• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روسیې په البروس غره کې دوه بهرني غرختونکي مړه شوي

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۰۷ GMT+۱

د روسیې د بېړنیو خدمتونو چارواکو ویلي، د دغه هېواد په البروس غره کې د غرختنې پر مهال دوه بهرني غرختونکي مړه شوي دي. د چارواکو په وینا، لومړني معلومات ښيي چې دواړه مړه شوي کسان د بوسنیا اتباع دي.

د راپورونو له مخې، د جولای پر ۲۵مه د اوو کسانو یوې ډلې د البروس غره د ختلو هڅه کوله، خو وروسته د ډلې یو غړی ښکته راغی او خبر یې ورکړ چې دوه غړي یې د ۵۱۰۰ مترو په لوړوالي کې ناروغه شوي دي.

د بېړنیو خدمتونو یوه چارواکي وویل: «دواړه قربانیان بهرنیان دي. لومړني معلومات ښيي چې هغوی د بوسنیا دي.»

چارواکي وايي، د البروس د لوړو سیمو د لټون او ژغورنې ډله د ډلې د پاتې څلورو غړو د موندلو لپاره عملیات کوي.

په ورته وخت کې، د روسیې د تحقیقاتو کمېټې د پېښې په اړه لومړنۍ څېړنه پیل کړې ده.

ترویج لرونکی

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو
۱

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو

۲

طالبانو کابل ښار کې څه باندې ۲۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۳

سرچینې: بدخشان کې د طالبانو د تازه دمو ځواکونو لېږدونکې چورلکې د راکټي برید موخه ګرځېدلي

۴

د ښځو حقونو د پراخو محدودیتونو تر څنګ؛ طالبان په یوه میاشت کې د ۳۸۸ قضیو د حل ادعا کوي

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جلاوطنۍ؛ د پاچا محمد ظاهر شاه د ژوند کیسه

•
•
•

نور کیسې

د ایران جګړه سره سمندر او خزر ته وغځېده؛ امریکا د بریدونو له پراخولو شاته شوه

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۴۵ GMT+۱
100%

د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې له پراخېدو سره، د شنبې په ورځ د نښتو لمن د سره سمندر او خزر سمندر تر سیمو وغځېده، خو په ورته وخت کې د امریکا د هوايي بریدونو د موقتي درولو له امله د خلیج په سیمه کې نسبي ارامي لیدل شوې ده.

د یمن ایران‌پلوه حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان د دولتي نفت‌شرکت «ارامکو» تاسیسات یې په جازان او ینبع کې په توغندیو ویشتلي دي. د رویټرز له‌خوا تایید شوې ویډیوګانو کې د جازان د ارامکو تصفیه‌خونو له سیمې لیدل شوي.

د یونان امنیتي سرچینو ویلي، دوه بالستیک توغندي چې په ینبع کې د نفتو تاسیساتو پر لور توغول شوي وو، د سعودي عربستان د امریکايي «پېټریوټ» دفاعي سیستم له‌خوا شنډ شوي دي.

د سعودي عربستان په مشرۍ ګډو ځواکونو هم په یمن کې د حوثیانو پر پوځي مواضعو او د وسلو پر زېرمتونونو هوايي بریدونه کړي دي. یمني چارواکو ویلي، د کورنۍ جګړې دواړه لوري په لومړۍ کرښه کې د خپلو ځواکونو په راټولولو بوخت دي.

حوثیانو تېره اوونۍ پر سعودي عربستان سمندري بندیز اعلان کړی و او د دې ډلې مشر عبدالملک الحوثي ګواښ کړی و چې د سعودي ټول نفتې تاسیسات د دوی د بریدونو هدف کېدای شي. دغه ډلې د پنجشنبې په ورځ په سره سمندر کې دوه سعودي نفت‌وړونکي ټانکرونه هم په نښه کړي وو.

په ورته وخت کې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت پر اوکراین تور لګولی چې په خزر سمندر کې یې د ایران یوه سوداګریزه بېړۍ په نښه کړې ده. د ایران د وزارت په وینا، په پېښه کې یو سمندري کارکوونکی وژل شوی او بل ټپي شوی دی.

ایران په تهران کې د اوکراین د سفارت شارژدافیر احضار کړی او دغه برید یې «دښمنانه او جنایتکارانه» بللی دی. اوکراین تر اوسه په رسمي ډول د ایران د ادعا په اړه څرګندونې نه دي کړي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي تر دې مخکې په خزر سمندر کې د «لرې واټن بریدونو» پایلې ستایلې وې او ویلي یې وو چې روسیه ایران ته د سپوږمکۍ له لارې استخباراتي معلومات ورکوي، څو په منځني ختیځ کې د بریدونو د هدفونو په ټاکلو کې ورسره مرسته وکړي.

بل لور ته، د امریکا پوځ ویلي چې پر ایران سمندري بندیز «په بشپړ ډول نافذ» دی. د امریکا مرکزي قوماندانۍ هم ویلي چې د عمان په خلیج کې یې هغه بېړۍ بې‌وسه کړې چې د پرله‌پسې خبرداریو سربېره یې هڅه کوله دغه بندیز مات کړي.

