د یمن ایرانپلوه حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان د دولتي نفتشرکت «ارامکو» تاسیسات یې په جازان او ینبع کې په توغندیو ویشتلي دي. د رویټرز لهخوا تایید شوې ویډیوګانو کې د جازان د ارامکو تصفیهخونو له سیمې لیدل شوي.
د یونان امنیتي سرچینو ویلي، دوه بالستیک توغندي چې په ینبع کې د نفتو تاسیساتو پر لور توغول شوي وو، د سعودي عربستان د امریکايي «پېټریوټ» دفاعي سیستم لهخوا شنډ شوي دي.
د سعودي عربستان په مشرۍ ګډو ځواکونو هم په یمن کې د حوثیانو پر پوځي مواضعو او د وسلو پر زېرمتونونو هوايي بریدونه کړي دي. یمني چارواکو ویلي، د کورنۍ جګړې دواړه لوري په لومړۍ کرښه کې د خپلو ځواکونو په راټولولو بوخت دي.
حوثیانو تېره اوونۍ پر سعودي عربستان سمندري بندیز اعلان کړی و او د دې ډلې مشر عبدالملک الحوثي ګواښ کړی و چې د سعودي ټول نفتې تاسیسات د دوی د بریدونو هدف کېدای شي. دغه ډلې د پنجشنبې په ورځ په سره سمندر کې دوه سعودي نفتوړونکي ټانکرونه هم په نښه کړي وو.
په ورته وخت کې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت پر اوکراین تور لګولی چې په خزر سمندر کې یې د ایران یوه سوداګریزه بېړۍ په نښه کړې ده. د ایران د وزارت په وینا، په پېښه کې یو سمندري کارکوونکی وژل شوی او بل ټپي شوی دی.
ایران په تهران کې د اوکراین د سفارت شارژدافیر احضار کړی او دغه برید یې «دښمنانه او جنایتکارانه» بللی دی. اوکراین تر اوسه په رسمي ډول د ایران د ادعا په اړه څرګندونې نه دي کړي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي تر دې مخکې په خزر سمندر کې د «لرې واټن بریدونو» پایلې ستایلې وې او ویلي یې وو چې روسیه ایران ته د سپوږمکۍ له لارې استخباراتي معلومات ورکوي، څو په منځني ختیځ کې د بریدونو د هدفونو په ټاکلو کې ورسره مرسته وکړي.
بل لور ته، د امریکا پوځ ویلي چې پر ایران سمندري بندیز «په بشپړ ډول نافذ» دی. د امریکا مرکزي قوماندانۍ هم ویلي چې د عمان په خلیج کې یې هغه بېړۍ بېوسه کړې چې د پرلهپسې خبرداریو سربېره یې هڅه کوله دغه بندیز مات کړي.
د «نیویارک ټایمز» د راپور له مخې، ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر اوسه د ایران پر ضد د بریدونو د لا پراخولو له یوه پخواني پلان څخه شاتګ کړی دی. د راپور په وینا، ټرمپ او سلاکاران یې د جګړې د پراخېدو، د دفاعي زېرمو د کمېدو، د خلیجي متحدانو د لرې کېدو او پر نړیوالې انرژۍ او اقتصاد د احتمالي اغېزو په اړه اندېښمن دي.