ګواښلو لپاره کارول کېدل.

د حوثیانو اړوند «المسیره» ټلوېزیون بیا ویلي چې سعودي بریدونو په حدیده ښار کې د دولتي مخابراتي شرکت تاسیسات په نښه کړي او سعودي ځواکونو د یمن د لوېدیځې ساحل په څنډه کې د کامران ټاپو هم هدف ګرځولی دی.

د سعودي په مشرۍ د ګدو ځواکونو ویاند ترکي المالکي د شنبې په ورځ ویلي چې د حدیده بندر نه دی په نښه شوی او د یمن ټول بندرونه، په ګډون د حدیده، راس عیسی او الصلیف، د سمندري تګ راتګ پر مخ پرانیستي دي او سوداګریزې بېړۍ پکې تګ راتګ کوي.

المالکي ویلي، ګډ ځواکونه به د خپلو بېړیو او د سعودي عربستان د ګټو د ساتنې لپاره اړین اقداماتو ته دوام ورکړي او که حوثیان هغه څه ته دوام ورکړي چې ریاض یې «دښمنانه اقدامات» بولي، نو ګډ ځواکونه به «پرته له جوړجاړي» ځواب ورکړي.

په همدې حال کې، د حوثیانو تر کنټرول لاندې د یمن د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه بریدونه د «د زیاتوالي پر وړاندې د زیاتوالي» د پړاو پیل دی او د هر ډول راتلونکو پېښو مسوولیت یې پر سعودي عربستان اچولی دی.

د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ د تاوتریخوالي کچه په داسې حال کې لوړېږي چې په ۲۰۲۲ کال کې اوربند د جګړې ډېری لویې نښتې درولې وې. دغه جګړه په ۲۰۱۵ کال کې هغه مهال پیل شوه چې د ایران ملاتړي حوثیانو د یمن پلازمېنه صنعا ونیوله او په نړیواله کچه د پېژندل شوي حکومت واک یې کمزوری کړ.

د راپورونو له مخې، په وروستیو اوونیو کې د حوثیانو له لوري د سعودي پر یوه هوايي ډګر د جولای په ۱۳مه برید او د سعودي پر وړاندې د سمندري محاصرې اعلان، چې د سعودي پر تېلو وړونکو بېړیو د بریدونو له لارې عملي کېږي، د ۲۰۲۲ کال اوربند لا کمزوری کړی دی.

د سعودي دولتي خبري اژانس «واس» د یوه چارواکي په حواله ویلي، د «اېن‌سي‌سي ماسا» په نوم یوې سعودي بېړۍ د جمعې په ورځ په سره سمندرګي کې د یوه برید له امله د بېړۍ په بدنه کې لږ زیان لیدلی؛ خو د بېړۍ او عملې د خوندیتوب له تایید وروسته یې خپل سفر ته دوام ورکړی دی.

عراقچي د ایران او امریکا تر منځ د جګړې په تړاو د روسیې له دریځه مننه وکړه

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۲:۴۸ GMT+۱
100%

د ایران دولتي خبري اژانس (اېرنا) راپور ورکړی، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په لیدنه کې د هغه څه له امله مننه کړې، چې ده «پر ایران د امریکا او اسراییل د پوځي یرغل په غندلو کې د روسیې اصولي دریځ» وباله.

د دغه راپور له مخې، عراقچي په دغې لیدنه کې چې په قرغزستان کې د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د غونډې په څنډه کې ترسره شوې، «په هرمز تنګي کې اوسنۍ نا امنۍ» د ایران اسلامي جمهوریت پر ضد د امریکا پالیسیو ته نسبت ورکړ.

هغه په خپلو څرګندونو کې د ایران اسلامي جمهوریت له‌خوا له هرمز تنګي څخه پر تېرېدونکو سوداګریزو بېړیو د ترسره شویو بریدونو په تړاو هېڅ هم ونه‌ویل.

د اېرنا د راپور پر بنسټ، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د «ایران پر خلاف د امریکا او اسراییل د پوځي تېري په غندلو کې د روسیې د اصولي دریځ» په یادولو سره، د سیمې پر هېوادونو تکیه د امنيتي چوکاټ جوړولو لپاره پر همکاریو او اعتماد جوړونې ټینګار وکړ.

نوموړي په دې برخه کې د هر ډول همکارۍ لپاره د مسکو چمتووالی څرګند کړ.