• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو پروان او پکتیکا کې د نشه یې توکو او وسلو د نیولو خبر ورکړی

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۱۱ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې امنیتي ځواکونو یې په پروان ولایت کې د ۱۲۳ کیلوګرامه نشه‌يي توکو د قاچاق مخه نیولې او پکتیکا کې یې یو اندازه وسلې او مهمات ترلاسه کړي.

د وزارت په وینا، پروان کې یې د دغو نشه یې توکو د قاچاق په تور دوه کسان د سالنګ ولسوالۍ اړوندو سیمو کې د کشفي عملیاتو پر مهال نیولي، چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت همداراز ویلي، چې د پکتیکا ولایت د امنیې قوماندانۍ ځواکونو د روان کال لومړۍ ربعې په اوږدو کې د کشفي عملیاتو پر مهال له بېلابېلو سیمو څخه یو شمېر وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي دي.

د وزارت په خبره، په کشف شویو وسلو او مهماتو کې دوه میله کلاشینکوفونه، درې میله تفنګچې، شپږ شاجورونه، ۱۷ لاسي بمونه، ۴۹۰ د پیکا مرمۍ او ۷۰ د کلاشینکوف مرمۍ شاملې دي.

خبر پاڼه زیاتوي چې دغه مهمات د پکتیکا د مټاخان، ارګون، یوسف‌خېل، وازیخوا، زرغون‌ښار، یحیی‌خېل او اومنې ولسوالیو په اړوندو سیمو کې ترلاسه شوي دي.

یل خوا، دغه وزارت په یوه بله خبر پاڼه کې ویلي چې د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو یې د دایکنډي ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۱۰۷ تنه په نشه‌يي توکو روږدي کسان راټول کړي او د درملنې لپاره یې د دغه ولایت د درملنې مرکز ته ورپېژندلي دي. د وزارت د معلوماتو له مخې، ۷۸ نور روږدي کسان له درملنې وروسته روغ شوي او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

ترویج لرونکی

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو
۱

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو

۲

طالبانو کابل ښار کې څه باندې ۲۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۳

د ښځو حقونو د پراخو محدودیتونو تر څنګ؛ طالبان په یوه میاشت کې د ۳۸۸ قضیو د حل ادعا کوي

۴

سرچینې: بدخشان کې د طالبانو د تازه دمو ځواکونو لېږدونکې چورلکې د راکټي برید موخه ګرځېدلي

۵

واشنګټن پوسټ: د امریکا د بیا مېشتېدو ادارې له ۸۰۰ افغانانو سره د مرکو طرحه ترلاسه کړې ده

•
•
•

نور کیسې

ملا حسن اخوند: د ازبکستان پلاوي سفر د افغانستان پر راتلونکي د باور نښه ده

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۵۵ GMT+۱
100%

د طالبانو رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند وايي، کابل ته د ازبکستان د لوړپوړي پلاوي سفر او د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو پراختیا د افغانستان پر راتلونکي د دغه هېواد د «پیاوړي باور» نښه ده. نوموړي له تاشکند سره د شویو ژمنو پر عملي کولو د طالبانو ژمنتیا هم څرګنده کړې ده.

ملا محمد حسن اخوند دا څرګندونې نن په کابل کې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشېد خواجه‌یف سره په لیدنه کې کړې دي. نوموړی د وزیرانو، مرستیال وزیرانو، سوداګرو او پانګه‌والو په ګډون د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ افغانستان ته راغلی دی.

د طالبانو د مرستیال ویاند حمدالله فطرت په وینا، د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال وویل چې افغانستان د ازبکستان په بهرنۍ پالیسۍ کې مهم ځای لري او د دغه پلاوي سفر د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف په لارښوونه د هغو ژمنو د عملي کار د پیل لپاره شوی چې د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې شوې دي.

د لومړي وزیر مرستیال جمشېد خواجه‌یف ویلي، کابل ته د دغه هېواد د لوړپوړي پلاوي د سفر موخه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا او د پانګونې او سوداګرۍ په برخه کې د شوېو ژمنو عملي کول دي.

خواجه‌یف وویل، تېر کال د افغانستان له لوري ازبکستان ته د صادراتو ارزښت ۱۵۰ میلیونه ډالرو ته رسېده، خو د روان کال له پیل راهیسې دغه کچه ۱۱۱ میلیونه ډالرو ته رسېدلې او تمه ده چې د کال تر پایه نوره هم لوړه شي.

هغه زیاته کړه چې ازبکستان تر اوسه افغانانو ته پنځه زره ویزې صادرې کړې دي او دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو او اقتصادي مناسباتو د پراختیا څرګندونه کوي.

د طالبانو رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند د ازبکستان د لوړپوړي پلاوي سفر د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم بللی او ویلي یې دي چې د اقتصادي اړیکو پراختیا د افغانستان پر راتلونکي د ازبکستان د «پیاوړي باور» نښه ده.

