• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ: له ایران سره خبرې روانې دي او د یوې هوکړې د امکان هیله شته

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۲۹ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، واشنګټن له ایران سره په خبرو او لیدنو بوخت دی او امکان شته چې دواړه لوري یوې هوکړې ته ورسېږي. نوموړي ټینګار کړی چې د امریکا له پوځي اقدام پرته به تهران خبرو ته نه وای حاضر شوی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د فارسي څانګېله خوا د ټرمپ له قوله په ایکس خپور شوي پیغام کې راغلي، امریکا د ایران پوځي وړتیا تر ډېره له منځه وړې او همدا اقدام د دې لامل شوی چې ایران خبرو ته حاضر شي.

ټرمپ ویلي: «موږ د دوی پوځي وړتیا نږدې له منځه وړې ده. هغوی غواړي لیدنه وکړي او موږ هم ورسره په لیدنو او خبرو بوخت یو. ګورو چې څه پېښېږي. امکان شته چې یوې هوکړې ته ورسېږو.»

هغه زیاته کړې: «که هغه اقدام چې موږ ترسره کړ نه وای، ایران به هېڅکله هم له موږ سره خبرو ته نه کېناسته.»

د امریکا ولسمشر د احتمالي هوکړې د جزییاتو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو څرګندونو یې ښودلې چې واشنګټن د پوځي فشار ترڅنګ د ډیپلوماټیکو خبرو دوام هم تعقیبوي.

د ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د واشنګټن او تهران اړیکې لا هم له کړکېچ سره مخ دي او دواړه هېوادونه د امنیتي او اټومي مسایلو په ګډون پر څو مهمو موضوعاتو اختلافات لري.

ترویج لرونکی

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی
۱
چاپیریال

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی

۲

د اسلام‌اباد، کابل او نوي ډیلي ترمنځ د بې‌باورۍ سیوری؛ افغانستان د نوو اړیکو پر لور

۳

۲۲ خپلوان، یوه دوسیه او د بریتانیا اندېښنې؛ د افغان کډوالو د پروګرام نااشنا کیسه

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

د هند او پاکستان د اوبو لانجه؛ د هند پرېکړې پاکستان اندېښمن کړی

۵

د ملګرو ملتونو چارواکی وايي طالبان دې پر ښځو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي

•
•
•

نور کیسې

د کاناډا په ټورنټو کې د امریکا پر کونسلګرۍ ډزې شوې دي

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۵۹ GMT+۱
100%

د کاناډا سي‌بي‌سي شبکې راپور ورکړی چې د ټورنټو ښار په مرکز کې د امریکا کونسلګرۍ د دوشنبې په سهار د ډزو هدف ګرځېدلې ده. راپور زیاتوي چې دا په روان کال کې دویم ځل دی چې په ټورنټو کې د امریکا په کونسلګرۍ ډزې کېږي.

د ټورنټو پولیسو ویلي، د پېښې په تړاو د سپین رنګ هونډا اکارډ موټر لټه کوي چې نمبر پلېټ نه لري. پولیسو زیاته کړې چې په دې پېښه کې هېڅوک نه دي ټپیان شوي او د برید د عامل یا عاملانو انګېزه لا هم نه ده روښانه شوې.

د ټورنټو ښاروال دغه پېښه «یو زړور برید» بللی او ویلي یې دي چې د کاناډا د عامه امنیت له وزیر سره یې د ډزو د پېښو د مخنیوي او ښار ته د ناقانونه وسلو د ننوتلو د مخنیوي په اړه خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا کونسلګرۍ په ټورنټو کې سږ کال د دویم ځل لپاره د ډزو له برید سره مخ کېږي، خو چارواکو تر اوسه د دواړو پېښو ترمنځ د احتمالي تړاو په اړه څه نه دي ویلي.

د مصنوعي ځیرکتیا د څارنې پر سر د مودي حکومت له قانوني ننګونې سره مخ شوی

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۰۶ GMT+۱
100%

د هند فعالانو د محصلانو د اعتراضونو پر مهال د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ د څارنې له امله د مودي حکومت پر ضد محکمې ته عریضه کړې ده. دوی وايي، د مخ پېژندنې ټکنالوژۍ کارول د اساسي قانون خلاف دي، خو د هند حکومت دا کار د عامه نظم او امنیت لپاره اړین بللی.

په هند کې فعالانو د دغه هېواد د لومړي وزیر نریندرا مودي حکومت د محصلانو د وروستیو اعتراضونو پر مهال د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ د څارنې د کارولو له امله قانوني ننګولی دی.

د اعتراضونو یوه فعاله عایشه غوش د ډیلي له عالي محکمې غوښتي چې د اعتراض کوونکو ډله ییزه څارنه د اساسي قانون خلاف اعلان کړي، راټول شوي شخصي معلومات له منځه یوسي او د څارنیزې ټکنالوژۍ د کارولو لپاره لارښوونې جوړې کړي.

