نوموړي دا څرګندونې نن په کابل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د لومړني نندارتون د پرانیستې پر مهال وکړې.
ملا عبدالغني برادر وویل، د ټکنالوژۍ او مخابراتو په برخه کې پرمختګ د اوسني عصر له مهمو اړتیاوو څخه دی او د طالبانو حکومت هڅه کوي چې له شته امکاناتو په ګټې اخیستنې، افغانستان په تدریجي ډول له سیمې او نړۍ سره په دې برخه کې سیال کړي.
هغه وویل: «افغانستان کولی شي جنوبي اسیا له منځنۍ اسیا سره د ډېټا د ترانزیټ په برخه کې وصل کړي.»
برادر زیاته کړه چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د مخابراتو او ټکنالوژۍ په برخه کې پرمختګونه شوي، یو شمېر محرومې سیمې د مخابراتي شبکو تر پوښښ لاندې راغلې او په ډیجیټلي حکومتولۍ کې هم د پام وړ ګامونه اخیستل شوي دي.
د طالبانو اقتصادي مرستیال د مخابراتو او ټکنالوژۍ نندارتون د ټکنالوژۍ د فرهنګ د ودې، د افغان ځوانانو د استعدادونو د پیاوړتیا او د نوښتونو د ملاتړ لپاره مهم وباله.
هغه وویل، د ټکنالوژۍ پراختیا کولی شي په چارو کې روڼتیا زیاته، د عوایدو مدیریت ښه، وخت سپما او اداري پروسې اسانه کړي.
ملا عبدالغني برادر همداراز وویل، له نړۍ سره د سیالۍ او متوازن پرمختګ لپاره اړینه ده چې د ژوند په بېلابېلو برخو کې له پرمختللو ټکنالوژیو استفاده وشي. نوموړي زیاته کړه: «دا مسوولیت هم شرعا او هم اخلاقا موږ او تاسې ته راجع دی چې ځانونه له نړۍ سره سیالان کړو.»
هغه په هېواد کې د بېکارۍ ستونزې ته په اشارې وویل چې طالبان په بېلابېلو سکټورونو کې د پراختیايي پروژو د پلي کولو، د سوداګرۍ د ودې او د خصوصي سکټور د فعالیتونو د اسانتیا له لارې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو هڅې کوي؛ خو د بېکارۍ د کچې د کمولو لپاره لا نورو هڅو ته اړتیا ده.
ملا عبدالغني برادر د ټکنالوژۍ په برخه کې د حکومت، خصوصي سکټور، علمي بنسټونو او ځوانو نوښتګرو ترمنځ د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه هم وکړه.