ملا محمد حسن اخوند د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال ته ډاډ ورکړی چې طالبان له دغه «دوست او ورور هېواد» سره د اړیکو له پیاوړتیا خوښ دي او د دواړو لورو د شویو ژمنو عملي کولو ته بشپړ ژمن دي.

برادر: افغانستان کولی شي جنوبي اسیا له منځنۍ اسیا سره د ډېټا د ترانزیټ له لارې ونښلوي

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۲۹ GMT+۱
100%

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي، افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت له امله کولی شي د جنوبي او منځنۍ اسیا ترمنځ د ډېټا د ترانزیټ په برخه کې د اتصال د مهمې نقطې په توګه رول ولوبوي.

نوموړي دا څرګندونې نن په کابل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د لومړني نندارتون د پرانیستې پر مهال وکړې.

ملا عبدالغني برادر وویل، د ټکنالوژۍ او مخابراتو په برخه کې پرمختګ د اوسني عصر له مهمو اړتیاوو څخه دی او د طالبانو حکومت هڅه کوي چې له شته امکاناتو په ګټې اخیستنې، افغانستان په تدریجي ډول له سیمې او نړۍ سره په دې برخه کې سیال کړي.

هغه وویل: «افغانستان کولی شي جنوبي اسیا له منځنۍ اسیا سره د ډېټا د ترانزیټ په برخه کې وصل کړي.»

برادر زیاته کړه چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د مخابراتو او ټکنالوژۍ په برخه کې پرمختګونه شوي، یو شمېر محرومې سیمې د مخابراتي شبکو تر پوښښ لاندې راغلې او په ډیجیټلي حکومتولۍ کې هم د پام وړ ګامونه اخیستل شوي دي.

د طالبانو اقتصادي مرستیال د مخابراتو او ټکنالوژۍ نندارتون د ټکنالوژۍ د فرهنګ د ودې، د افغان ځوانانو د استعدادونو د پیاوړتیا او د نوښتونو د ملاتړ لپاره مهم وباله.

هغه وویل، د ټکنالوژۍ پراختیا کولی شي په چارو کې روڼتیا زیاته، د عوایدو مدیریت ښه، وخت سپما او اداري پروسې اسانه کړي.

ملا عبدالغني برادر همداراز وویل، له نړۍ سره د سیالۍ او متوازن پرمختګ لپاره اړینه ده چې د ژوند په بېلابېلو برخو کې له پرمختللو ټکنالوژیو استفاده وشي. نوموړي زیاته کړه: «دا مسوولیت هم شرعا او هم اخلاقا موږ او تاسې ته راجع دی چې ځانونه له نړۍ سره سیالان کړو.»

هغه په هېواد کې د بې‌کارۍ ستونزې ته په اشارې وویل چې طالبان په بېلابېلو سکټورونو کې د پراختیايي پروژو د پلي کولو، د سوداګرۍ د ودې او د خصوصي سکټور د فعالیتونو د اسانتیا له لارې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو هڅې کوي؛ خو د بې‌کارۍ د کچې د کمولو لپاره لا نورو هڅو ته اړتیا ده.

ملا عبدالغني برادر د ټکنالوژۍ په برخه کې د حکومت، خصوصي سکټور، علمي بنسټونو او ځوانو نوښتګرو ترمنځ د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه هم وکړه.

د ازادۍ جبهې له بریدونو وروسته؛ طالب والي له مخالفو ډلو د جګړې د درولو غوښتنه وکړه

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۵۰ GMT+۱
100%

د بدخشان لپاره د طالبانو والي اسماعیل غزنوي، په دغه ولایت کې د ازادۍ جبهې له بریدونو وروسته له خپلو مخالفو ډلو غوښتي چې له جګړې لاس واخلي. نوموړي ویلي، د مخالفینو پر وړاندې جګړه ورته سخته نه ده او خبرداری یې ورکړی چې هېچا ته به د واک د ترلاسه کولو اجازه ور نه کړي.

غزنوي دغه څرګندونې په بدخشان کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال کړي.

هغه وویل، مخالفې ډلې د دوی پر وړاندې د پام وړ څه نه شي کولای او زیاته یې کړه: «په ښکاره ورته وایم، هغه مهال چې د امریکا او ناټو ملاتړ درسره و، څه مو وکړل؟» نوموړي وویل، طالبان له خپلو مخالفینو سره د مقابلې او جګړې تجربه لري.

غزنوي مخالفینو ته په خطاب کې وویل: «پر افغانستان د واکمنېدو ارمان به ګور ته یوسئ.»

هغه اوسنی وضعیت د هېواد لپاره «لوی نعمت» وباله او ویې ویل چې خلک باید د دې شکر ادا کړي.

