نوموړي د کارګل یادغونډۍ ته په وینا کې وویل، چې د هند او پاکستان ترمنځ د کارګل جګړه نه یوازې د هند لپاره یوه پوځي او ډیپلوماټیکه بریا وه، بلکې نړۍ پکې د هندي سرتېرو بېسارې مېړانه او زړورتیا هم ولیدله.
د هند د دفاع وزیر د پاکستان د بهرني سیاست او ترهګرۍ د ملاتړ پر تګلارو سختې نیوکې وکړې او زیاته یې کړه چې د هند لاره له پاکستان څخه په بشپړه توګه جلا ده. هغه وویل چې د هند نیت روښانه دی او د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر د هند د خاورې یوه نه بېلېدونکې برخه ده چې په غیرقانوني توګه غصب شوې ده.
د هند د دفاع وزیر د دواړو هېوادونو د پرمختګونو د پرتله کولو په ترڅ کې وویل چې: «نن ورځ هند نوښتونه لټوي، خو پاکستان د نفوذ او مداخلې نوې لارې چارې سنجوي».
نوموړي زیاته کړه: چې «هند بېړۍ ډیزاینوي خو پاکستان د ترهګرۍ طرحې جوړوي، هند د نویو پیلونو یا سټارټاپونو اکو سیستم رامنځته کوي خو پاکستان د ترهګرۍ اکوسیستم جوړولو کې بوخت دی او هند د نیمههادي یا سیمیکنډکټرونو د تولید په حال کې دی خو پاکستان ځانمرګي بریدګر تولیدوي».
راجنات سنګ همداراز وویل چې هند په نړۍ کې د خپلو فضايي ماموریتونو له امله پېژندل کېږي، په داسې حال کې چې «پاکستان نیابتي جګړې» پر مخ وړي.
د هغه په وینا: «هند فضا ته سټلایټ سپوږمکۍ لېږي خو پاکستان د پولې هاخوا د ترهګرو په لېږلو بوخت دی، هند نړۍ ته سافټویر وړاندې کوي خو پاکستان ترهګري صادروي، او هند د ډېټا مرکزونه جوړوي خو پاکستان د افراطیت مرکزونه فعال ساتي».
نوموړي خبرداری ورکړ که پاکستان د هند د پرمختګ مخه ونیسي، د هند زړور وسله وال ځواکونه د غاښ ماتونکي ځواب ورکولو ته پوره چمتو دي.
بل لور ته د پاکستان حکومت د کشمیر د جنجالي سیمې په اړوند د هند د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې په کلکه غندلي او هغه یې خورا پاروونکې او غیر مسوولانې بللې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي، چې د هند د دفاع وزیر دغه څرګندونې د حقیقتونو د تحریفولو ترڅنګ، د سیمې او نړۍ سوله او امنیت له ګواښ سره مخ کوي.
د بهرنیو چارو وزارت په خپله خبرپاڼه کې زیاته کړه، چې د هند د حکومت دا ډول څرګندونې د کشمیر د لانجې په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیکونو خلاف دي.