اصف درانی د ایران امریکا شخړې ته؛ پوځي برلاسی نور د سیاسي بریا تضمین نه شي کېدای

په ایران کې د پاکستان پخواني سفیر اصف دوراني ویلي، د ایران او امریکا وروستۍ شخړې ښودلې چې پوځي ځواک یوازې د سیاسي موخو د ترلاسه کولو لپاره بسنه نه کوي.

په ایران کې د پاکستان پخواني سفیر اصف دوراني ویلي، د ایران او امریکا وروستۍ شخړې ښودلې چې پوځي ځواک یوازې د سیاسي موخو د ترلاسه کولو لپاره بسنه نه کوي.
دراني د پاکستان د نړیوالو اړیکو انسټیټیوټ په یوه غونډه کې وویل، امریکا د نړۍ تر ټولو پیاوړی پوځي ځواک دی او اسراییل په سیمه کې پراخ پوځي برلاسی لري، خو بیا هم دواړه ونه توانېدل چې ایران خپل ستراتیژیک دریځ بدلولو ته اړ کړي.
هغه وویل، ایران د وروستیو شخړو پر مهال د پام وړ مقاومت وښود، خو له درانه اقتصادي او بشري زیان سره مخ شو. د نوموړي په وینا، عصري جګړې کولای شي زیربناوې ویجاړې کړي، خو ډېر وخت سیاسي نظامونه نه شي له منځه وړلی او ژورې ستراتیژیکې شخړې نه شي حل کولای.
دراني ټینګار وکړ چې د داسې حالاتو په ترڅ کې ډیپلوماسي انتخاب نه، بلکې اړتیا ده. هغه وویل، د اسلاماباد تفاهم یادښت وښوده چې حتی له سختو پوځي نښتو وروسته هم خبرې کولای شي د شخړو د پراخېدو مخه ونیسي.
د پاکستان پخواني سفیر د منځني ختیځ لپاره څلور احتمالي سناریوګانې یادې کړې. د هغه په وینا، لومړۍ سناریو د توغندیزو بریدونو، نیابتي جګړو او سایبري عملیاتو له لارې د شخړو بیا زیاتېدل دي؛ دویمه د اوږدمهاله «سړې سولې» حالت دی؛ درېیمه د اټومي موضوع، بندیزونو او سیمهییز امنیت په اړه سیاسي جوړجاړی؛ او څلورمه د یوه پراخ سیمهییز امنیتي چوکاټ رامنځته کېدل دي.
دراني وویل، د سیمې راتلونکی باید د ایران، سعودي عربستان، خلیجي هېوادونو، عراق، ترکیې، مصر او نورو هېوادونو په ګډون د ګډو امنیتي همکاریو پر بنسټ جوړ شي.
هغه زیاته کړه چې پاکستان کولای شي په دې بهیر کې د منځګړي رول ولوبوي، ځکه اسلاماباد له ایران، سعودي عربستان، خلیجي هېوادونو، چین، ترکیې او امریکا سره اړیکې لري.
نوموړي وویل، د ایران او امریکا جګړه یوازې یوه پوځي شخړه نه ده، بلکې د منځني ختیځ د نوي نظم د رامنځته کېدو یو مهم پړاو دی. د هغه په وینا، اصلي پوښتنه دا نه ده چې وروستۍ جګړه چا وګټله، بلکې دا ده چې څوک د راتلونکې سولې د جوړولو وړتیا لري.
په همدې غونډه کې متقاعد پوځي کارپوه ډاکټر محمد علي احسان وویل، دا لا روښانه نه ده چې د ایران جګړه رښتیا هم د نوي منځني ختیځ د رامنځته کېدو لامل ګرځي او که یوازې یوه ستراتیژیکه انګېرنه ده. د هغه په وینا، نوی منځنی ختیځ هغه مهال رامنځته کېدای شي چې د سیمې اوسنی ستراتیژیک توازن بدل شي.