د «نیویارک ټایمز» د راپور له مخې، ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر اوسه د ایران پر ضد د بریدونو د لا پراخولو له یوه پخواني پلان څخه شاتګ کړی دی. د راپور په وینا، ټرمپ او سلاکاران یې د جګړې د پراخېدو، د دفاعي زېرمو د کمېدو، د خلیجي متحدانو د لرې کېدو او پر نړیوالې انرژۍ او اقتصاد د احتمالي اغېزو په اړه اندېښمن دي.

د جرمني برلین ښار کې د همجنس‌پالو پر یوه جشن د موټر ختلو پېښه کې یو کس مړ او ۱۴ ټپیان دي

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۳۸ GMT+۱
100%

د جرمني پلازمېنه برلین کې د همجنس‌پالو د کلني جشن پر مهال یو موټر پر ګډونوالو ختلی، چې له امله یې ګڼو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د برلین پولیسو د شنبې په ماښام اعلان وکړ، چې د دغې پېښې له امله د برلین د همجنس‌پالو کلنی جشن یا «کریستوفر سټریټ ډې» له وخته مخکې پای ته ورسېد.

د برلین پولیسو د شنبې ورځې په ناوخته (د زمري ۳مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، چې د دغه ښار په مرکزي بڼ «تیرګارتن» کې چې برانډنبورګ دروازې ته نږدې دی، یو موټر څو تنه وهلي او دوی له بېړنیو خدماتو سره یو ځای سیمې ته رسېدلي دي.

پولیسو په خپل بیان کې ویلي: «موږ د مشکوکو کسانو د موندلو لپاره په جدي توګه پلټنې پیل کړې دي».

د لومړنیو راپورونو له‌مخې، په دغې پېښه کې تر اوسه لږ تر لږه یو کس وژل شوی او ۱۴ نور ټپيان دي، خو لا هم د ټپیانو دقیق شمېر او د هغوی د ټپونو د څرنګوالي په اړه وروستي جزییات نه‌دي په ډاګه شوي، خو بېړني طبي ټیمونه په سیمه کې د ټپیانو پر درملنه بوخت دي.

د دغې پېښې له رامنځته کېدو وړاندې، لسګونه زره کسان د جرمني په پلازمېنه کې د اروپا د همجنس‌پالو د یو تر ټولو لوی کلني جشن د نمانځلو لپاره په سوله‌ییزه توګه راټول شوي وو. د عیني شاهدانو په وینا، دغه موټر په لوړ سرعت پر خلکو ورغلی او له پېښې وروسته بریدګر په پښو تښتېدلی دی.

د جرمني پولیسو او امنیتي ځواکونو د پېښې ځای د څېړنو لپاره تړلی او د تښتېدلي بریدګر د نیولو لپاره یې په سیمه کې پراخ چاڼیز عملیات پیل کړي دي.

د برلین چارواکو له خلکو غوښتي، چې له سیمې لرې پاتې شي، څو بېړني ځواکونه وکولای شي خپل کارونه په سمه توګه پرمخ یوسي.

ټرمپ: له ابراهیمي تړون سره له یو ځای کېدو پرته له ریاض سره اټومي هوکړه نه‌ عملي کېږي

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۴۵ GMT+۱
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، تر هغې به له سعودي عربستان سره د ملکي اټومي همکاریو هوکړه عملي نه‌کړي، څو چې ریاض د ابراهيمي تړون له لارې له اسرايیل سره خپلې اړیکې عادي نه‌کړي.

د رويټرز خبري اژانس په راپور کې راغلي، چې ټرمپ د جمعې په ورځ ویلي، سعودي عربستان باید د ابراهيمي تړون غړی شي، څو له امریکا سره د ملکي اټومي همکاریو هوکړه بشپړه او بیا عملي شي.

د امریکا د انرژۍ وزارت د تېرې چهارشنبې په ورځ اعلان کړی وو، چې د دغه هېواد د انرژۍ وزیر کریس رایټ او د سعودي عربستان له انرژۍ وزیر شهزاده عبدالعزیز بن سلمان سره د سعودي د لومړنیو سوداګریزو اټومي بټیو د جوړولو په اړه یوه هوکړه لاسلیک کړې ده. د وزارت په وینا، دغه هوکړه به د ارزونې لپاره کانګرس ته واستول شي.

ټرمپ ویلي، له خپلې لومړۍ ولسمشرۍ دورې راهیسې یې هڅه کړې، چې له سعودي عربستان سره د اټومي همکاریو هوکړه وکړي.

په راپور کې زیاته شوې، د امریکا مخکیني ولسمشر جو بایډن هم د ورته هوکړې ملاتړ کاوه او غوښتل یې دا موضوع له ابراهيمي تړون او د سعودي او اسرايیل د اړیکو له عادي کېدو سره وتړي.

خو سعودي عربستان تر اوسه له ابراهیمي تړون سره نه‌دی یو ځای شوی. ریاض وايي، تر هغې چې د فلسطین د خپلواک دولت د جوړېدو لپاره نه ستنېدونکې او عملي لاره رامنځته نه‌شي، اسرايیل به په رسمیت ونه‌پېژني.

