• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

برادر: افغانستان کولی شي جنوبي اسیا له منځنۍ اسیا سره د ډېټا د ترانزیټ له لارې ونښلوي

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۲۹ GMT+۱

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي، افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت له امله کولی شي د جنوبي او منځنۍ اسیا ترمنځ د ډېټا د ترانزیټ په برخه کې د اتصال د مهمې نقطې په توګه رول ولوبوي.

نوموړي دا څرګندونې نن په کابل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د لومړني نندارتون د پرانیستې پر مهال وکړې.

ملا عبدالغني برادر وویل، د ټکنالوژۍ او مخابراتو په برخه کې پرمختګ د اوسني عصر له مهمو اړتیاوو څخه دی او د طالبانو حکومت هڅه کوي چې له شته امکاناتو په ګټې اخیستنې، افغانستان په تدریجي ډول له سیمې او نړۍ سره په دې برخه کې سیال کړي.

هغه وویل: «افغانستان کولی شي جنوبي اسیا له منځنۍ اسیا سره د ډېټا د ترانزیټ په برخه کې وصل کړي.»

برادر زیاته کړه چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د مخابراتو او ټکنالوژۍ په برخه کې پرمختګونه شوي، یو شمېر محرومې سیمې د مخابراتي شبکو تر پوښښ لاندې راغلې او په ډیجیټلي حکومتولۍ کې هم د پام وړ ګامونه اخیستل شوي دي.

د طالبانو اقتصادي مرستیال د مخابراتو او ټکنالوژۍ نندارتون د ټکنالوژۍ د فرهنګ د ودې، د افغان ځوانانو د استعدادونو د پیاوړتیا او د نوښتونو د ملاتړ لپاره مهم وباله.

هغه وویل، د ټکنالوژۍ پراختیا کولی شي په چارو کې روڼتیا زیاته، د عوایدو مدیریت ښه، وخت سپما او اداري پروسې اسانه کړي.

ملا عبدالغني برادر همداراز وویل، له نړۍ سره د سیالۍ او متوازن پرمختګ لپاره اړینه ده چې د ژوند په بېلابېلو برخو کې له پرمختللو ټکنالوژیو استفاده وشي. نوموړي زیاته کړه: «دا مسوولیت هم شرعا او هم اخلاقا موږ او تاسې ته راجع دی چې ځانونه له نړۍ سره سیالان کړو.»

هغه په هېواد کې د بې‌کارۍ ستونزې ته په اشارې وویل چې طالبان په بېلابېلو سکټورونو کې د پراختیايي پروژو د پلي کولو، د سوداګرۍ د ودې او د خصوصي سکټور د فعالیتونو د اسانتیا له لارې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو هڅې کوي؛ خو د بې‌کارۍ د کچې د کمولو لپاره لا نورو هڅو ته اړتیا ده.

ملا عبدالغني برادر د ټکنالوژۍ په برخه کې د حکومت، خصوصي سکټور، علمي بنسټونو او ځوانو نوښتګرو ترمنځ د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه هم وکړه.

ترویج لرونکی

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو
۱

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو

۲

طالبانو کابل ښار کې څه باندې ۲۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۳

د ښځو حقونو د پراخو محدودیتونو تر څنګ؛ طالبان په یوه میاشت کې د ۳۸۸ قضیو د حل ادعا کوي

۴

سرچینې: بدخشان کې د طالبانو د تازه دمو ځواکونو لېږدونکې چورلکې د راکټي برید موخه ګرځېدلي

۵

واشنګټن پوسټ: د امریکا د بیا مېشتېدو ادارې له ۸۰۰ افغانانو سره د مرکو طرحه ترلاسه کړې ده

•
•
•

نور کیسې

د ازادۍ جبهې له بریدونو وروسته؛ طالب والي له مخالفو ډلو د جګړې د درولو غوښتنه وکړه

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۵۰ GMT+۱
100%

د بدخشان لپاره د طالبانو والي اسماعیل غزنوي، په دغه ولایت کې د ازادۍ جبهې له بریدونو وروسته له خپلو مخالفو ډلو غوښتي چې له جګړې لاس واخلي. نوموړي ویلي، د مخالفینو پر وړاندې جګړه ورته سخته نه ده او خبرداری یې ورکړی چې هېچا ته به د واک د ترلاسه کولو اجازه ور نه کړي.

غزنوي دغه څرګندونې په بدخشان کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال کړي.

هغه وویل، مخالفې ډلې د دوی پر وړاندې د پام وړ څه نه شي کولای او زیاته یې کړه: «په ښکاره ورته وایم، هغه مهال چې د امریکا او ناټو ملاتړ درسره و، څه مو وکړل؟» نوموړي وویل، طالبان له خپلو مخالفینو سره د مقابلې او جګړې تجربه لري.

