د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شفيع جان د شنبې په ورځ له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په مرکه کې وويل، د خيبر پښتونخوا د ډېریو خلکو ژوند له افغانستان سره په سوداګرۍ پورې تړلی دی او په وینا یې، په اوسنیو شرایطو کې د دواړو خواوو سوداګر له سخت فشار سره مخ او بېبرخلیکه دي.
هغه وويل، پاکستان له هند سره د سوداګرۍ خبره کوي، خو له افغانستان سره يې لارې تړلي دي. نوموړي زياته کړه، چې پاکستان په نړۍ کې د منځګړيتوب رول لوبوي دا ښه کار دی، خو په وينا يې، پاکستان له خپل «اسلامي ورور هېواد افغانستان» سره خبرو ته چمتو نهدی.
شفيع جان د کوم هېواد د نوم له اخيستو پرته وويل، «که د کوم هېواد خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي، نو د هغې مخنيوی ضروري دی او که مخنيوی نهکېږي، نو د حل لپاره يې مناسب اقدام هم اړين دی».
هغه وويل: «د پاکستان د هرې يوې اېنچ خاورې ساتنه زموږ ملي دنده ده، که له هغې خوا کوم يرغل کېږي، نو سمدستي ځواب ورکول ضروري دي».
نوموړي ټينګار وکړ، چې ستونزې د خبرو اترو له لارې هم حل کېدای شي او زیاته یې کړه: «تر دې وړاندې د خبرو له لارې ځينې موخې ترلاسه شوي دي. له افغانستان سره مو خبرې کړې دي او جرګې مو هم ورلېږلې دي. د خبرو لاره له موږ سره شته، خو که داسې کسان ولېږل شي چې د خبرو پر ځای نورې ستونزې جوړې کړي، نو دا هم د حل لاره نهده».
د پاکستان او طالبانو ترمنځ پر ډیورند کرښه تر نښتو وروسته د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لارې د ۱۴۰۴ کال د تلې له ۲۱مې راهیسې تړل شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هم په ټپه درېدلې ده. اوسمهال یوازې افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنېدو اجازه لري او له هغې پرته پر یادو لارو هر ډول تګراتګ درېدلی دی.
د پاکستان- افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې د مسوولینو په وینا، د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو تړل پاتې کېدو له امله پاکستان ته نږدې ۹۸۰ مېلیونه او افغانستان ته نږدې ۴۹۵ مېلیونه امریکایي ډالر زیان رسېدلی دی.