د بدخشان والي یو ځل بیا پر خپلو مخالفینو غږ وکړ چې جګړه پای ته ورسوي. هغه وویل: «تر کومه به جګړه کوئ؟ دا جګړه د څه لپاره ده؟» او زیاته یې کړه چې باید خلک په ارام ژوند کولو ته پرېښودل شي.

غزنوي همداراز ادعا کړې چې دا مهال په افغانستان کې امنیت او عدالت ټینګ دی او هېڅ ستونزه نه شته. د هغه په وینا، هر څوک چې له طالبانو سره کومه ستونزه لري، کولای شي خپلې خبرې ورسره شریکې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو راهیسې په بدخشان کې د طالبانو او د هغوی د مخالفو وسله‌والو ډلو ترمنځ نښتې روانې دي. د طالبانو مخالفې ډلې ازادۍ جبهې هم نن سهار ادعا وکړه چې په بدخشان کې یې د طالبانو پر یوه کاروان برید کړی دی او دغې ډلې ته یې مرګ ژوبله اړولې

د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال د سیاسي، اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره کابل ته تللی

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۵۲ GMT+۱
100%

د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشېد خواجه‌یف د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی، څو له طالب چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، پانګونې او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا په اړه خبرې وکړي.

د طالبانو د مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، خواجه‌یف د کابل په ارګ کې د ریاست‌الوزرا د دفتر عمومي رییس عبدالواسع له‌خوا هرکلی شوی دی.

د فطرت په وینا، د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال به د سفر پر مهال د طالبانو له رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند، اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د کانونو او پټرولیم، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ او فواید عامې له وزیرانو سره جلا لیدنې وکړي.

دواړه لوري به په دغو لیدنو کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو، سوداګرۍ، پانګونې او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا په اړه بحث وکړي.

د اسلام‌اباد، کابل او نوي ډیلي ترمنځ د بې‌باورۍ سیوری؛ افغانستان د نوو اړیکو پر لور

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۵۹ GMT+۱
100%

پاکستان ټوډې ورځپاڼې په یو تحلیلي راپور کې راغلي چې د پاکستان، افغانستان او هند ترمنځ د باور کچه په وروستیو کلونو کې د تورونو، سرحدي ترینګلتیاوو او نوو ستراتیژیکو بدلونونو له امله مخ پر کمېدو ده.

د سیاسي شنونکو په وینا، افغانستان او پاکستان د ګډ تاریخ، کلتور او مذهبي اړیکو له امله له اوږدې مودې نږدې اړیکې لرلې، خو اوس دغه اړیکې د شک، امنیتي اندېښنو او سیاسي اختلافاتو تر اغېز لاندې راغلي دي.

د اړیکو د خرابېدو یو لامل د ترهګرۍ او امنیتي موضوعاتو پر سر د دواړو هېوادونو اختلافات بلل کېږي. پاکستان ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان وسله‌وال له افغان خاورې څخه د بریدونو لپاره کار اخلي، خو د طالبانو حکومت دا تورونه رد کړي او وایي چې افغانستان باید د پاکستان د کورنیو امنیتي ستونزو مسول ونه ګڼل شي.

د راپور له مخې، د کابل په «امید بیارغونې مرکز» د پاکستان د احتمالي هوايي برید په اړه د بخښنې نړیوال سازمان اندېښنې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ بې‌باوري نوره زیاته کړې ده. اسلام‌اباد ویلي چې عملیات یې د امنیتي ګواښونو پر ضد وو، خو د بشري حقونو بنسټونو د دغو عملیاتو په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.

له بلې خوا، افغانستان په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې خپلې سوداګریزې او سیاسي اړیکې له یوه هېواد سره محدودې نه کړي. د راپور له مخې، کابل د هند او ایران له لارې د سوداګرۍ د پراخولو هڅې کړې دي، څو پر پاکستان د ترانزیټي اړتیاوو تکیه کمه کړي.

هند هم د پاکستان او افغانستان د اړیکو له خرابېدو وروسته په سیمه کې د خپل نفوذ د زیاتولو لپاره نوی فرصت موندلی دی.

نوي ډیلي په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د بیارغونې، زیربناوو، زده‌کړو او سوداګرۍ په برخو کې پانګونه کړې ده.

شنونکي وایي، پاکستان افغانستان تر ډېره د امنیتي اندېښنو له زاویې ګوري، افغانستان هڅه کوي خپل ستراتیژیک استقلال وساتي، او هند د کابل سره د اړیکو د پراخولو له لارې خپل حضور پیاوړی کوي.

د راپور کې ویل شوي چې جغرافیه بدلېدلی نه شي او افغانستان او پاکستان به تل ګاونډیان پاتې کېږي، خو د سیمې راتلونکی به د پوځي سیالیو پر ځای د خبرو، باور جوړونې او ډیپلوماتیکو هڅو له لارې ټاکل کېږي.