سعودي عربستان تر اوسه د ټرمپ د دې نوي شرط په اړه رسمي غبرګون نه‌دی ښودلی.

ټرمپ وویل، باور لري چې سعودي عربستان به په پای کې له ابراهیمي تړون سره یو ځای شي او د ملکي اټومي پروګرام د پراختیا هوکړه به هم عملي شي.

زيلېنسکي: روسيه غواړي د اوکراين جګړې ته د شمالي کوريا ۳۰ زره نور سرتېري راولېږي

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۲۸ GMT+۱
100%

د اوکراين ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي د شنبې په ورځ وويل، روسيه غواړي د اوکراين په جګړه کې د ګډون لپاره د شمالي کوريا ۳۰ زره نور سرتېري وګوماري. هغه همدارنګه وويل، شمالي کوريا روسيې ته د بالستيکي توغنديو د نويو توغندي غورځوونکو د لېږلو لپاره هم چمتووالی نيسي.

د روسيې او شمالي کوريا ترمنځ د متقابل دفاعي تړون له مخې، شمالي کوريا په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۱۴ زره سرتېري د روسيې کورسک سيمې ته ولېږل، څو په دغې سيمه کې د اوکرايني ځواکونو د پراخو پرمختګونو پر وړاندې له روسي ځواکونو سره مرسته وکړي.

زیلېنسکي په خپل ويډيويي پيغام کې وويل: «موږ د روسيې او شمالي کوريا ترمنځ همکاري هم ګورو. روسيه غواړي د دې جګړې لپاره د شمالي کوريا ۳۰زره نور سرتېري راولي».

هغه زياته کړه: «د جون له مياشتې راهيسې د روسيې په ورونېژ سيمه کې د دغو ځواکونو د منلو لپاره چمتووالی پيل شوی دی».

زیلېنسکي خبرداری ورکړ او ويې ويل: «دا ګواښ يوازې اوکراين ته نه‌دی متوجه. روسيه له شمالي کوريا سره مرسته کوي، چې د جګړې لارې چارې زده کړي، خپلې وسلې لا پرمختللې کړي او د جګړې په ډګر کې د هغو د کارولو عملي تجربه ترلاسه کړي».

هغه زياته کړه: «دا ټول پرمختګونه د اسيا د هغو ټولو هېوادونو لپاره ګواښ دی، چې د شمالي کوريا د توغنديو د واټن په محدوده کې راځي».

د اوکراين ولسمشر د خپلو خبرو په پای کې ټينګار وکړ، چې هېواد به يې دې ګواښ ته مناسب ځواب ورکړي.

په اوکراین کې پر یوه تفریح‌ځای د برید له امله ۱۲ کسان ووژل شول

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۵۱ GMT+۱
100%

د اوکراین په زاپوریژیا سیمه کې د روسي ځواکونو تر کنټرول لاندې پر یوه تفریحي کمپ د ډرون برید له امله د پنځو ماشومانو په ګډون ۱۲ کسان ووژل شول. روسي چارواکو ویلي، چې په دغه برید کې ۱۹ نور کسان هم ټپیان شوي دي.

روسي چارواکو اوکراین تورن کړی، چې په دغې سیمه کې یې په قصدي ډول ملکي وګړي په نښه کړي، خو کېیف تر اوسه د دې برید په اړه کومه تبصره نه‌ده کړې.

د زاپوریژیا لپاره د روسیې له لوري ګومارل شوي والي یوګیني بالیتسکي وویل، دا برید د ازوف سمندر په ساحل کې د میلیتپول ښار ته نږدې په کیریلیوکا تفریحي سیمه کې شوی چې په پایله کې یې ۱۹ نور کسان هم ټپیان شوي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروا وویل، اوکرایني ډرون الوتکو پر هغو خلکو برید کړی چې په کمپ کې ویده وو او دا کار یې یو «غیرانساني» جنایت بللی دی.

یوګیني بالیتسکي په خپل ټېلګرام کې لیکلي، چې د روسیې د بیړنیو پېښو وزارت کارکوونکو له کنډوالو څخه د یوه ماشوم په ګډون دوه ژوندي پاتې شوي کسان او د یوه بل کس جسد راېستلي او د ژغورنې عملیات پای ته رسېدلي دي. هغه زیاته کړه، دښمن په بشپړ ډول لیدل او پوهېدل چې څوک په نښه کوي او د کېیف چارواکي ټول اخلاقي نورمونه له پامه غورځوي او په قصدي ډول د ماشومانو په ګډون ملکي وګړي له منځه وړي.

د روسیې دولتي خبري اژانس ریا راپور ورکړی، چې د دغه هېواد تحقیقاتي کمېټې د دې برید په غبرګون کې د ترهګرۍ یوه قضیه پرانېستې ده. په خواله رسنیو کې د خپرو شویو ویډیوګانو له مخې، په دغه تفریحي کمپ کې ویجاړې شوې ودانۍ، سوځېدلي موټرونه او د لامبو حوض ته څېرمه د خاورو او ډبرو ډېرۍ لیدل کېږي.