له چاغۍ تر اروپا؛ د افغان کډوالو د سفر پر وړاندې د قاچاقبرانو او خطرونو اوږده لاره

د افغانستان انټرنشنل د راټولو شویو شمېرو له مخې، د روان کال له جون راهیسې د پاکستان په چاغۍ ولسوالۍ کې ۳۳۲ افغانان نیول شوي چې ډېری یې د ایران له لارې اروپا ته د تګ هڅه کوله.
سره له دې چې طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې امنیت ښه شوی، خو بیا هم ګڼ افغانان د ناقانونه کډوالۍ هڅه کوي. د دغو لارو له مهمو مسیرونو څخه یوه د پاکستان د بلوچستان ایالت د چاغۍ ولسوالۍ ده، چې له افغانستان او ایران دواړو سره ګډه پوله لري.
د افغانستان انټرنشنل د راټولو شویو شمېرو له مخې، د روان کال د جون له پیل نه تر دې مهاله په چاغۍ ولسوالۍ کې ۳۳۲ افغانان نیول شوي، چې ډېری یې غوښتل د ایران له لارې اروپا ته ولاړ شي.
همدارنګه د روان کال د مې په نهمه هم په همدې ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۰ افغانان مړه او پنځه نور ټپیان شوي وو، چې د ناقانونه کډوالۍ د خطرونو یوه بېلګه ګڼل کېږي.
د چاغۍ ولسوالۍ ځايي خبریال فاروق سیاپاډ افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، د چاغۍ ولسوالۍ پولې له افغانستان او ایران سره نښتې دي او ډېری افغانان لومړی دې ولسوالۍ ته ننوځي، بیا ایران او له هغه ځایه اروپا ته د تګ هڅه کوي.
د هغه په وینا، ډېری کسان د نوکنډۍ له اړوندې پاک ـ افغان پولې د غرنیو او سختو لارو له لارې پاکستان ته داخلیږي. نوموړي زیاته کړه، دا سیمه ډېره شاړه، دښتېزه او ډبرینه ده، چې نه د اوبو اسانتیاوې لري او نه هم نږدې استوګنځي، له همدې امله د دوبي سخته ګرمي او د ژمي یخنۍ دا سفر لا خطرناک کوي.
فاروق سیاپاډ وویل، انساني قاچاقبران له ۳۰ تر ۴۰ کسانو پورې په یوه موټر کې د څارويو په څېر ځای پر ځای کوي او له یوې سیمې بلې ته یې لېږدوي، چې په دې سفر کې له ګڼو ستونزو او مرګونو خطرونو سره مخ وي.
هغه زیاته کړه، انساني قاچاقبران له افغان کډوالو د سفر په بدل کې په لکونو پاکستانۍ روپۍ اخلي، خو بیا هم د هغوی د سفر هېڅ ډول خوندیتوب نه تضمینوي او هر وخت یې ژوند له جدي خطر سره مخ وي.
د نوموړي په وینا، دا د افغانستان، پاکستان او ایران ترمنځ د انساني قاچاق یوه منظم نړیواله شبکه ده.
قاچاقبران د سفر په بېلابېلو پړاوونو کې کډوال یو بل ته سپاري او د زیاتو پیسو په بدل کې یې لېږدوي، په داسې حال کې چې د ښه راتلونکي او اروپا ته د رسېدو ژمنې ورسره کوي.