فعالان وايي، په هند کې د پولیسو له لوري د مخ پېژندنې ټکنالوژۍ د کارولو لپاره ځانګړی قانون نشته او د اعتراضونو پر مهال شوې څارنه له قانون څخه سرغړونه ده، خو حکومت وايي، دا اقدامات د عامه نظم او امنیت د ساتنې لپاره قانوني او د خلکو په ګټه وو.

ټاکل شوې د ډیلي عالي محکمه د سې شنبې په ورځ د دې قضیې اورېدنه بیا ترسره کړي.

دا قضیه وروسته له هغې راپورته شوه چې په هند کې د ازموینو د پوښتنپاڼو د افشا کېدو پر ضد د محصلانو پراخ لاریونونه وشول. دلاریونونو له پای ته رسېدو وروسته د هند د پوهنې وزیر درمندرا پردان استعفا وکړه او لومړي وزیر نریندرا مودي د ازموینو د نظام د اصلاح لپاره د یوه پلاوي د جوړېدو اعلان وکړ.

د نایجریا په کادونا ایالت کې د وسله‌والو په برید کې ۳۰ کسان وژل شوي

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۱۹ GMT+۱
100%

وسله والو د دوشنبې په ورځ د نایجریا په شمال لوېدیځ کې د کادونا ایالت اړوند پر یوه کلي برید کړی او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژلي دي.

رویټرز د نایجریا په کادونا ایالت کې د عیني شاهدانو له قوله راپور ور کړی، چې وسله‌وال بریدګر کلي ته له ننوتلو وروسته پر خلکو بې‌هدفه ډزې وکړې او کورونو ته یې اور واچاوه. شاهدانو ویلي، په وژل شویو کسانو کې اته ماشومان هم شامل دي او څلور نور کسان ټپیان شوي دي. د کلي د ځوانانو مشر ایشایا داوا، چې د پېښې عیني شاهد هم دی ویلي برید د کادونا ایالت د کاورو سیمې اړوند د ناریدون ویلاز پر کلي نیمه شپه ترسره شو.

هغه زیاته کړې، بریدګرو پر اوسېدونکو ډزې وکړې او ځینې کسان یې په چړو او نورو وسلو ووژل. د نوموړي په وینا، د وژل شویو کسانو مړي روغتون ته لېږدول شوي دي.

داوا ویلي، د برید ډېری قربانیان ښځې، ماشومان او سپین‌ږیري دي. هغه همدارنګه وویل، بریدګرو له تېښتې مخکې ګڼ کورونه وسوځول. د نوموړي په وینا، امنیتي ځواکونه له برید څخه څو ساعتونو وروسته د دوشنبې په سهار سیمې ته ورسېدل.

د کادونا ایالت د پولیسو ویاند منصور حسن ویلي، پولیس به د پېښې په اړه جزییات وروسته خپاره کړي. په وروستیو کلونو کې د نایجریا په شمال لوېدیځ او شمال مرکزي سیمو کې د وسله‌والو ډلو او نورو جنایي شبکو بریدونه د دغه هېواد له مهمو امنیتي ننګونو څخه ګڼل کېږي او کلیوالي سیمې په پرله‌پسې ډول د مرګونو بریدونو هدف ګرځي.

د نایجریا په شمال ختیځ کې بیا د بوکو حرام او د هغې د بېلې شوې ډلې داعش لوېدیځې افریقا څانګې وسله‌وال فعالیت کوي، خو تر اوسه هېڅ ډلې د کادونا ایالت د وروستي برید مسولیت نه دی منلی.

کرملین: د اوکراین د سولې د نوو وړاندیزونو په اړه کره معلومات نه لرو

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۱۳ GMT+۱
100%

د کرملین ماڼۍ ویاند ویلي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي تر ټاکل شوې لیدنې مخکې یې د اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د سولې د نویو وړاندیزونو په اړه کوم مشخص یا عملي معلومات نه دي ترلاسه کړي.

د کرملین ماڼۍ ویاند دیمیتري پسکوف د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: «دا رښتیا ده چې دا معلومات څو ورځې مخکې خپاره شول، خو تر اوسه له رسنیزو ګومانونو پرته بل څه نه دي. په دې اړه نه کوم مشخص جزییات شته او نه هم د کوم نوي وړاندیز یا طرحې په اړه کره معلومات».

یوې اوکرایني سرچینې تېره اوونۍ ویلي وو چې امریکايي او اوکرایني چارواکي د هوايي اوربند پر یوه وړاندیز بحث کوي، څو د سولې د خبرو د نوي پړاو په چوکاټ کې یې روسي لوري ته وړاندې کړي.