غزنوي مخالفینو ته په خطاب کې وویل: «پر افغانستان د واکمنېدو ارمان به ګور ته یوسئ.»

هغه اوسنی وضعیت د هېواد لپاره «لوی نعمت» وباله او ویې ویل چې خلک باید د دې شکر ادا کړي.

د بدخشان والي یو ځل بیا پر خپلو مخالفینو غږ وکړ چې جګړه پای ته ورسوي. هغه وویل: «تر کومه به جګړه کوئ؟ دا جګړه د څه لپاره ده؟» او زیاته یې کړه چې باید خلک په ارام ژوند کولو ته پرېښودل شي.

غزنوي همداراز ادعا کړې چې دا مهال په افغانستان کې امنیت او عدالت ټینګ دی او هېڅ ستونزه نه شته. د هغه په وینا، هر څوک چې له طالبانو سره کومه ستونزه لري، کولای شي خپلې خبرې ورسره شریکې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو راهیسې په بدخشان کې د طالبانو او د هغوی د مخالفو وسله‌والو ډلو ترمنځ نښتې روانې دي. د طالبانو مخالفې ډلې ازادۍ جبهې هم نن سهار ادعا وکړه چې په بدخشان کې یې د طالبانو پر یوه کاروان برید کړی دی او دغې ډلې ته یې مرګ ژوبله اړولې

د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال د سیاسي، اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره کابل ته تللی

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۵۲ GMT+۱
100%

د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشېد خواجه‌یف د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی، څو له طالب چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، پانګونې او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا په اړه خبرې وکړي.

د طالبانو د مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، خواجه‌یف د کابل په ارګ کې د ریاست‌الوزرا د دفتر عمومي رییس عبدالواسع له‌خوا هرکلی شوی دی.

د فطرت په وینا، د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال به د سفر پر مهال د طالبانو له رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند، اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د کانونو او پټرولیم، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ او فواید عامې له وزیرانو سره جلا لیدنې وکړي.

دواړه لوري به په دغو لیدنو کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو، سوداګرۍ، پانګونې او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا په اړه بحث وکړي.

د اسلام‌اباد، کابل او نوي ډیلي ترمنځ د بې‌باورۍ سیوری؛ افغانستان د نوو اړیکو پر لور

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۵۹ GMT+۱
100%

پاکستان ټوډې ورځپاڼې په یو تحلیلي راپور کې راغلي چې د پاکستان، افغانستان او هند ترمنځ د باور کچه په وروستیو کلونو کې د تورونو، سرحدي ترینګلتیاوو او نوو ستراتیژیکو بدلونونو له امله مخ پر کمېدو ده.

د سیاسي شنونکو په وینا، افغانستان او پاکستان د ګډ تاریخ، کلتور او مذهبي اړیکو له امله له اوږدې مودې نږدې اړیکې لرلې، خو اوس دغه اړیکې د شک، امنیتي اندېښنو او سیاسي اختلافاتو تر اغېز لاندې راغلي دي.

د اړیکو د خرابېدو یو لامل د ترهګرۍ او امنیتي موضوعاتو پر سر د دواړو هېوادونو اختلافات بلل کېږي. پاکستان ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان وسله‌وال له افغان خاورې څخه د بریدونو لپاره کار اخلي، خو د طالبانو حکومت دا تورونه رد کړي او وایي چې افغانستان باید د پاکستان د کورنیو امنیتي ستونزو مسول ونه ګڼل شي.

د راپور له مخې، د کابل په «امید بیارغونې مرکز» د پاکستان د احتمالي هوايي برید په اړه د بخښنې نړیوال سازمان اندېښنې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ بې‌باوري نوره زیاته کړې ده. اسلام‌اباد ویلي چې عملیات یې د امنیتي ګواښونو پر ضد وو، خو د بشري حقونو بنسټونو د دغو عملیاتو په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.

له بلې خوا، افغانستان په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې خپلې سوداګریزې او سیاسي اړیکې له یوه هېواد سره محدودې نه کړي. د راپور له مخې، کابل د هند او ایران له لارې د سوداګرۍ د پراخولو هڅې کړې دي، څو پر پاکستان د ترانزیټي اړتیاوو تکیه کمه کړي.

هند هم د پاکستان او افغانستان د اړیکو له خرابېدو وروسته په سیمه کې د خپل نفوذ د زیاتولو لپاره نوی فرصت موندلی دی.

نوي ډیلي په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د بیارغونې، زیربناوو، زده‌کړو او سوداګرۍ په برخو کې پانګونه کړې ده.

