ملګري ملتونه: په نړۍ کې د نشهيي توکو کارونه تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال د نشهيي توکو نړیوال راپور ښيي چې په نړۍ کې د نشهيي توکو د کاروونکو شمېر د تاریخ تر ټولو لوړې ثبت شوې کچې ته رسېدلی دی.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال د نشهيي توکو نړیوال راپور ښيي چې په نړۍ کې د نشهيي توکو د کاروونکو شمېر د تاریخ تر ټولو لوړې ثبت شوې کچې ته رسېدلی دی.
د دغه راپور له مخې، د نړۍ د ۱۵ تر ۶۴ کلنو وګړو له ډلې تر ۶ سلنې ډېر کسان ناقانونه نشهيي توکي کاروي، چې دا کچه د تېرو لسو کلونو په پرتله ۳۴ سلنه لوړه شوې ده.
ملګرو ملتونو لیکلي چې د ۲۰۲۶ کال د نشهيي توکو نړیوال راپور د مخدره توکو د کارونې د زیاتوالي، د نړیوالو بازارونو بدلونونه او د روغتیا، امنیت او ټولنو پر وړاندې د رامنځته کېدونکو ننګونو په اړه معلومات وړاندې کړي.
افغانستان او د تریاکو په بازار کې بدلونونه
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په افغانستان کې د کوکنارو د کښت له بندیز وروسته د تریاکو تولید په بېساري ډول کم شوی دی. افغانستان چې تر ۲۰۲۲ کال پورې د نړۍ شاوخوا ۸۰ سلنه ناقانونه تریاک یې تولیدول، اوس یې د تریاکو په تولید کې شاوخوا ۹۵ سلنه کموالی راغلی دی.
راپور زیاتوي چې د کوکنارو د کښت ساحه ۲۰۲۲ کال کې د شاوخوا ۲۳۲ زره هکټاره څخه په ۲۰۲۵ کال کې ۱۰ زره او ۲۰۰ هکټاره ته راټیټه شوې ده. همداراز د تریاکو تولید له شاوخوا ۶ زره او ۲۰۰ ټنو څخه نږدې ۲۹۶ ټنو ته کم شوی دی.
خو ملګرو ملتونو خبرداری ورکړي چې په افغانستان کې د تریاکو پاتې زېرمې لا هم دوام لري او اټکل کېږي چې ښايي د ۲۰۲۶ کال تر پایه موجودې وي. د دغه سازمان په وینا، په افغانستان او د سیمې هېوادونو کې د تریاکو او هېرویینو یوه برخه لا هم له همدې پاتې زېرمو سره تړاو لري.
راپور زیاتوي چې تر اوسه هېڅ بل هېواد نه دی توانېدلی چې د افغانستان د تریاکو د تولید کمښت په بشپړه توګه جبران کړي؛ که څه هم میانمار له ۲۰۲۳ کال راهیسې د نړۍ له سترو تریاکو تولیدوونکو هېوادونو څخه شمېرل کېږي.