پسکوف د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زلنسکي هغې ادعا ته هم له تبصرې ډډه وکړه چې ګواکې مسکو د روسیې د ورونېژ په سیمه کې د شمالي کوریا د ۳۰ زره سرتېرو د ځای پر ځای کولو لپاره چمتووالی نیسي. هغه وویل: «زما په اند، د زلنسکي د څرګندونو په اړه تبصره اړینه نه ده. دا د زېلېنسکي کار نه دی چې زموږ د پلانونو په اړه خبرې وکړي.»

ټاکل شوې چې ډونالډ ټرمپ او ولادیمیر زېلېنسکي د سې‌شنبې په ورځ په واشنګټن کې سره وګوري.

ایران: د هرمز تنګي کنټرول لا هم زموږ په لاس کې دی

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۱۲ GMT+۱
100%

ایران د امریکا د بریدونو له درېدو وروسته د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې لا هم د هرمز تنګي کنټرول په لاس کې لري او له امریکا سره د سولې د خبرو د بیا پیل غوښتنه نه کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي په یوه خبري غونډه کې ویلي، تهران له واشنګټن څخه د سولې د خبرو د بیا پیل غوښتنه نه ده کړې. نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې کړې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر ضد د شاوخوا دوو اوونیو هوايي بریدونو کمپاین وځنډاوه. ایران ویلي، تر هغه چې امریکا خپل هوايي بریدونه ولاړ وي، تهران به هم خپل بریدونه وځنډوي. د رویټرز د راپور له مخې، ټرمپ د خپلو لوړپوړو پوځي چارواکو په سپارښتنه د بریدونو د کمپاین د درولو پرېکړه کړې ده. یوه امریکايي چارواکي رویټرز ته ویلي، پوځي قوماندانانو ولسمشر ته ویلي وو چې د برید لپاره ټاکل شوي هدفونه مخ په ختمېدو دي. د امریکا د لوی درستیزانو د ګډې کمېټې مشر جنرال ډان کېن هم د سیمې د امریکايي اډو د دفاع لپاره د هوايي دفاعي وسلو د زېرمو د کمېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

نیویارک ټایمز، سي‌اېن‌اېن، اکسیوس او نورو امریکايي رسنیو هم راپور ورکړی چې د ټرمپ ملکي او پوځي سلاکارانو هغه ته د بریدونو د درولو سپارښتنه کړې وه.په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والټز ویلي، ټرمپ د دې لپاره بریدونه ځنډولي چې د ډیپلوماسۍ او احتمالي مذاکراتو لپاره زمینه برابره شي. د امریکا د بریدونو له درېدو وروسته د نفتو نړیوالو بیو هم ښکته تګ کړی دی. د برېنټ خامو تېلو بیه، چې تېره اوونۍ د مې میاشتې راهیسې د لومړي ځل لپاره له ۱۰۰ ډالرو لوړه شوې وه، د دوشنبې تر سهاره شاوخوا ۷.۸ سلنه راټیټه شوه او تر ۹۰ ډالرو لاندې ورسېده.

ایران، چې غواړي وښيي د امریکا بریدونه خپل هدف ته نه دي رسېدلي، ټینګار کړی چې د نړۍ د انرژۍ د تر ټولو مهمې سمندري لارې، د هرمز تنګي، کنټرول لا هم په لاس کې لري. د ایران څو دولتي رسنیو د یوه «باخبره سرچینې» له قوله راپور ورکړی چې ایراني ځواکونو د دوشنبې په سهار شپږ هغه بېړۍ بېرته ستنې کړې چې د دوی په وینا، له اجازې پرته یې د هرمز تنګي د تېرېدو هڅه کړې وه. د راپورونو له مخې، له دغو بېړیو څخه یوه له پېښې سره هم مخ شوې ده.د ایران دولتي رسنیو د همدې سرچینې له قوله ویلي: «لکه مخکې چې اعلان شوی و، د هرمز تنګي د تګ راتګ رسمي لاره هغه ده چې ایران ټاکلې ده، او نورې لارې ککړې دي او د تېرېدو امکان نه لري.» امریکا د ایران پر ضد خپل نوي بریدونه وروسته له هغې پیل کړل چې تهران پر هغو بېړیو بریدونه وکړل چې د هرمز تنګي له هغې لارې تېرېدې چې واشنګټن یې ملاتړ کوي او بېړیو ته یې سپارښتنه کړې وه د عمان ساحل ته نږدې حرکت وکړي.ایران وايي، بېړۍ یوازې له هغه کانال څخه تېرېدای شي چې د ایران ساحل ته نږدې دی، د تهران تر کنټرول لاندې دی او ایران غواړي د تېرېدو فیس هم ترې واخلي.