د نایجریا په کادونا ایالت کې د وسلهوالو په برید کې ۳۰ کسان وژل شوي

وسله والو د دوشنبې په ورځ د نایجریا په شمال لوېدیځ کې د کادونا ایالت اړوند پر یوه کلي برید کړی او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژلي دي.

وسله والو د دوشنبې په ورځ د نایجریا په شمال لوېدیځ کې د کادونا ایالت اړوند پر یوه کلي برید کړی او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژلي دي.
رویټرز د نایجریا په کادونا ایالت کې د عیني شاهدانو له قوله راپور ور کړی، چې وسلهوال بریدګر کلي ته له ننوتلو وروسته پر خلکو بېهدفه ډزې وکړې او کورونو ته یې اور واچاوه. شاهدانو ویلي، په وژل شویو کسانو کې اته ماشومان هم شامل دي او څلور نور کسان ټپیان شوي دي. د کلي د ځوانانو مشر ایشایا داوا، چې د پېښې عیني شاهد هم دی ویلي برید د کادونا ایالت د کاورو سیمې اړوند د ناریدون ویلاز پر کلي نیمه شپه ترسره شو.
هغه زیاته کړې، بریدګرو پر اوسېدونکو ډزې وکړې او ځینې کسان یې په چړو او نورو وسلو ووژل. د نوموړي په وینا، د وژل شویو کسانو مړي روغتون ته لېږدول شوي دي.
داوا ویلي، د برید ډېری قربانیان ښځې، ماشومان او سپینږیري دي. هغه همدارنګه وویل، بریدګرو له تېښتې مخکې ګڼ کورونه وسوځول. د نوموړي په وینا، امنیتي ځواکونه له برید څخه څو ساعتونو وروسته د دوشنبې په سهار سیمې ته ورسېدل.
د کادونا ایالت د پولیسو ویاند منصور حسن ویلي، پولیس به د پېښې په اړه جزییات وروسته خپاره کړي. په وروستیو کلونو کې د نایجریا په شمال لوېدیځ او شمال مرکزي سیمو کې د وسلهوالو ډلو او نورو جنایي شبکو بریدونه د دغه هېواد له مهمو امنیتي ننګونو څخه ګڼل کېږي او کلیوالي سیمې په پرلهپسې ډول د مرګونو بریدونو هدف ګرځي.
د نایجریا په شمال ختیځ کې بیا د بوکو حرام او د هغې د بېلې شوې ډلې داعش لوېدیځې افریقا څانګې وسلهوال فعالیت کوي، خو تر اوسه هېڅ ډلې د کادونا ایالت د وروستي برید مسولیت نه دی منلی.