شنونکي وایي، پاکستان افغانستان تر ډېره د امنیتي اندېښنو له زاویې ګوري، افغانستان هڅه کوي خپل ستراتیژیک استقلال وساتي، او هند د کابل سره د اړیکو د پراخولو له لارې خپل حضور پیاوړی کوي.

د راپور کې ویل شوي چې جغرافیه بدلېدلی نه شي او افغانستان او پاکستان به تل ګاونډیان پاتې کېږي، خو د سیمې راتلونکی به د پوځي سیالیو پر ځای د خبرو، باور جوړونې او ډیپلوماتیکو هڅو له لارې ټاکل کېږي.

طالبان وایي درېیو میاشتو کې تر ۲۵۰ زرو ډېرو سیلانیانو له پنجشیر لیدنه کړې

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۵۵ GMT+۱
100%

په پنجشیر کې طالب سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، چې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۲۵۰ زره او ۱۲۰ سیلانیانو دغه ولایت ته سفر کړی او له تفریحي سیمو څخه یې لیدنه کړې ده.

د دوی په وینا، له یادو سیلانیانو څخه ۲۵۰ زره کورني او ۱۲۰ بهرني سیلانیان دي.

تر دې مخکې د طالبانو تر واک لاندې د دولتي شرکتونو عمومي ریاست ویلي وو، چې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د «افغان ټوور» شرکت له لارې ۱۵۴۰ بهرني سیلانیان د سیاحت لپاره د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته تللي دي.

خو یو شمېر خلک د طالبانو پر توپیري چلند نیوکه کوي. دوی وایي، طالبانو پر کورنیو او ښځو تفریحي سیمو ته د تګ بندیز لګولی، خو بهرنیو سیلانیانو ته، چې ښځې هم پکې شاملې دي، په ورین تندي هرکلی وایي.

ملګري ملتونه: په نړۍ کې د نشه‌يي توکو کارونه تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۲۳ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال د نشه‌يي توکو نړیوال راپور ښيي چې په نړۍ کې د نشه‌يي توکو د کاروونکو شمېر د تاریخ تر ټولو لوړې ثبت شوې کچې ته رسېدلی دی.

د دغه راپور له مخې، د نړۍ د ۱۵ تر ۶۴ کلنو وګړو له ډلې تر ۶ سلنې ډېر کسان ناقانونه نشه‌يي توکي کاروي، چې دا کچه د تېرو لسو کلونو په پرتله ۳۴ سلنه لوړه شوې ده.

ملګرو ملتونو لیکلي چې د ۲۰۲۶ کال د نشه‌يي توکو نړیوال راپور د مخدره توکو د کارونې د زیاتوالي، د نړیوالو بازارونو بدلونونه او د روغتیا، امنیت او ټولنو پر وړاندې د رامنځته کېدونکو ننګونو په اړه معلومات وړاندې کړي.

افغانستان او د تریاکو په بازار کې بدلونونه

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په افغانستان کې د کوکنارو د کښت له بندیز وروسته د تریاکو تولید په بې‌ساري ډول کم شوی دی. افغانستان چې تر ۲۰۲۲ کال پورې د نړۍ شاوخوا ۸۰ سلنه ناقانونه تریاک یې تولیدول، اوس یې د تریاکو په تولید کې شاوخوا ۹۵ سلنه کموالی راغلی دی.

راپور زیاتوي چې د کوکنارو د کښت ساحه ۲۰۲۲ کال کې د شاوخوا ۲۳۲ زره هکټاره څخه په ۲۰۲۵ کال کې ۱۰ زره او ۲۰۰ هکټاره ته راټیټه شوې ده. همداراز د تریاکو تولید له شاوخوا ۶ زره او ۲۰۰ ټنو څخه نږدې ۲۹۶ ټنو ته کم شوی دی.

خو ملګرو ملتونو خبرداری ورکړي چې په افغانستان کې د تریاکو پاتې زېرمې لا هم دوام لري او اټکل کېږي چې ښايي د ۲۰۲۶ کال تر پایه موجودې وي. د دغه سازمان په وینا، په افغانستان او د سیمې هېوادونو کې د تریاکو او هېرویینو یوه برخه لا هم له همدې پاتې زېرمو سره تړاو لري.

راپور زیاتوي چې تر اوسه هېڅ بل هېواد نه دی توانېدلی چې د افغانستان د تریاکو د تولید کمښت په بشپړه توګه جبران کړي؛ که څه هم میانمار له ۲۰۲۳ کال راهیسې د نړۍ له سترو تریاکو تولیدوونکو هېوادونو څخه شمېرل کېږي.